روغتیا

د بحرانونو په زیاتېدلو سره ملګرو ملتونو د ۵۱ میلیاردو ډالرو بې ساري عاجلې مرستې غوښتنه وکړله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو ماشوم د چنګاښ په ۳مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې له یوې زلزلې څخه وروسته د خیریه موادو ترلاسه کړي خواړه په لاس د ویجاړو کورونو په منځ کې روان دی. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

یو ماشوم د چنګاښ په ۳مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې له یوې زلزلې څخه وروسته د خیریه موادو ترلاسه کړي خواړه په لاس د ویجاړو کورونو په منځ کې روان دی. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

جنیوا، سویتزرلنډ -- په داسې حال کې چې د اوکراین جګړه او نورې شخړې، د اقلیم عاجل حالات او پراخېدونکې ناروغي لا نور خلک د بحران خواته ورټېل وهي، ملګرو ملتونو په راتلونکي کال کې د مرستو لپاره د ریکارډ په کچه پیسو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو لنډې کلنۍ بشري ارزونې اټکل کړی چې په ګرده نړۍ کې به ۳۳۹ میلیونه خلک په راتلونکي کال کې یو نه یو ډول عاجلو مرستو ته اړتیا ولري. د یو کال مخکې وخت د اټکل په پرتله د خلکو شمېر ۶۵ میلیونه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د مرستندویو چارو رییس مارتین ګریفیتس د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۰مه/ په جنیوا کې خبریالانو ته وویل، «دا یو حیرانوونکی شمېر دی او دایو خفه کوونکی شمېر دی،» او زیاته یې کړه چې د دې مانا دا ده چې «په راتلونکي کال کې به تر ټولو غټ بشري پروګرام» وي چې نړۍ به لا نه وي لیدلی.

هغه وویل، که ټول هغه خلک چې عاجلو مرستو ته اړتیا لري په یوه هېواد کې وای، هغه به په نړۍ کې له چین او هندوستان څخه وروسته درېیم تر ټولو لوی ولس وای.

او نوی اټکل دا مانا لري چې په ۱۴۰۲ کال کې به له هرو ۲۳ کسانو څخه یو کس مرستو ته اړتیا ولري په داسې حال کې چې په ۱۳۹۴ کې دغه شمېر په ۹۵ کسانو کې یو و.

په داسې حال کې چې د ۱۴۰۱ غټې پېښې ۱۴۰۲ کال ته پښه ور اړوي، ګریفیتس بشري اړتیاوې «په ټکان ورکوونکي ډول لوړې» وبللې.‌

هغه وویل، «مرګونې وچکالۍ او سېلاوونه له پاکستان څخه نیولې تر افریقا پورې ټولنو کې ویجاړتیاوې رامنځته کوي،» او همدارنګه یې په اوکراین کې جګړې ته اشاره وکړه چې په ترڅ کې یې «د اروپا یوه برخه د جګړې په ډګر باندې بدله شوې ده.»

د ژغورنې لاره

د ملګرو ملتونو د ادارو او د بشري مرستو د نورو موسساتو په کالنۍ غوښتنه کې راغلي چې په ۶۸ هېوادونو کې ۲۳۰ میلیونو ډېرو کم وسو خلکو ته د مرستو رسول به د ریکارډ په کچه ډېرو یعنې ۵۱.۵ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ولري.

دا مبلغ د ۱۴۰۱ کال لپاره د غوښتل شویو ۴۱ میلیاردو ډالرو څخه زیات و، که څه هم چې د کال په اوږدو کې دا مبلغ تر ۵۰ میلیاردو ډالرو پورې بیا نوی شوی دی، د تر پام لاندې مبلغ له نیم څخه کم تأمین شوی دی.

ګریفیتس وویل، «له ستونزو سره د مخامخ خلکو لپاره دا مرسته حیاتي رول لري.»

په راپور کې د یو لړ شخړو له امله د ډېرېدونکیو اړتیاوو یو خفه کوونکی انځور وړاندې شوی چې ورسره بې ثباتي زیاته شوې او د اقلیم بحران ژور شوی دی.

ګریفیتس خبرداری ورکړ چې، «په دې کې شک نشته چې په ۱۴۰۲ کال کې به دغه لړۍ لا دوام وکړي.»

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې،‌ دغو یو په بل پسې پرتو بحرانونو وار له مخه نړۍ دې ته جوړه کړې چې «په معاصر تاریخ کې د خوړو له تر ټولو لوی نړۍ وال بحران» سره لاس او ګرېوان واوسي.

دغې ادارې یادونه کړې چې اندېښنه وه چې په ۵۳ هېوادونو کې لږ تر لږه ۲۲۲ میلیونه خلک د دې کال تر پایه پورې د خوړو له سختې ناامنۍ او په دې لړ کې ۴۵ میلیونه خلک د قطحۍ له خطر سره مخامخ شي.

ګریفیتس وویل،‌ «پنځه هېوادونه وار له مخه قحطۍ ته ورته حالاتو سره مخامخ دي چې په هغو کې موږ په باور سره ویلی شو چې په نتیجه کې یې خلک مري.»

