اقتصاد

په افغانستان کې د سولې په هیله نوې فابریکې پرانستل شوې

د عمر راپور

کارکوونکي د لیندۍ په ۲۷مه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د لمریزې برېښنا د شیشو جوړولو په یوه فابریکه کې کار کوي.‌ [عمر]

کارکوونکي د لیندۍ په ۲۷مه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د لمریزې برېښنا د شیشو جوړولو په یوه فابریکه کې کار کوي.‌ [عمر]

هرات -- د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په پرمختګ سره، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت خبر ورکړ چې په هېواد کې د خصوصي پانګونې او د صنعتي شرکتونو په جوړولو کې ډېرښت راغلی دی.

یواځې د لیندۍ په میاشت کې، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له ۱.۹ میلیاردو افغانیو (۲۵ میلیونو ډالرو) څخه په ډېر ارزښت د خصوصي پانګه اچونې پنځو فابریکو فعالیتونه پیل کړل چې د لمریزې برېښنا تختې، فلزي پایپونه، د کوچنیو بندونو لپاره دروازې، د چرګانو خواړه او اوړه جوړوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثار احمد غوریاني وویل، د سولې په بهیر کې پرمختګ، که څه هم چې تراوسه ورو دی، پانګوونکي یې هڅولي دي.‌

هغه د لیندۍ په ۲۷مه د هرات صنعتي ښارګوټي کې د خبرو کولو پر مهال وویل، «د صنعتي پارکونو په حمایه کولو سره، حکومت هڅه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه واردات کم کړي او پرځای یې د کورنیو تولیداتو صدور زیات کړي.»

غوریاني وویل، افغانستان کولی شي چې تولیداتو ته د کورنۍ تقاضا ۶۵٪ پوره کړي.

کاري فرصتونه رامنځته کول

په هرات ولایت کې د صنعتي فابریکو کارکونکو سلام ټایمز ته وویل هغوی هیله لري چې تلپاتې سوله راشي او نورې فابریکې هم جوړې شي.

په صنعتي ښارګوټي کې د لمریزې برېښنا د تختو جوړولو د یوې فابریکې یوه کارکونکي کاظم نظري وویل، د هرات صنعتي ښارګوټي کې د نویو فابریکو په جوړېدلو سره په سلګونو کاري فرصتونه رامنځته شوي او ورسره د هغو کسانو شمېر کم شوی چې بهرنیو هېوادونو ته د کار لټولو لپاره ځي.‌

هغه وویل، وده او پرمختګ له سولې سره تړاو لري، او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د سولې ډاډمنول به د نورو صنعتي فابریکو جوړولو ته لاره هواره کړي.‌

هغه وویل، «هغه کسان چې په جنګ باندې ډېرې پیسې لګوي هغوی باید دا کار ودروي او پرځای یې خپلې پیسې د فابریکو په جوړولو باندې ولګوي. که موږ فابریکې جوړې کړو، د ځوانانو لپاره به ډېرې دندې رامنځته شي او له هېواد څخه د وتونکې پانګې اندازه به کمه شي.»

مصطفی واحدي چې په صنعتي ښارګوټي کې د لمریزې برېښنا د تختو جوړولو په یوه فابریکه کې کار کوي، وویل، له پوهنتون څخه له فراغت وروسته، «زه ډېر خوښ یم چې یوه دایمي وظیفه لرم».‌

هغه وویل، ډېر پانګوونکي په افغانستان کې علاقه مندي لري، «خو د جنګ او ناامنۍ له امله، هغوی مجبور شوي چې په ګاونډیو هېوادونو او سیمه کې پانګونه وکړي.»

واحدي وویل، د سولې په راتګ سره به د داسې صنعتي فابریکو جوړولو ته ډېر فرصتونه جوړ شي چې خلکو ته به کارونه برابر کړي.

د لمریزو تختو جوړولو د فابریکې یوه بل کارکونکي ذکریا فقیري وویل، په داسې حال کې چې په هیواد کې اوس هم جنګ روان دی، د صنعتي فابریکو جوړول او د بېخبنا د پروژو پیلول یوې روښانه راتلونکې ته اشاره کوي.

هغه وویل،‌ «جنګ هېواد ویجاړ کړی دی.‌ د جنګ له لارې هېڅ ګټه نه ترلاسه شوې او نه به ترلاسه شي،» او زیاته یې کړه چې د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې دغه هېواد د نورو هېوادونو د نیابتي جنګونو لپاره د جګړې په ډګر باندې بدل کړی دی.

فقیري وویل، «زه د حکومت پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ کوم چې د سولې خبرو کې برخه واخلي څو په افغانستان کې سوله راشي او د ودې او کار فرصتونه رامنځته شي.»

