امنیت

که دېوال دپاسه له اوښتلو یا د دښتې له لارې د تللو وي، افغانان پرته له تېښتې بله لاره نه لري

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

نهیلي کډوال د افغانستان په یوه لیرې پراته سرحدي ښارګوټي کې، د موټرو ماشینونو د غرهار او د دوړو د ورېځو په ترڅ کې، پيک آپ موټرو ته خېځي چې د یوې دښتې له لارې د یوه خطرناک سفر لپاره چمتو شوي دي. هغوی یواځې یو هدف لري او هغه دا دی چې ایران ته ورسیږي. [عارف کریمي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

نیمروز -- د افغانستان په یوه لیرې پراته سرحدي ښارګوټي کې، د ماشینونو د غرهار او د دوړو د ورېځو په ترڅ کې، ستار امیري له خپلې مېرمنې او تي خور زوی سره یوځای یوه پيک آپ موټر ته، چې د یوې دښتې له لارې د یوه خطرناک سفر لپاره چمتو کړای شوی دی، ورپورته کیږي.

هغه هم د زرګونو هغو نهیلو کډوالو په څېر چې د هغه په چاپېر موجود دي، یواځې یو هدف لري او هغه دا دی چې ایران ته ځان ورسوي.‌

امیري چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، «زه بله هېڅ لاره نه لرم.»

هغه وویل، «په افغانستان کې هېڅ راتلونکی نشته.»

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۸مه اخیستل شوی، افغان کډوال په نیمروز کې په یوه دښته کې د یوه سړک په اوږدو کې د افغانستان - ایران د سرحد په لور د پیک آپ موټرونو په مخکې روان دي. په زرنج کې چې د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې یو سرحدي ښارګوټی دی، قاچاقچیان وایی چې د وطن پرېښودونکیو خلکو شمېر اوس د ورځې له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې رسېږي چې په تېر زمري میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه مخکې وخت په پرتله څلور برابره ډېر زیات شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۸مه اخیستل شوی، افغان کډوال په نیمروز کې په یوه دښته کې د یوه سړک په اوږدو کې د افغانستان - ایران د سرحد په لور د پیک آپ موټرونو په مخکې روان دي. په زرنج کې چې د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې یو سرحدي ښارګوټی دی، قاچاقچیان وایی چې د وطن پرېښودونکیو خلکو شمېر اوس د ورځې له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې رسېږي چې په تېر زمري میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه مخکې وخت په پرتله څلور برابره ډېر زیات شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان کډوال د سلواغې په ۲۸مه په نیمروز کې په یوه دښته کې د یوه سړک دپاسه د افغانستان - ایران د سرحد په لور یو پیک آپ موټر ټېله کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان کډوال د سلواغې په ۲۸مه په نیمروز کې په یوه دښته کې د یوه سړک دپاسه د افغانستان - ایران د سرحد په لور یو پیک آپ موټر ټېله کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان کډوال د سلواغې په ۲۸مه په نیمروز کې په یوه دښته کې د یوه سړک له لارې د افغانستان - ایران د سرحد په لور د یوه پیک آپ موټر په وسیله مزل کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان کډوال د سلواغې په ۲۸مه په نیمروز کې په یوه دښته کې د یوه سړک له لارې د افغانستان - ایران د سرحد په لور د یوه پیک آپ موټر په وسیله مزل کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې، د انسانانو قاچاقچیان وایي چې اوس د وطن پرېښودونکیو خلکو شمېر د ورځې له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې رسېږي چې په تېر زمري میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه مخکې وخت په پرتله څلور برابره ډېر زیات شوی دی.

هغه کسان چې ډېر زیات زړور دي هغوی د شپې له مخې په هغه دېوال باندې ور اوړي چې دا وچ ښار یې له ایران څخه جلا کړی او ځانونه د سرحدي ساتونکو له خوا د ډزو له خطر سره مخامخ کوي.‌

خو کله چې لمر راوخېځي، بیا په زرګونو سړي، ښځې او ماشومان په زړو موټرونو کې کېني او د غرونو او دښتو له لارې د پاکستان په لاره یو اوږد مزل پيل کړي.

د تېر زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، افغانستان په مالي بحران کې ورډوب شو چې د لسیزو اوږدې جګړې څخه وروسته یې وحشتناک بشري وضعیت له بد نه بدتره شو.

ډېر افغانان هڅه کوي چې د کار په لټون پسې ایران او له هغه نه هم ایسته لاړ شي او بېرته خپلو کورنیو ته پیسې ور ولېږي.

نور وېرېږي چې د کابل اوسنۍ اداره به یې له پخواني افغان حکومت یا د متحدو ایالاتو په مشرۍ بهرنیو ځواکونو سره د اړیکو لرلو له امله په نښه کړي. د بهرنیو ځواکونو وروستۍ جوپه د وږي په ۹مه له افغانستان څخه ووتله.

امیري شپږ میاشتې مخکې هغه وخت د افغانستان اردو سره د مستري په توګه خپله وظیفه له لاسه ورکړله چې اردو ونړېدله او ویې ویل چې له هغه وخت راهیسې هغه «حتی ۱۰۰۰ افغانۍ» (شاوخوا ۱۰ ډالر) هم نه دي ګټلي.

