کډوالان

له بې وزلۍ څخه تښتېدلي او د کار په لټون پسې وتلي افغانان له ایران څخه را اېستل کیږي

د عمر راپور

په داسې حال کې چې په ګرد افغانستان کې اقتصادي ناورین سختېږي او بې کاري زیاتېږي، په زرګونو افغانان مجبور شوي ترڅو د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته پښې سپکې کړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په داسې حال کې چې په ګرد افغانستان کې اقتصادي ناورین سختېږي او بې کاري زیاتېږي، په زرګونو افغانان له قانوني یا غیرقانوني لارو څخه په استفادې سره د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته پښې سپکوي.

د تېرو ۷ میاشتو په ترڅ کې د هېواد اقتصاد سقوط شوی دی.‌

اکثر تلونکي افغانان د انساني قاچاقچیانو په مرسته، په غیر قانوني لارو سفر کوي، او اکثر یې خپل مقصود منزل ته له رسېدلو څخه مخکې د ایراني عسکرو له خوا تعقیب او نیول کیږي او افغانستان ته بېرته را اړول کیږي.

محمد اسماعیل جهانزی چې ۲۵ کاله عمر لري، د لغمان ولایت اوسېدونکی دی او دا وخت په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي، له همداسې برخلیک سره مخامخ شوی دی.

قانوني اسناد په لاس افغانان د کب په ۱۱مه په اسلام کلا بندر کې ایران ته د ننوتلو لپاره انتظار باسي. [عمر/سلام ټایمز]

قانوني اسناد په لاس افغانان د کب په ۱۱مه په اسلام کلا بندر کې ایران ته د ننوتلو لپاره انتظار باسي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «بې کارۍ په ما باندې نورې لارې بندې کړې او بې له دې چې ایران ته لاړ شم، کار پیدا کړم او د خپلې کورنۍ لپاره معیشت برابر کړم، بله چاره مې نه لرله، خو موږ هېڅ چېرې هم خوندي نه یو. په ایران کې په هر ځای کې پولیس موجود دي،‌ چې د افغان کارګرانو لټون کوي، نیسي یې او له پولې یې را اړوي.»

هغه وویل، «کاش چې زموږ په هېواد کې کاري فرصتونه وای. که ما د ورځې یواځې ۱۰۰ افغانۍ (۱.۱۴ ډالر) ګټلی، زه به هېڅکله هم یوه بهرني هېواد ته نه وای تللی.»

هغه وویل، په ایران کې له افغان کډوالو سره ډېر زیات ناوړه چلند کیږي،او وخت په وخت د هغوی وسایل د ایراني پولیسو له خوا لوټل کیږي، او هغوی له خپل اساسي بشري حقونو څخه محرومیږي.‌

امیرخان احمدزي چې ۲۰ کاله عمر لري، د لوګر ولایت اوسېدونکی دی او په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی او اوس په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي، وویل، هیڅوک هم پخپله خوښه له افغانستان څخه نه وځي، بلکې فقر او بې وزلي ډېر خلک مجبوروي ترڅو د کار په لټون پسې ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

هغه وویل، افغانان له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي او مجبور دي چې له «حتمي مرګ» څخه د ځانونو د خوندي کولو لپاره لارې ومومي.‌

هغه وویل، «ما خپله کورنۍ پرېښودله او ایران ته لاړم ترڅو د هغوی لپاره یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړم، خو ایراني پولیسو زه ونیولم او را ویې اېستلم.»

له وږو هېوادوالو سره د مرستې هېڅ امکانات نشته

د غور ولایت د لال او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي احمد حسیني چې ۴۰ کاله عمر لري هم خپل بخت وازمیلو ترڅو په ایران کې ځان ته کار پيدا کړي خو ایراني مقاماتو هغه موخې ته له رسېدلو څخه مخکې ونیو او راستون یې کړ.‌

هغه وویل، «زه څلور ماشومان لرم چې هغوی مې په ځای پرېښودل او زه ایران ته لاړم ترڅو یو کار پيدا کړم. دا یو اسان تصمیم نه وو چې زه خپل ماشومان او کورنۍ پرېږدم، لاکن ما بله لاره نه لرله.»

