ديپلوماسي

په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ مذاکرات له '۳ ورځو جدي خبرو' څخه وروسته لنډه دمه کوي

ای اېف پي

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازو د کب په ۶ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې د خبرو پنځم پړاو پيل کړ. دغه خبرې به له دوه ورځو دمې څخه وروسته د کب په ۱۱مه بیا پیل شي. [د قطر د بهرنیو چارو وزارت/ټوېټر]

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازو د کب په ۶ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې د خبرو پنځم پړاو پيل کړ. دغه خبرې به له دوه ورځو دمې څخه وروسته د کب په ۱۱مه بیا پیل شي. [د قطر د بهرنیو چارو وزارت/ټوېټر]

دوحه -- متحده ایالات او طالبان په دوحه کې خبرو اترو ته دمه ورکوي. سیاسي هلې ځلې روانې دي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي. دغه خبرې به د حریفانو تر منځ له «جدي» خبرو څخه وروسته د شنبې په ورځ /د کب په ۱۱ مه/ بیا پیل شي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ /د کب ۹ مه/ په یوه ټویټ کې ولیکل، «په دوحه کې له طالبانو سره له درې ورځنیو جدي خبرو څخه رافارغ شو. کتنې ګټورې وې،»

هغه وویل، «مونږ د پوهاوي او بالاخره د سولې په لور ورو، ثابت ګامونه اخلو،»

خلیلزاد زیاته کړه، «دواړه لوري به په را روانو دوه ورځو کې په خپلو کې غور وکړي، او پلان داسې دی چې د شنبې په ورځ بیا خبرو ته کېني،»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه دمه تایید کړه، او زیاته یې کړه چې یاغیان «د سولې روانې پروسې او سولې ته ژمن دي».

متحده ایالات هڅه کوي چې په جګړه ځپلي هېواد کې اوربند او د طالبانو او د کابل حکومت تر منځ د مذاکراتو پیلولو ته لاره جوړه کړي.

په ګڼو برخو کې پرمختګ

خلیلزاد په خپل ټویټ کې اشاره کړې ده چې د مسئلې په هکله پرمختګ کیږي. هغه لیکلي، «په کابل کې هم د داسې یوه ملي ټیم د جوړونې په برخه کې پرمختګ شوی دی چې له طالبانو سره بین الافغاني خبرې اترې ترسره کړي».‌

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ماسپښین په غیر مستقیم ډول [د سولې] خبرو ته په اشارې وویل، یوازې داسې د سولې پروسه به اوږدمهالی ثبات رامنځته کړي چې مشري یې د افغانانو له خوا وشي.

غني په کابل کې د ښځو له خوا د سولې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، «افغانستان همکاري او همغږي غواړي، خو افغانان او د افغانستان مشروع حکومت باید د سولې د پروسې مشري وکړي،»

د اونۍ په لومړیو کې، خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل، چې دا د روانې څو میاشتنیو سیاسي هڅو په ترڅ کې د دواړو لوریو تر منځ د تر ټولو لوړې سطحې کتنه وبلل شوه.

خلیلزاد په خبرو کې -- د طالبانو د تاسیس د شریک - ملا برادر حضور وستایه او د اورپکو د مذاکراتو لوری یې «د طالبانو د یوه ډېر صلاحیت لرونکي هیئت» په توګه یاد کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500