اقتصاد

د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو راهیسې په هرات کې له ۱۰۰ څخه ډېرې فابریکې بندې شوي دی

د عمران راپور

د هرات د کانونو او صنایعو خونه وایي چې د زمري په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې له ۱۰۰ څخه ډېرو فابریکو فعالیتونه درولي دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات د کانونو او صنایعو خونه وایي چې د زمري په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې له ۱۰۰ څخه ډېرو فابریکو فعالیتونه درولي دي.

په پیل کې شاوخوا ۴۰۰ فابریکو د هرات صنعتي ښارګوټي کې فعالیت کاوه. د تېرو څو کالونو په ترڅ کې، د هغو نیمایي د امنیتي ستونزو او د ایران د بازار ماتوونکیو پالیسیو په نتیجه کې بندې شوې.

د پاتې ۲۰۰ له جملې څخه، له ۱۰۰ ډېرې د طالبانو لاس ته د هرات له لوېدلو څخه وروسته سقوط شوې. چارواکو وویل چې اوس یواځې ۶۰ فابریکې فعالې دي، چې ډېرې یې خوراکي توکي، غیر الکولي مشروبات او تعمیراتي مواد تولیدوي.

د یادې خونې رییس حمیدالله خادم وویل، په حکومت کې په راغلي بدلون سره یوه نوي اقتصادي بحران سر راپورته کړی دی.

د زمري په ۲۱مه د طالبانو لاس ته د هرات ولایت له لوېدلو وروسته، د تلې په ۱۲مه د هرات صنعتي ښارګوټي کې د طبي تجهیزاتو په یوه فابریکه کې ماشینونه غیرفعال ولاړ دي. [عمران/سلام ټایمز]

د زمري په ۲۱مه د طالبانو لاس ته د هرات ولایت له لوېدلو وروسته، د تلې په ۱۲مه د هرات صنعتي ښارګوټي کې د طبي تجهیزاتو په یوه فابریکه کې ماشینونه غیرفعال ولاړ دي. [عمران/سلام ټایمز]

هغه وویل، د هرات صنعتي ښارګوټي کې له ۱۰۰ څخه ډېرې فابریکې په بانکي چارو کې د اختلال، د افغانانو له خوا د پېرودنې د وړتیا د له لاسه ورکولو او د سیاسي بې باورۍ له امله بندې شوي دي.

خادم زیاته کړه،‌ له دې امله چې پانګوونکي په بانکونو کې خپلو پیسو ته لاسرسی نه لري،‌ «د صنعتي پارک له خوا د خامو موادو واردات اغېزمن شوي، او اکثرې فابریکې د تولید لپاره د اړتیا وړ مواد نه لري.»

هغه خبرداری ورکړ چې، څو چې د پانګونکیو پیسې اقتصاد ته ور داخلې نشي او د خامو موادو د واردولو لپاره نوي قراردادونه لاسلیک نشي، نورې فابریکې به هم ودرېږي چې د افغانستان په فلج اقتصاد باندې به لا نوره اغېزه وکړي.

هغه زیاته کړه،‌ په ورته وخت کې د ځینو فابریکو تولیدات چې په سختو او غیرباوري وختونو کې یې هیڅوک هم نه اخلي، په ګودامونو کې اېښودل شوي دي.

هغه وویل، مثلا، په صنعتي ښارګوټي کې فلزي تولیدات په بشپړ ډول ځنډول شوي ځکه چې اقتصادي بحران تعمیراتي کار درولی دی.

