بشري حقونه

په داسې حال کې چې واورې په افغانستان باندې څادر غوړولی، متحدو ایالاتو د ۳۰۸ میلیونو ډالرو نورې مرستې ژمنه وکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

خلک د مرغومي په ۱۷مه د کابل په لمنه کې په واوره کې ګرځي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

خلک د مرغومي په ۱۷مه د کابل په لمنه کې په واوره کې ګرځي. [محمد راسفان/ای اېف پي]

واشنګټن -- متحدو ایالاتو د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۱مه/ سږ کال د افغانستان لپاره د مرستو په یوه ابتدایي کڅوړه کې له ۳۰۸ میلیونو ډالرو څخه د ډېرې مرستې ژمنه وکړه.‌متحدو ایالاتو دا ګام وروسته له هغه واخیست چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د مرستو غږ وکړ.

ملګرو ملتونو د یوه واحد هېواد لپاره په خپله تر ټولو لویه غوښتنه کې وویل چې ۴.۴ میلیاردو ډالرو ته په افغانستان کې دننه اړتیا ده، په داسې حال کې چې ۶۲۳ میلیونو ډالرو ته د دې لپاره اړتیا ده چې له هېواد څخه بهر د اوسېدونکیو افغانانو لپاره سرپناوې برابرې کړای شي.

ملګرو ملتونو وویل چې سږ کال ۲۲ میلیونه خلک په افغانستان کې دننه او ۵.۷ میلیونه بې ځایه شوي افغانان په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې حیاتي مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د مرستو مشر مارتین ګریفیتس وویل، «یو پراخ بشري ناورین سر راپورته کړی دی. زما پیغام عاجل دی: د افغانستان د خلکو پر مخ دروازې مه بندوئ.»

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۲۴مه اخیستل شوی، خلک دې ته منتظر دي چې د سره صلیب له خوا په کندهار کې وېشل کېدونکې د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړي. ملګرو ملتونو د مرغومي په ۲۱مه وویل چې هغوی په ۲۰۲۲ کې د بشري ناورین د مخنیوي او ویجاړ وطن سره د راتلونکې مرستې په موخه د افغانستان لپاره ۵ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۲۴مه اخیستل شوی، خلک دې ته منتظر دي چې د سره صلیب له خوا په کندهار کې وېشل کېدونکې د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړي. ملګرو ملتونو د مرغومي په ۲۱مه وویل چې هغوی په ۲۰۲۲ کې د بشري ناورین د مخنیوي او ویجاړ وطن سره د راتلونکې مرستې په موخه د افغانستان لپاره ۵ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

هغه وویل، «له موږ سره مرسته وکړئ ترڅو په ګډه د پراخه لوږې، ناروغیو، خوارځواکۍ او بالاخره مړینو مخه ونیسو.»

د زمري په وروستیو کې د افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې، دغه هېواد له مالي ګډوډۍ سره مخامخ شوی چې د پیسو ارزښت په کې کم شوی او بې کاري په کې زیاته شوې ده.

واشنګټن د هېواد میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې، په داسې حال کې چې د مرستو اکمالات په پراخه کچه ټکني شوي دي.

دغه راز، افغانستان په ۲۰۲۱ کې له بدترینې وچکالۍ سره مخامخ شو.

ګریفیتس په جنیوا کې خبریالانو ته وویل، د مرستو له رسولو څخه پرته «به هلته راتلونکی نه وي».

هغه وویل، دغه غوښتنه به، که پیسې پرې برابرې شي، له مرستندویو ادارو سره مرسته وکړي چې د خوراکي توکو رسول او د زراعتي امکاناتو، روغتیایي خدمتونو، د خوارځواکۍ د تداوۍ، عاجلو سرپناوو، اوبو او حفظ الصحې ته لاسرسی، مصؤنیت او ښوونه او روزنه زیات کړي.

ملګرو ملتونو وویل، مصؤنیت یعنې «داسې فعالیت چې د اشخاصو،‌ ګروپونو او ټولنو پر ضد د تاوتریخوالي، فشار، محرومیت او ناوړه چلند د خطرونو او پایلو مخه ونیسي، کم یې کړي، او له منځه یې وېسي.»

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د ۱.۱ میلیون ماشومانو د سختې سوء تغذيې په ګډون ۴.۷ میلیونه خلک له سختې سوء تغذي سره مخامخ شي.

ګریفیتس خبرداری ورکړ چې، که بشري مرستې ور ونه رسېږي، نور رنځ، مړینې، لوږه او په پراخه کچه کوچېدنه به رامنځته شي، «او د افغانستان د خلکو دا هیله به له لاسه وځي چې د هغوی هېواد به اوس او په نږدې راتلونکي کې د هغوی کور او ملاتړ واوسي.»

خو که نړۍ وال مرستندویان رامخې ته شی، «موږ به د افغانستان لپاره داسې فرصت ووینو چې بالاخره به د یو ډول امنیت له خوږو څخه برخه من شي.»

له ۳۰۸ میلیونو ډالرو څخه ډېره نوې مرسته

له یادې غوښتنې څخه لږ وروسته، سپینې ماڼۍ د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستې په لړ کې ۳۰۸ میلیونه ډالر نوې مرسته اعلان کړه.

