اقتصاد

د خوړو نړۍ وال پروګرام په کندوز کې په زرګونو لنډمهالي کاري فرصتونه رامنځته کوي

د محمد قاسم راپور

په افغانستان کې د زیاتېدونکې بې وزلۍ او لوږې په ترڅ کې، د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د زرګونو افغانانو لپاره لنډمهالي کاري فرصتونه برابروي. ډبلیو اېف پي داسې یوه پروژه تمویلوي چې ځایي خلک د دې لپاره په کار ګوماري څو د کندوز ولایت د کندوز ښار په ۱۰ سیمو او ۸ ناحیو کې د ۱۰ اونیو په مخه کوڅې پاکې او کثافات ټول کړي. [عکاس:‌ محمد کریم دشتي]

کندوز -- په افغانستان کې د زیاتېدونکې بې وزلۍ او لوږې په ترڅ کې، د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د کندوز زرلګونو اوسېدونکیو لپاره لنډمهالي کاري فرصتونه برابروي.

په کندوز ولایت کې د ډبلیو اېف پي اجرائیه رئیس غلام سخي فایض وویل، ډبلیو اېف پي داسې یوه پروژه تمویلوي چې ځایي خلک د دې لپاره په کار ګوماري څو د کندوز ولایت د کندوز ښار په ۱۰ سیمو او ۸ ناحیو کې د ۱۰ اونیو په مخه کوڅې پاکې او کثافات ټول کړي.

هغه وویل، د پروژې لومړۍ مرحله د زمري په ۸مه د اوو ورځو په مخه پيل شوه او ۲۰۰ کاري فرصتونه یې برابر کړل، او زیاته یې کړه چې دغه پروژه د ډبلیو اېف پي له خوا تمویلېږي او د افغانستان ټولنیزې پراختیا موسسې (ای اېس آی او) له خوا اجرا کیږي.

د دې پروژې دویمه مرحله به ۶۰۰۰ نور کسان په نوبتي ډول مقرر کړي.‌

په کندوز ښار کې ځایي خلک چې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د پروژې له خوا توظیف شوي دي، د زمري په ۸مه ویالې پاکوي. [عکاس: محمد کریم دشتي]

په کندوز ښار کې ځایي خلک چې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د پروژې له خوا توظیف شوي دي، د زمري په ۸مه ویالې پاکوي. [عکاس: محمد کریم دشتي]

هغه وویل، «هغه ځایي خلک چې په دې پروژه کې مقررېږي هغوی د یوې اونۍ په مخه د ورځې د ۵ ساعته کار په بدل کې یوه بوجۍ اوړه، پنځه لېټره غوړي، ۷ کیلوګرامه نخود، او یو څه مالګه ترلاسه کوي.‌»

د فایض په وینا، شاوخوا ۱۰٪ ګومارل شوي کسان له ډبلیو اېف پي څخه منظمه د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کوي.

هغه وویل، دا پروژه د دې لپاره پیل شوې وه چې کاري فرصتونه رامنځته کړي، فقر له منځه وېسي، د خوړو تأمین ډاډمن کړي، د ښار کوڅې او ویالې پاکې کړي، کثافات ټول کړي او چاپېریال خوندي کړي.‌

فایض وویل، د پروژې له پیلېدلو څخه مخکې، د ښار کوڅې او ویالې په کثافاتو ډکې وې چې بد بوی او مختلفې ناروغۍ یې رامنځته کړې وې.

هغه زیاته کړه، د دې پروژې یو بل هدف دا دی چې د کډوالۍ مخه ونیسي.

ځایي خلکو د کاري فرصت هرکلی وکړ

د دې پروژې له خوا استخدام شوي ځایي خلک د دې کار هرکلی کوي او وایي چې دغه ډول پروژې کولی شي چې د هغوی په اقتصادي وضعیت او د هغوی په ټولنو کې مثبت بدلون راولي.

غلام رسول چې ۴۵ کاله عمر لري او د دغې پروژې لپاره کار کوي، وویل، د هغه کورنۍ د تېر یوه کال په ترڅ کې له ډبلیو اېف پي څخه په منظمه توګه د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کوله.‌

هغه وویل، «ډبلیو اېف پي له موږ څخه وغوښتل چې هره میاشت یوه اونۍ کار وکړم او ما ومنله.»

هغه وویل، «دا پروژه برخه وال دې ته جوړوي چې خپلو کورنیو ته نفقه وګټي او د خپل ښار او چاپېریال په پاکولو کې برخه واخلي.»

