روغتیا

بې سرحده ډاکتران هڅه کوي چې د افغانستان په لوېدیځ کې د ماشومانو مړینه کمه کړي

د عمران راپور

بې سرحده ډاکتران (اېم اېس اېف) نړۍ واله بشري موسسه هڅه کوي چې د ناروغو ماشومانو درملنه وکړي او افغانانو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړي ځکه دولتي روغتونونه نشي کولی چې دغه وظیفه ترسره کړي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- بې سرحده ډاکتران (اېم اېس اېف) په دې کار کوي چې هغه افغان ماشومان چې په خوارځواکۍ او مرګونو ناروغیو باندې اخته دي وژغوري، ځکه چې د هېواد په لوېدیځ کې اوسېدونکې کورنۍ له سختې بې وزلۍ سره مخامخ دي.

اېم اېس اېف وویل چې دغې موسسې د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو په وارډ کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډېر ماشومان تداوي کړي دي. په دې لړ کې یې شاوخوا ۲۰۰۰۰ ناروغ ماشومان د غبرګولي په میاشت کې تداوي کړي دي.

د ماشومانو وارډ، چې د اېم اېس اېف له خوا حمایه کیږي، رییس ډاکتر جافیت نیونزیما وویل، د ۲۰۰۰۰ ماشومانو له جملې څخه شاوخوا ۵۱۳۲ ناروغ ماشومان په عاجله خونه کې او ۴۰۰ د جدي پاملرنې څانګه کې داخل شوي دي.‌

هغه زیاته کړه چې داخل شوي شومان په خوارځواکۍ، شري، نس ناستي او موسمي عفونتونو باندې اخته شوي ول.‌

یوه مور د چنګاښ په ۱۲مه په هرات ښار کې د هرات حوزوي روغتون کې د خپل ماشوم، چې د اوږدمهالې خوارځواکۍ درملنه ترلاسه کوي، تر څنګ ناسته ده. [عمران/سلام ټایمز]

یوه مور د چنګاښ په ۱۲مه په هرات ښار کې د هرات حوزوي روغتون کې د خپل ماشوم، چې د اوږدمهالې خوارځواکۍ درملنه ترلاسه کوي، تر څنګ ناسته ده. [عمران/سلام ټایمز]

شپږ کلنه رضاګل چې په اوږدمهاله خوارځواکۍ باندې اخته ده د چنګاښ په ۷مه د غور ولایت د مرکز چغچران په ولایتي روغتون کې لیدل کیږي. [له ظاهر زاهد څخه د عکس اخیستنې له امله مننه]

شپږ کلنه رضاګل چې په اوږدمهاله خوارځواکۍ باندې اخته ده د چنګاښ په ۷مه د غور ولایت د مرکز چغچران په ولایتي روغتون کې لیدل کیږي. [له ظاهر زاهد څخه د عکس اخیستنې له امله مننه]

نیونزیما وویل، ډاکترانو د ۳۷۴ ماشومانو چې په خوارځواکۍ باندې اخته ول، درملنه کړې ده. په دوی کې ۱۴۰ تنه د غبرګولي په میاشت کې په روغتون کې بستر شوي او ۷۴۰ نور په شري باندې اخته شوي شول.‌

دغه راز، اېم اېس اېف امېدوارو افغانو ښځو ته پاملرنه برابروي.

د غبرګولي په میاشت کې ۶۰۰ امېدوارې ښځې، چې په خوارځواکۍ باندې اخته وې او ډېرې یې د داخلي بې ځایه شویو خلکو له ډلې څخه وې، په هرات کې تر پاملرنې لاندې نیول شوي دي.‌

نیونزیما وویل، د اېم اېس اېف د مرستو له برکته د ماشومانو د مړینې کچه ۸۰٪ کمه شوې ده.

په خوارځواکۍ باندې اخته ماشومان

په وروستیو اونیو کې، د غور ولایت د یوې شپږ کلنې نجلۍ رضاګل عکس د افغانانو په منځ کې د بې وزلۍ او لوږې سمبول ګرځېدلی دی.

