اقتصاد

د هرات پاشدان بند د رغونې د کار په درېدلو، له نامعلوم راتلونکي سره مخامخ دی

د عمر راپور

د تېر زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې په هرات ولایت کې د پاشدان بند رغونه درېدلې او د دغې پروژې برخلیک په نامعلوم حالت کې پاتې دی. پاشدان بند چې د افغانستان له تر ټولو لویو پروژو څخه یوه پروژه ده، د هرات ښار ختیځ لور ته ۲۵ کیلومتره لیرې په کروخ ولسوالۍ کې واقع ده. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې په هرات ولایت کې د پاشدان بند رغونه درېدلې او د دغې پروژې برخلیک په نامعلوم حالت کې پاتې دی.

پاشدان بند، چې د افغانستان د بېخبنا له تر ټولو لویو پروژو څخه یوه پروژه ده، له هرات ښار څخه ۲۵ کیلومتره لیرې په کروخ ولسوالۍ کې واقع ده.‌

په پام کې وه چې د اوبیزې برېښنا دغه بند د ۱۴۰۰ لمریز کال په وروستۍ ربعه کې بشپړ شي، خو په دغې پروژه باندې کار ځنډېدلی او د بند کار یواځې ۸۵٪ شوی دی.

د بند چارواکي وایي، د ذخیرې په دېوال، د اوبو په کانالونو او هغو ساحو باندې چې د برېښنا توربینونه په کې لګېږي، کار بشپړ شوی وو، او بند د اوبو ذخیره کولو ته چمتو شوی وو.

پاشدان بند، په عکس کې چې د مرغومي په ۲۲مه اخیستل شوی، لیدل کیږي.‌ د رغونې کار د تېر زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته درېدلی دی. [عمر/سلام ټایمز]

پاشدان بند، په عکس کې چې د مرغومي په ۲۲مه اخیستل شوی، لیدل کیږي.‌ د رغونې کار د تېر زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته درېدلی دی. [عمر/سلام ټایمز]

د پاشدان بند پروژې د تدارکاتو رییس عبدالصبور نادري سلام ټایمز ته وویل، دغه پروژه ساختماني شرکت ته په تادیاتو کې د ځنډ او د اوبو د تنظیم د چارو د ملي ادارې له خوا د غبرګون د نشتوالي له امله درېدلې ده.

هغه زیاته کړه، «د بند ځینې کانالونه تېره اونۍ سېلاوونو خراب کړل. که د اوبو ذخیره کول ژر پیل نشي، اوبه به نور کانالونه او د بند نورې برخې هم ویجاړې کړي.»

هغه وویل، «د بند د دروازو په ګډون ټول تجهیزات له هندوستان څخه هرات ته را رسېدلي او نصبولو ته انتظار کوي، خو په حکومت کې داسې چارواکی نشته چې د اوبو د ذخیره کولو او د توربینونو د نصبولو پروسه سره همغږې کړي.»

نادري وویل، د څو هندي وګړو په ګډون په سلګونو کارکوونکيو د کار د درېدلو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي او کورونو ته تللي دي.

تر اوسه پورې په هرات کې په پاشدان بند باندې ۱۱۷ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی. هغه کولی شي چې ۲ میګاواټه برېښنا تولید کړي، ۴۵ میلیونه مکعب متره اوبه ذخیره او ۱۳۰۰۰ هکتاره (۶۵۰۰۰ جریبه) ځمکه خړوبه کړي.

د دغې ملي پروژې د رغونې چارې په ۱۳۹۰ کې پیل شوي دي.

خفګان

د هرات ښار یوه اوسېدونکي بصیر احمد خواجه زاده وویل، داسې تمې کېدلې چې پاشدان بند به ژر پرانستل شي.

هغه وویل، «دا ډېره دردوونکې ده چې ګورو چې د بند د رغونې کار درېدلی دی. موږ په تمه وو چې د بند له اوبو او برښنا څخه ګټه واخلو، لاکن روان حالات خفه کوونکي دي.»

هغه زیاته کړه، «د پاشدان په څېر د برق د بندونو جوړول مهم دي. که په دې برخه کې جدي او عملي هڅې ونشي د افغانستان اقتصاد به لا نور کمزوری شي، او افغانان به لا نور له کړاوونو سره مخامخ شي.»

په هرات ولایت کې د زعفرانو یوه کروندګر جلیل احمد کریمي وویل، که د پاشدان بند رغونه بیا پیل نشي، ډېر خفګان او پرېشاني به رامنځته شي.

هغه وویل، په پاشدان بند کې د اوبو ذخیره کېدل باید په ژمي کې چې اوبه ډېرې وي، پیل شي، که نه، اوبه به له افغانستان څخه بهر ته وبهېږي او تر بل کاله پورې به هېڅ اوبه نه وي.

