روغتیا

د ماشومانو په خوارځواکۍ کې په ۴۷٪ ډېرښت سره، مرستندویو موسسو خپلې هڅې دوه برابره کړلې

د حمزه راپور

د سیف دي چلډرن د تغذیې د څانګې یوه مشاوره د تلې په ۷مه په سرپل ولایت کې یوې ۲۲ کلنې مور ته د هغې د لیرې پراته کلي په یوه ګرځنده کلینیک کې په دې هکله وضاحت ورکوي چې څنګه د معالجوي خوړو په وسیله خپله ۱۱ میاشتنۍ لور مړه کړي. [ساچا مییرس/سیف دي چایلډرن]

د سیف دي چلډرن د تغذیې د څانګې یوه مشاوره د تلې په ۷مه په سرپل ولایت کې یوې ۲۲ کلنې مور ته د هغې د لیرې پراته کلي په یوه ګرځنده کلینیک کې په دې هکله وضاحت ورکوي چې څنګه د معالجوي خوړو په وسیله خپله ۱۱ میاشتنۍ لور مړه کړي. [ساچا مییرس/سیف دي چایلډرن]

کابل -- سیف دي چلډرن موسسې وویل، د هغو ماشومانو شمېر چې له مرغومي میاشتې راهیسې د یادې موسسې ګرځنده روغتیایي کلینیکونو ته راوړل شوي او په سخته خوارځواکۍ اخته ول، ۴۷٪ زیات شوی دی.

یو شمېر تي خواره ماشومان په کلینیکونو کې د درملنې له ترلاسه کولو څخه مخکې مړه شوي دي.

سیف دي چلډرن د لړم په ۹مه په یوه اعلامیه کې وویل، «په وروستیو میاشتو کې، په داسې حال کې چې کورنۍ هڅه کوي ترڅو د افغانستان د لوږې د بدترین بحران پر وړاندې ځانونه جوړ کړي، د خوارځواکۍ د درملنې د خدمتونو غوښتنه زیاته شوې ده.»

په اعلامیه کې راغلي، «د مرغومي په میاشت کې، د سیف دي چلډرن ۵۷ ګرځنده روغتیايي ټیمونو شاوخوا ۲۵۰۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر کړي ول. د وږي په میاشت کې، هغه شمېر شاوخوا ۴۲۷۰ ته زیات شوی و.»

یوه مور د چنګاښ په ۳۰مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بې سرحده ډاکترانو له خوا چلېدونکې بوست روغتون د خوارځواکۍ په وارډ کې له خپلو څلور میاشتنیو غبرګونیو سبحانیې او سبحان سره یوځای د روغتون په چپرکټ ناسته ده. [لیلیان سووانرومف/ای اېف پي]

یوه مور د چنګاښ په ۳۰مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بې سرحده ډاکترانو له خوا چلېدونکې بوست روغتون د خوارځواکۍ په وارډ کې له خپلو څلور میاشتنیو غبرګونیو سبحانیې او سبحان سره یوځای د روغتون په چپرکټ ناسته ده. [لیلیان سووانرومف/ای اېف پي]

اعلامیه وایي، د اوړي حاصلاتو له وضعیت سره په مرسته کولو کې پاتې راغی، ځکه چې روانې وچکالۍ فصلونه خراب او حاصلات کم کړل، چې ورسره ډېرې کلیوالې کورنۍ مجبورې شوې ترڅو خپلې ځمکې او مالونه خرڅ کړي څو خواړه واخلي او خپل ماشومان پرې ماړه کړي.

سربېره پر دې، د هېواد د اقتصاد سقوط د بې کارۍ، بې وزلۍ او د خوراکي توکو د قیمتونو د لوړېدلو سبب شوی دی.

اعلامیه وایي، «ډېرې کورنۍ اوس د اونیو په مخه یواځې په ډوډۍ او اوبو پایياو هغه هم یواځې یو وخت ور رسیږي.»

سیف دي چلډرن وویل، «بشردوستو موسساتو په پراخه اندازه ژوند ژغورونکي خواړه برابر کړي، لاکن اړتیاوې دومره زیاتې دي چې د افغانستان د وګړیو ۵۰٪ اوس هم له لوږې سره مخامخ دي،او په دې لړ کې ۶ میلیونه ماشومان او لویان -- چې د ټولو وګړیو تقریبا یو پر اته برخې جوړوي -- له قحطۍ څخه یواځې یو ګام لیرې دي.»

د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې راهیسې، دغې مرستندویې موسسې له ۳.۳ میلیونو څخه ډېرو خلکو سره مرسته کړې چې ۱.۸ میلیونه یې ماشومان دي. اوس دغه موسسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۶ ګرځنده روغتیایي کلینیکونه لري چې په خطرناک ډول خوارځواکو ماشومانو ته د مغذي موادو مرستندوی خدمتونه برابروي.

خو د بحران د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا نورو مرستو ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د سیف دي چلډرن موسسې ویاند عاشق الله مندوزي سلام ټایمز ته وویل، «موږ پلان لرو چې په دایمي روغتیايي کلینیکونو سربېره خپلو ګرځنده خدمتونو ته پراختیا ورکړو څو لا ډېر افغان ماشومان حمایه کړو.»