رضاګل چې یوې ډېرې بې وزلۍ کورنۍ پورې تړاو لري او د اوږدمهالې خوارځواکۍ له امله په چغچران کې د غور ولایتي روغتون کې بستر شوې وه، دومره کمزورې شوې وه چې نور یې نشوای کولی چې خبرې وکړي یا وګرځي.

د هغې نیا زرګل وویل هغه دا وس نه لري چې خپلې لمسۍ ته خواړه برابر کړي. د رضاګل پلار دوه کاله مخکې د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ووژل شو او د هغې مور ډېره زیاته ناروغه ده.‌

زرګل وویل، «موږ داسې هېڅ نه لرل چې زما لمسۍ ته یې ورکړو. هغه چې ناروغه شوه موږ دومره پیسې نه لرلې چې ډاکتر ته یې بوځو. کله چې موږ پوه شوو چې د هغې د ژوندي پاتې کېدلو هیله نشته، موږ د غور ولایتي روغتون ته راوړله.»

هغې زیاته کړه، «زه اوه لمسیان لرم، چې ټول یې کمزوري او ډنګر دي. موږ د خپلو ځانونو لپاره هم یوه مړۍ ډوډۍ نشو موندلی، او ډېرې شپې په لوږه ویده کېږو.»

د افغانستان په لوېدیځ زون کې په زرګونو نور ماشومان هم په لوږه او خوارځواکۍ باندې اخته دي.‌

فاطمې چې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ژوند کوي او د پنځه میاشتني محمد قاسم مور ده، وویل چې هغه د اقتصادي ستونزو له امله د امېدوارۍ پر وخت له خوارځواکۍ سره مخامخ وه، او د هغې ماشوم ډېر کمزوری وزېږېد.‌

هغې د چنګاښ په ۱۲مه وویل، محمد ۱۰ ورځې د هرات حوزوي روغتون کې د ماشومانو په وارډ‌کې بستر وو.

هغې وویل، د هغې ماشوم چې هغې روغتون ته بوتلو ډېر کمزوری وو او نه یې شوای کولی چې ساه واخلي، خو اوس بیا په رغېدلو دی.‌

فاطمې وویل، «زما مېړه کار کاوه خو څو میاشتې کېږي چې هغه کار نه لري. موږ نشو کولی چې غوښه یا مېوه واخلو. زما څلور ماشومان هم ډنګر او کمزوري دي.»

هغې وویل، «موږ په ژوند کې هېڅکله هم تر دې حده بې وسې شوي نه وو... زموږ اقتصادي وضعیت ښه وو، خو اوس چې هغه [مېړه یې] بې کاره دی، موږ عاید نه لرو.»

خوارځواکي په ډېرېدلو ده

راپورونه وایي، په لویدیځ زون کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په ډېرېدلو دی.

د اېم اېس اېف د راپور په اساس، د غوایي په میاشت کې د اېم اېس اېف تر درملنې لاندې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمېر ۲۰۰ تنه وو، خو د غبرګولي په میاشت کې دغه شمېر ۳۷۴ ته ورسېد چې نږدې ۸۰٪ یې د هرات اوسېدونکي دي.

د هرات حوزوي روغتون کې د اېم اېس اېف تر حمایې لاندې د ماشومانو وارډ یواځې ۸۰ چپرکټونه لري.‌

د اېم اېس اېف تر ملاتړ لاندې د ماشومانو وارډ کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص ډاکتر خالد زاهد وویل، اکثر ماشومان بې وزلۍ او لوږې اغېزمن کړي دي.

هغه وویل، «کله چې یوه امېدواره مور صحي خواړه ونه خوري، د هغې ماشوم ډېر کمزوری کیږي... مور د کمزورې روغتیا او کمزورۍ له امله وزن بایلي، او ماشوم ډېر کمزوری زېږېږي.»