له بدې ورځې، هغه په مزارشریف کې خپل کور خرڅ‌ کړ چې ایران ته د خپلې کورنۍ د اېستلو لګښت پرې ورکړي. هلته هغه پلان لري چې هر هغه کار چې هغه یې ترلاسه کولی شي وکړي.‌

د مهاجرت د نړۍ وال سازمان (آی او اېم) د یوه وروستي راپور په اساس، د تېر کال د زمري او لیندۍ میاشتو تر منځ نږدې یو میلیون افغانانو د تېښتې په هڅه کې خپل کورونه پرېښودل.

ما به حتما ووژني

کډوال د ښار په ورانو او ویجاړو هوټلونو کې په قالینو دپاسه ویده کیږی او انتظار کوي چې نوبت یې ورسیږي. د هغوی په مخونو د ډار او نهیلۍ نښې ورایه لیدل کیږي.‌

محمد چې یو پخوانی پولیس دی او مقاماتو، دوه ځلې د خدمت د توپک ورسپارلو په بهانه چې هغه وار له مخه تسلیم کړی دی، وهلی دی، هڅه کوي چې ایران ته ځان ورسوي.‌

دغه ۲۵ کلن سړی چې د دایکندي ولایت اوسېدونکی دی او نه یې غوښتل چې خپل پوره نوم ښکاره کړي، وویل، «که هغوی درېیم ځل راغلي وای، حتما یې زه وژلم.»

که څه هم چې تر اوسه پورې په پراخه کچه د غچ اخیستنې راپور نه دی ورکړل شوی، ملګري ملتونه وایي چې له ۱۰۰ څخه ډېر خلک (اکثر امنیتي منسوبین) چې پخواني حکومت پورې یې تړاوونه لرل، وژل شوي دي.

د خپل فور بای فور پیک آپ سټیرینګ ته ناست حمیدالله د دښتې له لارې د کډوالو د رسولو کرایه دوه برابره ته زیاته کړې ده.

دغه ۲۲ کلن ځوان چې په شونډو یې موسکا خپره وه او د خپلې ګټې یوه برخه ځایي افغان مقاماتو ته ورکوي، وویل، «موږ ۳۰ میلیونه ایراني ریال (تقریبا ۱۲۰ ډالر) اخیستل؛ اوس ۶۰ میلیونه شوي دي.»

هره ورځ، په سلګونو موټروانان خپل موټرونه د زرنج په یوه پارکېنګ کې دروي چې هلته سړي د موټرو په باډیو او ښځې او ماشومان په سیټونو کې ځای پرځای کوي.

تېره میاشت، د ای اېف پي خبریالانو په یوه ورځ کې په پارکینګ کې شاوخوا ۳۰۰ موټرونه شمارلي‌ وو چې په هر یوه کې نږدې ۲۰ کسان ناست او په دې حساب په یوه ورځ کې نږدې ۶۰۰۰ کسان په کډه روان ول.

دغه راز، ای اېف پي د داسې ځپل شویو موټرونو عکسونه اخیستي ول چې په اوږدو دښتي لارو یې د ساعتونو اوږده مزلونه کول او ځینې وختونه به یې سرعت په ساعت کې ان تر ۱۲۰ کیلومترو پورې رسېده.

کله چې هغوی د پاکستان پولې ته ورسېږي،‌ هلته کډوال د پولې پورې غاړې ته قاچاقچیانو ته سپارل کیږي او د ایران د سرحد په لوري د پښو یو خطرناک سفر پيل کیږی.‌

د میهن رضایي لپاره مخکې پروت اوږد سفر د نه باور وړ دی.

دغه ۲۰ کلن ځوان چې د شیعه هزاره قومي اقلیت یو غړی او د طراحۍ زده کوونکی دی به د جندالله د جنګیالیو لپاره یو اسان ښکار وي. جندالله یوه راډیکاله سني ډله ده چې په دې دښته کې د ګڼ شمېر تښتونو مسؤلیت پر غاړه لري.‌

هغه وویل، پخوا هغوی د نیول شویو کسانو سرونه پرې کول، خو اوس یې بندي کوي او د سر بیه یې غواړي.

له دې امله، رضایي او د هغه ملګري غواړي چې په دېواله باندې، چې له زرنج څخه شروع شوی او همداسې پسې چې سترګې کار کوي اوږد شوی دی، واوړي.

وهل او شکنجه کول

د کډوالو قاچاقچیان هغه غوره ځای چې باید پرې تېر شي پېژني، او ساتونکیو ته رشوت ورکوي څو د هغو کسانو په تګ باندې سترګې پټې کړي چې د شپې له مخې په دېوال باندې اوړي، خو ځینې وختونه هغوی د پيسو د سپمولو لپاره پیسې نه ورکوي.

دېوال له سمنټو جوړ او پنځه متره لوړدی چې په سر یې اغزن سیم تېر شوی او ځای ځای په کې د څار برجونه جوړ شوي چې وسله وال ساتونکي په کې پیره کوي.

