اقتصاد

د سرپل اوسېدونکي د اوبیزو سرچینو په بیا رغونه باندې کار کوي

د محمد قاسم راپور

د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) یوې نوې پروژې د افغانستان په شمال کې د سرپل شاوخوا ۳۰۰ اوسېدونکیو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي. دا پروژه د تلې په ۱۰مه پیل شوه او تر ۹ میاشتو پورې به روانه وي. [عصمت الله عاصم]

کندوز -- د سرپل شاوخوا ۳۰۰ اوسېدونکي د یوې پروژې په لړ کې چې ځایي مقاماتو د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) سره په همکارۍ کې پیل کړې ده، د را روانو نهو میاشتو لپاره کار لري.

د سرپل ولایت د کلیو د بیارغونې ټولنې رییس عبدالواحد نبي یار وویل، دا پروژه د تلې په ۱۰مه پيل شوه او هدف یې دا دی ترڅو ځایي اوبیزې سرچینې بیا ورغوي او پراختیا ورکړي.

هغه د تلې په ۱۵مه وویل، «نن موږ د سرپل په سرخک او قره غو کلیو کې د کوچنیو ډنډونو د اېستلو او د ویالو جوړولو عملي کار پیل کړ.»

هغه زیاته کړه، «موږ هر کارګر ته د میاشتې ۷۰۰۰ افغانۍ (۸۱ ډالر) ورکوو.»

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۱۹مه اخیستل شوی، یو هلک د مزارشریف په لمنه کې له یوه نهر څخه اوبه اخلي. د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د تلې په ۱۰مه یوه پروژه پیل کړه ترڅو په سرپل کې ځایي اوبیزې سرچینې بیا ورغوي او پراختیا ورکړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۱۹مه اخیستل شوی، یو هلک د مزارشریف په لمنه کې له یوه نهر څخه اوبه اخلي. د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د تلې په ۱۰مه یوه پروژه پیل کړه ترڅو په سرپل کې ځایي اوبیزې سرچینې بیا ورغوي او پراختیا ورکړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

د سرپل اوسېدونکي د تلې په ۱۲مه د ولایت په مرکز کې راټولېږي څو د کاري فرصتونو د پروژې په هکله چې د خوړو نړۍ وال پروګرام له خوا تمویلیږي، نور معلومات ترلاسه کړي.‌ [د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست]

د سرپل اوسېدونکي د تلې په ۱۲مه د ولایت په مرکز کې راټولېږي څو د کاري فرصتونو د پروژې په هکله چې د خوړو نړۍ وال پروګرام له خوا تمویلیږي، نور معلومات ترلاسه کړي.‌ [د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست]

هغه وویل، «د دې پروژې لویه برخه د ویالو جوړول او په کلیو کې د کوچنیو ډنډونو اېستل دي ترڅو د باران اوبه ذخیره کړي او د ځمکې د تخریب او سېلابونو مخه ونیسي. دغه راز، دا پروژه کولی شي چې د تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې په بهبود کې مرسته وکړي.»

نبي یار وویل، ډبلیو اېف پي دا پروژه د دې لپاره تمویلوي چې کاري فرصتونه رامنځته کړي، په کلیو کې د بې وزلۍ او لوږې پر ضد مبارزه وکړي، او د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي.

هغه وویل، «سخت باران او سېلابونو د استوګنې کورونه ویجاړول، خو د دې پروژې په تطبیق سره به د باران او سېلاب اوبه مدیریت او د کورونو د تخریب مخه ونیول شي.»

نبي یار وویل، دا پروژه به ژر د نږدې ۲۰۰ ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي او دغه راز به د هغوی لپاره د کور د بڼوالۍ په څېر حرفوي کورسونه برابر کړي.

د بې وزلۍ او لوږې پر ضد مبارزه کول

د تېر کال په اوږدو کې، په ټول افغانستان کې لوږه او بې وزلي ډېره زیاته شوې ده، او د کلیو د بیارغونې پروژې برخه والو دغه پروژه د هغوی د ژوند د بهبود په لور د یوه غټ ګام په توګه یاده کړله.