کریمي وویل، «دوه کاله مخکې چې د بند رغونه ښه روانه وه، موږ له بند سره نږدې حکومتي ځمکې په اجاره ونیولې ترڅو زعفران پرې وکرو.»

هغه زیاته کړه، «خلک په ډېرو شیانو باندې خفه دي. موږ هیله لرو چې د پاشدان بند افتتاح به خفګان یو څه کم کړي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد آصف نظري وویل، د پاشدان بند په ګډون رغنیزو پروژو افغانانو ته غټه هیله ورکړه، لاکن په دغه بند باندې د کار ځنډېدلو هغوی، په ځانګړې توګه کروندګر خفه کړي دي.

هغه وویل، «د پاشدان بند د رغونې ځنډېدا او د راتلونکي په هکله بې باوري د افغانستان اقتصاد ته یو غټ ټکان دی ځکه چې په دې پروژه کې ډېرې پیسې لګول شوې وې.»

هغه زیاته کړه، د بېخبنا د پروژو ځنډېدل افغان ځوانان مجبور کړي ترڅو د کار کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

یو نامعلوم راتلونکی

پاشدان بند په افغانستان کې د بېخبنا یواځینۍ داسې پروژه نه ده چې ځنډېدلې ده.‌

د هرات یوه اوسېدونکي جاوېد نظري وویل، دا ډېره دردوونکې ده چې ګورو چې د افغانستان په هېڅ ځای کې د بیارغونې هېڅ کار روان نه دی.

هغه زیاته کړه، «دا ډېره سخته ده چې ومنل شي چې تر څو میاشتو مخکې وخت پورې په ټول هېواد کې په سلګونو پرمختیایي پروژې روانې وې او په زرګونو خلک په دغو پروژو کې په کار بوخت ول.»

«خو اوس په هر ځای کې چوپه چوپتیا ده او په هېڅ ځای کې هم د بیارغونې او پرمختګ هېڅ کار نه کیږي.»

په هرات ښار کې د محمد عظیم کاوش په نامه یوه اقتصاد پوه وویل، د بېخبنا د پروژو ځنډېدا د هېواد د اقتصاد او خلکو د سقوط سبب شوې ده.

هغه وویل، «ډېرې د بېخبنا پروژې ناتکمیلې پاتې دي. که ژر بشپړې نشي، هغه کار به چې تر اوسه پورې شوی دی هم له منځه لاړ شي او افغانستان به هېڅکله هم ونشي کولی چې هغه بیا ورغوي.»

هغه زیاته کړه، «د پرمختیایي پروژو د درېدلو له امله د روان اقتصادي سقوط اغېز به د هېواد اقتصاد په راتلونکي کې تر ډېرو کالونو اغېزمن کړي او بیا رغېدنه به ترې ډېره سخته وي.»

کاوش وویل، «په دغو پروژو باندې کار تر ډېره په بهرنۍ مرسته باندې متکي دی، په داسې حال کې چې په داخل کې داسې هېڅ پلانونه نشته چې د بېخبنا دغو پروژو ته دوام ورکړل شي.»

هغه په نړۍ واله ټولنه باندې غږ وکړ چې د افغانستان د بېخبنا د پروژو مدیریت پر غاړه واخلي او د خپلو پخوانیو پانګونو د ضایع کېدلو مخه ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه وخت په وخت ستاسو د سایټ تحلیلي راپورونه لولم. تاسو معمولا ښه موضوعات څېړئ او په مفصل ډول یې وړاندې کوئ. که څه هم چې افغانستان ټول یو افغانستان دی او مونږ ورسره یو ډول مینه لرو لاکن افغانستان یوازې هرات او مزارشریف نه دی، په افغانستان کې د کندهار، هلمند، زابل،‌ غزني، پکتیا، ننګرهار، او ان تر کونړ پورې ولایتونه شامل دي، په داسې حال کې چې تاسو اکثر د هرات او د شمالي ولایتونو په رابطه راپورونه خپروئ. لطفا د کابل په شمول د نورو او په ځانګړې توګه هغو ولایتونو په هکله هم مونږ ته لیکل وکړئ چې د رسنیو له پوښښ څخه بهر پاتې وي. تل دې وي افغانستان او د رسنیو ازادي.

