د ښځو حقوق

افغانانې د هرات د زعفرانو په پټیو کې په کار کولو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي

د عمر راپور

ښځینه کارکوونکې د لړم په ۲۱مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په یوه پټي کې د زعفران ګلانو د ټولولو لپاره چمتووالی نیسي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځینه کارکوونکې د لړم په ۲۱مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په یوه پټي کې د زعفران ګلانو د ټولولو لپاره چمتووالی نیسي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات ولایت د زعفرانو په پټیو کې په زرګونو ښځې د لنډمهالو وظیفو له لارې د خپلو ځانونو او کورنیو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د زعفرانو د ټولولو په موسم کې، چې د لړم په ۱ پیل شوی او د لیندۍ په ۱۵ممه پای ته رسېږي، ښځې د زعفرانو ګلان ټولوي، له ګلانو څخه سره تارونه جلا کوي او بیا یې ګودامونو ته انتقالوي.

دغه راز، هغوی بیا په هرات ښار کې د پروسیس په بېلابېلو مرکزونو کې کار کوي.

په افغانستان کې د زعفرانو په صنعت کې له کرنې څخه نیولې په نړۍ والو مارکېټونو کې تر خرڅلاو پورې ۹۰٪ کار ښځې ترسره کوي او مدیریت کوي.

افغان کارګرانې د لړم په ۲۵مه په هرات ولایت کې د افغانستان د سرو زرو د پروسیس مرکز کې د زعفرانو ګلان پاکوي او ترتیبوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغان کارګرانې د لړم په ۲۵مه په هرات ولایت کې د افغانستان د سرو زرو د پروسیس مرکز کې د زعفرانو ګلان پاکوي او ترتیبوي. [عمر/سلام ټایمز]

دغه کار ښځو او نجونو ته دا وړتیا ورکوي ترڅو یو څه پیسې وګټي او خپلې کورنۍ پرې حمایه کړي.

صالحه عزیزي په هرات کې د زعفران ګلانو له ټولولو څخه هره ورځ ۵۰۰ افغانۍ (۵.۲۰ ډالر) ګټه ترلاسه کوي.‌

هغې وویل، «زه د پخوا په څېر له کور څخه بهر کار کوم. تر اوسه پورې هیچا هم زه له کار کولو څخه ایساره کړې نه یم.»

هغې زیاته کړه، «زه غواړم چې د نارینه په څېر کار وکړم او د ټولنې برخه واوسم.»

عزیزي وویل، «زه له نورو ښځو او نجونو څخه هم غواړم چې د تهدید احساس ونه کړي بلکې راوځي او په ټولنه کې کار وکړي.»

هغې وویل، ښځې او نجونې باید هغه د لمس وړ لاسته راوړنې چې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې یې ترلاسه کړې وې له لاسه ورنه کړي.‌

یلدا محمدي چې د زعفرانو موسمي ټولونه له کور څخه بهر د کار کولو لپاره یو فرصت بولي، وویل، له کور څخه بهر په پټي کې له نورو ښځو سره یو ځای کار کول د محدودیتونو پر ضد د ښځو د مبارزې یوه ښکاره نښه ده.‌

هغې وویل، «هیڅوک هم نشي کولی چې ښځې له کار کولو څخه ایسارې کړي. د اسلام دین د ښځو لپاره یو چوکاټ جوړ کړی چې په ټولنه کې یو فعال رول ولوبوي، ترڅو هیڅوک هم موږ د اسلامي اصولو خلاف کور پورې محدودې نه کړي.»

هغې وویل، «ښځې باید خپل ځانونه په کور کې کولپ نه کړي بلکې باید راوځي او خپلو کارونو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.»

محمدي وویل، افغانستان یواځې هغه وخت پرمختګ کولی او نېکمرغه کېدلی شي چې د سړیو تر څنګ ښځې هم کار وکړي.