د ایران د بازار ماتوونکیو پالیسیو پر ضد مبارزه

افغان حکومت ټینګار کوي چې هغه ټولې هڅې کوي څو د هېواد نوی او تازه صنعتي سکتور حمایه کړي.‌

خصوصي سکتور په ایران باندې تور لګولی چې هڅه کوي د بازار ماتوونکیو پالیسیو په وسیله د افغانستان صنعت ته زیان ورسوي. په دې لړ کې ایران په پراخه کچه په خپل هېواد کې جوړ شوي توکي افغانستان ته را استوي چې د افغانستان داخلي بازار وځپي او د ایراني تولیداتو لپاره تقاضا زیاته کړي.‌

د هرات والي سید وحید قتالي د لیندۍ په ۲۷مه وویل، د حکومت پالیسي دا ده چې د ایران د بازار ماتوونکیو پالیسیو پر ضد مبارزه وکړي او قاچاق ته د پای ټکی کېږدي.

هغه وویل، «د ګاونډیو هېوادونو د بازار ماتوونکیو پالیسیو او د قاچاقي توکو د وارداتو له امله، تېره اونۍ څلور صنعتي فابریکې مجبورې شوې چې بندې شي.»

هغه زیاته کړه، «د تېرې میاشتې په ترڅ کې موږ د ګاونډیو هېوادونو له سفیرانو سره څو ملاقاتونه درلودل، او له هغوی نه مو وغوښتل چې دغه پالیسۍ ودروي،» او یادونه یې وکړه چې بازار ماتونې د افغان صنعتکارانو او پانګوونکيو زړونه مات کړي دي.‌

نوموړي وویل، «موږ له ایران څخه په اکثرو وارداتو باندې تعرفې لوړې کړي دي. همدارنګه، موږ په ګمرکاتو کې څارنه زیاته کړې څو هېواد ته د توکو د راقاچاق کېدلو مخه ونیسو.»

قتالي وویل، «د خصوصي سکتور تر ټولو لوی خفګان دا دی چې د ګاونډیو هېوادونو بازار ماتوونکې پالیسۍ نه پرېږدي چې کورني تولیدات له وارد شویو توکو سره سیالي وکړي.»

هغه وویل، «د افغانستان د صنایعو د فلج کولو په موخه، ځینې هېوادونه خپل توکي په ډېرو ټیټو بیو واردوي ترڅو مارکېټ ونیسي.»

په پانګونه کې د لېوالتیا زیاتوالی

په وروستیو کالونو کې د افغانستان په صنعتي فابریکو کې پانګونې ته د لېوالتیا زیاتوالي په ګرد هېواد کې په زرګونو کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.‌

د افغانستان د کانونو او صنایعو د خونې عمومي رییس شېرباز کمین زاده وویل، افغانستان اوس په ۵۶ سکتورونو کې پرځان بسیا دی، په داسې حال کې چې شپږ کاله مخکې دغه شمېر ۱۵ وو.‌

هغه وویل،‌ په ورته وخت کې د صنعتي فابریکو شمېر له ۲۰۰۰ څخه ۵۰۰۰ ته زیات شوی چې دا د پانګونې چټکه وده ښیي.‌

هغه وویل، «د صنعتي فابریکو په شمېر کې ډېروالی او په هېواد کې د پانګونې وده د حکومت د ملاتړ په پایله کې رامنځته شوي دي» او زیاته یې کړه چې «حکومت په خپل ټول توان سره د کورنیو تولیداتو ملاتړ کړی دی.»

کمین زاده زیاته کړه، افغانستان په ۱۲ بېلابېلو سکتورونو کې بېلابېلو هېوادونو ته تولیدات صادروي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څو ورځې مخکې، د ولسمشرۍ ماڼۍ د کارمندانو د لګښتونو او خوراکي توکو د مصارفو مسئله په رسنیو کې منعکسه شوه.‌ د مړز په شمول د بېلابېلو غوښو او ترکاریو د پېرودنې قېمت خواوشا ۶۰ میلیونه افغانۍ وو. پولنډ خواوشا ۳۰ میلیونه غواګانې لري، او هغه خپلې ټولې اقتصادي اړتیاوې د همدغو غواګانو له محصولاتو څخه پوره کوي. هغه د شیدو، مستو،‌ کوچو او داسې نورو څخه نیولې تر بهترینو خوندورو پولنډي چاکلېټو پورې صادراتو څخه ډېرې زیاتې پیسې ترلاسه کوي.‌ نو تاسو په ما باور وکړئ چې د پولنډي غواګانو کالني لګښتونه له ۱۰ میلیونو ډالرو څخه کم دي. اوس تاسو د انسانانو لګښت او خواړه، په ځانګړې توګه د هغو چې په ماڼۍ کې دننه دي، له پولنډي غواګانو سره مقایسه کړئ چې څومره توپير سره لري.‌ او چې داسې ده، بیا نو څنګه مونږ او تاسو کولی شو چې د یوه بهتر اقتصاد او بهتر راتلونکي تمه ولرو چې ولسمشر او د هغه مامورین دومره مصارف او د خوړو لګښتونه لري؟‌ یو بیت دی چې:‌ هر څه چې وراسته شي د مالګې پورې کولو سره به ښه شي خو کله چې مالګه پخپله ورسته شي څه به پرې پورې شي

