هرات -- د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د هرات ولایت په کوهسان ولسوالۍ کې پیل شوې یوه پرمختیایي پروژه کې له ۴۹۰۰ څخه ډېرو کسانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.
د دې پروژې چې د کب په ۱۰مه پيل شوې او بشپړېدل به یې شپږ میاشتې وخت ونیسي، هدف دا دی چې د یادې ولسوالۍ په ۷۲ کلیو کې نهرونه جوړ او ویالې پاکې کړي.
د ډبلیو اېف پي له پروژې څخه به په کوهسان ولسوالۍ کې په زرګونو اوسېدونکي، په مستقیم ډول د وظایفو له لارې او په غیر مستقیم ډول د هغوی د پټیو لپاره د خړوبو اوبو ته د بهترلاسرسي له لارې ګټه پورته کړي.
د پروژې یوه کاریګر بسم الله محمدي چې ۵۴ کاله عمر لري، وویل، ډبلیو اېف پي دا پروژه د ځایي اوسېدونکیو په غوښتنه پیل کړه.
هغه وویل، «له کالونو راهیسې، د خړوب اوبه کرنیزو پټیو ته نه رسېدلې ځکه چې په کوهسان ولسوالۍ کې نهرونه یا خراب ول او یا ډک شوي ول او کروندګرو نشوای کړای چې خپلې ځمکې وکري.»
هغه وویل، «خو سږ کال د غنمو د کرنې په موسم کې د دغو نهرونو پاکول به له موږ سره مرسته وکړي چې په زرګونو هکتاره ځمکه باندې غنم وکرو.»
هغه وویل، دې پروژې خلکو ته هیله ورکړې ده.
د کورنیو لپاره ستر ملاتړ
برخه والو سلام ټایمز ته وویل، ټول هغه کسان چې په کوهسان ولسوالۍ کې د ډبلیو اېف پي لپاره کار کوي له ډېر وخت راهیسې بې کاره او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ول.
د قدوس اباد کلي یوه اوسېدونکي امام الدین چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل چې هغه په پروژه کې د کار له لارې د ورځې تقریبا ۳۰۰ افغانۍ (۳.۴۰ ډالر) ګټي، چې تر یوه حده د هغه د کورنۍ لګښتونه پوره کوي.
هغه وویل، دې پروژې هغه له بې کارۍ څخه ساتلی او دا وړتیا یې ورکړې چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ لګښت پوره کړي.
امام الدین وویل، «بې کارۍ او فقر په ما باندې ډېر زیات فشار راوستی او زما ذهني حالت یې خراب کړی دی. زه ډېر خوښ یم چې په دې پروژه کې مې وظیفه ترلاسه کړه.»
هغه زیاته کړه، «اوس زموږ د ټولنې ټول غړي کار لري، او له دې وروسته هغوی کولی شي چې خپلې کورنۍ له غریبۍ څخه وژغوري.»
۳۵ کلن سعدالله، چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ نفقه پر غاړه لري، د هرات په ګمرک کې یې د ساتونکي په توګه کار کاوه، خو څه باندې یو کال وړاندې له دندې ګوښه شو.
اوس هغه د ډبلیو اېف پي د نهرونو او ویالو د پاکولو په پروژې کې کار کوي.
هغه وويل، «زه خوشحاله يم چې له يوې اوږدې بېکارۍ وروسته مې په خپل کلي کې کار پيدا کړ. دا پروژه زموږ لپاره یو لویه مرسته ده چې له لارې یې زه کولی شم د څو میاشتو لپاره د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړم.»
سعدالله وویل، «د کوهسان ولسوالۍ اکثر اوسېدونکي له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. که موږ داسې اوږدمهالې پروژې ولرو چې کولی شي کاري فرصتونه برابر کړي، بې وزلي به له منځه لاړه شي.»
هغه زیاته کړه، «زه له نړیوالو مرستندویو ادارو څخه غوښتنه کوم چې په کلیو او ولسوالیو کې نورې پروژې پیل کړي.»
امان الله چې ۲۹ کاله عمر لري او د ډبلیو اېف پي په پروژه کې کار کوي، وویل، دا ډول پروژې په کلیو او ولسوالیو کې د بېخبناوو په پراختیا کې مرسته کوي، چې ټولو افغانانو ته ګټه رسوي.
هغه وويل، «زما په څېر د کوهسان ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکي له بېکارۍ سره مخامخ وو، خو اوس خوښ يو چې کولی شو د ورځې په اوږدو کې کار وکړو او عايد ترلاسه کړو.»
امان الله وویل، «په اقتصادي لحاظ، دا پروژه زموږ لپاره ډېره ګټوره ده. هغه معاش چې موږ د خپل کار په بدل کې له دې پروژې ترلاسه کوو زموږ د کورنۍ لګښتونه پوره کوي.»
