کابل -- د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) راپور ورکړ چې، نړۍ والو مرستندویانو د مرغومي او وږي د میاشتو تر منځ موده کې شاوخوا ۲۲ میلیونو افغانانو ته خوراکي توکي او خرڅ برابر کړي دي.
اوچا د لړم په ۱۲مه په یوه خپاره کړي راپور کې وویل، په مجموعي توګه مرستندویانو د ۲۰۲۲ میلادي کال په ترڅ کې ۲۴.۳ میلیونو افغانانو ته لږ تر لږه یو ډول مرسته ورکړې ده.
په راپور کې راغلي چې، «د ۲۰۲۲ د جنورۍ او سپتمبر [د ۱۴۰۰ د مرغومي او د ۱۴۰۱ د وږي] د میاشتو تر منځ موده کې، د بشري مرستو شریکانو لږ تر لږه ۲۱.۷ میلیونو خلکو ته د خوراکي توکو او معیشت ملاتړ او ۹.۴ میلیونو خلکو ته د روغتیایي پاملرنې مشورو او تداوۍ ته لاسرسی برابر کړی دی.»
راپور وایي، دغه راز هغوی «۵.۲ میلیونو ماشومانو، امېدوارو او تي ورکوونکیو ښځو ته داسې ملاتړ برابر کړی وو چې د حادې خوارځواکۍ مخه یې ونیسي او ستونزې یې حل کړي؛ ۹.۸ میلیونو خلکو ته یې د اوبو، روغتیا او حفظ الصحې برابرولو په برخه کې مرستې کړي، او ۵۱۸۰۰۰ ماشومانو ته یې ښوونې او روزنې او ښوونیزو موادو ته لاسرسی برابر کړی دی.»
راپور وایي، سربېره پر دې، ۱.۵ میلیونو خلکو ته عاجله سرپناه او د کور وسایل برابر کړای شوي، او له ۴.۷ میلیونو افغانانو سره د مصؤنیت په برخه کې مرسته شوې ده.
راپور زیاتوي، «په حقیقت کې، په میلیونونو هغو خلکو سره چې یو ډول مرسته شوې د کال په بهیر کې څو ځلې نورې مرستې ته هم اړتیا لري ترڅو مصؤن پاتې شي.»
دا مرستې په ۲۰۲۲ کې د ۲.۱۴ میلیاردو ډالرو نوې بودجې او له تېر کال څخه د ۵۴۲ میلیونو ډالرو را اړول شوې بودجې له ترکیب څخه برابرې شوې وې.
د اوچا په وینا، متحده ایالات تر ټولو لوی مرستندوی و چې په مجموعي توګه ۶۱۴.۸ میلیونه ډالر (۲۵.۷٪) مرسته یې وکړه. ورپسې برتانیا وه چې ۳۵۸.۷ میلیونه ډالر (۱۵٪)، آسیایي پرمختیایي برانک چې ۳۰۰ میلیونه ډالر (۱۲.۵٪)، جرمني چې ۲۷۶.۷ میلیونه (۱۱.۶٪) او اروپایي کمېسیون چې ۱۸۷.۱ میلیونه ډالر (۷.۸٪) مرسته یې وکړله.
مهمه ژمنۍ مرسته
د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د ملګرو ملتونو د ادارو له ډلې څخه یوه اداره ده چې په افغانستان کې د پام وړ مرسته برابروي.
په افغانستان کې د ډبلیو اېف پي ویاند فیلیپ کروپف وویل، «ډبلیو اېف پي د افغان کورنیو د مستقیم ملاتړ په لړ کې، تر اوسه پورې په مجموعي توګه ۷۷۰۰۰۰ مټریک ټنه خوراکي توکي، ۲۰۸ میلیونه ډالر نغده مرسته او د وسایلو کوپونونه وېشلي دي.»
هغه له سلام ټایمز سره په خبرو کې وویل، «ډبلیو اېف پي د لومړنیو ښوونځیو ۷۵۰۰۰۰ زده کوونکیو ته مغذي د غرمې خواړه ورکړي، او د ۳.۹ میلیونو ښځو او ماشومانو د خوراځواکۍ د مخنیوي لپاره یې مرسته کړې ده.»
