اقتصاد

افغان ځوانان چې له یوه تیاره راتلونکې سره مخامخ دي له هېواد څخه پښې سپکوي

د عمران راپور

تېره میاشت د طالبانو له خوا په هېواد کې د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته او د کارونو په تزلزل سره ځوان افغانان له افغانستان څخه په وتلو دي. [عمران/عبدالله عزیزي]

هرات -- د طالبانو له خوا د هېواد د واک له ترلاسه کولو څخه له څه باندې یوې میاشتې وروسته، ځوان افغانان د کاري فرصتونو د تزلزل او د راتلونکي د نه څرګندتوب له وېرې له افغانستان څخه په وتلو دي.

د تخار ولایت یوه اوسېدونکي رحمت الله د وږي په ۲۳مه په داسې حال کې چې د ایران پولې سره نږدې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې اوښتلو ته منتظر وو، وویل،‌ د کارونو د نشتوالي له امله ډېر خلک مجبور دي ترڅو خپل هېواد پرېږدي او بهر ته لاړ شي.‌

رحمت الله چې پلان لري ایران ته لاړ شي، وویل، «پخوا د ځوانانو لپاره تعلیمي فرصتونه موجود وول،» لاکن اوس ځوانان له یوه نامعلوم راتلونکي سره مخامخ دي او که پاتې شي، ښایي ډېر یې نشه ییزو توکو یا جرمونو ترسره کولو ته مخه کړي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فرهاد حیدري وویل، «له یوې میاشتې څخه ډېر وخت کېږي چې طالبانو واک نیولی دی، لاکن موږ اوس هم په بې باورۍ کې وخت تېروو.»

یو شمېر افغان ځوانان د وږي په ۲۵مه د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې ایران ته د اوښتلو لپاره چمتووالی کوي. [عبدالله عزیزي]

یو شمېر افغان ځوانان د وږي په ۲۵مه د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې ایران ته د اوښتلو لپاره چمتووالی کوي. [عبدالله عزیزي]

هغه وویل، د علماوو او پانګوونکیو په ګډون د افغانستان اکثرو لوستو او بانفوذو وګړو له خپلو موجودو حالاتو سره د ناجوړتیا له امله هېواد پرېښی دی.

حیدري چې له پوهنتون څخه فارغ شوی، وویل، «ما هم هوډ کړی چې له افغانستان څخه وځم،» او زیاته یې کړه چې هغه د طالبانو رژیم لاندې یوه روښانه راتلونکي ته هیله نه لري.‌

د افغانستان لپاره یوه تراژیدي

د افغانستان ځوانان چې ډېر یې د طالبانو په راستنېدلو سره له زده کړو او کارونو څخه محروم شوي، عین د حیدري خبره کوي.‌

د بغلان ولایت یوه اوسېدونکي فرید احمد میرزایي چې اوس په زرنج کې دی، وویل، افغانستان په یوه «زندان» باندې بدل شوی چې هغه نه غواړي نور ژوند په کې وکړي.

هغه وویل، «افغانستان ویجاړ شوی دی،‌ او داسې ځای نشته چې ژوند یا کار په کې وشي. تر بل هر څه ډېره بده دا ده چې حکومت نشته چې د خپلو خلکو ته پاملرنه وکړي.»

هغه وویل، «ما هېڅکله هم داسې د بې وسۍ او ستړیا احساس نه وه کړی لکه نن یې چې کوم. زه د وطن له پرېښودلو څخه پرته بله هېڅ لاره نه لرم.»

ادریس چې اصلا د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، وویل، هغه اراده لري چې ایران ته لاړ شي او له بې باورۍ او د طالبانو د واکمنۍ له وېرې څخه ځان خلاص کړي.

هغه وویل، «هره ورځ په زرګونو لوستي ځوانان په راتلونکي باندې د بې باورۍ له امله هېواد پرېږدي،» او زیاته یې کړه چې دا اصلا «د افغانستان لپاره یوه تراژیدي» ده.‌

د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېیم کال محصل سید ادریس حسیني وویل، وروسته له هغه چې هغه د درسونو پرېښودلو ته مجبور شو نور هغه د راتلونکي لپاره هېڅ هیله نه لري.‌

هغه وویل، طالبان په حکومت کې یواځې خپل ځانونه ګوماري، او لوستي او متخصص ځوانان ټول بې کاره پاتې دي.

حسینی وویل، «زه ډېر زیات شک لرم چې زه فارغ شم او طالبان به مې په خپل حکومت کې وګوماري.»