هغوی له ډبلیو اېف پي څخه د دغې پروژې د په لاره اچولو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې هغوی خوښ دي چې کولی شي له یوې خوا یو عاید ترلاسه کړي او بلې خوا ته د خپل هېواد په بیا رغونه کې مرسته وکړي.‌

د سرپل یوه اوسېدونکي عبدالسلام چې ۳۸ کاله عمر لري، خپلې پنځه کسیزې کورنۍ ته د نفقې ګټلو لپاره د ورځ مزدور په توګه کار کاوه.

هغه وویل، خو وروسته له دې چې هغه خپله وظیفه له لاسه ورکړله، د هغه کورنۍ د لوږې له خطر سره مخامخ شوې وه.

هغه وویل، «له یوه کال څخه ډېر وخت کېده چې زما اقتصادي ستونزې همداسې پسې زیاتېدلې. هره ورځ به زه تش لاس کور ته راتللم او هېڅ لاره مې نه لرله چې خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړم.»

سلام وویل، «له نېکه مرغه، یوه اونۍ کېږي چې زه د ویالو اېستلو په پروژه کې په کار بوخت شوی یم. ماته د میاشتې ۷۰۰۰ افغانۍ راکول کیږي. اوس زه خوښ یم چې یوه نسبتا اوږده وظیفه لرم.»

د سرپل یوه بل اوسېدونکي صاحب خان چې ۴۲ کاله عمر لري او په دې پروژه کې کار کوي، وویل چې هغه هم په تېر کال کې له سترو اقتصادي ننګونو سره مخامخ وو، خو اوس خوښ دی چې یوه وظیفه او یو عاید لري.‌

هغه وویل، «زما اقتصادی وضعیت ډېر خراب وو. ما په ورځ کې یواځې د یوه وخت خوړو لپاره کافي اندازه پیسې لرلې او زه له سخت حالت سره مخامخ وم.»

هغه وویل، «زه هره ورځ د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې کار کوم. ټول هغه کسان چې له ما سره کار کوي هم غریبان دي او هم بې کاره ول. دا پروژه له هر چا سره مرسته کوي چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي.»

خان وویل، «زما دا خوښيږي چې په کار کې اخته اوسم او وکولی شم چې د خپلې کورنۍ لپاره مشروع عاید وګټم. هیله ده وکولی شم چې خپل کار ته دوام ورکړم او خپل هېواد جوړ کړم.»

د دوامدارې مرستې ستاینه

د سرپل اوسېدونکي وایي چې نړۍ والو مرستندویو ادارو د هغو خلکو، چې له لوږې او بې کارۍ سره مخامخ ول، ډېرې ستونزې حل کړي دي.‌

د سرپل یوې اوسېدونکې شګوفې مخزون وویل، «ملګرو ملتونو او مرستندویو هېوادونو په ډېرو سختو شرایطو کې افغانان یواځې پرې نښودل او د بشري مرستو له لارې یې له غریبو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړ.»

هغې وویل، مرسته یواځې د خوراکي توکو او نغدو پیسو د توزیع له لارې نه کیږي، بلکې همدارنګه هغوی د کاري پروژو د تطبیق له لارې له زرګونو خلکو سره مرستې کړي دي.

شګوفې وویل، «دا موسسې د بشري مرستو له لارې له کم وسه کورنیو سره مرسته کوي او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې مرستې جاري ساتلي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له ډبلیو اېف پي څخه مننه چې له افغانانو سره دوامدارې او پر وخت مرستې کوي. که دا موسسه نه وای، نن به د افغانستان وضعیت ډېر خراب و. د اوبو د سرچینو مدیریت د افغانستان لپاره ګټور او اړین دی. په افغانستان کې موږ صنایع نه لرو او زموږ خلک تر ډېره په کرنه بوخت دي. له همدې امله د اوبو مدیریت خورا مهم دی. له لسیزو راهیسې زموږ د هېواد اوبه په وړیا توګه پاکستان او ایران ته ځي او موږ د فصلونو د خړوبولو لپاره کافي اوبه نه لرو.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، تمرکز باید په همداسې داسې پروژو باندې وشي. لومړیتوب باید د لوږې مخنیوی او د هغو خلکو ملاتړ وي چې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي، خو د دې پروژې ګټې یوازې د خلکو د خېټو په ډکولو پورې محدودې نه دي. اوه زره افغانۍ په کلیوالو سیمو کې د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره ډېرې پیسې دي. دوی کولی شي د دې پیسو په وسیله ښه ژوند وکړي او که وغواړي یو څه پیسې خوندي کولی هم شي. په ورته وخت کې، لکه څنګه چې ستاسو په راپور کې یادونه شوې، د کانالونو او حوضونو جوړول کولی شي د یوې سیمې د اوبو کچه لوړه کړي او د وچکالۍ مخه ونیسي. دا پروژه د کرنې په برخه کې هم اغېزمنه تمامېدای شي، ځکه څومره چې د اوبو کچه لوړېږي، د خلکو کروندې به ډېرې اوبه ولري. نو زه فکر کوم چې د خوړو نړیوال سازمان او نور سازمانونه باید د پیسو د وړیا ویش مخه ونیسي او خلک پریږدي چې د پیسو په بدل کې دا ډول پرمختیایي فعالیتونه ترسره کړي.