هغه وویل، په افغانستان کې په موجودو شرایطو کې ژوند کول ډېر سخت شوي دي. که یو څوک له لوږي څخه هم مري، نور خلک دا امکانات نه لري چې مرسته ورسره وکړي.

هغه وویل، ډېر افغانان چې بله چاره نه لري، خپل ژوند په خطر کې اچوي او په دې هیله چې څه کار به ومومي، ایران ته د سفر کولو خطرناکه لاره نیسي.‌

نسیم الله چې ۱۸ کاله عمر لري، د کابل اوسېدونکی دی او په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي، وویل، د هغه پلار څو کاله مخکې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، او اوس هغه ته د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ د نفقې ګټل ور تر غاړې دي.

هغه وویل هغه وکولی شوای چې په غیرقانوني لارو له ۱۰ ورځو اوږده سفر څخه وروسته د ایران یزد ښار ته ورسیږي، خو ایرانیانو ونیو او افغانستان ته یې راواستاوه.

نسیم الله وویل کله چې ایران ته د تګ پرېکړه وکړه ترڅو خپلې کورنۍ ته څه وګټي او له لوږې څخه یې وژغوري له داسې احتمالي عواقبو څخه خبر وو.

هغه وویل، «دلته په افغانستان کې وضعیت خراب دی. خلکو هیله له لاسه ورکړې، او موږ نه پوهیږو چې څه وکړو. که زه دلته وظیفه پیدا کړم نو هېڅکله به خپل هېواد پرې نه ږدم.»

د اقتصادي ناورین سختېدل

د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه تقریبا اوه میاشتې وروسته، بې کاري او بې وزلي په زیاتېدلو ده.

په ګرد افغانستان کې بېخبنایي پروژې او نوې پانګونې درېدلي، او داسې هېڅ هیله نشته چې په نږدې راتلونکي کې به بیا پيل شي.‌

د پخواني حکومت په زرګونو کارکوونکي له خپلو کارونو څخه اېستل شوي، په داسې حال کې چې د ښځو په کارونو باندې سخت بندیزونه لګېدلي دي.‌

په هرات ښار کې یوه اقتصاد پوه محمد یعقوب مشعوف وویل، کابل په تېرو اوو میاشتو کې د هېواد د اقتصادي ناورین د حلولو لپاره هېڅ هڅې نه دي کړي.

هغه وویل، که د افغانستان واکمنان وضعیت په چټکۍ سره مدیریت نه کړي او که بې وزلو کورنیو ته عاجلې مرستې ور ونه رسیږي، اقتصادي ناورین به له بد نه بدتر شي او د میلیونونو خلکو ژوند به له خطر سره مخامخ شي.‌

هغه وویل، «ښايي افغانستان ونشي کولی چې په راتلونکو څو کالونو کې د تېرو څو میاشتو له اقتصادي ناورین څخه راوځي. هغه کسان چې هیله لري چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې به ژر حل شي هغوی هسې ځانونه غلطوي.»

نوموړي وویل، «د افغانستان اقتصاد د نړۍ والې ټولنې مرستو پورې تړلی وو. اوس چې مرسته کمه شوې یا درېدلې ده، د هېواد اقتصادي سیستم سقوط کړی دی.»

مشعوف وویل، «په موجودو شرایطو کې د نړۍ والې ټولنې د ملاتړ بدیل موندل ناشوني دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان هره ورځ بېلا بېل جنایتونه کوي. له نړۍ والې ټولنې سره اړیکې نه جوړوي. یو بې منطقه، بې سواده، اجیره او له شر او فساد ډکه ډله ده چې په ټول تاریخ کې به یې افغانانو ته خیر ونه رسېږي. دوی به هم همداسې خیرن او خوار او زار ګرځي او نور به هم ذلیل کړي. د خلکو د اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي خو دوی یو غوږ بړستن کړی او بل یې نیمڅی کړی. خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري دوی وايي، موږ د ټوپک په زور کورونا ورکه کړه. خلک تعلیم او تحصیل غواړي، دوی وايي زه درته د اسلامي شرعیت په رڼا کې د نوي لباس اغوستو لپاره طرحه جوړوم. خلک پرمختګ غواړي دی یې شاتګ ته هڅوي. خلک ډوډۍ غواړي، دوی وايي خدای ته بغارې ووهئ. خلک کار غواړي، دوی نااهل کسان په دندو ګماري چې بل چا ته یې ذره خیر هم نه رسېږي. په مجموع کې چې افغان څه غواړي طالب یې نه غواړي او په دې ډول خلک ذلالت ته ورټېل وهي. خلک له ستونزو سره مخامخ کوي. طالب یوازې د ضرر شی دی چې ټولنې ته ضرر ورسوي او د پردیو اجنډاوې تطبیق کړي. دا نن چې په افغانستان کې د ښوونیز کال د پیل ورځ وه، 2022, March, 23 مګر طالب نجونې د ښوونځیو له دروازو په ډکو سترګو وشړلې. وايي د ځای شرایط نه دي برابر او تخنیکي ستونزې دي، ځکه مو نجونې له لارو بېرته ستنې کورونو ته ستنې کړې. د پوهنې وزارت یې په یوه خبرتیا کې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو د دلیل په توګه ویلي چې تراوسه د نجونو زده کوونکو لپاره داسې یونیفورم نه دی جوړ شوی چې له شریعیت، افغاني دود او کلتور سره برابر وي. ښه نو افغانان به ولې درپه در نه ګرځي؟