یوه بل برخه وال مسجدي ساپي چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، د ډبلیو اېف پي له برکته، هره اونۍ ۲۰۰ کارکوونکي په خوښۍ سره خپلو کورونو ته ځي.

هغه وویل، «زموږ په منځ کې داسې خلک شته چې د خپلو کورنیو لپاره په ورځ کې یوازې یو ځل خواړه برابروي. موږ د هغو مرستندویو موسساتو منندوی یو چې له موږ سره په داسې بدو اقتصادي شرایطو کې مرسته کوي.»

هغه زیاته کړه، «زه داسې خلک پېژنم چې په کندوز ښار کې به یې له سهار نه تر ماښامه پورې انتظار کاوه خو تش لاس به کورونو ته تلل. که دا مرستندویې موسسې نه وای، د لوږې فاجعې به د خلکو ژوند ګواښلی وای.»

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي صبرالدین توتاخېل وویل، د کورنیو لپاره د خوراکي توکو له برابرولو اخوا، د پاککارۍ کار یوه سخته اړتیا پوره کوي.

توتاخېل وویل، کثافات په کوڅو او ویالو کې جمع کیږي، چې په ژمي کې په کوڅو او کورونو کې د اوبو را ایسارېدلو سبب کیږي.

هغه وویل، «هر ژمی د باران او واورې په ورېدلو سره اوبه دوکانونو او کورونو ته ورننوځي.»

نړۍ واله اړینه مرسته

نړۍ واله بشري مرسته تر ډېره د خوراکي توکو د مرستې په بڼه ده چې غیر حکومتي موسسې او د ملګرو ملتونو ادارې یې مستقیما اړو خلکو تهور وېشي.

په کندوز کې د مدني ټولنې یوه فعال مسعود طاهري وویل، د نړۍ والې ټولنې ملاتړ مهم دی ځکه چې ۹۰٪ افغانان د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي.

هغه وویل، که نړۍ والې ټولنې بشري مرسته نه وای رسولې، د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې به په زرګونو افغانان له لوږې مړه شوي وای.

هغه زیاته کړه، «د افغانانو اقتصادي وضعیت واقعا بدتر شوی دی. تقریبا هر چا خپل عاید له لاسه ورکړی چې په نتیجه کې یې فقر زیات شوی دی.»

طاهري وویل، «افغانان نړۍ والو مرستو ته سخته اړتیا لري. مرستندوی هېوادونه باید مطمئنه کړي چې د هغوی مرستې مستقیما اړو خلکو ته ورسیږي.»

د کندوز ښاروال ګل محمد الیاس وویل، د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) او ډبلیو اېف پي په ځانګړې توګه په دې ښار کې مرستې کړي دي.

هغه وویل، «له نېکه مرغه مونږ وکولی شوای چې سږ کال د ملګرو ملتونو د دغو دوو ادارو له لارې په زرګونو کاري فرصتونه رامنځته کړو.»

الیاس وویل، «اکثرې پروژې د سیمې د اوسېدونکو، ځایي استازو او محلي مشرانو له خوا تطبیق کیږي. هغوی د خپلو ټولنو اړتیاوې پېژني او هڅې کوي چې د ناوړه استفادې مخه ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان مختلف ولایتونه خصوصاً، ننګرهار، لغمان، پکتیکا، خوست او لوګر په دې وروستیو کې سختو سېلابونو، زلزلو او بې موسمه بارانونو وځاپه. خلک یې په مالي او ځاني لحاظ ډېر زیات زیانمن کړل. په دې وخت کې چې د افغاني ټولنې وګړي په ډېر غربت کې ژوند کوي دې طبیعي پېښو یې لاپسې ژوند بې خونده کړ او حتی اوس داسې یو حالت کې دي چې د سبا لري مګر د بېګا نه او داسې کورنۍ مې هم په خپلو سترګو لیدلي چې نه د سبا لري او نه د بېګا. نو دې وضعیت ته په کتو ویلی شو چې دا ډول پروژې مفیدې دي. خلکو ته یې څه ناڅه کاري فرصتونه ایجاد کړي دي. ورسره مصروف دي او که دا هم نه وي نو ژوند کول ورته ډېر سخت دي.

