اقتصاد

د کار په بدل کې غنم پروژې په تخار کې په زرګونو خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي

د محمد قاسم راپور

ځایي اوسېدونکي د غوایي په ۵مه د سرک جوړونې په یوه پروژه کې چې د ډبلیو اېف پي له خوا د تخار ولایت د مرکز تالقانو په اطرافو کې تمویلیږي، برخه اخلي. [سمیع الله صمیم]

ځایي اوسېدونکي د غوایي په ۵مه د سرک جوړونې په یوه پروژه کې چې د ډبلیو اېف پي له خوا د تخار ولایت د مرکز تالقانو په اطرافو کې تمویلیږي، برخه اخلي. [سمیع الله صمیم]

کندوز -- د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په تخار ولایت کې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېرو خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي ترڅو له کورنیو سره مرسته وکړي چې له اقتصادي تنګسې او د سختې لوږې له خطر څخه خلاص شي.

د تخار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رییس عظمت نورمحمد وویل، ډبلیو اېف پي به د کار په بدل کې غنم پروژې له لارې د تخار کارکوونکیو ته له ۱۲۲ ټنو څخه ډېر غنم ور ووېشي.

هغه وویل،‌ «موږ ۲۶ پروژې پیل کړي چې په کې د بېخبنا پروژو ته اولویت ورکړل شوی او په دې لړ کې د ځایي سرکونو ترمیم او بیارغونه او د اوبو د ورخونو، بندونو او د اوبو لګولو د نهرونو چې سېلاوونو او نورو طبیعي افتونو اغېزمن کړي پاکول شامل دي، څو بزګران وکولی شي چې په اسانۍ سره خپلې ځمکې خړوبې کړي.»

نور محمد وویل، «دا پروژې د تخار ولایت په مرکز تالقانو او ۱۶ ولسوالیو کې پیل شوي چې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر بې کاره کسان به په کې کارونه ومومي او د کار په بدل کې به غنم ترلاسه کړي.»

هغه وویل، دغه پروژې د غوایي په ۱ پیل شوې او دوه میاشتې به دوام وکړي، او زیاته یې کړه چې هر کارکوونکی به د ورځې ۱۰ کیلوګرامه غنم ترلاسه کړي.‌

بې وزلي او لوږه له منځه وړل

د کار په بدل کې غنم پروژې ګټه اخیستونکي وایي،‌دغه ډول هڅې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په لاره کې یو مثبت ګام دی، او فقر او لوږه چې د تېر کال له زمري میاشتې راهیسې په ټول افغانستان کې واقعا زیاته شوې ده، له منځه وړي.‌

د تالقان ښار یوه اوسېدونکي محمد ظاهر چې ۴۵ کاله عمر لري، د روزمزد کارکونکي په توګه کار کاوه او په سختۍ سره یې کولی شوای چې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لپاره کافي اندازه نفقه وګټي.‌

له نهو میاشتو راهیسې چې هغه بې کاره شوی وو، وضعیت یې ورځ تر بلې بدترېده.‌

هغه وویل، «زه به هره ورځ کور ته تش لاس ستنېدلم او نه پوهېدم چې څه وکړم او څنګه خپلې کورنۍ ته نفقه وګټم.»

هغه د غوایي په ۱۲مه وویل، «له نېکه مرغه، له تېرې اونۍ راهیسې، ما په یوه پروژه کې چې سرکونه پخوي کار پیل کړ. زه د خپل کار په بدل کې هره ورځ ۱۰ کیلوګرامه غنم ترلاسه کوم.»

هغه وویل،‌ د ډبلیو اېف پي د پرو‌ژې له برکته، «اوس زما حال د پخوا په پرتله بهتر دی.»

په بازار کې د یو کیلوګرام غنمو قیمت شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ (۲.۲۹ ډالر) دی.‌

د پروژې یوه بل ګټه اخیستونکي عبدالصمد احدي وویل چې خوښ دی چې کار کوي.