هغه وویل، «یادې ادارې د ژمي د سخت موسم له را رسېدلو څخه مخکې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۶۲۰۰۰ مټریک ټنه مخلوط خوراکي توکي چمتو کړي، څو د کم وسه خلکو لپاره په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې چې واوره په کې ورېږي او د سړو ټیټه درجه به لاسرسی په کې محدود کړي، خوراکي توکو ته له ستونزو پرته لاسرسی یقیني کړي.»
هغه زیاته کړه، «د دې کار لپاره، ډبلیو اېف پي مجبوره وه چې په داخل کې پیسې په پور واخلي او لا هم د خپلو وار له مخه ټاکل شویو پروګرامونو د ترسره کولو لپاره د نورو توکو د چمتو کولو په موخه ۵۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.»
کروپف وویل، په داسې حال کې چې افغانې کورنۍ د یوه بل سخت ژمي لپاره چمتووالی نیسي، ډبلیو اېف پي پلان لري چې د مرستو د وېش ۱۵ میلیونو کم وسه افغانانو ته زیات کړي او په دې توګه له هغوی سره مرسته وکړي چې له ژمي څخه په امن سره وځي.
هغه زیاته کړه، «په راتلونکیو شپږو میاشتو کې، ډبلیو اېف پي له ۱ میلیارد ډالرو څخه ډېرې مرستې ته اړتیا لري څو خپل پروګرامونه پلي کړي او له ۱۵ میلیونو خلکو سره مرسته وکړي چې له را روان ژمي څخه ژوندي وځي.»
هغه وویل، «نړۍ والې ټولنې له افغانستان سره دوامداره مرسته وکړه، او مرستندویان هم په خپلو هڅو کې سخي ول، خو د لوږې د بحران کچه لوړه ده، او لا نورې مرستې ته اړتیا ده.»
د اوچا په وینا، شاوخوا ۲.۳ میلیارده ډالر -- په ۲۰۲۲ کې د بشري مرستو د رسونې لپاره د ۴.۴ میلیاردو ډالرو اړتیا وړ مرستې له نیمایي څخه ډېر -- لا ترلاسه شوي نه دي.
د اوچا په راپور کې راغلي، «په ۲۰۲۲ کې (د مخکې نه لاسرسي وړ سیمو په ګډون) تر اوسه د غبرګون له تاریخي کچې سره سره، د مرستو کمې ترلاسه کېدا دا معنی لرله چې د خلکو اړتیاوې کمې شوې نه وې او هغوی دا وړتیا نه لري چې د ثبات او خپلواکۍ په لور مزل پيل کړي.»
راپور وایي، «په حقیقت کې، اوس په افغانستان کې داسې خلک ډېر دي چې په بشري مرستو باندې د ژوندي پاتې کېدلو د یواځینۍ منبع په توګه تکیه کوي.»
افغانانو د نړۍ والو مرستو هرکلی وکړ
افغانانو د نړۍ والې ټولنې له خوا د برابرې شوې بشري مرستې هرکلی وکړ او په مرستندویانو باندې یې غږ وکړ چې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د اقتصاد د پياوړتیا لپاره د بنسټیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په کابل کې د پوهنتون یوه استاد او د اقتصادي چارو شنونکي خیبر خوېشکي وویل، «بشري مرسته د مرستندویو هېوادونو له خوا د هغوی د مالیه ورکوونکیو له پیسو څخه د افغانستان خلکو ته ورکول کیږي. مرسته د غیرحکومتي موسساتو له خوا وېشل کیږي، او افغانان یې ترلاسه کوي.
هغه وویل، «په دې وخت کې، چې زموږ هېواد او خلک له بې ساري اقتصادي ناورین سره مخامخ دي، د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو بشري مرسته حیاتي رول لري، او زه له مرستندویانو څخه مننه کوم.»