ستر زیانونه

د فابریکو مالکان وایي، زیانونه وار له مخه میلیونونو ډالرو ته رسېدلي دي.‌

د هرات صنعتي ښارګوټي کې د کابل فولاد اوسپنې فابریکې رییس عصمت الله وردک وویل چې د هغه فابریکې، چې د افغانستان له تر ټولو لویو د اوسپنې فابریکو څخه ده، د طالبانو له خوا په هېواد کې د واک ترلاسه کولو څخه وروسته خپل عملیات ځنډولي دي.‌

هغه وویل، «یوه میاشت کېږي چې زموږ فابریکه بنده ده او له ۴۰۰ څخه ډېرو کارکوونکو چې په دوو شفټونو (شپه او ورځ) کې یې کار کاوه خپلې وظیفې له لاسه ورکړي دي،» او زیاته یې کړه چې هغه له ۲۰۰ میلیونو ډالرو (۱۸ میلیاردو افغانیو) څخه ډېر تاوان کړی دی.

وردک وویل، «د ټول هېواد اقتصاد سخت اغېزمن شوی دی.»

هغه وویل، په حکومت کې په راغلي بدلون سره، د بېخبنا پروژې او خصوصي تعمیراتي فعالیتونه درېدلي، او په دغو پروژو کې د کارېدونکیو فلزي توکو اندازه تقریبا صفر ته راښکته شوې ده.

هغه زیاته کړه، «هغه پیسې چې موږ به بیا پانګولې ... هغه په بانکونو کې کنګل شوي، او موږ نور نشو کولی چې خام مواد وپېرو.»

په هرات کې د لرګینو تولیداتو د یوې فابریکې رییس عبدالمتین قلندري وویل، «د روانو اقتصادي ننګونو او ورسره سیاسي بې باورۍ له امله، ۴۵ ورځې کېږي چې زموږ فابریکه بنده ده.»

هغه وویل، د پانګوونکیو اعتماد ساقط شوی،‌ چې هغوی مجبوروي ترڅو د خپلو پانګونو په هکله بیا غور وکړي.

هغه زیاته کړه، د هغه په فابریکه کې له ۵۰ څخه ډېرو کارکوونکو کار کاوه، لاکن اوس یواځې دوه تنه پاتي دي چې هغوی هم یواځې امنیت نیولی دی.‌

قلندري وویل، «د پانګوونکيو او مشتریانو دواړو پیسې په بانکونو کې دي، او بانکونه هیچاته اجازه نه ورکوي چې خپلو پیسو ته لاسرسی وکړي، نو موږ نشو کولی چې خام مواد واخلو.»

هغه وویل، د فابریکې نوي مواد په بندرونو کې ولاړ دي، چې هره ورځ پرې ټرانزیټ فیس راځي چې دا لا بل زیان دی.‌

قلندري وویل چې هغه په خپل کار کې ۷ میلیونه ډالر (۶۳۰ میلیونه افغانۍ) پانګونه کړې چې اوس ټولې په خطر کې دي.

په زرګونو له لاسه تللې وظیفې

د هرات د کانونو او صنایعو خونې وویل، د کارونو د درېدلو په نتیجه کې له ۳۰۰۰ څخه ډېرو کارکوونکیو د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې خپلې وظیفې له لاسه ورکړي دي.‌

د هغوی په ډله کې کارپوهان او انجنیران هم شته چې په صنعتي سکتور کې یې تخنیکي او تخصصي کارونه ترسره کول.

حضرت ګل چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی او له تېرو ۱۰ کالونو راهیسې یې په کابل فولاد د اوسپنې فابریکه کې کار کاوه، وویل چې د هغه ۴۰۰ همکاران له کاره ګوښه کړای شول.

حضرت ګل چې یو له نېکمرغو کارمندانو څخه دی، له تېرې یوې میاشتې راهیسې کار نه کوي خو بیا هم خپله تنخوا ترلاسه کوي. له دې سره سره، هغه وارخطا دی چې دا کار به ډېر دوام ونه کړي او هغه به هم خپله وظیفه له لاسه ورکړي.‌

هغه وویل، «د فابریکې فعالیتونه په بشپړ ډول درېدلي، او هېڅ تولید نه کوي،» او زیاته یې کړه چې هغه حیران دی چې ولې نوی حکومت هغو ستونزو ته چې پانګوونکي ورسره مخامخ دي په کمه سترګه ګوري.

