کابل -- ځایي خبري ادارو راپور ورکړ، چې د افغان زعفرانوتولید په روان کال کې ۲۰٪ زیات شوی، او له دغه طلایي ګل څخه د عوایدو ګټه ۳۳٪ ډېره شوې ده.
دا اعلان د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۶ مه/ په کابل کې د زعفرانو په هکله په پنځم ملي کانفرانس کې وشو.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر نصیراحمد دراني په کانفرانس کې وویل، چې «له نېکه مرغه، د هېواد اقلیم د زعفرانو د کرنې او تولید لپاره ډېر مناسب دی،»
هغه وویل، افغان بزګرانو په ۲۰۱۷ کال کې د زعفرانو له تولید څخه ۸۲۴ میلیونه افغانۍ ګټه کړې ده، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ کال کې یې ۶۱۸ میلیونه افغانۍ ګټه کړې وه.
![په هرات ولایت کې یوه ښځه د اکتوبر په ۲۷ مه د زعفران ګلان له راټولونې څخه وروسته هغه سره یوځای کوي. له کلونو راهیسې، افغانستان هڅه کوله چې بزګرانو ته د مېوې د ونو او زعفرانو په څېر بدیلونه ورکړي، چې هغوی د کوکنارو له کرنې څخه -- چې د طالب یاغیانو د ژوند وینه ده، را وګرځوي. نړیوالو مرستندویانو په تېره لسیزه کې په افغانستان کې د نشه ییزو توکو پر ضد هڅو باندې میلیاردونه ډالر ولګول. په دې لړ کې په بزګرانو باندې هڅې وشوې چې د زعفرانو په څېر بوټو کرلو ته مخه کړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2017/11/09/10303-saffron_4-585_329.jpg)
په هرات ولایت کې یوه ښځه د اکتوبر په ۲۷ مه د زعفران ګلان له راټولونې څخه وروسته هغه سره یوځای کوي. له کلونو راهیسې، افغانستان هڅه کوله چې بزګرانو ته د مېوې د ونو او زعفرانو په څېر بدیلونه ورکړي، چې هغوی د کوکنارو له کرنې څخه -- چې د طالب یاغیانو د ژوند وینه ده، را وګرځوي. نړیوالو مرستندویانو په تېره لسیزه کې په افغانستان کې د نشه ییزو توکو پر ضد هڅو باندې میلیاردونه ډالر ولګول. په دې لړ کې په بزګرانو باندې هڅې وشوې چې د زعفرانو په څېر بوټو کرلو ته مخه کړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]
سربېره پر دې، په زعفرانو کرل شوې ځمکه له ۲۵۰۰ اېکړه څخه له ۳۰۰۰ اېکړو نه ډېره زیاته شوې ده، چې په تولید کې یې د تېر کال په نسبت ۲۰٪ ډېرښت راوړی دی.
د راپورونو له مخې، تېر کال یوه کیلوګرام زعفران په ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ خرڅېدل.
دراني د کانفرانس له برخه والو څخه، چې جیګپوړي افغان چارواکي او د زعفرانو د صنعت سهم لرونکي هم په کې شامل ول، وغوښتل چې په دې هکله خپل وړاندیزونه وکړي چې څنګه کېدای شي چې د زعفرانو کښت، تولید او کیفیت او همدارنګه د هغو پروسېس معیاري کړای شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د رییس لومړي مرستیال الحاج خان جان الکوزي وویل، چې که د زعفرانو کیفیت بهتر شي او په معیاري توګه په پاکټونو او کارتنونو کې ځای پرځای شي، کېدای شي چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې یو حیاتي رول ولوبوي.
هغه وویل، خصوصي سکټور تیار دی چې د زعفرانو په پروسېس کې د اړتیا وړ ملاتړ وړاندې وکړي.
په هرات ولایت کې د زعفرانو د یوه تولیدوونکي او صادروونکې شرکت اجرایوي رییس سید عبدالوهاب وویل، چې د افغانستان د زعفرانو تولید ورځ تر بلې زیاتېږي.
هغه وویل، چې د هغه شرکت تېر کال ۱۰۰ کیلوګرامه زعفران صادر کړل او تمه لري چې سږ کال به نیم ټن صادر کړي.
هغه وویل، ډېر وخت زعفرانو ته په افغانستان کې د اپین د بدیل په سترګه کتل کیږي، او زیاته یې کړه چې زعفران ښځو ته، چې اکثر لږ کاري فرصتونه ترلاسه کوي، کاري فرصتونه هم برابروي.
د پروان ولایت یوې بزګرې ګل اندام امېدوار چې په کانفرانس کې یې برخه اخیستې وه، وویل، چې هغې سږ کال یو جریب (تقریبا نیم اېکړ) ځمکه باندې زعفران کرلي وو.
د طلوع نیوز د خبر له مخې، هغې وویل، «ما زعفران کرلي وو او یو شمېر ښځو راسره په کې کار وکړ،»