تروريزم

په غزني کې د طالبانو ځانمرګي برید ۵۰ ماشومان ټپیان کړل

ای اېف پي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل چې په ټپیانو کې له ۵۰ څخه ډېر ماشومان شامل دي. [ټولنیزې رسنۍ]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل چې په ټپیانو کې له ۵۰ څخه ډېر ماشومان شامل دي. [ټولنیزې رسنۍ]

غزني -- په غزني کې د طالبانو یوه غټ موټربمي برید د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۶مه/ لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او د لسګونو ماشومانو په شمول ډېر نور یې ټپیان کړل.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ای اېف پي ته وویل، د یکشنبې د ورځې موټربم د استخباراتو یوه اداره په نښه کړه.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل چې ۱۲ کسان ووژل شول.

مایار وویل، سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې «د استخباراتو کارمندان» یې په نښه کړي، لاکن ۱۷۹ کسان چې اکثر یې د ماشومانو په ګډون ملکي کسان دي ټپیان شوي دي.

افغان امنیتي منسوبین د هغه بمي برید ځای ته رسېږي چې د چنګاښ په ۱۶مه یې په غزني کې د استخباراتو یوه اداره په نښه کړه. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د هغه بمي برید ځای ته رسېږي چې د چنګاښ په ۱۶مه یې په غزني کې د استخباراتو یوه اداره په نښه کړه. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل چې په ټپیانو کې له ۵۰ څخه ډېر ماشومان شامل دي. دغې ادارې وویل چې ټول تلفات لږ تر لږه ۱۵۰ کسانو ته رسېدلي دي.‌

ادارې په ټوېټر ولیکل، «یوناما د طالبانو دغه بې توپیره او نامناسب برید غندي.»

سیف دي چایلډرن وویل، د یوه نژدې پراته ښوونځي لږ تر لږه ۲۵ ماشومان په روغتون کې داخل شوي چې ډېر یې په چرو ټپي شوي او په سر، غاړه او سینه یې سخت ټپونه خوړلي دي.

په افغانستان کې د سیف دي چایلډرن موسسې رییس اونو وان مانین وویل، «که ساده وویل شي دا د منلو وړ نه ده، او مونږ په افغانستان کې په ټولو وسله والو ډلو غږ کوو چې د راتلونکو نسلونو په هکله فکر وکړي او د بې ګناه ماشومانو وژل او معیوبول ودروي.»

دا چاودنه له یوې اونۍ څخه لږ وروسته له هغه کیږي چې په کابل کې په یوه لویه چاودنه کې ۵۰ ماشومان ټپیان شول. هغې چاودنې د دفاع وزارت یوه وداني په نښه کړه خو ورسره نژدې پنځه ښوونځي یې ویجاړ او ماشومان یې په تیتو شویو شیشو کې پټ کړل.‌

طالبانو د دواړو وحشيانو پېښو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

د طالبانو له خوا تاوتریخوالی په داسې حال کې زیات شو چې هغوی د سولې د خبرو په اووم پړاو کې په دوحه کې له امریکایي مرکچیانو او افغان استازو سره خبرې کوي.

دواړو لوریو په خبرو کې چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د چنګاښ ۱۷مه/ ودرېدلې، د پام وړ پرمختګ راپورونه ورکړي دي.‌ دا په داسې حال کې ده چې طالبان د تش په نامه بین الافغاني خبرو اترو لپاره له افغان استازو سره ګوري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500