اقتصاد

د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو په بدل کې د کار پروژه تخار کې په سلګونو کاري فرصتونه رامنځته کوي

د محمد قاسم راپور

ځایي اوسېدونکي د سلواغې په ۴مه د تخار ولایت په چال ولسوالۍ کې د ډبلیو اېف پي له خوا تمویل شوې د سرک جوړونې یوه پروژه کې برخه اخلي. [د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

ځایي اوسېدونکي د سلواغې په ۴مه د تخار ولایت په چال ولسوالۍ کې د ډبلیو اېف پي له خوا تمویل شوې د سرک جوړونې یوه پروژه کې برخه اخلي. [د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

تالقان -- د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په تخار ولایت کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو د ورکولو پروګرام بیا پیل کړی او هدف یې دا دی چې له کورنیو سره مرسته وکړي څو په اقتصادي ستونزو برلاسي شي او د سختې لوږې پر وړاندې مقابله وکړي.

په تخار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند سمیع الله صمیمي وویل، دغه ریاست د سلواغې په ۳مه د یوه ۵ کیلومتره اوږده سرک د بیارغولو او هوارولو کار پيل کړ چې دا به په چال ولسوالۍ کې د سلګونو کورنیو لپاره د تګ راتګ ستونزې حل کړي.

هغه له سلام ټایمز سره په خبرو کې وویل، «د بیارغونې کار به په دوو میاشتو کې د خوراکي توکو په بدل کې د کار له لارې بشپړ شي.»

صمیمي وویل، له ۱۰۰ څخه ډېر کسان به د دې لپاره استخدام شي چې هره ورځ په دې پروژه کې کار وکړي.‌

هغه وویل، «درېیم سرک چې تر بیا رغونې لاندې دی د چال ولسوالۍ په جیر تبار کلي کې دی.‌ څو کاله کیږي چې هغه سرک په ډېر بد حال کې دی، او خلک د تګ راتګ پر وخت په ځانګړې توګه ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ ول.»

هغه زیاته کړه، «له نېکه مرغه چې دا پروژه تایید شوه او کار روان دی.»

هغه وویل،‌ «هر کارګر به هره میاشت ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۶ کیلوګرامه نخود، او ۱ کیلوګرام مالګه ترلاسه کړي. دا پروژه به نه یواځې د سیمې په کچه د لاسرسي ستونزې حل کړي بلکې دغه راز به ځایي خلکو ته خواړه هم برابر کړي

صمیمي وویل، تمه ده چې دا پروژه ژر د ولایت په مرکز او ۱۷ نورو ولسوالیو کې تطبیق شي.

هغه زیاته کړه، «د دې پروژې هدف دا دی چې په پاتې ولسوالیو کې د ځایي سرکونو بیارغولو، د اوبو د بندونو او د زراعتی کانالونو پاکولو ته لومړیتوب ورکړي.»

د بې وزلۍ او لوږې پر وړاندې مبارزه

ګټه اخیستونکي وایي، دا ډول پروژې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د بې وزلۍ او لوږې د کمولو په لور مثبت ګامونه دي.

د چال ولسوالۍ یوه اوسېدونکي لال محمد چې ۴۸ کاله عمر لري او په پروژه کې د یوه کارګر په توګه کار کوي، وویل چې هغه په دې پروژه کې د کار له پيلولو څخه مخکې په سختۍ سره دومره پیسې پیدا کولې چې خپله شپږ کسیزه کورنۍ پرې وساتي.

هغه زیاته کړه، «ما ۱۰ کاله د خټګر په توګه کار وکړ.‌ تېر کال کارونه نه ول، او اقتصاد خراب شو، نو هیڅوک هم نه غواړي چې کوم څه جوړ کړي.‌ د خټګرۍ کار، په ځانګړې توګه د ژمي پر وخت بېخي کم شوی دی.»

هغه وویل،‌ «زه له سختو اقتصادي او کاري ستونزو سره مخامخ شوم، خو اوس چې یوه وظیفه لرم نو خوښ یم چې کولی شم نفقه وګټم او د خپلې کورنۍ په دسترخوان باندې حلال خواړه کېږدم.»

خدای بیردي چې ۴۲ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل چې هغه په دې خوښ دی چې په دې پروژه کې کار کوي.‌

خدای بیردي چې یو بزګر دی، وویل، «زه دا غوره ګڼم چې کار وکړم ځکه چې د دې کار ثمره دوه برابره ده: زه دا فرصت ترلاسه کوم چې فعال واوسم او په عین وخت کې د خپل هېواد په غوړېدلو او پرمختګ کې برخه اخلم.»

