د ښځو حقوق

د زعفرانو افغانه سوداګره نه مني چې د طالبانو له خوا د چوپ کولو هڅو ته تسلیم شي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یوه مخکښه افغانه سوداګره چې خپلو د زعفرانو پټیو کې یې په سلګونو ښځې استخدام کړي دي ژمنه کوي چې د خپلو کارکوونکیو د حقونو لپاره به غږ پورته کړي او د طالبانو په واکمنۍ کې به خپله خوله بنده نه کړي. شفیقه عطایي چې په ۱۳۸۶ کې یې په هرات کې خپل د زعفرانو شرکت پرانست، وایي، «هر څه چې کېږي هغه به کېږي، لاکن موږ به په کور کې لاس تر زنې کېننو. موږ ډېر سخت زیار ګاللی دی.» [ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

هرات -- یوه افغانه سوداګره چې په هرات کې خپلو د زعفرانو پټیو کې یې په سلګونو ښځې استخدام کړي دي ژمنه کوي چې د خپلو کارکوونکیو د حقونو لپاره به غږ پورته کړي او د طالبانو په واکمنۍ کې به خپله خوله بنده نه کړي.

طالبانو د زمري په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې ښځې له عام ژوند څخه محرومې کړي، او ډېرې سوداګرې ښځې یې مجبورې کړي دي چې یا هېواد پرېږدي یا ځانونه پټ کړي.‌

ډېر خلک د دې ډلې له خوا د دوی د ۱۳۷۵ - ۱۳۸۰ له ظالمانه واکمنۍ څخه وېرېږي. هغه وخت ښځې کاملا ښوونځیو یا کار ته له تګ څخه ایسارې شوې وې او یواځې د یوه نارینه محرم په موجودیت کې یې له کور نه د وتلو اجازه لرله.

د طالبانو تر نویو بندیزونو لاندې، یواځې تر شپږم ټولګي پورې نجونې د زده کړو ترلاسه کولو حق لري، او په خصوصي پوهنتونونو کې به ښځې له سړیو څخه جلا کېږي، او یواځې هغه وخت صنفونو ته تللی شي چې حجاب او نقاب واغوندي. دولتي پوهنتونونه ټول بند پاتې دي.‌

مخکښه افغانه سوداګره شفیقه عطايي د وږي په ۳۰مه په هرات کې په خپل دفتر کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

مخکښه افغانه سوداګره شفیقه عطايي د وږي په ۳۰مه په هرات کې په خپل دفتر کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د ۱۳۹۷ د لړم د ۲۱مې په دې عکس کې چې له آرشیف څخه را اخیستل شوی، افغان کارکوونکې په هرات کې د پروسیس په یوه مرکز کې د زعفرانو له راټولو شویو ګلانو څخه د زعفرانو تارونه جلا کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د ۱۳۹۷ د لړم د ۲۱مې په دې عکس کې چې له آرشیف څخه را اخیستل شوی، افغان کارکوونکې په هرات کې د پروسیس په یوه مرکز کې د زعفرانو له راټولو شویو ګلانو څخه د زعفرانو تارونه جلا کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د ۱۳۹۷ د لړم د ۲۲مې په دې عکس کې چې له آرشیف څخه را اخیستل شوی، افغان کارکوونکې د هرات په لمنو کې په یوه پټي کې راټول شوي د زعفرانو ګلان انتقالوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د ۱۳۹۷ د لړم د ۲۲مې په دې عکس کې چې له آرشیف څخه را اخیستل شوی، افغان کارکوونکې د هرات په لمنو کې په یوه پټي کې راټول شوي د زعفرانو ګلان انتقالوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یوه افغانه کارکوونکې د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۲مه د هرات په لمنو کې په یوه پټي کې راټول شوي زعفران سرت کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یوه افغانه کارکوونکې د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۲مه د هرات په لمنو کې په یوه پټي کې راټول شوي زعفران سرت کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

طالب چارواکو هغو ښځو ته چې کارونه یې کول امر کړی چې «د خپل امنیت لپاره» تر هغه وخته په خپلو کورونو کې پاتې شي ترڅو دوی وکولی شي ددغې ډلې له خوا د شرعي قانون تر سخت تفسیر لاندې د پردې کولو پروګرام پلی کړي.‌

د وږي په میاشت کې، د کابل سرپرست ښاروال وویل چې د ښاروالۍ ټول هغه وظایف به چې پخوا ښځو ترسره کول، سړیو ته ورکړل شي.