هغه وویل، افغانان د عامه خدمتونو، داخلي بې ځایه کېداوو او طبیعي افتونو په ګډون ګڼو برخو کې له ناورینونو سره مخامخ دي.
هغه وویل، «د هرو ۱۰ خلکو له ډلې څخه ۹ هېڅ خواړه نه لري چې ویې خوري. له دې امله، دا مهمه ده چې د بشري مرستندوی داسې دوامدار پروګرام وي چې په ښه ډول مدیریت شوی وي. د بدیل معیشت پروګرامونه او د کار د رامنځته کولو پروژې باید پيل کړای شي.»
هغه وویل، «د څو میلیونو ډالرو اونیزو مرستندویو کڅوړو چې افغانستان ته ورکول کیږي مرسته کړې چې د افغانیو ثبات پر ځای وساتل شي او د قیمتونو د پورته کېدلو په ترڅ کې یې تر یوه حده په ځایي بازارونو کې د خوراکي توکو قیمت ثابت ساتلی دی.»
د عبدالله په نامه د کابل یوه اوسېدونکي چې ۵۶ کاله عمر لري، وویل چې هغه خپله وظیفه تېر کال له لاسه ورکړله.
نوموړي وویل، «اوس موږ له جدي اقتصادي ننګونو سره مخامخ یو. که ما بشري مرسته نه ترلاسه کولای، موږ به هېڅ شی نه لرلی چې ویې خورو.»
هغه وویل، «سږ کال تر دې دمه، موږ له ډبلیو اېف پي څخه درې ځلې نغده مرسته ترلاسه کړې ده، او موږ د دغې مرستې ستاینه او له نړۍ والې ټولنې څخه مننه کوو.»
اوږدمهالو حل لارو ته اړتیا ده
په متحده ایالاتو کې مېشت د اقتصادي چارو افغان شنونکي دریاخان بهیر وویل، «د دې ټکي په پام کې نیولو سره چې تر ۹۷٪ پورې وګړي د فقر له کرښې څخه د ښکته کېدلو له خطر سره مخامخ دي، موږ د خیریه موسساتو له خوا د برابرې شوې مرستې هرکلی کوو.»
هغه وویل، «خو دا کافي نه ده، او لا نور ملاتړ ته اړتیا ده څو له افغانانو سره مرسته وشي چې د بې وزلۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.»
هغه وویل، د فقر د کمولو لپاره باید پروژې تطبیق، او په بانکي سکتور باندې لګېدلي بندیزونه باید پورته کړای شي، څو افغانان وکولی شي لا نورې نغدې پیسې ترلاسه کړي، چې هغه به په خپل وار سره په افغانستان کې موجودې ځینې اقتصادي ستونزې او فقر کم کړي.
بهیر وویل، «که نړۍ واله بشردوستانه مرسته نه وای، ډېر افغانان به له لوږې مړه شوي وای.»
په کابل کې مېشت اقتصادپوه بشیر شبیري وویل، «له بده مرغه چې د تېر کال په اوږدو کې بې کاري ډېره زیاته شوې ده.»
هغه وویل، «په افغانستان کې د اقتصادي بحران او فقر ریښې ډېرې ژورې دي.»
هغه وویل، «د بشري مرستو ادارې زموږ په هېواد کې فقر یواځې هغه وخت کمولی شي چې که هغوی د اقتصادي بېخبنا د پروژو د تطبیق ملاتړ وکړي، او په عین وخت کې په دې لړ کې [د تل لپاره نه] بېخي کم وسو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.»
د افغانستان د بې وزلو خلکو لپاره د ملګرو ملتونو او د امریکا د حکومت او نورو مرسته کوونکو هېوادونو اساسي مرستې د ستاینې وړ دي. ملګري ملتونه له تېرو کلونو راهیسې د افغانستان له کړاو ځپلو خلکو سره په هر ډول سختو شرایطو کې اساسي مرستې کوي. زه او د دې هېواد بې وزله خلک د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه احساس هرکلی کوو. په احترام، خدرخیل
ځواب ورکړئ1 تبصره