دنده له لاسه ورکول

په ورته وخت کې، نورو لکه د هرات د پوهنې ریاست یوې پخوانۍ کارمندې مریم احمدي د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته خپلې دندې له لاسه ورکړې.

احمدي وویل،‌ د طالبانو له راتګ څخه مخکې هغې د خپلې ترلاسه کېدونکې تنخوا په وسیله خپله کورنۍ حمایه کوله.

هغې وویل، «طالبانو زه دفتر ته له تګ څخه منع کړم، اوس زه تنخوا نه لرم، او ماته اجازه نه راکول کیږي چې په نورو سکتورونو کې کار وکړم،» او زیاته یې کړه چې هغه وېره لري چې افغانان به له یوې تیارې او بې باوره راتلونکې سره مخامخ شي.

د پخوانۍ افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو یوه افسر الله داد هم خپله دنده له لاسه ورکړه.

هغه وویل، پخواني حکومت الله داد ته د دوه میاشتو تنخوا ورنه کړه او د قول اردو نوي ټاکل شوي طالب قوماندان هغه ته وویل چې هیچا ته به هم د تېر وخت تنخوا ورنه کړل شي.‌

الله داد وویل، «زه طالبانو ته ورغلم او ومې ویل چې زه چمتو یم ترڅو خپل کار ته دوام ورکړم، لاکن د طالبانو قوماندان راته وویل چې زه نشم کولی چې خپل پخوانی پوسټ ترلاسه کړم.»

هغه زیاته کړه، هغه اوس مجبور دی چې ورځ مزدوري وکړي خو بیا هم کار نشي موندلی، نو اوس هغه مجبور دی چې یوه ګاونډي هېواد ته کډه وکړي ترڅو خپله کورنۍ له ممکنه لوږې څخه وساتي.

د تخار ولایت یوه اوسېدونکي فیصل اکبري چې هغه هم په زرنج کې دی، له څلورو کالونو راهیسې په تخار کې د بشري حقونو یوې نړۍ والې موسسې سره، چې تېره میاشت مجبوره شوه خپل عملیات ودروي او خپل بهرني کارمندان وباسي، کار کاوه.

هغه وویل، «زه نیمروز ته راغلم چې ایران ته لاړ شم او هلته کار وکړم،» او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې هېڅ کار نشته.‌

د وږي په ۱۷مه د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې (آی سي آر سي) رییس له نورو بشردوستو موسساتو څخه، چې د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو وروسته وتلې وې، وغوښتل چې افغانستان ته راستنې شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټول افغان ځوانان له افغانستان څخه تښتي. په افغانستان کې حکومتونه د بې کفایته مشرانو له امله سقوط کوي. کله چې یو حکومت سقوط کوي، نوی حکومت د پخواني حکومت ټول پوځي او ملکي مامورین له دندو لیرې کوي. که هغوی له کاره ونه ایستل شي، په بده سترګه ورته کتل کېږي او په داسې سترګه ورته کتل کیږي لکه د جګړې په ډګر کې له دښمن سره چې جنګ کوي. له همدې امله ځوانان خفه کیږي او خپل وطن پریږدي او ګاونډیو هیوادونو ته هجرت کوي. د افغانستان د ځوانانو راتلونکی معلوم نه دی. لکه څنګه چې د افغانستان د ځوانانو راتلونکی معلوم نه دی، په هماغه اندازه معلومه نه ده چې دا ځان غوښتونکي سیاستوال به د افغانستان برخلیک کوم لوري ته روان کړي. یو زیات شمیر افغان سیاستوال د افغانستان د ودانولو او د افغانستان د غریبو خلکو د هوسا ژوند د دوام په فکر کې نه دي. هغوی یوازې د خپلو ځانونو په هکله فکر کوي. دا چې په افغانستان کې څه تیریږي او د افغانستان راتلونکې به څه وي، دا سیاستوالو ته هیڅ توپیر نه لري. موږ له هغو هېوادونو څخه چې د دغو بې کفایته مشرانو ملاتړ کوي، غوښتنه کوو چې د دغو تش په نامه مشرانو له ملاتړه لاس واخلي. اروپایی او امریکایی هیوادونه او نور اسیایی هیوادونه باید د داسی خلکو ملاتړ ونه کړي چی یوازې د خپلو خپلوانو او خپلو ځانونو خدمت کوي. افغان ځوانان د خپلو مشرانو له خوا تباه شوي دي. دغو پلورل شویو مشرانو د خپل هوسا ژوند لپاره د میلیونونو افغان ځوانانو برخلیک تباه کړ.

ځواب ورکړئ