ځواب ورکړئ

له ډبلیو اېف پي څخه مننه چې له افغانانو سره یې پرله پسې او پر وخت ملاتړ وکړ. که دا موسسه نه واى، ښايي نن به د افغانستان وضعيت ډېر ناوړه و. دې موسسې په مناسب وخت د اقداماتو سره په عاجله توګه اړمنو افغانانو ته پاملرنه وکړه او هغوی وکولی شوای چې مرستې ترلاسه کړي، خو په عین حال کې ما ولیدل چې طالبان په دوامداره توګه د نړیوالو موسسو له خوا د مرستو د ویش په بهیر کې ګډون کوي. دوی خلکو ته داسې څرګندوي چې د طالبانو ادارې دا مرسته کړې او په دې توګه هڅه کوي چې خلکو ته د خپل ځان ښه انځور وړاندې کړي. زه له مرستندویو موسسو او د هغوی له افغان شریکانو څخه غواړم چې طالبان د خپل شهرت لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو له کارولو ایسار کړي. مننه

ځواب ورکړئ

د ډبلیو اېف پي په هکله ستاسو نظر سم دی، لاکن د طالبانو په اړه عاقلانه نه دی. که مونږ دا ومنو که نه، نن طالبان د افغانستان واکمنان دي. امریکا او نور هیوادونه دغه حکومت یا نظام مني. دا دوه اساسي لاملونه لري. لومړی دا چې د دوحې تړون ثابته کړه چې پخوانی حکومت په افغانستان کې د دولتي نظام میراث خور نه و. په دې توګه طالبان هغه ډله وه چې امریکا د هغوی پر ځای ورسره خبرې وکړې او بالاخره یې واک ورته وسپاره. سربېره پر دې، زه ډاکټر غني ته د یوه هېوادپال په توګه درناوی کوم، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره یې هڅې وکړې، خو پخوانی حکومت د څو جنایتکارانو، غدارانو، غلو، د نشه یي توکو د قاچاقبرانو او قومي زورواکو له یوې ګډولې څخه پرته نور څه نه و. بل دا چې ولې يې په شلو کلونو کې افغانستان په داسې هېواد بدل نه کړ چې نورو ته محتاج نه وي؟ په داسې حال کې چې د امرالله صالح، دانش، سیاف، الله ګل مجاهد، عطا محمد نور، جنرال دوستم، احمد ضیا مسعود، ظاهر قدیر او نورو په ګډون د پخواني رژیم ټولو جنایتکارانو او ملاتړو په ترکیه، متحده عربي اماراتو او نورو هیوادونو کې د ځانونو لپاره هوسا ژوند برابر کړی دی، بیا هم غواړي چې د غریبو ماشومان وهڅوي چې د طالبانو پر ضد جګړه وکړي. د دواړو لپاره غوره لاره دا ده چې طالبان انعطاف وښيي او قومي او مذهبي لږکیو ته په واک کې برخه ورکړي او نړیواله ټولنه د نوي حکومت په رسمیت وپیژني؛ که نه نو افغانستان به د نورو جګړو له امله نور هم ویجاړ او خراب شي.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه. د اوبیزو سرچینو مدیریت د افغانستان لپاره هم ګټور دی او هم ضروري دی. په افغانستان کې مونږ صنایع نه لرو او زمونږ خلک تر ډېره په زراعت باندې متکي دي. له دې امله، د اوبو مدیریت ډېر مهم دی. د اوبو مدیریت او نه مدیریت داسې مثالونه لري لکه د باران اوبو ته چې یو ستل داسې کیښودل شي چې خوله یې پورته وي او اوبه په کې راټولې شي. خو که د ستل بېخ پاس او خوله یې ښکته وي، د باران څاڅکي به پرې لګېږي او اخوا دې خوا به ځي. دغسې د افغانستان اوبه هم دي. لسیزې وشوې چې زمونږ د هېواد اوبه په وړیا ډول پاکستان او ایران ته ځي او زمونږ په هیواد کې دومره اوبه نه وي چې مونږ پرې فصلونه اوبه کړو. زما نظر دا دی چې هر کلی باید په خپلو نژدې دښتو کې وړې وړې کندې وباسي چې اوبه په کې ټولې شي. که د باران اوبه په دغو کندو کې درې ورځې هم ایسارې شي د هیواد لپاره ګټه رسوي. یو طرف ته د ځمکې د تخریب مخه نیول کیږي او بل طرف ته اوبه نیمې په ځمکه کې ننوځي چې د ځمکې د سطحې اوبه منظمې ساتي او نیمې نورې یې تبخیر کیږي او هوا ته پورته کیږي چې هغه نور باران را وروي. که ملګري ملتونه، امریکا، اروپا یا بل هر هیواد په دې برخه کې له افغانانو سره مرسته کوي، مونږ یې باید ملاتړ وکړو. زه ترې مننه کوم.