هغه وویل، «ما د خوراک لپاره هېڅ نه لرل، نه مې پیسې لرلې چې خوراکي توکي پرې واخلم.‌ اوس چې زه عاید لرم،‌ کولی شم چې د خپلې کورنۍ په دسترخوان باندې خواړه کېږدم.»

هغه وویل، «زه دا غوره ګڼم چې بوخت اوسم او کار وکړم څو وکولی شم چې د خپلې کورنۍ لپاره حلال رزق برابر کړم. له ما سره د بې کارۍ له امله ډېره اندېښنه وه. ما هیله لرله چې کار ته دوام ورکړم او خپل هېواد جوړ کړم.»

هغه وویل، «زه د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې کار کوم. ټول هغه خلک چې له ما سره کار کوي غریب او کم وسه خلک دي. دا پروژې له موږ سره مرسته کوي چې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره یوه ښه بدیله لاره پیدا کړو.»

د دوامدارې مرستې ګټه

د تخار ډېر اوسېدونکي د نړۍ والو مرستندویو موسساتو د پر وخت مرستو ستاینه کوي. دغو مرستو د بې کارۍ او لوږې په برخو کې د ډېرو خلکو ستونزې حل کړي دي.‌

هغوی وایي،دغه ډول بشري مرسته به په هېواد کې اقتصادي او د خوراکي توکو بحرانونه کم کړي، او ګاونډیو هېوادونو ته د غیرقانوني کډوالۍ په مخنیوي کې به مرسته وکړي.

په تخار ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد عظیم رسا وویل، «ملګرو ملتونو او مرستندویو هېوادونو افغانان چې په سختو شرایطو کې دي، هېر کړي نه دي.»

هغه وویل،‌ «هغوی له کم وسو کورنیو سره د خپلو امکاناتو تر حده بشري مرستې برابرې کړي دي.»

رسا وویل، «موږ ولیدل چې دغو موسسو د ژمي په ترڅ کې څنګه له کم وسو کورنیو سره بشري مرستې وکړې. اوس هم چې حتی ژمی تېر شوی دی، هغوی د ولایت په نورو سیمو کې د داسې مرستو ورکولو ته دوام ورکوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یوځل بیا یو لنډمهاله کار او بل داسې ګام چې لا زیات خلک په دولت او نړیوالو مرستو باندې متکي کوي. زه نه پوهیږم، آیا هغه خلک چې د غنمو په بدل کې د لنډې مودې لپاره کار کوي، یوازې غنمو ته اړتیا لري که دوی نور اړتیاوې هم لري؟ ولې دولت او همکارې موسسې د داسې لنډمهاله، زیانمنونکو او خود غرضو پروګرامونو پر ځای له خلکو سره د تل لپاره د اړتیا او انحصار څخه د خلاصون لپاره مرستې نه کوي؟ دا بشري مرستې به څومره دوام وکړي؟ د مرستو له ختمېدو وروسته به دا خلک څه کوي؟ که خبره د بودیجې وي، حکومت او ادارې باید له ۱۰۰۰۰ خلکو سره د غنمو د مرستې پر ځای ۱۰۰ یا حتی لږو کسانو سره مرسته وکړي ترڅو منظم نغدي عاید ترلاسه کړي. هیله ده چې دا ډول پروژې به اوږد مهالو او دوامدارو پروګرامونو ته لاره هواره کړي.