له کورنیو سره مرسته

په داسې حال کې چې په افغانستان کې فقر او لوږه په زیاتېدلو دي، نو له دې امله د زعفرانو په پټیو کې د ښځو کار کول ځانګړی اهمیت لري .

د سحر نظري پلار یو دولتي مامور وو چې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته یې خپله وظیفه له لاسه ورکړه.‌

نظري چې، د افغانستان سره زر، په نامه په هرات کې د زعفرانو د پروسیس په یوه فابریکه کې کار کوي، وویل، وروسته له هغه چې پلار یې بې کاره شو او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ شوه، هغې پرېکړه وکړه چې کار وکړي او خپله کورنۍ حمایه کړي.

هغې وویل، «د زعفرانو د کرنې او ټولونې موسمونه د ډېرو ښځو لپاره یوه بریالۍ وظیفه برابروي. د زعفران ګلانو ټولول یو ډېر اسان کار دی، او څوک هېڅکله هم نه ستړی کوي.»

هغې زیاته کړه، «زه ډېره خوشحاله یم چې کولی شم کار او له خپلې کورنۍ سره مرسته کړم.»

نظري وویل، ښځې باید لا نور کاري فرصتونه ولري، او زیاته یې کړه چې، «ښځې کولی شي د سړیو په څېر کار او د خپل هېواد په پرمختګ کې مرسته وکړي

د افغانستان د سرو زرو فابریکې یوې بلې کارکوونکې پریسا افضلي وویل، کار ته د ښځو راستنېدل هغوی ته دا وړتیا ورکوي چې د فقر او لوږې د ننګونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

هغې وویل، که ښځې او نجونې د پخوا په څېر په بېلابېلو سکتورونو کې وظیفې ولري، هغوی کولی شي چې خپل ژوند ته په وده ورکولو او د کورنۍ په سطحه د فقر کمولو کې مرسته وکړي.‌

افضلي وویل، «زما پلار د پاشدان بند پروژه باندې کار کاوه، لاکن د پخواني حکومت په نسکورېدلو سره، هغه پروژه شاړه او زما پلار بې کاره شو. موږ مشر ورور نه لرو چې کار وکړي، او زما پلار تر اوسه پورې وظیفه نه ده موندلې.»

هغې زیاته کړه، هغه ډېره ویاړي چې په سخت وخت کې له خپلې کورنۍ سره د عوایدو په زیاتولو کې مرسته کوي ترڅو په نورو باندې متکي نشي.

هغې یادونه وکړه چې، له کار کولو څخه د ښځو ایسارول به نه یواځې دا چې د افغانستان اقتصادي ننګونې، بلکې دغه راز په هېواد کې د کورنیو تر منځ فقر هم زیات کړي.‌

تغیر رامنځته کول

د نذیرې حسیني په نامه د پنځو بچیانو یوې مور چې په هرات ښار کې د زعفرانو د پروسیس په یوه مرکز کې کار کوي، وویل، که ښځو د زعفرانو د پروسیس په برخه کې کار نه کولای، د افغانستان زعفران به په نړۍ کې د عالي کیفیت له امله نه وای مشهور شوي.‌

هغې وویل، «که ښځې په ټولو برخو کې فرصتونه ترلاسه کړي، هغوی کولی شي چې تغیر رامنځته کړي. په هر کارځای کې چې ښځو مخکښ رول لوبولی، هلته یې نمونه یي فعالیتونه ترسره کړي دي.»

هغې په مقاماتو باندې غږ وکړ چې له کور نه بهر د ښځو په فعالیتونو باندې ټول محدودیتونه لیرې کړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې په ټولنیزو فعالیتونو کې د سړیو په څېر برخه واخلي.

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فاطمې کریمي وویل، ښځو په تېرو ۲۰ کالونو کې په بېلابېلو ساحو کې په برخه اخیستنې سره خپله وړتیا ثابته کړې ده.

نوموړې زیاته کړه، «ښځې او نجونې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، او که هغوی له کار نه محرومې شي، نیمه ټولنه به فلج شي.»

