د ښځو حقوق

له ښوونځیو څخه محرومې شوې افغانانې خپل راتلونکی تیاره ویني

د عمران او ای اېف پي راپور

یو شمېر افغانو نجونو د وږي په ۲۹مه په هرات ښار کې لاریون وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې هغوی ته ښوونځیو ته د بېرته تګ اجازه ورکړي. د زمري په ۲۴مه د کابل له نیولو څخه وروسته، طالبانو د نجونو ښوونځي تر امر ثاني پورې بند کړل. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- طالبانو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۳۰مه/ ادعا وکړه چې افغانو نجونو ته به «څومره ژر چې کېدی شي» اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو ته لاړې شي، خو ډېر خلک اوس هم شک کوي چې دغه ډله دې پخپله وعده ودرېږي.‌

طالبان له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ پورې د خپلې ظالمانه واکمنۍ له امله مشهور دي. هغه وخت هغوی تر ډېره ښځې کار او ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړې وې، او دا بندیز یې هم پرې لګولی وو چې د یوه نارینه خپلوان له ملتیا پرته نشي کولی چې له خپلو کورونو څخه وځي.

د واک له ترلاسه کولو او د خپل پخواني رژیم په پرتله د یوه نرم حکومت جوړولو له ژمنو څخه یوه میاشت وروسته، اسلامپالي ورځ تر بلې د افغانانو د ازادیو کړۍ ورتنګوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «د نجونو د ښوونې او روزنې او د ښځو د کار د مسایلو په برخه کې کار روان دی،» او ویې ویل چې ښوونځي به «څومره ژر چې ممکنه وي» بیا پرانستل شي، خو مهالوېش یې وړاندې نه کړ.‌

image

نجونو د وږي په ۲۹مه په هرات ښار کې داسې لوحې په لاسونو کې نیولي چې له طالبانو څخه غواړي څو هغوی ته ښوونځیو ته د بېرته تګ اجازه ورکړي. [عمران/سلام ټایمز]

image

یوه سړي د وږي په ۱۸مه په کابل کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تر څنګ د تېرېدلو پر وخت پر دېوال د یوې محصلې اېستل شوي انځور ته لاس نیولی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه وویل، «نور وخت ته اړتیا ده ... په دې هکله چې د هغوی کار باید څنګه وي، د هغوی خدمتونه څنګه وي او د هغوی زده کړې څنګه وي لارښوونو ته اړتیا ده، ځکه چې نظام بدل شوی او یو اسلامي نظام حاکم شوی دی.»

دا وروستۍ ژمنه وروسته له هغه کیږي چې د هغوی تحریک له ښوونې او روزنې او کار څخه د ښځو او نجونو د محرومیت د تنفیذ له امله د نړۍ والو له غوسې سره مخامخ شو.

د طالبانو د ښوونې او روزنې وزارت تېره جمعه نجونې او ښځینه ښوونکې ثانوي ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړې، او هلکانو او نارینه ښوونکیو ته یې حکم وکړ چې ښوونځیو ته لاړ شي.

دا وخت طالبان یواځې د لومړني ښوونځي -- تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته اجازه ورکوي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

د ملګرو ملتونو د ښوونې او روزنې، علمي او کلتوري موسسې (یونیسکو) په عین ورځ د هغو نجونو په هکله چې د خپلو زده کړو د دوام اجازه نه ورکول کیږي خپلې «ژورې اندېښنې» څرګندې کړې، او د هغوی د ښوونځیو د چټکې پرانستې غوښتنه یې وکړه.

د سې شنبې په ورځ /د وږي ۳۰مه/ له بي بي سي سره په یوه مرکه کې، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې ښوونې او روزنې ته له لاسرسي څخه د ښځو ایسارول یو غیر اسلامي کار دی.‌

خان وویل، «دا نظر چې ښځې باید زده کړه ونه کړي له سره اسلامي نه دی. دا له دین سره هېڅ تړاو نه لري.»

دغه راز، طالبانو کار ته د ښځو د تګ مخه نیولې ده. تر دې مخکې، چارواکو ورته ویلي وو چې ترڅو چې چارواکي د طالبانو تر سخت شرعي قانون لاندې هغوی ته د جلا کار کولو فرصتونه برابروي هغوی دې د خپل ځاني امنیت د خوندیتابه لپاره په کورونو کې پاتې شي.

د تیاره راتلونکي وېره

دغې ډلې په خپله پخوانۍ واکمنۍ کې د شریعت سخت تفسیر تحمیل کړی وو او دا ځل یې ویلي چې «د اسلامي قانون په چوکاټ کې» به د ښځو د حقونو په برخه کې د شویو پرمختګونو درناوی وکړي.

خو ډېرې نجونې او ښځې د طالبانو د ژمنو په هکله ډېر شکونه لري.

یوې ښوونکې د دوشنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، «تېر ځل هم داسې وشول. هغوی به ویل چې هغوی به موږ ته کار ته د ستنېدلو اجازه راکړي، خو دا کار هېڅکله هم ونشو،»

پخپله زده کوونکیو هم د دوشنبې په ورځ په هرات کې د یوه لاریون په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د هغوی ښوونځي دې بېرته پرانستل شي.