ځواب ورکړئ

افغانستان د پيسو ګټلو ځای دی. که شتمن خلک غواړي چې پیسې وګټي، هغوی باید افغانستان ته راشي، ځکه چې په دې هېواد کې ۹۵٪ لومړني توکي له بهر څخه راواردیږي. که په افغانستان کې تولیدي فابریکې جوړې شي، دې ته اړتیا نشته چې سوداګر له خارج څخه توکي راوارد کړي. د نورو هېوادونو په نسبت په افغانستان کې د فابریکو جوړول له څو اړخونو ډېرګټور دي.‌ لومړی، افغانستان داسې یو هیواد دی چې له خپلو ګاونډیانو، پاکستان او ایران سره په جنګ کې دی، او وخت په وخت دغه هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې تړي او د مهمو توکو قیمتونه لوړیږي، او داخلي کمپنۍ کولی شي‌ چې دا ستونزه د تل لپاره حل کړي. دویم، هغه افغانان چې په بهرنیو هیوادونو کې یې پانګونې کړي دي هغوی مجبور دي چې له سلګونو نورو کمپنیو سره سیالي وکړي، خو په افغانستان کې هغوی حریفان نه لري او کولی شي چې په اسانۍ سره او په لنډ وخت کې ډېرې پيسې وګټي. لنډه دا چې،‌ په افغانستان کې د تولیدي فابریکو لپاره یو ډېر ښه فرصت موجود دی. مونږ هیله لرو چې په هیواد کې ژر سوله راشي او هیواد د ګاونډیو هیوادونو له احتیاج څخه خلاص شي. زه په ټولو شتمنو افغانانو باندې غږ کوم چې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، سوله هم راروانه ده، او که یو څوک وغواړي که نه، امریکا به افغانستان ته سوله راولي، او که د خدای رضا وي، په هیواد کې به سوله راشي.

ځواب ورکړئ

زه باوري یم چې که په افغانستان کې تلپاتې سوله راشي، افغانستان به په راتلونکې لسیزه کې چټک پرمختګ وکړي او د افغانستان اقتصاد به وغوړېږي، ځکه چې اوس افغان پانګوونکيو د پاکستان، ایران، دوبۍ، کوېټ، سعودي عربستان، د منځنۍ اسیا په څېر هېوادونو او ان په اروپا او امریکا کې پانګونې کړي دي، او که سوله راشي، یو زیات شمېر دغه افغان پانګوونکي او شتمن خلک به په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او د خپلو هیوادوالو لپاره به داخلي تولیدات جوړ او د زرونو افغانانو لپاره به کاري فرصتونه برابر کړي. اوس په هېواد کې سوله نشته، او یو زیات شمېر افغان پانګوونکي چې په هېواد کې یې پانګونه کړې ده له سلګونو ګواښونو او خطرونو سره مخامخ دي.‌ ځینې وختونه وسله وال لوټونکي او ځینې وختونه طالبان هغوی د دې لپاره ګواښي چې مالیات نه ورکوي.

ځواب ورکړئ

دا د خوښۍ خبره ده چې په هرات او د افغانستان په نورو برخو کې داسې فابریکې پرانستل کیږي او له سلام ټایمز نه مننه چې داسې د خوشحالۍ خبرونه خپروي. امریکا او د افغانستان نور دوستان باید د داسې پروګرامونو د ملاتړ پرځای په افغانستان کې د بریښنا د بندونو په جوړولو باندې پسیې ولګوي. امریکایان وایي چې په افغانستان کې یې څه باندې سل بیلیونه ډالر لګولي دي، که دا ریښتیا وي او له دغو پیسو نه یوازې لس بیلیونه د برق د بندونو په جوړولو لګول شوي وای اوس به افغانان توانېدلي وای چې پخپله په هیواد کې فابریکې جوړې کړي او د ایران، چین او پاکستان له احتیاج نه خلاص شي.

ځواب ورکړئ