ځواب ورکړئ

سرپل کې خو دغه لړۍ د نړیوالو مؤسسو په همکارۍ پیل شوې، مګر په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې خلکو په خپل شخصي لګښت د اوبو د زېرمه کولو په بندونو کار پیل چې دا واقعیت یو شهامت او دا خلک چې خپلې د روزۍ پیسې پرې مصرفوي واقعیت زړور خلک دي. دوی په دې پوه شوي چې د اوبو مدیریت مهم دی او که ونه شي څو کاله وروسته به خدای مه کړه له سختې وچکالۍ سره مخامخ شي. نو ښه خبره همدا ده که په شخصي لګښت وي او که مؤسسات یې کوي خو لاښه چې هم کار کولو او بوختیا ته زمینه برابره شي او هم اوبه مهار شيٍ چې راتلونکي کلونو کې له وچکالۍ سره مخامخ نه شو. هو یوه خبره داده چې که چېرته دلته په افغانستان کې اوبه کمیږي نو حتماً په چاپیریال بد تاثیر کوي او چې کله زموږ چاپیریال ناپاک شو، تاثیرات یې د ټولې نړۍ هېوادونو ته رسيږي؛ په همدې خاطر ښه به وي چې نړیوال له موږ سره هم اهنګ شي او پرېنږدي چې زموږ د ناپاک چاپیریال له وجې دې هغوی ته هم زیان ورسيږي.

ځواب ورکړئ

مشکل هم د نړۍ زبرځواکو او صنعتي هېوادونو رامنځته کړی دی. زمونږ د هیواد هغوی ته هېڅ ضرر نه رسیږي. لاکن مونږ د هغوی د صنعتي چارو له امله ډېر بد متاثر کیږو. چین او هندوستان چې له مونږ سره نژدې هېوادونه دي هره ورځ په ډېره زیاته اندازه د ډبرو سکاره سوزوي چې ورسره محیط سخت ککړېږي. حتی زمونږ په ګاونډ کې دا شرمېدلی پاکستان چې یوې خواته ځان اتومي ځواک بولي او بلې خواته د نړۍ د هر هیواد او هرې مالي موسسې قرضدار دی، دی هم په خپلو بې کنټروله فابریکو سره محیط چټلوي. زمونږ په وطن کې د وچکالیو یو لوی عامل همدغه هېوادونه دي. البته دا خبره صحیح ده چې د اوبو مدیریت به مونږ له ډېرو ستونزو څخه خلاص کړي. که په شمال کې د قوش تېپې کانال چارې او په شرق کې د کونړ سیند باندې د برېښنا بند او ورسره دښتو د اوبه کولو چارې ترسره شي، مونږ به له ډېرو ستونزو څخه خلاص شو. ان شاءالله

ځواب ورکړئ