مبارزه سوداګره

شفیقې عطایي چې ۴۰ کاله عمر لري، او په ۱۳۸۶ کې یې خپل د زعفرانو شرکت جوړ کړی، وویل، «موږ به خپل غږ تر هغه پورته کړو چې د هغوی غوږونو ته ورسېږي. هر څه چې کېږي هغه به کېږي لاکن موږ به په کور کې لاس تر زنې کېننو، ځکه چې موږ ډېر سخت زیار ګاللی دی.»

د عطایي شرکت چې پشتون زرغون د ښځو د زعفرانو شرکت په نامه یادیږي او تقریبا ټولې کارکوونکې یې ښځې دي زعفران تولیدوي، پروسیس کوي، پاکټ کوي او بیا یې صادروي.

له ۱۰۰۰ څخه ډېرې ښځې د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې چې له ایران سره په پوله پرته ده، د یادې کمپنۍ په ۲۵ هکتاره ځمکه کې د زعفران ګلان راټولوي.

۵۵ هکتاره نوره ځمکه خپلواکه یا د نورو خلکو ده چې د عطایي د زعفرانو د ښځینه کولیکټیف لاندې فعالیت کوي، او یوه اتحادیه یې استازیتوب کوي.‌

عطایي وویل،‌ د ښځو په کار ګومارل هغوی ته اجازه ورکوي چې د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي، او هغوی ته دا وړتیا ورکوي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي او هغوی ته لباس او نور د اړتیاوړ توکي واخلي.

هغې وویل، «ما د خپل تجارت د رامنځته کولو لپاره سخت زیار واېست. موږ نه غواړو چې غلي کېنو او له یاده واېستل شو. که هغوی مونږ هېر هم کړي، موږ به چوپ نه کېنو.»

پخواني افغان حکومت کروندګر وهڅول چې زعفران وکري او هڅه یې کوله چې په افغانستان کې د کوکنارو کرلو پراخ او ستونزمن صنعت ورو ورو ودروي.

سره طلا

د افغانستان اکثر زعفران په هرات کې تولیدېږي چې د «سره طلا» په نامه هم یادیږي.

زعفران چې یو کیلوګرام یې ۵۰۰۰ ډالر قیمت لري د نړۍ تر ټولو ډېره قېمتي مساله ده او عطایي شرکت هر کال د ۲۰۰ او ۵۰۰ کیلوګرامو تر منځ زعفران تولیدوي.

د زعفرانو ارغواني ګلان د تلې او لړم په میاشتو کې ټولول کیږي چې اکثر ټولوونکي یې ښځې وي چې سهار وختي د دغو ګلانو ټولول پيلوي.

وروسته کارګران د ګلانو نازکې پاڼې سره پرانیزي، روښانه سره تارونه او خړچک زېړ تخمي تارونه سره جلا کوي -- دا یو داسې سخت کار دی چې تمرکز او مهارت ته اړتیا لري.

عطایي نه یواځې دا چې د خپل کار راتلونکي ته اندېښمنه ده بلکې دغه راز د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ښځو ته چې په معلق حالت کې ژوند کوي، د خپلو کارونو، زده کړو او په حکومت کې د خپل استازیتوب په هکله بې باوره دي، هم اندېښنه لري.

هغې وویل، «هغوی ښځو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي، او نه یې په حکومت کې ښځو ته کوم پوسټ ورکړی دی. زه اندېښمنه یم چې څه به پېښ شي.»

هغې زیاته کړه، «زه یواځې د خپل ځان په هکله فکر نه کوم؛ زه د ټولو هغو کسانو په هکله فکر کوم چې دا تجارت یې خپلو کورنیو ته د نفقې موندلو لپاره حمایه کوي،» او یادونه یې وکړه چې د هغې ځینې کارمندان د خپلو کورنیو یوازني نفقه ګټونکي دي.‌

هغې وویل، «زه اندېښنه لرم چې د دغو ښځو له خوا شوی ۲۰ کاله کار به ضایع شي.»

زموږ د کار مخه نشي نیول کېدلی

په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته، ډېرو ښځو په ځانګړې توګه د هرات په څېر ښارونو کې سوداګري پیل کړه.