د هغو هېوادونو؛ افغانستان، حبشې، هایتي، سومالیا او جنوبي سوډان یو شمېر خلک سږ کال له «فاجعه زېږونکې لوږې» سره مخامخ دي،‌ خو تر اوسه د هېوادونو په کچه قحطۍ نه دي اعلان شوي.

له ۱۰۰ میلیونو څخه ډېر بې ځایه شوي

په ورته وخت کې جبري بې ځایه کېدنې په زیاتېدلو دي، چې یو شمېر خلک د کډوالو، پناه غوښتونکو یا په خپل هېواد کې دننه د داخلي بې ځایه شویو خلکو په څېر ژوند کوي او شمېر یې له ۱۰۰ میلیونو څخه اوړي. دا د نړۍ د وګړو له یوې سلنې څخه ډېر جوړوي او دا لومړی ځل دی چې شمېر یې دې حد ته رسېدلی دی.

دغه راز، ګریفیتس د اېم پکس چې پخوا د مانکي پکس په نامه یادېده، ایبولا، کلورا او نورو ناروغیو ته په اشارې، وویل، «او دا ټول په هغه څه سربېره دي چې وبا د نړۍ د ډېرو غریبو هېوادونو په خلکو کې رامنځته کړي.»

شخړو په یو شمېر هېوادونو او په ځانګړې توګه اوکراین کې چې روسیې پرې د کب په میاشت کې پراخ یرغل وکړ او په میلیونونو خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړل، ډېر تلفات اړولي دي.‌

د بشري مرستو نړۍ وال پروګرام به په جګړه ځپلي هېواد کې ۶.۳ میلیونو خلکو ته ۱.۷ میلیارده ډالر نغده مرسته ورکړي، او ۵.۷ میلیارده ډالر به هغو میلیونونو اوکراینیانو او د هغوی شاوخواته پرتو کوربه هېوادونو ته ورکړي چې هغوی په کې ځای پر ځای شوي دي.

همکاري

په ورته وخت کې، ویل کیږي چې په وچکالۍ ځپلي افغانستان کې له ۲۸ میلیونو څخه ډېر خلک مرستو ته اړ دي، په داسې حال کې چې ۸ میلیونه افغانان او په سیمه کې د هغوی کوربانه هم مرستو ته اړتیا لري.

د هغو ګډو بحرانونو د حلولو لپاره له ۵ میلیاردو ډالرو څخه د ډېرو غوښتنه شوې، په داسې حال کې چې نور میلیاردونه د دې لپاره غوښتل شوي چې له هغو ډېرو میلیونونو خلکو سره مرسته وشي چې په سوریه او یمن کې د کالونو اوږدو شخړو اغېزمن کړي دي.

دغه راز، د مرستې دې غوښتنې په ایتوپیا کې سخت حالت هم یاد کړی چې سختې وچکالۍ او په تیګری کې د دوو کالونو جګړې نږدې ۲۹ میلیونه خلک نهیلي او مرستو ته اړ کړي دي.‌

له داسې غټو اړتیاوو سره په مخامخ کېدلو سره، ګریفیتس وویل، هغه هیله لري چې ۱۴۰۲ کال به «داسې د همکارۍ کال وي لکه څنګه چې ۱۴۰۱ د ستونزو کال و.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په ټوله نړۍ کې څو هیوادونو ځمکه په دوزخ بدله کړې ده. د امریکا متحده ایالات، روسیه، اسرائیل، جنوبي کوریا، شمالي کوریا، ایران، هند، پاکستان او چین. دا هیوادونه اټومي کیمیاوي وسلې او د کیمیاوي موادو نورې وسلې لري. د ټولې نړۍ اقلیم د دغو هېوادونو له خوا د صنعتي فابریکو، کیمیاوي فابریکو، د وسلو د فابریکو او د ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله خراب شوی دی. دا هیوادونه تل د خپلو ګټو لپاره په جګړه کې ښکیل دي او نن یې نړۍ په دوزخ بدله کړې ده. ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو! تاسو باید دا هیوادونه قانع کړئ چې دوی د نړۍ اقلیم خراب کړی او ټول انسانیت یې چې په نننۍ نړۍ کې ژوند کوي له پاکې هوا څخه بې برخې کړي دي. دا هیوادونه تل د بشري حقونو په اړه چیغې وهي او دغو هیوادونو د نړۍ اقلیم ککړ کړی دی. دا هیوادونه باید نور کیمیاوي وسلې تولید نه کړي او نه باید نورې وسلې واخلي او نه یې په نورو هیوادونو باندې وپلوري او باید پریږدي چې د سیارې خلک تازه هوا واخلي.

ځواب ورکړئ

زه د ملګرو ملتونو د سازمان دا خبره تایدوم چې افغانستان له ډېرو بدو حالاتو سره مخ دی. افغانستان نن سبا له مختلفو اړخونو څخه په مشکل کې دی. مثلا، وچکالي، د خلکو اقتصادي کمزوري او له بلې خوا د یخ ژمي په داسې وخت کې راتګ چې په افغانستان کې نیو حکومت ړنګ شوی او بل راغلی. زه د یو افغان تبعه په حیث له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوم چې افغانان په داسې سخت حالت کې یواځې پرېنږدي. که خدای مه کړه نړیوالو په داسې سخت وخت کې افغانان یواځې پرېښوده، سخت انساني ناورین به رامنځ ته شی.

ځواب ورکړئ