میهن چې څو ځلې یې د تېرېدلو ناکام کوششونه کړي، وویل، «قاچاقچیان موږ ته دروغ وایي.»

ځایي مقاماتو د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې، له ۷۰ څه تر ۸۰ پورې تلونکي افغانان په ایراني ګولیو باندې لګېدلي او وژل شوي دي.

خو حتی که تاسو په دېوال باندې هم واوړئ، اکثر وختونه یې خوښي ډېره لنډه وي.

ځایي مقامات وایي، ایران د ۱۳۹۹ د شمېرنو په اساس، وار له مخه د ۳.۴ میلیونو افغانانو کوربه توب کوي او په وروستیو کې د ورځې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان راباسي.

هر را اېستل شوی کس د ایراني عسکرو او ایراني مستخدمینو له خوا د شکنجې او ناوړه چلند یوه وحشتناکه داستان لري.‌

د بلخ ولایت یوه اوسېدونکي ضیاءالحق ضیا چې ایران په وروستیو کې را اېستلی دی، وویل، په هغو ځایونو کې چې ایراني پولیس را اېستل کېدونکي افغانان ساتي وهل او شکنجه ورځنۍ چاره ده.

هغه وویل، ایراني عسکر له را اېستل کېدونکیو افغانانو څخه چې د افغانستان د سرحد په لوري راځی په بېلابېلو بهانو په زور سره پیسې اخلي، او که څوک یې ور نه کړي، هغه سخت وهي او شکنجې ورکوي.‌

د فرزاد عظیمي په نامه د کابل یوه اوسېدونکي وویل، ایراني ځواکونو هغه په تهران کې د کار کولو پر وخت ونیو.

د بې اسنادو کډوالو لپاره په یوه کمپ کې چې سخت شرایط یې لرل له یوې اونۍ وخت تېرولو څخه وروسته، هغه په زور سره افغانستان ته راستون کړای شو.

هغه وویل، «په هره کوټه کې له ۳۰ څخه ډېر کسان د څو شپو په مخه ساتل کیږي. حتی ښځې او ماشومان د هغوی د تودو ساتلو لپاره د مناسبو ترتیباتو په نه شتون کې په ډېره سخته یخنۍ کې په بند کې ساتل کېدل.»

نوموړي وویل، «مناسب خواړه نه وو، او که ایراني مقاماتو به خواړه راوړل، د بازار له قیمت څخه څلور ځلې ډېر قېمته به یې پلورل.»

عظیمي وویل، د ایراني عسکرو به چې چاته خوښه شوه هغه به یې د وهلو لپاره بوتلو او له هغه کس نه به یې ټولې هغه پيسې چې په جیبونو کې به یې ساتلې وې واخیستلې.

له دې سره سره هم، سادات قتال او وحید احمد په زرنج کې د هوټل له زړې خونې څخه په داسې حال کې چې د هغوی څلور ماشومان هم ورسره مله ول د اوښتلو پلان جوړ کړ.

د احمد ورور وکولی شوای چې د مرغومي په میاشت کې تېر شي. هغه وویل چې د هغو ۸۰ کسانو له جملې څخه د هغو محدودو کسانو په ډله کې وو چې هغه شپه تېر شول او له ایران څخه یې هغوی ته زنګ وواهه چې هغه په تېرېدلو بریالی شو.

دغه ۳۰ کلن سړي په لړزېدلو سره وویل، «هغه ماته وویل چې ډېر کسان مړه شول.»

هغه وویل، «دا ټول د لوږې له امله ... که موږ څه هیله لرلای، موږ به هېڅکله خپل هېواد نه وای پرېښی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ په ایران کې افغانانو ته هېڅ اړتیا نه لرو. ورک شئ. خپل وطن ته لاړ شئ، او ماشومان هم مه زېږوئ.

ځواب ورکړئ

ایران څه مانا؟ تاریخ ولوله او ځان پوه کړه چې مشهد د افغانستان د خاورې برخه ده. هغه وخت وګوره چې میرویس هوتک سپی ګورګین وواژه او په کنده کې یې وغورځاوه. د ایران اخوندي رژیم سره باید د هغو ظلمونو حساب وشي چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې یې په افغانانو باندې کړي دي.

ځواب ورکړئ

ستونزه یوازې په ایران کې نه ده. له بده مرغه چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې هېڅ داسې پروژه نه ده پلې شوې چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. نړيوال ايتلاف وايي، په افغانستان کې يې تر سلو ميلياردو ډالرو زياتې پيسې لګولي دي، په داسې حال کې چې ځمکني حقايق ښيي چې حتی داسې يوه فابريکه هم نه ده جوړه شوې چې زر کسان په کې په کاربوخت شي. سړی حیران شي چې دا سل ملیارده ډالر چیرته مصرف شوي دي؟ کاش چې امریکا د بې ګټې کار پر ځای د افغانانو لپاره څو فابریکې جوړې کړې وای، څو افغانان نه وای مجبور شوي چې د ایران او پاکستان په څېر بدو ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

ځواب ورکړئ