ځواب ورکړئ

مننه چې له موږ سره مو مرسته وکړه او دوه درې ځلې مو زمونږ خیټې ډکې کړې، خو دا خیرات او مرسته داسې ده لکه په کوڅو کې سوالګرو ته خیرات ورکول. دا به ښه وي چې تاسو په ځینو دوامدارو پروژو کار وکړئ. نړیواله ټولنه کولی شي دا ډول پروژې تمویل کړي چې اوږدمهاله اغیزې ولري. ولې د دوی لپاره د کار فرصتونه نه رامنځته کوئ چې دوی او بیا د دوی اولادونه او لمسیان هم ترې ګټه پورته کړي؟ روسیه ښه وه، یو ځل افغانستان ته راغله او له هغه وروسته لسیزې وشوې، خو افغانان لا هم د هغوی له خوا بشپړو شویو پروژو څخه ګټه پورته کوي.

ځواب ورکړئ

کور مو ودان چې موږ ته خیرات راکوئ او دوه درې وخته خېټه رامړوئ. خو که په ریښتیا زموږ غم درسره وي دا شی مو دربند کړئ. موږ په په شته لاسو او پښو کې سوال ته کېنولي یو. لنډمهالي څه مانا خوشې بوس بادوئ. څومره خلک چې په لارو کوڅو کې سوال ته ناست دي ستاسو د همدې لنډمهالي کارونو نتیجه ده. ولې ورته سم دم روزګار نه جوړوئ چې اول دوی، بیا یې بچیان بیا یې لمسیان ترې مستفید شي. روس خو ښه و افغانستان ته یو وخت راغلی و کوم کارونه یې چې کړي لسیزې لسیزې پرې تېرې شوې خو اوس هم افغانان ترې ګټه اخلي.

ځواب ورکړئ

دا کارونه داسې دي لکه یو چاته چې د سرک په سر خیرات ورکول شي.‌ بهتره به دا وي چې په دوامدارو پروژو باندې کار وکول شي. نړۍ واله ټولنه کولی شي داسې پروژې تمویل کړي چې ګټه یې دوامداره وي. بدبختانه چې د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې چې افغانستان د پرمختګ ښه فرصتونه لرل، په اوږدمهالو پروژو باندې تمرکز ونشو. له یوې خوا د حکومت چارواکي غله ول او بلې خواته نړۍ والې ټولنې افغانستان سره په شویو مرستو کې محدودیتونه لرل. مثلا، افغانستان په تېرو شلو کالونو کې ونه توانېد چې له خپلو پراخو اوبو نه په هېواد کې دننه برق تولید کړي. برق د ټولو صنایعو مور ده. کله چې په یوه هېواد کې برق موجود وي، خلک کولی شي تولیدي فابریکې جوړې کړي، بیلابیل توکي جوړ کړي، تولیدات په اسانۍ سره ذخیره کړي او په سړو خونو کې یې وساتي او بیا یې د هیواد نورو برخو او بهر ته په اسانۍ سره صادر کړي.

ځواب ورکړئ

برق د ټولو صنایعو مور ده. دا جمله مې ډېره خوښه شوه. واقعا چې برق د ټولو صنایعو مور ده. افغانانو په هرات کې صنعتي پارک جوړ کړ، برق یې ورته له ایران نه راوست، لاکن افغانان مجبور وو چې د ایران خبرې ومني. د معمولي اختلاف او د ایراني سوداګرو د ناراحتۍ او خپل حکومت ته له شکایت نه وروسته، ایران د هرات په صنعتي ښارګوټي باندې برق قطع کړ. په نتیجه کې یې په زرګونو افغانان بې کاره شول. پاکستان چې ځان د اسلام کلا بولي خو په حقیقت کې د برتانیا له غولو څخه جوړ شوی دی، له ۴۴ کالونو راهیسې د دې لپاره د افغانانو وینې بهوي چې د ډیورنډ له فرضې کرښې پورې غاړې سیمې ترې را جلا نه کړي، او افغانان په کونړ سیند باندې برق جوړ نه کړي. برق د ټولو صنایعو مور ده. پاکستان د ټولو ترهګرو مور ده.