د کابل فولاد اوسپنې فابریکې یوه بل کارکوونکي عبدالجبار وویل چې هغه د فابریکې د اوسپنې ویلې کولو په برخه کې ۱۰ کاله کار وکړ، خو د سیاسي بحران له امله یې خپله وظیفه له لاسه ورکړه .

هغه وویل چې اوس به هغه ایران ته له کډه کېدلو څخه پرته بله لاره ونه لري.‌

عبدالجبار وویل، طالبان ادعا کوي چې په افغانستان باندې حکومت کوي، نو په کار ده چې هغوی د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.‌

هغه وویل، «زموږ غوښتنې ډیرې نه دي.»

عبدالجبار وویل، که طالبان نشي کولی چې د سوداګرۍ چاپېریال ته وده ورکړي، هغوی باید لږ تر لږه هغه څه له مخې لیرې نه کړي چې افغانانو د تېرو کالونو په ترڅ کې جوړ کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نه یوازې په هرات کې فابریکو خپل فعالیتونه درولي، بلکې په کندهار، بلخ، ننګرهار او ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم هغه فابریکې چې آن شاوخوا دوه میاشتې وړاندې چالان وې او خلکو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه رسېده، ځیني د مالي ستونزو او ځیني نورې یې د برېښنا د نشتون له امله تړل شوي دي. پخواني دولت د کندهار د صنعتي پارک لپاره د سولري بریښنا سیستم جوړ کړی و چې له مخې یې زیاتو فابریکو هلته کار کاوه. د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله پر دې ولایت بریښنا پرې شوه، ځکه د کجکي په بند کې اوبه ښکته شوې او ټول ولایت ته په ۲۴ ساعتونو کي ۳ ساعته سولري بریښنا ورکول کېږي. دې چارې د فابریکو پر فعالیت هم اغیز کړی، چې له امله یې زیات شمېر فابریکو د برېښنا د کمښت له امله خپلې چارې ودرولې. طالبان باید له کورنیو تولیداتو د ملاتړ ترڅنګ، په افغانستان کې د فابریکو پر وړاندې د ستونزو د اواري لپاره هڅې وکړي او بانکي سیستم کې چې کومه ګډوډي رامنځته شوې، پام وکړي ترڅو فابریکه لرونکي د خامو موادو د پېرلو لپاره اقدام وکړي او خپلې فابریکې بېرته فعالې کړي. که دا فابریکې همداسې تړلي وي، یو خو به هغه اولیه مواد چې په افغانستان کې تولیدېده خلک ورته لاسرسی ونه لري چې په دې سره به هماغه جنسونه موږ ته ګاونډیان د یوې په ځای په لس افغانۍ راکوي او له بلې خوا چې کومو کاریګرو په دې فابریکو کې کار کاوه او اوس په کوره ناست دي له ستونزو سره مخامخ شي/دي.

ځواب ورکړئ

السلام علیکم د سلام ټایمز محترمو کارکوونکو. په هرات کې د صنعتي پارک بنسټ ناسم ایښودل شوی دی ځکه تکیه یې له ایران څخه په راغلي برق باندې ده. افغانستان باید په تجارتي چارو هیڅکله هم په پاکستان او ایران باندې تکیه ونه کړي، ځکه چې دا دواړه هیوادونه د افغانانو او افغانستان پر ضد هم پټه دښمني پالي او هم ښکاره. افغانان باید د منځنۍ اسیا هیوادونو سره تجارتي اړیکې جوړې کړي. دغه راز، زمونږ هیواد باید له چین سره تجارتي اړیکې جوړې کړي، لاکن افغانان باید هیڅکله هم چین ته په افغانستان کې د پاکستان په څېر پانګونې اجازه ورنه کړي ځکه چې په لسو کالونو کې دننه دننه افغانستان د یوې مستعمرې په شکل تر خپل کنټرول لاندې نیسي. والسلام

ځواب ورکړئ