هغه وویل، «د دې ډول پروژو پلي کول د افغانانو د دروند بار په کمولو کې مرسته کوي.»
له غیرقانوني مهاجرت څخه ژغورنه
د کوهسان ولسوالۍ یو تن قومي مشر، احمدالله، چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، د کوهسان ولسوالۍ له ایران سره ګډه پوله لري او د دغې ولسوالۍ ډېری ځوانان د بېکارۍ له امله په غیر قانوني توګه ایران ته ځي.
هغه وويل، «زموږ د ولسوالۍ زياتره ځوانان چې د کار لپاره ايران ته تللي اوس په نشه يي توکو روږدي شوي دي. هغوی اوس د ټولنې او خپلو کورنيو لپاره د اوږو بار دي،» او زياته یې کړه چې نور د ايران د سرحدي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
احمدالله وويل، «خو په ولسوالۍ کې د پرمختيايي پروژې په پيل سره، ځوانان د مهاجرت څخه ژغورل شوي دي.»
هغه وویل، «په کوهسان ولسوالۍ کې د ډبلیو اېف پي د پراختیايي پروژې په پیلېدلو سره، زرګونه ځایي خلک په کار بوخت شوي دي او د خپلو کلیو په پرمختګ کې مرسته کوي. دوی ټول د دې پروژې د کار په بدل کې معاش ترلاسه کوي، چې د دوی اقتصادي ستونزې یې هوارې کړې دي.»
احمدالله وویل، د هغو کانالونو او ویالو پاکول چې له کلونو راهیسې فعال نه وو، اوبه د کروندو ځمکو ته رسوي، چې په سیمه کې د کرنې د ودې او پراختیا لامل کیږي.
هغه زیاته کړه، «موږ داسې اوږدمهاله پروژې غواړو چې افغانان نور د کار لپاره ایران ته د تللو اړتیا ونه لري.»
د کوهسان ولسوالۍ اوسېدونکی نذير احمد چې ۲۶ کاله عمر لري او درې کاله وړاندې د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه فارغ شوى، د پروژې د کار له پيلېدلو څخه مخکې وزګار و.
هغه وویل، هغه پریکړه کړې وه، چې د کار لپاره ايران ته لاړ شي، خو د پروژې له پيل سره يې پریکړه وکړه چې ولاړ نشي.
هغه وويل، «په افغانستان کې کار نشته. زياتره چې پخوا يې دندې درلودې اوس بې کاره دي. بې کاري او بې وزلي سخت دي، او ژوند یې ستونزمن کړی دی.»
احمد وویل، «ما ایران ته له غیر قانوني مهاجرت پرته بله چاره نه درلوده، او ځان مې ورته چمتو کړی و، خو زه ډیر خوښ یم چې دا پروژه پیل شوه او زه د کار په لټه ایران ته له خطره ډک سفر ته اړتیا نه لرم.»
هغه وویل، «که نړۍ والې مرستې نه وای، [افغانان] به مجبور شوي وای چې ګاونډیو هیوادونو ته کډه شي. مرستې له ډېرو [خلکو] سره کمک کړی چې کډې ونه کړي.»
د خوړو نړۍ وال پروګرام (WFP) څخه مننه چې تل افغانانو ته د کار زمینه برابروي. په دې سختو حالاتو کې، له یوې خوا د بې روزګارۍ کچه لوړه ده او له بلې خوا لسګونه زره افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته را شړل کېږي چې یو ستر بشري ناورین یې رامنځته کړی دی. موږ په کلکه له ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو څخه غوښتنه او استدعا کوو ترڅو له هغو افغانانو سره چې په خورا اقتصادي ستونزو کې دي مرستې جاري وساتي تر څو له ناورینونو څخه خوندي پاتې شي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
په افغانستان کې اوسنی حکومت د افغانستان په ټولو ولایتونو کې حاکم دی او په ټول هیواد کې امنیت ټینګ دی. د ملګرو ملتونو نړۍ واله موسسه او بهرنۍ موسسې کولى شي په ازاده توګه بشري مرستې وکړي او د افغانستان په هر ولايت کې خپلې پراختيايي پروژې پلې کړي. په تېر حکومت کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې امنیت نه و. د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان او بهرنۍ دولتي او نادولتي ادارې نشي کولى د افغانستان په ولايتونو کې خپلې بشري مرستې او پرمختيايي پروژې پلي کړي. د افغانستان په اوسني حکومت کې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې شوې دي. د افغانستان په ټولو ولایتونو او هره برخه کې د ملګرو ملتونو او نورو بهرنیو بنسټونو له خوا فوق العاده مرستې شوي او خپلې پراختیايي پروژې یې هم پلي کړي دي. اقتصادي ستونزې شته، که د نړۍ والې ټولنې مرسته نه وای، د افغانستان بې وزله خلک به له سختې لوږې سره مخامخ شوي وای. ملګري ملتونه او بهرني بنسټونه په رښتیني ډول د افغانستان د غریبو خلکو تر څنګ ولاړ دي او د افغانستان خلک یې له لوږې څخه ژغورلي دي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
