اقتصاد

د زعفرانو ټولول په هرات کې ښځو ته ارام او کاري فرصتونه برابروي

د عمر راپور

لس ښځې او نجونې، چې د ټولو روښانه اوبرنګې کورتۍ پر تنونو دي، هر سهار وختي د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په ګلمیر کلي کې د زعفرانو پټيو ته ځي. د هرې یوې په لاس کې یوه پچۍ وي چې خپل راټول کړي د زعفرانو تازه غوړېدلي ګلان په کې اچوي. د هرات ولایت د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست وویل، د زعفرانو د ټولولو د فصل په را رسېدلو سره، چې د لیندۍ تر نیمایي پورې دوام کوي، له ۲۰۰۰۰ څخه ډېرې ښځې او نجونې په کار ګومارل شوي دي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- لس ښځې او نجونې، چې د ټولو روښانه اوبرنګې کورتۍ پر تنونو دي، هر سهار وختي د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په ګلمیر کلي کې د زعفرانو پټيو ته ځي. د هرې یوې په لاس کې یوه پچۍ وي چې خپل راټول کړي د زعفرانو تازه غوړېدلي ګلان په کې اچوي.

د هرات ولایت د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست وویل،د زعفرانو د ټولولو د فصل په را رسېدلو سره، چې د لیندۍ تر نیمایي پورې دوام کوي، له ۲۰۰۰۰ څخه ډېرې ښځې او نجونې په کار ګومارل شوي دي.‌

په افغانستان کې له کرلو، ټولولو او په نړۍ والو بازارونو کې د خرڅانه لپاره پروسیس کولو څخه نیولې د زعفرانو د صنعت له ۸۰٪ څخه ډېر کار ښځې ترسره او مدیریت کوي.‌

له هرات ښار څخه ۴۵ کیلومتره ختیځ طرف ته ګلمیر کلي کې په کار اخته ډېرې نجونې له ۷ څخه تر ۱۲ پورې ټولګیو زده کوونکې دي چې له تېر کال راهیسې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړای شوي دي.

افغانانې د لړم په ۱۰مه د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې په یوه پټي کې د زعفرانو ګلان ټولوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغانانې د لړم په ۱۰مه د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې په یوه پټي کې د زعفرانو ګلان ټولوي. [عمر/سلام ټایمز]

فاطمه کریمي چې ۱۶ کاله عمر لري، سږ کال په لومړي ځل د زعفرانو ګلان ټولوي.

هغې وویل، له کور څخه وتلو او له نورو نجونو او ښځو سره یو ځای د زعفرانو راټولولو مرسته کړې چې په کور کې د ایسارېدلو له امله رامنځته شوی ذهني فشار څه ناڅه کم شي.

هغې وویل، «له هغه وخت راهیسې چې زه ښوونځي ته تللم، له یو کال څخه ډېر وخت تېر شو، او زه د کار د دې فرصت ترلاسه کولو له امله ډېره خوشحاله یم.»

فاطمه د ورځې ۳۰۰ افغانۍ (۳.۵۰ ډالر) ګټي، او هغه وایي چې دا د هغې لپاره «یو غټ مالي ملاتړ» دی.‌

حسنا نعیمي چې ۱۸ کاله عمر لري، وویل، هغه هره ورځ له پټیو څخه ۵ کیلوګرامه د زعفرانو ګلان راټولوي.

هغې وویل، «زه خوشحاله یم چې کولی شم چې په داسې سخت وخت کې له کور څخه وځم او. د زعفرانو راټولولو له ما سره هم مالي او هم ذهني مرسته کړې ده.»

د تولید زیاتېدل

د هرات د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست وویل، سږ کال د زعفرانو حاصل د تېر کال په پرتله تقریبا ۸۰٪ ډېر شوی دی.‌

د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست د زراعت د چارو مدیر بشیراحمد احمدي وویل، دغې ادارې د سږ کال د زعفرانو حاصلات ۱۸ مټریک ټنو ته نړدې اټکل کړي ول.‌

هغه وویل، د تېر کال د زعفرانو حاصلات په ۱۰ مټریک ټنو باندې درېدلي ول.