ځواب ورکړئ

ايران د افغانستان په لوېدېځ کې بيا د افغانستان د لوېدېځې حوزې له اوبو له لسيزو ګټه پورته کوي. ايران د هلمند له اوبو پراخه ګټه اخلي. ايران د جاپاني مختصصينو په مرسته خپله خاوره کې داسې سېسټمونه جوړ کړي دي، چې د هلمند سيند اوبه ذخېره کوي. ايران کې ورته دغه ذخيرو ته نيمه څاه ګان ويل کيږي او يو مېليارد متره مکعب اوبه يې ذخيره کړې چې د سستان او بلوڅستان وچ ولايتونه يې زرغون کړي دي. د ايران د اوبو دغه پروژې سبب شوې دي، چې د افغانستان د نيمروز ولايت چخانسور ولسوالي يې بې اوبو کړې ده.

ځواب ورکړئ

د عامو خلکو په خوله کې د افغانستان د اوبو په برخه کې د پاکستان او ايران نوم ډېر دی. تاجکستان چې افغانستان ور سره ګډه - اوبلنه پوله لري، د آمو سيند له اوبو يې يو اړخيزه ګټه پورته کړې؛ تاجکستان په کې د برېښنا توليدي هېواد او افغانستان برېښنا وارداوي. تاجکستان د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر آمو سيند د (نيرو ګاه دشت جم) د برېښتا د توليد دستګاه جوړه کړې چې نېږدې درې مېليارده ډالر ارزښت لري او تاجکستان يې په منځنۍ اسيا کې د برېښنا د توليد برخه کې صادارتي هېواد جوړ کړی. همدا ډول د افغانستان په شمال کې دوه نور ګاونډي هېوادونه، د افغانستان له اوبو خپلسرې ګټه پورته کوي. د آرال جهيل نوي سلنه اوبه له آمو سينده دي؛ دغه جيهل ازبکستان او ترکمنستان ته د پاکو اوبه ستره طعبيي سرچينه ده، چې ګټه ترې اخلي. همدا ډول د قراقوم په نوم کانال له آمو سيند څخه د ترکمنستان خاورې ته دننه شوه دی. د قراقوم کانال بې اوبو او وچ ترکمنستان د اوبو اړتيا ور پوره کړې ده او افغانستان د خوراکي توکو او کرنيزو مواد برخه کې ترکمنستان ته اړ دی. ازبکستان له آمو سيند څخه د اوبو د پورته کولو په پار د تورپالانګ په نوم د اوبو بند په سرخان ولايت کې جوړ کړی دی. همدا ډول ازبکستان د بخارا په نوم بل کانال جوړ کړی دی، چې له آمو سيند اوبه پورته کوي. نوربیا

ځواب ورکړئ

یوه ښځه وه د هغې ډېر بچیان ول. د بلې ښځې یو بچی وه. د دواړو سره جنګ شو. د یوه بچي مور ورته وویل چې ستا ډېر بچیان دي، یعنې یو ډول یې غوښتل چې پيغور ورکړي. هغې ورته وویل چې تا نو څه خپل کوس پورې خټې تپلي دي، ته هم نور بچیان راوړه. خبره دا ده چې تاجکستان له امو سیند نه استفاده کوي زمونږ خلک یې ولې نه کوي؟ آیا تاجکانو یې مخه نیولې ده؟ نه. زمونږ خلک ایله په جنګ اخته دي، جنګ کوي،‌ پوهېږئ چې جنګ د چا لپاره کوي؟ جنګ یې د روسانو پر ضد د امریکایانو او پاکستانیانو د ګټو د ساتنې لپاره وکړ او بیا یې د امریکایانو پر ضد د چین، روسیې او پاکستان د ګټو لپاره وکړ. په اول جنګ کې یو نیم میلیون انسانان د افغانستان ووژل شول او په لکونو نور معلول، کونډې، یتیمان، مهاجر او ورک شول خو امتیازات یې امریکا دا واخیست چې شوروي اتحاد یې مات کړ، امتیازات یې پاکستان واخیستل چې اتوم بم یې ترلاسه کړ، مجاهدینو ته راتلونکې وسلې یې غلا کړې، او په میلیاردونو ډالر یې غلا کړل او په دویم جنګ کې بیا قربانی افغانانو ورکړه خو امتیازات یې پاکستان واخیستل او امریکا هوښیارتوب وکړ چې په منډه یې ځان خلاص کړ.‌ په هر حال،‌ نورو ته د ګوتې نیولو پر ځای بهتره دا ده چې پخپله خپل کار ته متوجه اوسو، له نړۍ سره روابط جوړ کړو او د امریکا په شمول له غربي هیوادونو سره اړیکې جوړې او پیاوړې کړو که نه چین او روسیه له هیڅ چا سره وړیا مرسته نه کوي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د پخواني ټولواک محمد ظاهر شاه پاچاهۍ او د سردار محمد داود خان د جمهوريت په وروستيو کالونو کې د شته شونتياوو او وړتياوو په پام کې نېونې سره د افغانستان د اوبو د مهار، کنټرول او مديريت لپاره ګامونه پورته شول. د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وروستۍ لسيزې کې د اوبو د مهار چارې روانې وې، چې د سردار محمد داود خان سپينه کودتا او ورپسې د داود خان د جمهوريت په وروستيو کالونو کې د اوبو مهار ته ځانګړې پاملرنه روانه وه، چې د غوايي کودتا وشوه او نابشپړې چارې نېمګړې پاتې شوې. افغانستان کې په تېرو ۴۳ کالونو ناخوالې او جګړې او د افغانستان ګاونډ هېوادونو د نورو موخو ترڅنګ په دې هڅه کې وو، چې د افغانستان وضعيت د يو اوږد وخت لپاره جګړيز وساتي او دې سره دوی په اسانۍ د افغانستان له اوبو ګټه پورته او خپلو هېوادونو کې يې مهمې چارې پرې بشپړې کړې. تېر څلورو لسيزو کې د افغانستان ګاونډ هېوادونو او په ځانګړي ډول ايران او پاکستان د اوبو په برخه کې د ټولو نړيوالو حقوقو او اصولو په سرغړونه د افغانستان له اوبو ګټه پورته کړه. د کابل سيند له اوبو پاکستان د غنمو کر- کيله بډايه کړه او افغانستان په شته اوبو کې نه يوازې چې شاړې ځمکې يې کرنيزې نه شوې، بلکې د اوبو د کمښت پر بنسټ کرنيزې ځمکې هم په کې شاړې شوې.

