کډوالان

خطرناک سفر: بې کاري افغان ځوانان غیرقانوني مهاجرت ته مجبوروي

د عمر راپور

ګاونډیو هېوادونو ته د خطرناک سفر له خطرونو سره سره، ډېر ځوان افغانان بې له دې چې د کار په لټون خپل هېواد پرېږدي، بله لاره نه لري. ځوان افغانان هره ورځ د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې راټولېږي او داسې لارې لټوي چې په غیرقانوني توګه ایران ته ور واوړي. [عمر/سلام ټایمز]

نیمروز -- د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار مرکزي حلقه د راټولېدلو د داسې ځای په نامه مشهور دی چې ځوان افغانان په کې هره ورځ راټولېږي او بیا هڅه کوي چې په غیرقانوني توګه ایران ته واوړي.

ځوانان چې تنکي ځوانان او ماشومان هم په کې شامل دي، له بېلابېلو ولایتونو څخه نیمروز ته راځي ترڅو د انساني قاچاقچیانو په مرسته په غیرقانوني توګه ایران ته لاړ شي.

که څه هم چې د هغو افغانانو دقیق شمېر، چې له نیمروز څخه ایران ته سفر کوي، معلوم نه دی لاکن ځایي چارواکي وایي چې هره ورځ دغه ولایت ته تر ۱۰۰۰ پورې کسان ورداخلېږي او بیا په غیرقانوني توګه ایران ته سفر کوي.

بې کاري، غریبي او د یوه نامعلوم راتلونکي وېره د دې سبب کیږي چې هغوی مهاجر شي.

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه راغلي افغانان د کب په ۱ د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې دې انتظار کوي ترڅو د کار د موندلو لپاره ایران ته واوړي. [عمر/سلام ټایمز]

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه راغلي افغانان د کب په ۱ د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې دې انتظار کوي ترڅو د کار د موندلو لپاره ایران ته واوړي. [عمر/سلام ټایمز]

د کندوز ولایت اوسېدونکی نبی الله چې ۲۳ کاله عمر لري او د کب په ۱ زرنج ته راغلی دی، سلام ټایمز ته وویل، هغه پرېکړه کړې چې له خپلو ملګرو سره یوځای په غیرقانوني توګه ایران ته لاړ شي.

هغه وویل مهاجرت د هغه او د هغه د ځوانو ملګرو لپاره یواځینۍ عملي لاره ده.

هغه وویل، «په افغانستان کې کار نشته او اقتصادي ستونزې په پرله پسې ډول زیاتېږي. زه باید ایران ته لاړ شم چې کار وکړم او د خپلې کورنۍ لپاره نفقه وګټم. زموږ اقتصادي ستونزې ډیرې دي، او زه د هېواد له پرېښودلو پرته بله لاره نه لرم.»

هغه وویل، «ما له ۱۵ نورو کسانو سره یوځای په یوه هوټل کې کار کاوه. د اقتصادي بحران په ترڅ کې د هوټل کاروبار کمزوری شو او زموږ ۱۳ کسان له کاره ګوښه کړای شول.»

نبی الله ومنله چې کېدی شي هغه ایران ته په لاره مړ شي خو ویې ویل چې هغه مجبور ده چې له بې کارۍ او اقتصادي تنګسې څخه د ځان خلاصولو لپاره دا خطر پر غاړه واخلي.

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نثاراحمد چې ۱۵ کاله عمر لري، د کب په ۱ سلام ټایمز ته وویل چې هغه په زرنج ښار کې د داسې یو چا لټون کوي چې د هغه ګروپ ایران ته واړوي.‌

هغه وویل، «دا لومړی ځل دی چې زه په یوه غیرقانوني لاره ایران ته ځم. زه ډارېږم، او داسې څوک خپلوان هم نه لرم چې له ما سره په لاره ملګری وي. زه نه پوهېږم چې آیا زه به ایران ته ژوندی ورسېږم.»

هغه زیاته کړه، «زما پلار بزګر دی. سږ کال زموږ فصل ښه نه و، ځکه چې وچکالي وه. موږ ډېرڅه ونه ګټل او له غریبۍ سره مخامخ شوو. زما پلار تصمیم ونیو چې ما ایران ته ولېږي.»