زاهد وویل، «یو خوارځواکه ماشوم د ناروغیو پر وړاندې ډېر کم وسه وي. له بده مرغه چې ډېر ماشومان هر کال د نس ناستي او نمونیا په څېر ناروغیو باندې له اخته کېدلو څخه وروسته مري.»

په هرات ښار کې د اېم اېس اېف له خوا حمایه کېدونکي د ماشومانو وارډ کې د کوچنیانو یوې بلې متخصصې ډاکترې فوزیې عزیزي وویل، په روغتون کې د داخل شویو په خوارځواکۍ اخته ماشومانو له ډلې څخه له ۹۰٪ ډېر د ډېرو غریبو کورنیو ماشومان دي.

هغې زیاته کړه، «تېر کال په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر کم وو، خو سږ کال ډېر زیات شوی او دا شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.»

عزیزي وویل، «ډېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان په جدي حالت کې روغتون ته راوړل کیږي. د اېم اېس اېف له خوا وړاندې کېدونکیو خدمتونو د ډېرو ماشومانو ژوند ژغورلی دی. ټول درمل، شیدې او خواړه ماشومانو ته وړیا ورکول کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما لپاره دا د حیرانتیا خبره ده چې ولې د افغانستان روغتیایي سیستم په تېرو ۲۰ کلونو کې په خپلو پښو ونه درېد؟ او حتی اوس هم د ملیاردونو ډالرو په مصرفولو سره، موږ د ډیرو عامو ناروغیو لکه اسهال او خوارځواکۍ لپاره د نړیوالو سازمانونو مرستې ته اړتیا لرو. دا یې ډیر ښه ویلي چې په خیرات سره سړی هیڅکله شتمن کیدلی نشي. نو افغانان باید ویښ شي او پوه شي چې دا د دوی خپل هیواد دی او په خپله یې باید پر بهرنیو مرستو له تکیه کولو پرته جوړ کړي، که نه نو تر څو چې دا نړۍ وي افغانستان به په خپلو پښو ونه دریږي او افغانان به تل سوالګر پاتې شي.

ځواب ورکړئ

افغانستان د پرمختګ پر ځای ورځ تر بلې شاته روان دی. د روغتیا په برخه کې د ځینو پرمختګونو او د ماشومانو د مړینې د کچې د کموالي سره سره، ویل کیږي چې افغانستان د ماشومانو د مړینې له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) په نړۍ کې د جګړو پر مهال د ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه یو ټکان ورکوونکی راپور خپور کړی دی. له ۲۰۰۵ کال راهیسې په هېواد کې د ناکراریو له امله شاوخوا ۲۹۰۰۰ افغان ماشومان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري چې په جګړه کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېر په کې ډېر دی. په راپور کې یمن، سوریه او ایتوپیا هم د هغو هېوادونو په ډله کې شامل دي چې د ماشومانو د مړینې شمېرې په کې لوړې دي. د یونیسف له خوا خپاره شوي ارقام د دغو هیوادونو د رسمي معلوماتو پر بنسټ دي او یونیسف په دې باور دی چې په دې هیوادونو کې د تلفاتو اصلي شمیر د دې راپور له شمیرو څخه ډیر احتمال لري. یونیسف په خپل راپور کې دا هم ویلي چې په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو څخه د جدي سرغړونې ۲۶۶۰۰۰ قضیې ثبت شوي دي. یونیسف ۲۰۲۲ کال په ډېرو حساسو او ننګونو کې ماشومانو ته د پاملرنې او هڅو کال بللی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې د ماشومانو د ژوند د وضعیت په ښه کولو کې ونډه واخلي او د اوسني ناڅرګند وضعیت له امله دا ستونزې ورځ تر بلې لاپسې خرابېږي.