په هرات ښار کې د لاریون یوې برخه والې او د ۱۱م ټولګي زده کوونکې نوریې وویل، «زه ډېرې هیلې او امیدونه لرم چې غواړم ترسره یې کړم، او که ماته ښوونځي ته د تګ اجازه رانه کړل شي، زما خیالونه او خوبونه به خراب شي.»

نوریې وویل چې هغه له یوه تیاره راتلونکي څخه وېره لري او دا چې طالبان باید نجونې د هغوی له مشروع حقونو څخه محرومې نه کړي.

په هرات ښار کې د څلورم ټولګي یوې زده کوونکې حسنیې چې ۱۱ کاله عمر لري، وویل، طالبان باید ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې زده کړه وکړي څو هغوی وکولی شي چې د خپلو ځانونو لپاره یوه روښانه راتلونکې جوړه کړي.

هغې وویل، «زموږ په ښوونځي کې پخوانی خوند نشته ځکه چې یواځې یو څو نجونې کولی شي چې ښوونځي ته راشي،» او زیاته یې کړه چې د هغې خپلې دوستانې یادېږي او هیله لري چې هغوی ژر ښوونځي ته بېرته راشي.

حسنیې وویل، ټولې افغانې نجونې غواړي چې زده کړه وکړي څو وکولی شي چې د خپل هېواد په راتلونکي کې خپل رول ولوبوي.

هغې وویل، «هیڅوک هم نشي کولی چې ښوونځي ته زموږ د تګ مخه ونیسي.»

په هرات ښار کې د شپږم ټولګي یوې ۱۳ کلنې زده کوونکې پریسې وویل، «په ښوونځیو کې ډېرې کمې زده کوونکې دي او هغوی د پخوا په پرتله ډېرې ګډې وډې او بې نظمه دي.»

پریسې وویل، که څه هم چې اسلام په هر مسلمان سړي او ښځه باندې زده کړه فرض کړې، لاکن طالبانو نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړي دي.

هغې وویل، «په دې حساس وخت کې باید د ټولو زده کوونکیو او په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د زده کړې حق خوندي و ساتل شي.»

ښځې ژوندۍ ښخول

د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې زده کړه کوونکې ښځې له عین ډارونو سره مخامخ دي.‌

د هرات پوهنتون د څلورم کال یوې محصلې شکیلا وویل، ټولې محصلانې د خپل راتلونکي په هکله اندېښنه لري.‌

هغې وویل، «زه په خپل وروستي کال کې یم او هیله لرم چې په دوو میاشتو کې پوهنتون پای ته ورسوم،» او زیاته یې کړه چې که هغه خپلو زده کړو ته دوام ورنه کړي، څلورکاله هڅې به یې ضایع شي.

شکیلا وویل، «موږ ډېرې هڅې وکړې ترڅو دلته را ورسېږو او خپل خوبونه په ریښتیا بدل کړو، لاکن موږ د خپل نامعلوم راتلونکي په هکله ډېرې اندېښمنې یو.»

په ځینو ولایتونو کې، طالبانو خصوصي پوهنتونونو ته اجازه ورکړې چې تر سختو مقرراتو لاندې فعالیت وکړي، خو یادو محدودیتونو ډېر محصلان د پوهنتونونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

شراره چې په کانکور ازموینه کې بریالۍ شوې او په هرات پوهنتون کې یې داخله اخیستې وه، تر اوسه نه ده توانېدلې چې یو درسي ساعت هم واخلي.

هغې وویل هغه هیله لري چې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې رول ولوبوي، خو دا لامعلومه نه ده چې آیا هغې ته به د دې کار اجازه ورکړل شي.

شرارې وویل، طالبانو ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه د نجونو په منع کولو سره هغوی له خپلو هیلو او ارمانونو څخه محرومې کړې.

هغې وویل، «ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه د نجونو ایسارول د هغوی د ژوندي ښخولو معنی لري.»

شرارې له طالبانو څخه وغوښتل چې د نجونو د پرمختګ مخه ونه نیسي او اجازه ورکړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ځکه هغوی کولی شي چې د افغانستان راتلونکی جوړ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سلام ټایمز د هرات خبریال ته سل افرینونه وایم چې د نجونو د ښوونځیو، فرهنګي فعالیتونو، زراعتي چارو، صنعتي مسایلو نه رانیولې په افغانستان کې د ایران د کثیف رژیم تر هر راز مداخلې پورې موضوعاتو باندې ډېر مفصل او منظم راپورونه لیکي. کاش چې سلام ټایمز په ننګرهار، خوست، پکتیا، کندهار، هلمند کې هم دغسې تکړه خبریالان لرلای چې د پښتنو د سیمو په هکله یې هم دغسې مفصل راپورونه لیکلي وای چې نړۍ د ټولو افغانانو په حال خبره شوې وای. د سلام ټایمز ادارې څخه مننه چې زحمت وباسي او د افغانانو غږ خپروي او تر نړۍ والو پورې یې رسوي. مننه

ځواب ورکړئ