له منځه تللې هیلې

ډېر هغه ځوان افغانان چې د خپل هېواد د پرېښودلو پرېکړه یې کړې ده، لوستي کسان دي.

ایمل پسرلی چې ۲۱ کاله عمر لري، یو له همدغو کسانو څخه دی.

پسرلی د ننګرهار اوسېدونکی دی او دوه کاله مخکې د ننګرهار پوهنتون د ساینس پوهنځي څخه فارغ شوی خو له هغه وخت راهیسې نه دی توانېدلی چې څه وظیفه پيدا کړي.

هغه وویل، «د ځوانو او لوستو افغانانو لپاره هېڅ کاري فرصتونه نشته.‌ ما خپل ټول عمر زده کړو ته وقف کړی و، خو له ما سره بې له دې چې ایران ته مهاجر شم بله هېڅ لاره پاتې نه ده.»

پسرلي وویل، «زه هیله لرم چې له غیرقانوني لارې په خیر سره ایران ته ورسېږم او د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره نفقه وګټم.»

هغه وویل ډېر لوستي ځوان افغانان پرته له دې چې خپل هېواد پرېږدي او په غیرقانوني‌لارو ګاونډیو هېوادونو ته سفر وکړي، بله لاره نه لري.

د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ یو اوسېدونکی معروف چې ۲۲ کاله عمر لري، درې کاله مخکې له کابل پوهنتون څخه فارغ شوی دی. هغه په زرنج ښار کې په یوه هوټل کې اوسېږي، او ویې ویل چې دې ته چمتووالی نیسي چې په غیرقانوني توګه ایران ته لاړ شي.

معروف د سلواغې په ۳۰مه وویل هغه ډېره زیاته هڅه وکړه چې یوه وظیفه ومومي خو اوس مجبور دی چې خپل کور او هېواد پرېږدي.

هغه زیاته کړه،‌ «زه غواړم ایران او له هغه ځای څخه ترکیې ته لاړ شم. دا سفر ډېر خطرناک دی، او زه مطمئن نه یم چې آیا زه به خپل وروستي هدف ته ورسېږم.»

معروف روښانه کړه چې، «ما په یوه ساختماني شرکت کې کار کاوه، خو هغه د اقتصادي بحران له امله وتړل شو. یو نیم کال کېږي چې ما خپله وظیفه له لاسه ورکړې ده. زه بې له دې چې مهاجر شم او د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې ګټلو په موخه کار وکړم، بله هېڅ لاره نه لرم.»

هغه وویل دا یوه اسانه پرېکړه نه وه چې خپل وطن پرېږدي او دا چې د هغه دا نه خوښېږي چې له خپلې کورنۍ څخه جلا واوسي، خو بې کارۍ او بې باورۍ هغه مجبور کړی چې په خطرناکو لارو سفر وکړي.

خطرناک سفر

ایران ته تللې لاره چې انساني قاچاقچیان پرې ورځي له سختو او خطرناکو ځمکو څخه تېرېږي.

له نیمروز څخه، لومړی هغوی د پاکستان بلوچستان ایالت ته اوړي، او بیا د غرونو له لارې په پښو ایران ته ورننوځي. سرکونه خطرناک دي او ډېر وختونه په کې وسله وال لوټونکي راوځي، او په ځینې حالتونو کې پرې ایراني عسکر ګزمه کوي.

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد نبي چې ۲۳ کاله عمر لري، او د کب له ۱ څخه یې سفر پيل کړی و، وویل، هغه لاره چې انساني قاچاقچیان یې ایران ته د تګ لپاره نیسي غرنۍ ده او مرګ همېشه د مسافرو لپاره انتظار کوي.

هغه وویل، «انساني قاچاقچیان له موږ څخه ډېرې زیاتې پیسې اخلي، خو زموږ ژوند د هغوی لپاره هېڅ اهمیت نه لري. هغوی په یوه ټویوټا کې له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې کسان باروي، او په دښتو او غرنیو سیمو کې په ډېر سرعت سره چلېږي.»

نبي وویل، «کله چې موږ پاکستان ته ورسېږو، موږ باید د غرونو له لارې ۲۴ ساعته په پښو مزل وکړو چې ایران ته ننوځو. اوبه یا ډوډۍ نشته، او ځینې ماشومان او زاړه خلک چې له کاروان څخه پاتې کېږي، امکان لري چې خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

هغه وویل، افغان ځوانان مجبور دي چې د بې کارۍ او په راتلونکي باندې د بې باورۍ له امله د دې مرګوني سفر لاره ونیسي.