ځواب ورکړئ

کوم حال ته چې افغانان رسېدلي دا یو جنایت دی. جنایت دوی نه دی کړی، د دوی پر ضد جنایت شوی دی. جنایت چا کړی دی؟ دا جنایت طالبان کوي چې له نړۍ والې ټولنې سره ځانونه نه جوړوي او خلک له اقتصادي بحران سره مخامخ شوي دي. دا جنایت پخواني حکومت کړی چې په هېواد کې یې دوامدار کارونه رامنځته نه کړل او اوس خلک حیران دي چې څه وکړي. دا جنایت غربي ائتلاف کړی چې په افغانستان باندې یې بې رحمانه یرغل وکړ. د خپل یرغل په ترڅ کې یې په لسګونو زره افغانان ووژل، په لسګونو زره نور یې معلول او معیوب کړل او هېڅ داسې پروژه یې جوړه نه کړه، کومه فابریکه یې جوړه نه کړله، داسې کار یې ونه کړ چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي. په همدا سلام ټایمز کې تقریبا دوه کاله مخکې ما ولوستل چې سره صلیب یوازې په هلمند ولایت کې او یوازې په یوه کال کې ۷ زره کسانو ته مصنوعي پښې او لاسونه ورکړي وو. د دې ټولو جنایتونو تر شا چې څوک لاس لري هغه پاکستان او ایران دی. پاکستان له تېرو ۴۳ کالونو راهیسې او ایران له ۴۰ کالونو راهیسې د اسلام تر نامه لاندې په افغانستان کې جنګ کوي، افغانان وژني او تاسیسات یې ویجاړوي.

ځواب ورکړئ

افغانان که په کور پاتې کېږي له فقر او بې وزلۍ نه خلاصېږي. خوارځواکي کېږي، سوال او ګډایي ته مجبورېږي او حیا او عزت ته یې صدمه رسېږي او که نورو هېوادونو ته ځي هلته هم ورسره غیر انساني چلند کېږي. او نه یې پرېږدي چې یو څو ورځې په کراره ژوند وکړي. چې په ټوله نړۍ کې وګرځې نو د افغانستان غوندې بې حیثیته او مکار ګاونډیان به پیدا نه شي. د معلوماتو له مخې، پولنډ ته د وراوښتو اوکرايني کډوالو مياشت لا نه ده شوې خو وايي ۷۰ زره اوکرايني ماشومان په پولنډي ښوونځيو کې ځاى پر ځاى شوي او زده کړې يې پيل شوې دي. خو د افغانستان دوه ګاونډیان چې ځانته مسلمانان هم وايي، نه د افغان ماشوم، نه د ښځې نه د زوړ او نه د ځوان غم ورسره شته. نور خو څه چې په پاکستان او ايران کې دا څلوېښت کاله زموږ افغان ماشومان په دولتي ښوونځيو کې څوک په کراره نه پرېږدي. که پرېږدي هم یا ترې ځانمرګی جوړوي او یا یې د خپلو استخباراتي فعالیتونو لپاره روزي او بیا یې خپل مور وطن ته رالېږي چې پرې وران یې کړي.

ځواب ورکړئ