احمدي وویل، «سږ کال په هرات کې په ۷۰۰۰ هکتاره (۳۵۰۰۰ جریبه) ځمکه باندې د زعفرانو غوټې کرل شوې وې. د زعفرانو اکثر پټي په پشتون زرغون، غوریان، کروخ او ګذره ولسوالیو کې موقعیت لري.»

هغه وویل، «سږ کال د سلما بند اوبه په وخت سره د زعفرانو پټیو ته ورسېدلې او د زعفرانو د حاصلاتو په زیاتولو کې یې مرسته وکړه.» هغه وړاندوینه وکړه چې سږ کال به بزګران ښه حاصل ترلاسه کړي.

په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د جلیل احمد محمدي په نامه یوه ۴۱ کلن بزګر وویل چې سږ کال د هغه د زعفرانو بوټي ډېر ګلان لري.‌

هغه وویل، «سږ کال، زموږ پټیو له سلما بند څخه په وخت سره اوبه ترلاسه کړې چې د وچکالۍ اثر یې له منځه وېوړ، او داسې ښکاري چې د سږ کال حاصل د تېر کال د حاصل په نسبت دوه برابره ډېر دی.»

هغه وویل، سږ کال د زعفرانو قیمتونه هم زیات شوي چې ۱ کیلوګرام د زعفرانو ګلان تر ۱۰۰۰ افغانیو (۱۱.۳۲ ډالر) پورې خرڅیږي په داسې حال کې چې دا ۲۰۰ افغانۍ (۲.۲۶ ډالر) و.

هغه زیاته کړه، د ۱۰۰ کیلوګرام زعفران ګلانو څخه یو کیلوګرام خالص زعفران اېستل کیږي.

د زعفران د قیمتونو لوړېدل

د هرات د زراعت د خونې رییس بشیراحمد بهادري وویل، په دې ولایت کې د زعفرانو قیمت سږ کال څلور برابره ډېر دی.

هغه وویل، «پخوا د حاصلاتو د ټولولو په بهیر کې د زعفرانو قیمتونه لوېدل، خو سږ کال د هغه پر عکس قیمتونه لوړ شوي دي.»

هغه وویل، دا به د بزګرانو په عوایدو باندې مثبت تاثیر وکړي.

بهادري وویل، د هرات زعفران په نړۍ کې تر ټولو غوره زعفران دي، چې له امله یې هغه په نړۍ واله سطحه مشهور شوي دي.

په پشتون زرغون کې د نور احمد تره کي په نامه یوه ۵۶ کلن بزګر په ۱۰ جریبه ځمکه باندې زعفران کرلي دي.

هغه وویل، «زه خوښ یم چې زما سخت کار نتیجه ورکړه او زما د زعفرانو حاصلات سږ کال د تېرو کالونو په پرتله ډېر زیات دي.»

هغه وویل، «زما له کلي څخه زما د درې لوڼو په شمول لس ښځې هره ورځ ۵۰ کیلوګرامه د زعفرانو ګلان راټولوي چې هغه بیا د زعفرانو د پروسیس په فابریکو باندې خرڅول کیږي.»

تره کي وویل هغه هیله لري چې له افغانستان څخه د زعفرانو د صدور پروسه به اسانه کړای شي او هغه به په ښه قیمت وپلورل شي.

بي بي حوا چې ۵۰ کاله عمر لري، له تېرو ۱۲ کالونو راهیسې په هرات کې زعفران کري، او سږ کال هغې په ۵ جریبه ځمکه کې کرلي دي.‌

حوا وویل،‌ هغه د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ نفقه ګټونکې ده او د زعفرانو د ګلانو له خرڅانه څخه د هغې عاید د هغې د کورنۍ ټول لګښتونه پوره کوي.‌

هغې وویل، «ما د ګلانو د ټولولو لپاره ۲۲ ښځې استخدام کړي دي. دا ښځې ټولې بې وظیفې وې خو اوس هغوی یو عاید لري.»