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید احمد حسیني چې ۲۶ کاله عمر لري، په نیمروز ولایت کې په داسې حال کې خبرې کولې چې ایران ته د رسېدلو لپاره یې په یوه کال کې دننه د دویم ځل هڅې لپاره چمتووالی کاوه.

هغه په خپل لومړني سفر کې وتوانېد چې د ایران کرمان ښار ته ورسېږي.‌

په ایران کې د څلورو میاشتو له کار کولو څخه وروسته، ایراني پولیسو هغه ونیو او له خپل هېواد څخه یې را واېست.

هغه یو ځل بیا پرېکړه کړې چې په غیرقانوني توګه ایران ته سفر وکړي او له بې کارۍ څخه ځان خلاص کړي.

هغه وویل، «زه په غیرقانوني توګه د سفر کولو له خطرونو او هره لحظه د مرګ له امکاناتو څخه خبر یم، خو زه بله لاره نه لرم. هره ثانیه د غریبۍ او بې کارۍ له امله ... د شکنجې پرځای دا بهتره ده چې سړی مړ شي.»

حسیني وویل، «زه د نهیلۍ او نا امېدۍ له امله ایران ته ځم. د افغانستان اقتصاد ویجاړ شوی، او سړی نشي کولی چې دلته کار پیدا کړي. کله چې کاري فرصتونه نه وي، ځوانان مجبور دي چې ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د یوه انسان لپاره دا ډیره دردونکې ده چې خپل ګران هیواد، ګران مور او پلار، ماشومان او مېرمن د بیکارۍ له امله مات زړونه پریږدي او په خطرناکو قاچاقي لارو اروپايي هیوادونو ته ولاړ شي. خدای دې په افغانانو باندې رحم وکړي. افغان ځوانان مجبور دي چې هر څه پریږدي او په بهرنیو هیوادونو کې کار وکړي څو خپلې کورنۍ له خیرات غوښتلو څخه وژغوري. ډیری ځوانان په دې قاچاقي لارو کې په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې جسدونه یې لېوان خوري. دا ټول موږ ته د جنګونو او د منظم نظام د نشتوالي له امله پیښ شوي او لا هم روان دي.

ځواب ورکړئ

دا سمه ده چې بې کفایته انسانان [انساني قاچاقبران] خلک مجبوروي چې خپل ګران وطن پریږدي او په ډیرو سختو او وژونکو لارو بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړي. د دې ناامنه لارو څخه تیریدل د مرګ معنی لري، لاکن خلک مجبور دي چې مرګ وزغمي، ځکه چې د دوی ماشومان وږي دي. په دغو قاچاقي لارو او په تېره بيا د ايران او ترکيې پر لارو خلک او پوليس يې دومره ظلمونه کوي چې ساری نه لري. د افغانستان د بې وزلو خلکو په ضد وهل ټکول، زنداني کول، د پيسو او موبايلونو غلا کول، تښتول او دې ته ورته نور جرمونه ترسره کېږي. سربیره پردې، په ایټالیا کې هم ورته جرمونه ترسره کیږي. په نړۍ کې داسې قانون نشته چې پوښتنه وکړي ولې؟