د خوارځواکۍ سببونه

د ملګرو ملتونو د موسساتو په وینا، د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې، په افغانستان کې فقر په بې ساري توګه زیات شوی، او ۹۰٪ کورنۍ کافي اندازه خواړه نه لري.

په کابل کې د داخله او ماشومانو د ناروغیو یوه متخصص ډاکتر محمد سالم مایار وویل، ګڼ شمېر ستر فکټورونه شته چې د ماشومانو په خوارځواکۍ باندې اغېز کوي.

هغه وویل، مثلا که میندې د امېدوارۍ پر وخت مغذي خواړه ونه خوري، ښایي د هغوی ماشومان خوارځواکي وزېږېږي.

هغه وویل، سربېره پر دې، ځینې ساري ناروغۍ کولی شي چې د خوارځواکۍ سبب وګرځي.

مایار وویل، «معلومات ښیي چې ۸۰٪ کورنۍ خپلو ماشومانو ته کافي او مغذي خواړه نه ورکوي. په ډېرو مواردو کې، هغوی د خوارځواکۍ د نښو او نښانو په هکله خبر نه وي، له دې امله هغوی احتیاطي مخنیووونکي ګامونه نه اخلي.»

هغه زیاته کړه،‌ په افغانستان کې د ماشومانو تر منځ فقر او لوږه زیات شوي دي.‌

د روغتیا د مدیریت علوم په نامه غیرحکومتي موسسې چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی، یوه جګپوړي مشاور ډاکتر همایون لودین وویل، «د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر ۱۳۰۰ پورې روغتیایي مرکزونه موجود دي چې د ماشومانو تر منځ د خوارځواکۍ درملنه کوي.»

هغه وویل، «موږ له بېلابېلو نړۍ والو موسساتو سره خپلې هڅې له نږدې څخه همغږې کوو.»

لودین وویل، «له مرغومي څخه د وږي تر میاشتې پورې، یونیسف، سیف دي چلډرن، اکشن اګینسټ هنګر، د افغانستان لپاره سوېډن کمېټې، افغان پرمختیایي ټولنې (ای ډي ای) او د اغاخان د روغتیایي خدمتونو ادارې د نړۍ وال بانک او نورو مرستندویو هېوادونو په مرسته له ۳۹۰۰۰۰ څخه ډېرو په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درمنله کړې ده.»

دغو موسساتو د ډاکترانو او نرسانو په ګډون، له ۲۰۰۰ څخه ډېر روغتیایي کارکوونکي استخدام کړي، او ډېر یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په کار لګول شوي چې د تغذیې په هکله د مشاورینو په توګه خدمت وکړي.

لودین وویل، «هغوی د په خوارځواکۍ اخته ماشومانو په درملنې سربېره، میندو ته د داسې طریقو مشورې ورکوي چې څنګه په خوارځواکۍ د خپلو ماشومانو د اخته کېدلو مخه ونیسي.»

هغه وویل، «د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر ۲۰۰ پورې ګرځنده روغتیایي مرکزونه د دې لپاره جوړ شوي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته ملاتړ برابر کړي.»

هغه زیاته کړه، «په مجموع کې، تمه ده چې د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه پورې د نړۍ والو موسساتو په ملاتړ د ۶۰۰۰۰۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه وشي.»

نورې مرستې ته اړتیا

هغو میندو چې ماشومان یې د فقر او د هېواد د روانو اقتصادي ستونزو له امله په خوارځواکۍ اخته شوي دي، په مرستندویو موسساتو باندې غږ وکړ چې د ژوند ژغورونکیو مرستو برابرولو ته دوام ورکړي.

د لوګر ولایت اوسېدونکې او د اوو ماشومانو مور حلیمې د لړم په ۹مه په کابل کې د ماشومانو روغتون ته خپل یو زوی راوړ.

هغې وویل چې هغه له اوو میاشتو راهیسې په خوارځواکۍ اخته دی.

هغې وویل، «زما مېړه کار نه لري او موږ غریب یو. موږ دا وس نه لرو چې خپل ماشوم خصوصي روغتون ته بوځو. موږ ډېرې مرستې ته اړتیا لرو.»

په همدې ورځ، د پروان ولایت اوسېدونکې قندي ګل خپله درې میاشتنۍ لمسۍ چې په خوارځواکۍ اخته وه په کابل کې د ماشومانو روغتون ته راوړې وه.

هغې وویل، «زما زوی بې کاره دی او د هغه مېرمنې د امېدوارۍ پر وخت مغذي خوړو ته لاسرسی نه درلود، له دې امله زما لمسۍ په خوارځواکۍ اخته وزېږېدله.»

اوس په روغتون کې د دغه ماشوم وړیا درملنه کیږي.

قندي ګل وویل، «زموږ خلک ډېر غریب دي، او نشي کولی چې مغذي خواړه وپېري، له دې امله زموږ ماشومان ښه وده نه کوي،» او په مرستندویو موسسو باندې یې غږ وکړ چې لا نورې مرستې برابرې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