هغه وویل، کله چې بې کاره و د خپلې کورنۍ حالت ته اندېښمن و، خو اوس چې «هغوی له موږ سره وعده کړې چې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، یوه کوتۍ غوړي، نخود او مالګه به ترلاسه کوو، نو ډېر زیات خوښ یو.»

هغه زیاته کړه،‌ «دا پروژه موږ ته دا وړتیا راکوي چې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره بدیلې لارې ومومو.»

لاسرسی برابرول

ځایي خلک وایي چې پخوا هغوی د سرکونو د خرابوالي له امله بازارونو او روغتیایي کلینیکونو ته په تګ راتګ کې ډېرې زیاتې ستونزې لرلې، خو اوس هغوی هیله لري چې د دې پروژې په بشپړېدلو سره به دا ستونزې حل شي.

په چال ولسوالۍ کې یوه ځایي مشر ګل محمد خیرزاده چې ۶۲ کاله عمر لري، هغه وخت یاد کړ چې موټرونه به په خټو کې ونښتل او مسافر به، په ځانګړې توګه په ژمي کې له سختو ستونزو سره مخامخ شول.

هغه وویل، «کله چې د سرک د ترمیم او بیارغونې کار پيل شو، ما له خوشحالۍ نه ډېر وژړل. دا یو حیاتي سرک دی چې زموږ شاوخوا ۳۰۰ کورنیو لپاره چې په دې ولسوالۍ کې اوسېږو د تګ راتګ ستونزې حل کړي.»

هغه زیاته کړه، «د کندو له امله د سرکونو حالت خراب و، او مسافرو نشوای کولی چې په ارامۍ سره تګ راتګ وکړي.»

هغه وویل، «زموږ خلک نه پوهېدل چې څنګه خپل ناروغان په ژمي کې د تخار مرکز ته ډاکتر ته بوځي ځکه چې لاره د تګ لپاره برابره نه وه.»

خیرزاده وویل، «اوس موږ خوښ یو چې زموږ سرک بیارغول کیږي او موږ به دا وړتیا ترلاسه کړو چې په ټولو موسمونو کې د تخار مرکز او نورو ښارونو ته تګ راتګ وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان خبیث یو ځل بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړلو پړه پر پښتني کولتور اچولې ده. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي:«د افعانستان د اوسني حکومت لخوا د نجونو پر تعلیم بندیزونه مذهبي ریښه نه لري، بلکې د پښتنو له کلتوره سرچینه اخلي چې ښځو ته په کور د کېناستو امر کوي.» هغه وایي، کلونه وشول چې پښتانه دغه کار ته د خپل ارزښت په سترګه ویني. په داسې حال کې چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو بندول د افغانانو په کلتور کې نشته. کنه سروې دې وشي چې افغانان نن سبا څه غواړي. چې هر افغان نه اورې نو سل سلنه به وايي چې لور او زوی ته تعلیم غواړي. په افغانستان کې چې څومره ښوونځي او پوهنتونونه بند دي د پنجاب په امر بند دي چې طالبان یې د همغوی په خوله عملي کوي. پاکستاني اجړاګان (چارواکي) په داسې حال کې داسې توهينونکي توجيهات جوړوي، چې د افغانستان په مختلفو سيمو کې د پښتنو قومي مشرانو څو ځلې د جرګو په فيصلو د نجونو ښوونځي پرانيستل او د طالبانو له لوري يې شکنجې وزغملې او بېرته همدې خبیثانو (طالبانو) د پنجاب په امر بند کړل. پاکستان پر افغانستان حاکمه ډله روزلې ده چې د افغان نجونو د زده کړو او کار د حقونو د نقض لپاره په اسلامي دليل موندلو نه دي توانيدلي، ځکه اوس د پښتنو په اړه داسې له سپکاوي ډکې خبرې کوي او نړۍ ته يې د پوهې دښمنان غواړي معرفي کړي.

ځواب ورکړئ

هره پروژه چې د ملګرو ملتونو او یا د ډبلیو اېف پي ادارې له خوا د افغانستان په ولایتونو کې ترسره کیږي د افغانستان د خلکو په ګټه ده. د خوړو د نړیوال پروګرام دغه پروژې افغان ولس ته ګټه ور رسوي. که د ملګرو ملتونو مرسته نه وای، د افغانستان بې وزله خلک به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي وای. په تخار ولایت کې د خوړو د نړیوال پروګرام د دغې پروژې ګټه دا ده چې دا سړک یو کلی له بل کلي سره نښلوي او د دې کلي خلک په کې په کار بوخت دي او له دې لارې ۱۰۰ کسان د خپلو کورنیو لپاره عواید ترلاسه کوي. د دې ډول پروژو پلي کول خو غټه خبره ده، د افغانستان خلک حتی د څښاک اوبو ته هم اړتیا لري.

ځواب ورکړئ