ځواب ورکړئ

غیر قانوني لارې ډېرې خطرناکې دي. مرګ سره لوبې کول دي. له کلی مو ډېر ځوانان د بې کارۍ له امله لاړل. دوی په داسې حال کې کلی پرېښود چې په دې ښه خبر دي چې لارې خطرناکې او مرګونې دي. په پولو د ایراني او ترکي ځواکونو له خوا ورسره ډېر بد چلند کېږي. وهل، ټکول او حتی وېشتل د لارو په اوږدو کې شته خو بیا مو هم ځوانان وایي چې یا موړ یا مړ. دوی وایي که په وطن پاتې کېږو، څه وکړو؟ ژوند کول پیسه غواړي، پیسه په کار کې ده او کار نه شته. له نړیوالو په مو هیله ده چې افغانان په دې بد حال کې یواځې پرېنږدي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې بې وزلي ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. افغان ځوانان چې خپل وطن پریږدي د څو دلایلو له مخې د افغانستان پریښودو ته اړ کیږي. د افغانستان اوسنی حکومت د میلیونونو ځوانانو د برخلیک پروا نه لري. هغه پوهنتونونه چې په تېرو کلونو کې به تل د کب میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل کېدل، اوس چې د کب ۱۹مه نېټه ده، د پوهنتونونو د پیلېدلو خبر نشته. په دولتي ښوونځيو کې په تېرو کلونو کې درسونه سم نه وو او نه هم اوس صحیح درسونه ورکول کېږي. داسې ښوونکي نشته چې خپلو زده کوونکو ته درس ورکړي. له افغانستان څخه د ځوانانو او ماشومانو د وتلو اصلي لامل بېکاري ده، په دې مانا چې د ځوان لپاره داسې کار نشته، چې د خپلې کورنۍ لپاره لږ تر لږه نفقه وګټي. په افغانستان کې د واده په هر محفل کې، د فاتحې په محفل کې، یا په کومه غونډه کې چې څو کسان راټول شي، خلک په دې موضوع خبرې کوي چې ما خپل یو زوی بهر ته استولی، یا زما وراره بهر ته تللی، یا زموږ یو خپلوان تللی دی. ټول خلک، که پیسې لري او که نه، په دې فکر دي چې کله به له افغانستانه وځي. یو شی چې زموږ ځوانانو ته یې اجازه ورکړې چې خپل وطن پریږدي دا ده چې د یوې کورنۍ څخه چې یو یې په اروپا کې یا په کوم بهرني هیواد کې ژوند کوي، د کورنۍ نور غړي یې ارام ژوند لري او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ نه وي. هغه کسان چې په افغانستان کې دننه کار کوي، که په یوه کورنۍ کې تر پنځو تنو زیات وي، له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، له همدې امله زموږ ځوانان له افغانستانه ووځي، ځکه په افغانستان کې د هغوی ارمانونه نه پوره کېږي. د بیکارۍ د زیاتوالي له امله هره ورځ زرګونه کسان له افغانستان څخه ایران ته کډه کوي.

ځواب ورکړئ

اصلا د ایران ډېرې برخې له تاریخي لحاظه د لوی افغانستان ملکیت دی. شاه حسین هوتک تر اصفهان پورې د لوی افغانستان واکمني لرله. زمونږ خلک چې هلته ځي، باید د غیرقانوني مهاجرو په نامه ونه پیژندل شي. یو طرف ته پاکستان زمونږ خاوره لاندې کړې ده او بل طرف ته ایران د افغانستان خاوره لاندې کړې ده. له دې سره سره، چې دغو دوه منافقو ګاونډیانو زمونږ ځمکې نیولې دي، بیا هم په افغانستان کې لاسوهنې کوي او د افغانانو لپاره مشکلات جوړوي. د تېرو ۲۱ کالونو په ترڅ کې د ایران رژیم په افغانستان کې سیاسي، فرهنګی او وسله واله مداخله کوله. د پاکستان بحث خو بیخي جلا ځکه دی چې هغه خو له څلور نیمو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د اسلام تر نامه لاندې جهادي پروژې پر مخ بیایي. زه د افغانستان د دفاع وزارت څخه غوښتنه کوم چې که دا ځل ایرانی وسله وال ځواکونه له افغانانو سره بد چلند وکړي، فورا دې په ایران باندې حمله وکړي. زمونږ وطن هسې هم وران دی او همدغو ګاونډیانو وران کړی دی. باید چې د ایران د مستبد رژیم تر واک لاندې سیمې او ملکیتونه د افغانانو لاسونو ته ورشی.