هرات ښار چې له ډېر وخت راهیسې د ایران او ترکمنستان له سرحدونو سره یو مهم تجارتي مرکز وو،په وروستیو میاشتو کې د ډېرو ښځینه سوداګرو د وتلیو له امله په ناوړه ډول اغېزمن شوی دی.‌

د عطايي په څېر د ډېرو سوداګریو برخلیک په یوه تار راځوړند دی.‌

عطایي وویل چې دا وخت هغه په خپل هېواد کې پاتې کېږي ځکه چې هغه څه ناڅه هیله لري چې د هغې سوداګري به وژغورل شي.

د زمري په میاشت کې د هوا له لارې د یوې سترې نړۍ والې اېستنې په ترڅ کې ۱۲۴۰۰۰ خلک له کابل څخه واېستل شول.

عطایي وویل، «ما هم کولی شوای چې لاړه شم، خو لاړه نشوم ځکه چې ټول هغه سخت زیار او هڅه چې مونږ کړي وو هغه باید له پامه ونه غورځول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که طالبان غواړي په ریښتیا په خلکو حکومت وکړي، د افغان خاورې واک ورسره وي او په نړیوالو ځان وپېژني، ورته په کار ده چې د خلکو غوښتنې ومني، وړاندیزونه یې واوري او په ورین تندي ورته لبیک ووايي. ښځه چې د یوې ټولنې لوی قشر دی طالبان یا د افغانستان نوی حکومت ورته بېلا بېل د ژوند سهولتونه برابر کړي، امنیت یې ټینګ کړي، کاري فرصتونه ورته ایجاد کړي، د تعلیم او تحصیل حق ورته ورکړي د کار اجازه ورته ورکړي او په بېلا بېلو برخو کې ورسره همغږي پاتې شي، خبرې یې واوري، غوښتنې یې ومني، د یوه خپلواک انسان په سترګه ورته وګوري، نه دا چې د الوتونکو غوندې یې په قفس کې ایساره کړي او ټول حقوق یې ترې صلب کړي. که طالب سره د افغانستان د ابادۍ فکر وي او نه غواړي چې د خلکو له غبرګونونو سره مخامخ شي، ورته په کار ده چې د ښځو تعلیم او کار ته اجازه ورکړي. په اداراتو کې ورته سهم ورکړي او هغه ښځې چې کاروبار لري ورته په کاري برخه کې سهولتونه برابر کړي، ډاډ ورته ورکړي چې دوی ورسره دي او پرېنږدي چې بشري قوه له افغانستان څخه ووځي. مننه خالد - جلال اباد

ځواب ورکړئ

طالبان د دې پر ځای چې ښځو ته د هغوی حقوق ورکړي، لا نور بندیزونه پرې لګوي، د زده کړو بهیر یې ورته له خنډونو سره مخامخ کړی، نه یې پرېږدي چې نجونې تعلیمي او تحصیلي ادارو ته لاړې شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، کار خو لا ډېره لرې خبره ده. طالبان باید نوی فکر ولري اوس هغه د ۱۳۷۵ کال افغانستان نه دی، ډېر پرمختګ شوی، خلک د پخوا په پرتله متمدن دي، دنیا یې ولیده چې خلک څه کوي او دوی څه کوي. طالب باید په دې وپوهېږي چې په نوره نړۍ کې څه روان دي او دوی په افغانستان کې څه کوي. پر ځای د دې چې اولویتونه وپېژني وړو وړو مسایلو پسې رااخیستې ده. طالبان باید د تعلیم او تحصیل په ګډون ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي، او پرېږدي چې په خپلو پښو ودریږي، تعلیم وکړي، کار وکړي او یوه داسې ټولنه جوړه شي چې څوک په کې بل چاته احتیاج نه وي. په ځانګړي ډول طالبان باید دغه ډول مېرمنو ته چې نورو هغو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي، همکاري ورسره وکړي، امنیت یې ټینګ کړي، څو په ډاډه زړه خپل کار ته دوام ورکړي، د کار په ساحه کې چې کومې ستونزې لري ورته په حل او فصل کې یې ورسره مرسته وکړي نه دا چې روان کار پرې خرابوي. که بیا هم طالب له مېرمنو سره همکاري نه کوي او د کار او تعلیم اجازه نه ورکوي، په ډېر کم وخت کې به د خلکو له پراخ غبرګون سره مخامخ شي. درنښت خالد – جلال اباد

ځواب ورکړئ