د ملي امنیت شورا ویاندې ایمیلي هورن وویل، د متحدو ایالاتو حکومت په افغانستان کې د بشري مرستو یواځینی تر ټولو لوی مرستندوی دی چې د تلې میاشتې راهیسې یې له افغانستان او هغو افغان کډوالو سره چې په سیمه کې اوسېږي نږدې ۷۸۲ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.‌

هغې د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، «سربېره پر دې، متحده ایالات د کوواکس له لارې د افغانستان خلکو ته د کووېډ-۱۹ یو میلیون دوزه نور واکسینونه برابروي چې زموږ ټول واکسینونه ۴.۳ میلیونو دوزو ته رسوي.»

هغې وویل، نوې بشري مرسته چې د متحدو ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) برابره کړې، به مستقیما خپلواکو بشردوستو ادارو ته لاړه شي.

هورن زیاته کړه، هغه به «د ژوند ژغورونکي خوندیتوب او سرپناه، ضروري روغتیایي پاملرنې، ژمي ته د چمتووالي د مرستې، عاجلې خوراکي مرستې، اوبو، روغتیا او حفظ الصحې د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي».

خواړه که تېل

ځایي چارواکو وویل چې د روانې میاشتې په نیمایي کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۰ کې د سختو واورو د ورېدلو راپورونه ورکړل شول. په ۱۰ ولایتونو کې لوی سړکونه بند شول، او د سختې هوا له امله لږ تر لږه ۹ کسان مړه شول.‌

مرستندوی چارواکي وایي، سخته هوا هغه اقتصادي ناورین لا پسې سختوي چې ډېر خلک یې د خوړو او سون توکو تر منځ د یوه انتخاب ته مجبور کړي دي.

واشنګټن پوسټ د مرغومي په ۱۷مه راپور ورکړ چې، مرستندویې ادارې اټکل کوي چې د ۳۹ میلیونو وګړو له جملې څخه نږدې ۲۳ میلیونه افغانان وار له مخه دومره څه نه لري چې ویې خوري او ډېر یې داسې صحیح سرپناه او پیسې نه لري چې د شپې له مخې خپل کورونه پرې تاوده کړي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي آر) یوه ویاند بابر بلوچ وویل، «هر چېرته چې موږ ځو، موږ په زرګونو نور خلک په داسې حال کې وینو چې مرستې ته اړتیا لري.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یوه له څو هغو مرستندویو ادارو څخه ده چې په وروستیو کې یې په افغانستان کې د ژمنۍ مرستې پروژې پیل کړي دي. هغوی په کابل کې په اونۍ کې ۷۰۰۰۰ خلکو ته خواړه، کمپلې او د تودوخې د سون توکو لپاره نغدې پیسې ورکوي.

د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم په دې ژمي کې خپل عملیات پراخ کړل څو د هغو کورنیو په ګډون چې مشري یې کونډو ښځو او بې کاره نفقه ګټونکيو ته ور تر غاړې ده،ډېرو اړمنو کورنیو ته اساسي خوراکي توکي یا نغدې پیسې ورسوي. هغوی له ازبکستان او تاجکستان څخه اکمالات برابر کړي او لېږلي دي.

د ډبلیو اېف پي چارواکو وویل چې هغوی د لیندۍ په میاشت کې له ۸ میلیونو خلکو سره مرسته وکړه او په دې مییاشت کې به ۱۲ میلیونو ته ورسیږي.

په کابل کې د ډبلیو اېف پي یوې ویاندې شیلي تکرال وویل، خوراکي مرسته، نغدې پیسې او کوپونونه مستقیما هغو کسانو ته چې اړتیا لري ورکول کیږي.‌

هغې وویل، «د حکومت لاس ته هېڅ هم نه ورځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

«موږ ماته کړه نړۍ اوس نه لرو ډوډۍ» طالبان چې هرې غونډې ته وینا کوي بس همدا یوه خبره کوي چې امریکا مو ماته کړې او د نړۍ دویم واکمن یو، خو هلته بیا نړیوالو ته چغې وهي چې خیرات راوړئ خدای مو وبښه چې له لوږې مړو شو. زه وایم چې هر هېواد په اوس وخت کې له افغانستان سره مرسته کوي اوس یې هم کور ودان، کنه موږ د مرستې خلک نه یو ځکه په لوی لاس مو خپل وطن او وطنوال دې حالت ته راورسول او اوس سوال ته ناست یو.

ځواب ورکړئ

هو لیکنه زما خوښه شوه، په ډېره خوږه ژبه مو لیکلې ده. دغه راز مونږ له متحده ایالاتو څخه د زړه له تله مننه کوو چې له افغانستان سره یې مرسته اعلان کړه. حقیقت دا دی چې امریکا واقعا له افغانستان سره مرستې کړي او کوي یې خو یوه خبره د یادونې وړ ده چې بدبختانه اکثر دغه ډول مرستې یوازې د څو بوجیو غنمو/اوړو په شکل خلاصه کیږي. د ښه تاثیر لپاره په کار ده چې مشتریانو ته سب سایډي ورکول شي. مثلا: یوه بوجۍ اوړه چې په بازار کې په ۲۵۰۰ افغانۍ خرڅیږي که د دغو مرستو له اخوا داسې داسې پلورنځي جوړ شي چې یوه بوجۍ اوړه په زر افغانۍ خرڅ کړي یو من بوره د ۵ سوو په ځای په دوه سوه افغانۍ، یو لیټر ګاز د ۸۰ افغانۍ پرځای په ۴۰ افغانۍ خرڅ کړي... دا به د افغانانو او په ځانګړې توګه د غریبو خلکو لپاره ملموسه نتیجه ورکړي که نه څه به د ملګرو ملتونو له خوا په تنخاګانو او فرنیشینګ کې له منځه لاړې شي او څه به په دول خاورې شي.

ځواب ورکړئ