ځواب ورکړئ

د کب یا حوت میاشتې نهمه نېټه (نن ورځ) هغه ورځ ده چې هر کال په افغانستان کې د سرتېري د ورځې په نوم په لوړه کچه نمانځل کېده. د سرتېرو سرښندنې او له هېواده دفاع یې ستایل کېده. ملي بیرغ او له خلکو څخه ساتنه یې ستایل کېده. د ګلانو ګېډۍ ورته په لاسونو کې ورکول کېدې. عام خلک یې سنګرونو ته ورتلل او هلته یې ورسره څو شیبې په خوښۍ تېرولې. په یو نه یو ډول به سرتېري ته خوښي ورکول کېده چې ته د دې خاورې او ملت د ګټو اصلي ساتونکی یې او خپل مسؤلیت ته به یې نور هم ورپام کاوه. سرتېري به هم خوشاله وو. که څه هم دا مادي امتیاز نه وو؛ بلکې په دې ورځ یوازې په معنوي شکل دا ورځ نمانځل کېده خو بلکل به تېر کالونه دا ورځ داسې وه لکه څنګه چې اختر نمانځل کېږي. په ښارونو او ځانګړو پروګرامونو کې به نظامي پرېډونه ترسره کېدل. خو نن ورځ هغه سرتېري په کورونو بې اسرې او بې هیلې ناست دي. کار نشته چې ویې کړي. میاشتې میاشتې سخت نظامي تمریناتو چاپونه یې اوس هم په وجود کې شته. ها رښتیا هغه کوم چې په کار بوخت دي یا ټکسي واني کوي، یا په بازار کې پیاز او کچالو خرڅوي، یا له سهار تر ماښامه په ۲۰۰ یا هم ۳۰۰ افغانۍ خټې کوي او د کومو چې لږ څه وس هم شوی په قاچاقي لارو اروپا او ځینو نورو هېوادونو ته مخه شوي چې ډېر کم یې خپل منزل ته رسېدلي باقي څوک سمندرونو وخوړول، څوک قاچاقبرانو نیمه لار کې پرېښودل، څوک د روسیې لپاره په اکراین کې جنګيږي او څوک د اکراین د دفاع لپاره د روسیې په مقابل کې جنګېږي. په مجموع کې هغه پوځ د یوې سیاسي لوبې ښکار شو چې میلیونونه ډالر لګښت پرې شوی وو. افغان پوځ د جنګ میدان کې د زمریانو په څېر جنګېده خو د سیاسي لوبې ښکار او نن په بد حالت کې دي. افغان بې اسرې سرتېریه ورځ دې مبارک شه!!!

ځواب ورکړئ

د اندېښنې وړ خبره خو دا ده چې تېر ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۳۳۰ زره کسان اروپايي هېوادونو ته په غیرمنظم ډول وراوښتي چې په دې کې یې زیات شمېر افغانان دي. دا ځکه د اندېښنې خبره ده چې په دومره زیات شمېر هغه خلک چې د یوې بلې جغرافیې له خلکو سره نااشنا وي، دین او مذهب یې فرق ولري، کلتور او عنعنات یې بېل وي، د اوسېدو او خوراک او همدارنګه د جامو سټایل یې بدل وي؛ په فکري لحاظ د یو بل سره جوړ نه وي نو حتمي ده چې ستونزې به ایجادیږي. کلونه کلونه په افغانستان کې د بهرنیو ډونرانو په واسطه جګړه وشوه. طالبانو ته یې هم پیسې ورکولې او افغان پوځ ته یې هم پیسې ورکولې څو یو بل ووژني چې متاسفانه همداسې وشول او اوس هم کېږي. مخکې طالب ورانی کاوه افغان پوځ مجبور وو مخه یې ونیسي چې په دې ډول په ټولنه کې ګډوډي کېده او بلاخره جګړې کېدې چې لوی لامل یې د بهرنیو استخباراتو مداخلې وې. اوس چې طالبان دي غواړي له پخوانیو پوځیانو غچ واخلي چې په توګه د افغان پوځ چې شمېر تقریبا ۳۰۰ زره ته رسېده اکثر یې بهر ته د تلو هڅه کوي او که دلته پاتې کېږي طالبان ورته په یو نه یو ډول شکنجه ورکوي. او کله چې له شکنجې تښتي اروپايي او نورو هېوادونو ته د پناه اخیستلو لپاره ځي نو حتمي ده چې هلته به ګډوډي رامنځته کېږي. په همدې خاطر هغه هېوادونه چې شمېر یې له ۴۰ اوښتو افغانستان ته راغلي وو نو اوس دې مهرباني وکړي له طالبانو سره دې تفاهم ته ورسيږي چې هم افغان وژنه ختمه شي او هم د مهاجرت مخه ونیول شي او هغه پروژې چې پخوا یې کارونه د امنیتي ستونزو له وجې ځنډېدلي وو اوس دې ډونران ملا وتړي او خپل نیمګړي کارونه دې بشپړ کړي چې د انساني قاچاقي مخه ونیول شي.

ځواب ورکړئ