ځواب ورکړئ

له بې کارۍ او سوال کولو څخه د دا ډول پروژو تطبیق سل ځلې ښه دی. چې هم یو څوک په کار بوخت شي او هم د کار په بدل کې غنم/ نغدي پیسې ترلاسه کړي. که خلک وزګار ګرځي هم یې خپلې ټولنې ته او هم یې نورو ټولنو ته زیان رسېږي. خو که بوخت شي هېڅکله به ټولنه کې ناوړه کارونه ونه شي. ځیني مؤسسات موږ وینو چې په مفت ډول خلکو ته خوراکي توکي ورکوي. هېڅکله په مفت ډول په کار نه ده. بلکې د مؤسساتو مشران دې دغسې یو څه کار برابر کړي چې هم خلک مصروف وساتل شي او هم هغه خپل مواد پرې ووېشي. دې سره به فقر او لوږه هم له منځه لاړه شي. هم به په ټولنه کې د رامنځته کېدونکو ستونزو مخه ونیول شي او هم به له چارواکو د خلکو ګیله نه وي چې زه ولې وزګار یم. اوسمهال په ډېرو ځایونو کې مرستې کېږي، خو زما په نظر چې دا ډول مرستې بې مثاله دي چې په بدل کې یې کار وکړل شي. دغه ډول بشري مرستې په هېواد کې اقتصادي او د خوراکي توکو بحرانونه کموي. همدارنګه په لویه کچه د مهاجرت مخه نیسي.

ځواب ورکړئ

زه ستاسو نظر تاییدوم خو سوال دادی چې آن که دا پروژې په خپل وخت ګټورې وي بیا هم نشي کولی د خلکو ضروریتونه پوره کړي، له بلې خوا کله چې دا وړ پروژې خلاصیږي خلک بېرته بې روزګاره کیږي او بیا به تر هغه منتظر وی څو کوم بل ډونر پیدا شي او دا ډول یوه بله پروژه تطبیق کړي. دې پروژو په تېرو څلوېښتو کلونو کې زموږ خلک لټ، مفتخور او خیرات خواره آموخته کړل، د کار او مهارت انګېزه یې ورنه واخیستله او خلکو ته یې دا احساس ورکړ چې تاسو کرار کېنئ مونږ درته مفتې پیسې او خواړه در رسوو.

ځواب ورکړئ

دا ښه نظر دی. اصلا دغه ډول وړې او لویې موسسې باید سره ټولې شي او یوه واحده اداره جوړه کړي. بیا چې له هر ځای نه مرستې ورځي هغه په داسې ډول سره ووېشي چې هم خلک له کارۍ خلاص شي او هم د وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي. په یوه پروژه کې چې فکر کوم د زراعت وزرات له خوا تطبیق کیدله د کابل ښار خواوشا غونډیو کې یو ډول کندې واېستل شوې چې د باران اوبه ایسارې کړي او په دې ډول د کابل ښار د اوبو د سطحې د ټیټوالي مخه ونیسي. کېدی شي چې په دغو کندو کې ونې هم وکرل شي او په دې توګه د هېواد مرکز سمسور کړای شي. دغه پروژه باید دوام وکړي او دا کندې اېستل لا ډېر شي. په عین حال کې دا کار باید یوازې مرکز کابل پورې محدود نشي بلکې نورو ولایتونو هم اوږد شي او د باران اوبه ځای پرځای په افغانستان کې وکرل شي. په دې توګه به هم د وچکالۍ مخه ونیول شي او هم به هیواد سمسور شي. دغه راز به زمونږ منافقو ګاونډیانو پاکستان او ایران ته د اوبو د تګ مخه هم ونیول شي.‌

ځواب ورکړئ

زما هم دا نظر خوښ شو. په کار دی چې دغه د کابل ښار په شرق کې د احمدشاه بابا مېنې مخامخ غونډیو کې د اېستل شویو کندو سلسله پسې وغزیږي. مونږ ضرورت لرو چې خپلې اوبه په خپل هېواد کې را ایسارې کړو. په دې ډول به مو هم خپل هیواد سمسور شي او هم به مو د هیواد د اوبو سطحه دومره نه ټیټيږي چې وچکالۍ او ناروغۍ رامنځته کړي. وچکالۍ ډېرې بدې ناروغۍ رامنځته کوي.

ځواب ورکړئ