ځواب ورکړئ

عجبه خو دا چې دا مسایل اوس خپرېږي. ولې دا شلو کالو کې نه خپرېدل؟ ولې پرې تاسو یا بلې رسنۍ راپور نه درلود؟ ولې مو په دې هکله مسؤلین نه خبرول؟ ولې مو خپل رسنیز رسالت په سمه توګه نه دی ترسره کړی؟ مطلب امریکا چې په افغانستان کې څه کړي د ځان لپاره یې کړي. که یې لږ هم د افغانانو لپاره کار کړی وی ولې به نن دا حالت راته؟ امریکا خو چې کله وتله وی څه باندې سل میلیارده ډالر مو په افغانستا کې مصرف کړل! دا یې په څه شي مصرف کړل؟ په دې چې طالب یې د حکومت په مقابل کې او حکومت یې د طالب په مقابل کې جنګول؟ یو داسې کار چې اوس پرې سترګې یخې شي او سړی وواي چې هو امریکایانو موږ ته دغه کار کړی راوښيئ. د امریکا تر ۲۰ کلن حضور وروسته افغانان داسې دي لکه په دویمه پیړۍ کې چې ژوند کوي. د خوراک څه نه لري. د اوسېدو ځای یې سم نه دی. تعلیم او تحصیل د همدې امریکایانو او بل او بل په امر پرې طالبانو بند کړی. د صحت برخې ته کار نشته/ نه دی شوی. افغانستان کې چې څه شوي او واضح دي هغه افغان وژنه ده. چې په شلو کلونو کې په مختلفو نومونو وژل شوي. اوس یې یتیمان خیرات ټولوي. لنډ یې وایم څه چې شوي امریکا، روسیې، برتانیا، چین، پاکستان او عربانو په کې مستقیم رول درلود او لا هم غواړي خپل د وژنې پروژې زما په بې چاره ولس تطبیق کړي. لطفاً په افغانانو رحم وکړئ. پرېږدئ چې د نورې نړۍ خلکو په څېر ژوند وکړي. وخوري، وڅکي، زده کړه وکړي، راحت وګرځي، کار وکړي...

ځواب ورکړئ

ریښتیا وایئ؟ ولې؟ امریکا خو وایي چې په افغانستان کې یې ۱۰۲ میلیارده ډالر مصرف کړي دي. څوک شته چې ووایي په څه یې مصرف کړي دي؟ ستاسو له راپور نه واضح ښکاري چې د افغانستان د خلکو په حالت کې یې کوم مثبت بدلون نه دی راوستی. ښه چې مثبت بدلون یې نه دی راوستی، پیسې یې په څه باندې لګولي دي؟ د داخلي ترهګرو/طالبانو په ځپلو یې مصرف کړي، که داسې وي طالبانو خو له پخوا نه ډېر په زور واک ترلاسه کړ چې اوس د هیچا خبرې ته هم غوږ نه نیسي. که د عربانو د ځپلو لپاره یې مصرف کړي، کله چې د عربي ترهګرو مشر بن لادن په پاکستان کې راپیدا شو، آیا چا له پاکستان نه وضاحت وغوښت؟ د افغان مرګ خو هسې هم مباح دی، کوم قیمت نه لري ځکه تاسو د یوه افغان د وژلو په بدل کې یو میلیون افغانۍ فدیه ورکوله او طالبان یو لک افغانۍ فدیه ورکوي، خو آیا تاسو د خپلو امریکایي عسکرو په حال د خفګان احساس کوئ چې په دې جنګ کې یې ژوند له لاسه ورکړ؟ خدای ته وګورئ، نور په نړۍ کې د جنګونو مخه ونیسئ. امریکایانو، چینایانو، روسانو سیاستوالو او عربي ځناورو تاسو ټول احمقان یئ ځکه تاسو غواړئ چې انسانان ووژنئ. ستاسو زړونه د خنځیرانو دي، د خنځیرانو زړونه له خپلو بدنونو نه وباسئ او د انسانانو په څېر رحم پیدا کړئ. پیسې د خلکو په خدمت او رفاه باندې ولګوئ.

ځواب ورکړئ