په خپل کور/هېواد د افغانانو د پاتې کېدو یواځنۍ لاره همدا ده چې بهرني هېوادونه د مرستندویه موسسو له لارې خپلې مرستې جاري وساتي. که چېرې داسې و نه شي، نو ډېر افغانان به د کار د نه شتون او غربت له امله بهرنیو هېوادونو ته مخه کړي. دا نظر په داسې حال کې وړاندې کوم چې د افغان ځوانانو تر منځ د بحث یوه موضوع همدا ده چې څنګه او په کومه لاره د بې کارۍ له امله له هېواده و وځي. هغه ځوانان چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته وتلي، د لارو په اړه د ورسره شویو وحشي خاطراتو مایوسانه بیانونه کوي. دوی د ایران او ترکیې د فوجیانو ظلمونه، وهل ټکول، په ډزو وېشتل او نورې ناخوالې بیانوي. له دې ظلمونو ورها خوا کله چې مطلوب هېواد ته رسېدلي، او کیسونه یې اچولي، د کوربه هېوادونو څخه هم په خپلو بیانونو کې چندان ښه خاطره نه لري. وایي چې، اسناد په ځنډ کې ورکوي او کیسونه یې ډېر سست روان وي. زه دا وایم، هغه بهرني هېوادونه چې نه غواړي مهاجر ومني، ښه به دا وي چې له مرستندویه موسسو سره خپله همکاري ډېره او چټکه کړي او د غریبو هېوادونو ځوانان په خپلو هېوادونو کې په کار مصروف کړي. که داسي وشي، نتیجه به دا وي چې هم به خلک په خپل کور ډوډۍ پیدا کړي، هم به یې خپل وطنونه اباد شي او هم به د مهاجرو نه مننونکي هېوادونه د مهاجرو د ورتګ څخه له دې لارې مخنیوی وکړي . که نه، نس ډوډۍ ته ضرورت لري او کله چې ډوډۍ نه وي، بیا نو که لارې سختې وي او که اسانه، خلک به خطر مني او ورځي به پرې.
ځواب ورکړئ4 تبصره
که له بهرنیو شرکتونو او کمپنیو سره تړونونه وشي او د دې ډاډ ورته ورکول شي چې اوس په افغانستان کې امن دی او پانګونې ته جوړ حالات دي، ښايي ډېرې بهرنۍ کمپنۍ پانګونه وکړي. چې هم به هغوی پیسې وګټي او هم به یې خیر دلته زموږ وطنوالو ته ورسېږی. که څه هم حکومت له کورنیو شرکتونو سره د ځمکې لاندې زیرمو د کیندلو او استخراج په برخه کې د څو تړونونو د لاسلیکولو خبره کوي، خو زما په نظر کورني شرکتونه زموږ ډېره کمه پانګه لري چې شاید ډېر کم کار وکړای شي، خو هغوی چې پیسې لري او په نړیواله کچه کار و بار کوي افغانستان یې ښه ځای دی د پیسو ګټلو لپاره چې راشي. هم به کارګر په اسانه او ارزانه بیه پیدا کړي او هم به خورا زیات کار و بار مخته یوسي. پخوا د امنیت د نه شتون مسئله مګر اوس تر ډېره دغه مسئله حل ده او د دې ډاډ ترلاسه کېدای شي چې یو څوک دې په ډاډه زړه کار وکړي، ودې ګرځي، ځان ته دې مصروفیت پیدا کړي. که پانګونه وشي دلته چې کومې غیر قانوني او غیر معیاري کان کیندنې روانې دي او په دودیز ډول کانونه استخراجېږي مخه به یې ونیول شي. په افغانستان کې د ډبرو سکاره، کرومایټ، شوکاڼې او مرمر ډبرې چې په اسانۍ استخراج کیږي، په پراخه کچه را اېستل کېږي او په خام ډول په ټیټه بیه د ایران او پاکستان په ګډون پر ګاونډیو هیوادونو پلورل کیږي. مګر که دلته شرکتونه وای هم به یې په معیاري ډول استخراج کېده او هم به پروسسس کېده چې دې سره به یې ګټه پانګوال او خپله افغانستان ته رسېده، مګر اوس یوازې ایران او پاکستان په دې برخه کې ګټه کوي خلاص. له شوکاڼي، ډبرو سکرو ... ور اخوا موږ ډېر نور قیمتي توکو کانونه لرو چې لا هم د ځمکې لاندې دي مګر نه شو کولی په اوس وخت کې د وسایلو د نشتوالي له وجې ورته لاسرسی ولرو.
ځواب ورکړئ4 تبصره