هغې وویل، «په تېرو دوو لسیزو کې ښځو پرمختګونه کړي او د سړیو په څېر زده کړې یې کړي دي، نو دا لوستې ښځې او نجونې باید دا فرصت ولري چې په حکومتي دوایرو کې کار وکړي.»

کریمي وویل، «دا به د ټولو افغان وګړیو لپاره د بهترو حکومتي خدمتونو برابرول یقیني کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مېرمن عزیزي چې کومې خبرې کړي چې ګوندې د پخوان په څېر له کوره بهر اوس هم خپل کار ته دوام ورکولی شي، زه ځکه پرې باور نه کوم چې طالبانو تر اوسه ګڼ شمېر ادارې د ښځو په مخ تړلي، کار ته یې نه پرېږدي او کومې چې کار ته ځي د پخوا په څېر به راحت نه وي. ښځه چې مور، خور، مېرمن او لور ده په اسلامي ټولنه کې د پردې په مراعت کولو سره د کار کولو حق لري، څو خپلو بچیانو ته یوه مړۍ حلاله روزي وګټي. هغه ښځې چې کار کوي له هغو زرګونه ځلې بهتره دي چې سوال کوي. طالبان پر ځای د دې چې د ښځو د تعلیم،و تحصیل او کار مخه ونیسه ښه دا ده چې ورته کاري فرصتونه برابر کړي، امنیت یې ټینګ کړي او داسې مورال ورکړي چې ښځه د ټولنې یو غوښن قشر دی. خو د مېرمن عزيزي خبرې په یو دلیل ځکه ښې دي چې نورو ښځو ته په کې د کار کولو لپاره یو تشویقي پیغام پروت دی او دې ته یې هڅولي چې راووځي مبارزه وکړي او د کار کولو لپاره ځانته فرصت برابر کړي. تمه ده چې یوه ورځ بیا د زعفرانو کرکیله په افغانستان پرمختګ وکړي لکه څنګه یې چې د ولسمشر غني د حکومت پر مهال کړی و. د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۹ کال کې په دې هېواد کې پر نژدې ۷۹۰۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي و چې حاصلات یې نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي. نو نه یوازې د زعفرانو په حاصلاتو کې دغه ډول زیاتوالی راغلی بلکې په تېر حکومت کې بېلا بېلو برخو ته سره د دې چې فساد په اوج کې و؛ پاملرنه ورته ډېره زیاته وه او محصولات هم د اوس په پرتله ډېر زیات و.

ځواب ورکړئ

هو دا لیکنه مې خويه شوه. د سلام ټایمز ډېرې لیکنې ګټورې وي. امریکا وایي چې په افغانستان کې یې د ورځې درې سوه میلیونه ډالر لګول لاکن سړی حیران شي چې دوی دا درې سوه میلیونه ډالر په څه شي لګول؟ دا څنګه پانګونه وي چې د دوی له وتلو سره سم د افغانستان اقتصاد سقوط شو. که امریکا واقعا غوښتل چې له افغانانو سره مرسته وکړي، باید چې د افغانستان زراعت ته یې کار کړای وی، دشتې یې زرغونې کړې او د زعفرانو په څېر زراعت ته یې په کې وده ورکړې وای، فابریکې یې جوړې کړې وای چې دوستي یې تلپاتې وای. امریکا په افغانستان کې داسې رول ولوباوه چې ښکرونه او لغتې یې افغانانو ته وې او تیونه یې پاکستان ته ول چې هغوی یې شیدې، مستې، کوچ او پنیز خوړل لاکن وهل یې افغانان او دا له دې نه هم ښه معلومه شوه چې په میلیاردونو ډالر یې مفت ورکړل او په اخر کې یې خپل ټانکونه او توپونه هم ورکړل. په دې هیله چې امریکا، روسیه، چین، اروپا راشي او له افغانانو سره د وطن په ابادۍ کې مرسته وکړي.‌

ځواب ورکړئ