بي بي حوا وویل، «سږ کال د زعفرانو قیمتونه ډېر ښه دي.تېر کال د هر کیلوګرام سوچه زعفرانو قیمت له ۳۰۰۰۰ افغانیو (۳۴۰ ډالرو) څخه زیات نشو، خو سږ کال له ۱۰۰۰۰۰ (۱۱۳۰ ډالرو) څخه لوړ شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هرات ښځې واقعاً سخت کار کوي او ډېر زیار ګالي. زه په هرات کې د مسلکي ښځو له اتحادیې څخه غواړم چې د نورو ولایتونو ښځو ته هم د زعفرانو د کښت طریقې ور زده کړي. په دې توګه به د هرات ښځې نه یوازې د زعفرانو کروندګرې پاتې شي، بلکې د زعفرانو د کښت روزونکې به هم شي. دا مې ځکه ليکلي چې يو کار بايد تل په لومړي پړاو کې ونه درول شي، بلکې بايد دويم، درېيم او داسې نورو پړاوونو ته هم پراخ کړای شي. د زعفرانو کښت لومړی ګام دی او نورو ته یې ور زده کول دویم ګام دی، چې د هرات ښځې ترې ګټه پورته کولی شي.

ځواب ورکړئ

هرات د افغانستان یو له ابادو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې هم په کې تېر حکومت کې ورته توجه شوې او هم په دې حکومت کې ورته خاصه توجه کېږي. او ماشاءالله نتیجه یې هم معلومه ده چې هم له صنعتي پلوه او هم له زراعتي پلوه د ښو تولیداتو او ښو حاصلاتو درلودونکی دی. اوسني حکومت ته په کار ده چې نورو ولایتونو لکه هلمند، کندهار، پکتیا، ننګرهار او نورو هغو ولایتونو ته چې تېر شل کاله په کې جګړه وه؛ ورته توجه وشي.

ځواب ورکړئ

د هرات تر څنګ، په هغو ولایتونو کې چې تاسو یاد کړي دي هم پرمختګونه شوي دي لاکن سلام ټایمز ډېره توجه هرات ته کوي. زه د هرات په پرمختګونو خوشحالیږم. هرات هم د افغانستان برخه دی. هرات، کندهار، ننګرهار او پکتیا زمونږ د خبیثو ګاونډیانو (ایران او پاکستان) تر څنګ پراته دي چې هم باید په ملکي او هم نظامي برخو کې ډېره توجه ورته وشي.

ځواب ورکړئ

په سلام ټایمز کې د زعفرانو د کښت په رابطه معلومات اکثر د هرات په هکله خپریږي. زه نه پوهیږم چې آیا په نورو ولایتونو کې هم زعفران کرل کیږي که نه. که نه کرل کیږي، باید د نورو ولایتونو بزګران د حکومت له خوا هرات ته وبلل شي او د زعفرانو د کښت او حاصلاتو په هکله معلومات ترلاسه کړي بیا دا بوټی د افغانستان نورو برخو ته هم خپور شي. له یوې خوا به خلک وکولی شي چې د کورنیو د ملاتړ لپاره ښه عواید ترلاسه کړي او بل طرف ته به بزګران د کوکنارو د بد بوټي له کرلو څخه منع شي. کوکنار داسې بوټی دی چې افغانان او افغانستان یې په نړۍ واله سطحه بدنام کړي دي. زمونږ خلک باید د کوکنارو پر ځای د زعفرانو، ګلابو، هنجې او نورو داسې فصلونو او باغونو کرلو ته مخه کړي چې هم ترې ډېرې پیسې ترلاسه کړي او هم یې حاصلات حلال وي. له حرامو عوایدو نه ژوند ګډوډ کیږي.

ځواب ورکړئ

ماته دوه مهمې نقطې چې دې راپور کې مې ولوستې یو د زعفرانو د حاصل زیاتوالی او بل د ښځو بوختیا. زموږ دشتې، غرونه او ابادې ځمکې ټولې د حاصل لپاره برابرې دي خو چې د زعفرانو غوندې قیمتي بوټي په کې وکرل شي نه د کوکنارو په څېر زهرجن. د زعفرانو په حاصل کې بیا ماشاءالله بیخي د پام وړ زیاتوالی راغلی. که حکومت دې برخې ته توجه وکړي او بزګرانو ته د زعفرانو د تخم په ورکړې کې همکاري وکړي، ډېر به ښه شي هم به خلک په کار بوخت کړل شی او هم له دې اړخه د پام وړ عواید تر لاسه شي او تر ټولو مهمه لا دا چې زعفران په افغاني نوم د نړۍ بازارونو ته رسېږي نو د افغانستان نوم به ورسره تازه وي.

ځواب ورکړئ