ځواب ورکړئ

طالبانو د کمال خان بند اوبه ايران ته ورخوشې کړې دي او بیا په ډېرې سپین سترګۍ وايي چې دغه اوبه یې ایران نه؛ بلکې د نیمروز کروندو ته ور خوشې شوي دي. ایراني چارواکو دغه هېواد ته د طالبانو له لوري د کمال خان بند د اوبو د ورخوشې کولو له امله مننه کړې ده. چې په نوم هم افغان وي پر طالبانو د داسې معاملو له کبله نیوکې کوي او باید په دې هکله طالب چارواکي وضاحت ورکړي، ځکه چې په دې بند ایرانیانو ګڼ شمېر افغان پوځیان (د جمهوریت په وخت کې) شهیدان کړل، دا بند د افغانانو د وینو په قیمت جوړ شوی، په دې بند د افغانستان خپله بودیجه مصرف شوې، د کونډې، د یتیم او بل هر افغان حق په کې دی، خو نن ایران ته د کمال خان بند اوبه په مفت ډول ورخوشې کېږي. ولسمشر محمد اشرف غني (رح) د کمال خان بند د پرانیستې پر مهال وویل چې ایران ته به د تیلو او نورو توکو په بدل کې اوبه ورکوي خو طالب بېغیرته همداسې ورخوشې کړې او خپل پنجابیتوب یې ثابت کړ چې له افغانستان سره هېڅ خواخوږی نه دی.

ځواب ورکړئ

بلی هو دپاشدان بند دافغانستان په جنوب غربی کی یوه دیره مهمه پروژه ده چه په هرات ولایت کی به دیر وچی مزکی خروبی کری اودبریشنا نه به کورنی اوصنعتی چارو کی گته پورته چه دهرات دخلگو په ژوند کی به لوی بدلون راولی

ځواب ورکړئ

د اوبو او بریښنا بندونه د یوه هېواد دومره مهمې بیخبناوې دي چې لږه جوړه لري. څو کاله مخکې د پاکستان او هندوستان شخړه وه، هند وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به پاکستان ته سخت ګوزار ورکړي. خلک په تمه وو چې کیدای شي په پاکستان باندې کوم ډول وسله وال برید وکړي، لاکن څو ورځې وروسته هندوستان اعلان وکړ چې په یوه سیند باندې به چې اوبه یې په وړیا ډول پاکستان ته ور بهېدلې، د اوبو او بریښنا بند جوړ کړي. هندوان ډېر هوښیار خلک دي، پوهېدل چې کولی شي په دغه ډول د پاکستان د ترهګر پوځ د ترهګریو مخه ونیسي. افغانان هم هغه که هر څوک وي خو چې په واک کې وي باید د ایران او پاکستان پر ضد له همدغه وسیلې څخه کار واخلي. کمال خان بند تکمیل کړئ، پاشدان بند تکمیل کړئ، د فراه بخش اباد بند تکمیل کړئ، په کونړي سیند باندې بندونه جوړ کړئ او په دې ډول د ایراني او پاکستاني ترهګرو هیوادونو د شیطاني سیاستونو مخه ونیسئ.

ځواب ورکړئ