ځواب ورکړئ

بشردوستانه مرستو ته د افغانانو اړتیا نه ختمیدونکې ده. د طلوع نیوز د راپور له مخې، نړیوال بانک په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د افغانستان په ګډون د نړۍ اوه هېوادونه د خوراکي توکو او پورونو له بحران سره مخامخ دي. په دغه راپور کې ویل شوي چې دا بحرانونه به په نړیواله کچه ویجاړونکي اغیزې ولري او یوازینۍ حل لاره دغو هیوادونو ته د خوراکي توکو واردول دي. په دغه راپور کې نړیوال بانک په نړۍ کې د خوړو خوندیتوب ارزولی دی. د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې افغانستان، ایریتریا، موریتانیا، سومالیا، سوډان، تاجکستان او یمن هغه هېوادونه دي چې د خوراکي توکو او پورونو له بحران سره مخامخ دي. په راپور کې راغلي چې طبیعي پېښو لکه وچکالۍ افغانستان زیانمن کړی او د غنمو حاصلات یې کم کړي دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي، «په دې برخه کې کروندګر زیانمن شوي او دغه راز کرنیز محصولات هم اغېزمن شوي، وچکالي یوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې راغلې ده.» د نړیوال بانک راپور وړاندیز کړی چې دغو هیوادونو ته د بیړنیو مرستو زیاتول یو له ممکنو حل لارو څخه دي. د نړیوال بانک د راپور له مخې، د افغانستان نهه شپیته سلنه خلک خپلې خوراکي اړتیاوې نشي پوره کولی او شپاړس سلنه کورنۍ د ورځې له یوې ډوډۍ څخه کم خواړه خوري. له بده مرغه، دا ارقام ورځ په ورځ زیاتیږي. خدای دې د افغانستان په خلکو رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

دغه ډول کارونه له نشت نه ښه دي خو دا چې کارونه مختلف دي بیا هم بسنه نه کوي. په عکس کې چې ګورې د ښار د صفایئ کارونه لېدل کېږي چې تر سره کېږي. دلته د فرهنګونو، رواجونو... خبرې دي. مثلا؛ یو تعلیم یافته ځوان ته چې کلونه يې د تعلیم په حاصلولو لګولي، دا کار به وکړي؟ او که کوي يې مسولین به د خپل وجدان پر وړاندې د خجالت احساس و کړي؟ ولس په مطلق ډول د لسېزو وړاندې حالت ته تللی. غربت او مایوسي په ټول هېواد خپره ده. دا څه ډول حالت دی او تر کومه به وي؟ دلته خبره د روزګار او د هېواد د سوکالۍ ده. سوکالي هغه وخت راتلی شي چې ځوانان مو ادارو ته لاړ شي، کار وکړي نو هېواد به هله د طرقۍ په لور روان شي. دلته ځوانانو ته د باقاعده او دوامداره معاش خبره مهمه ده تر څو میاشتنی عاید ولري. خپل ژوند ته یو مسیر و ټاکي، روحي سکون ومومي. او که دغه ډول حالت وي لکه دا روان چې دی، دا نهایت د افسوس وړ حالت دی. ولس په مطلق ډول له لوږي مري. تعلیم یافته قشر مو هره ورځ نورو هېوادونو ته تښتي. لنډه به یې و وایم چې دغه ډول بد حالت مو په هیڅ صورت په خو او خیال کې هم نه راته.

ځواب ورکړئ

دا ښه ګام دی، خو له دې وروسته به ولس څه کوي؟ ورکړل شوي د خوراکي توکو بسته به څومره وخت د دوی لپاره کافي وي؟ له هغه وروسته به مزدور کار څه خوري؟ هغه به په څه کې ځان مصروفوي؟ نه فابریکه شته او نه هم بله لاره او حل لاره. زه فکر کوم چې دا نړیوال سازمانونه په خپلو کارونو کې صادق نه دي. په دې کې شک نشته چې حالت بیړنی دی، لاکن بیړني حالت د لنډ مهاله فعالیتونو سره نشي حل کیدلی. دا سازمانونه کافي مالي سرچینې او همدارنګه بشري سرچینې او ښه تجربه لرونکي کارکوونکي لري. دوی باید خپل متخصصین راټول کړي او د هغوی په همکارۍ یو پراخ پروګرام رامینځته کړي چې پر بنسټ یې افغانان دایمي دندې ولري او وکولی شي په خپله خوښه خپل ژوند وکړي او خپلې اړتیاوې پوره کړي. په هرصورت، دوی دا کار نه کوي. ځکه چې ډیری یې د بهرنیو هیوادونو پلانونه پلي کوي او هغه هیوادونه هیڅکله نه غواړي چې افغانان راضي شي. ډېر ښه يې ويلي دي چې که غواړې چې يو قوم ستا اطاعت وکړي، نو بايد هغه قوم وږی وساتې، تر څو د خپلې ګېډې له ډکولو پرته په بل څه فکر ونه کړي.

ځواب ورکړئ