اقتصاد

د تهران بازار ماتوونکیو (ډمپنګ) پالیسیو د هرات ۸ فابریکې له کاره وغورځولې

د عمر راپور

افغان چارواکي وایي، د ایران ډمپنګ پالیسۍ د دې سبب شوي چې د هرات صنعتي ښارګوټي کې اته فابریکې وتړل شي. [عمر]

هرات -- په هرات ولایت کې چارواکي او صنعتکاران وایي، د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران ډمپنګ پالیسۍ د دې سبب شوي چې په وروستیو کې د هرات صنعتي ښارګوټي کې اته فابریکې کار بند کړي.‌

یادو فابریکو کېک، کولچې او مرمر جوړول او په سلګونو کسان یې په کار ګومارلي ول.‌

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، د ګاونډیو هېوادونو د ډمپنګ پالیسیو له امله د هرات صنعتي ښارګوټي کې ګڼ شمېر فابریکې اغېزمنې شوي چې پانګوونکي او صنعتکاران یې له کار نه زړه توري کړي دي.‌

هغه وویل، په یوه میاشت کې دننه دغه اته فابریکې مجبورې شوې چې فعالیتونه ودروي.‌

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د مرمر تیګو د پروسیس یو ماشین د وږي په ۱۲مه د ایران د ډمپنګ پالیسیو له امله په ګل حالت کې لیدل کیږي. [عمر]

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د مرمر تیګو د پروسیس یو ماشین د وږي په ۱۲مه د ایران د ډمپنګ پالیسیو له امله په ګل حالت کې لیدل کیږي. [عمر]

هغه زیاته کړه، «افغانستان په ۲۷ سکتورونو کې پرځان بسیا شوی دی، چې ټول یې په صنعتي پارک کې فعالیت کوي. د حکومت له خوا په ورته بهرنیو توکو باندې د تعرفو لګولو مرسته وکړه ترڅو دغه تولیدات وده وکړي.»

دغه سکتورونه مالګه، بیسکټ او کېک، څښاکونه، مرمر او نور توکي تولیدوي.‌

هغه زیاته کړه، «خو ورته تولیدات هره ورځ له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران څخه راواردیږي چې فابریکې یې د ناکامۍ پولې ته رسولي دي.»

د شوکت تیموري په نامه د کېکونو د تولید د شرکت رییس عبدالرازق تیموري وویل، د هرات صنعتي ښار د ایراني رژیم لپاره په یوه خنډ باندې بدل شوی دی، او د جنګسالارانو او مافیایي ډلو په ملاتړ، دغه هیواد غواړي چې فلج یې کړي.

هغه وویل، «ګاونډي هېوادونه په قصدي توګه ورته توکي افغانستان ته راصادروي ترڅو زموږ کورني صنایع او تولیدات وده ونه کړي.»

هغه زیاته کړه، هغوی نه غواړي چې په هرات ولایت کې صنایع وده وکړي، له دې امله، هغوی په بېلابېلو لارو خپل د ټیټ‌ کیفیت تولیدات صادروي او په ټیټو قېمتونو یې خرڅوي ترڅو افغان سیالان ورسره سیالي ونشي کولی.

د ایران ویجاړوونکي اقتصادي سیاستونه

ځايي چارواکي وایي، له نېکه مرغه چې افغان حکومت په دې کار کوي ترڅو د ګاونډیو هېوادونو د ډمپنګ پالیسیو پر وړاندې مقابله وکړي.‌

د هرات والي سید وحید قتالي د وږي په ۷مه رسنیو ته وویل، له ګاونډیو هېوادونو څخه هرات ته د ورته تولیداتو غیرقانوني صدور یوه جدي مسئله ده او پر ضد یې مقابله پيل شوې ده.

هغه وویل، «موږ ژمن یو چې په هره وسیله چې وي د هغو توکو د راواردېدلو مخه ونیسو چې په افغانستان کې دننه د هرات صنعتي ښارګوټي کې تولیدیږي. موږ افغان واردوونکي په کلکه هڅو ترڅو مشابه توکي راوارد نه کړي، او که هغوی دې کار ته دوام ورکړي، نو له بدو پایلو سره به یې مخ شي.»

قتالي وویل، «په وروستیو کالونو کې د مشابه توکو د واردېدلو او د ګاونډیو هېوادونو د تخریبي پالیسیو له امله په صنعتي پارک کې ډېرې فابریکې سختې اغېزمنې شوې، او هغوی نشي کولی چې سیالي وکړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړو چې زموږ صنعت ته زیان ورسوي، او موږ به د ګاونډیانو د مخربو پالیسیو پر ضد مجادله وکړو.»

په هرات کې د اقتصادي چارو یوه شنونکي محمد یعقوب مشعوف وویل، تهران د نړۍ والې ټولنې له خوا د لګېدلو بندیزونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، له دې کبله دا هیواد خپل تولیدات د افغانستان په بازارونو کې په ټیټ‌ قېمت وپلوري.

هغه وویل، «ډمپنګ پالیسۍ ډېرې خطرناکې دي او کولی شي چې د افغانستان ځوان صنعت په اسانۍ سره له منځه ویسي. د افغانستان د مارکېټ د نیولو لپاره، ایران لومړی خپل تولیدات په ډېره ټیټه بیه پلوري، خو یو ځل چې په صنعتي پارک کې فابریکې وتړل شي، بیا د خپلو تولیداتو قیمتونه څو برابره زیاتوي.»

مشعوف وویل، «د افغانستان حکومت باید د ګاونډیو هېوادونو د ډمپنګ پالیسیو پر ضد جدي مقابله وکړي.»

هغه زیاته کړه، «که دغه ستونزه حل نه شي، کورني صنایع او تولیدات به له وارداتي توکو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړي او بالاخره ناکام به شي.»

د افغانستان د صنایعو فلجول

د هرات چارواکي وایي، د هرات صنعتي ښارګوټي کې د ۵۰۰ فابریکو له ډلې څخه، له ۲۰۰ څخه ډېرو د ارزانو وارداتو او د ایران د حکومت د ډمپنګ پالیسو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

په هرات ولایت کې یو شمېر صنعتکاران چې د خپلو فابریکو تړلو ته مجبور شوي په افغان حکومت باندې غږ وکړ ترڅو د ګاونډي رژیم د تخریبي فعالیتونو مخه ونیسي.‌

په هرات کې د مرمرو د یوې فابریکې رییس عبدالقیوم علي زاده وویل، د ټیټ کیفیت، ارزانې ایرانۍ ډبرې هرات ته راځي او د لوړ کیفیت داخلي ډبرې نشي کولی چې سیالي ورسره وکړي.‌

هغه زیاته کړه،‌ «ما په دې فابریکه کې له ۶۰۰۰۰۰ ډالرو (۴۶ میلیون افغانۍ) څخه ډېره پانګونه کړې ده. دې فابریکې به د ورځې ۳۵ متریک ټنه مرمر تولیدول چې ۵۰ کاریګرو په کې کار کاوه، خو اوس څو اونۍ وشوې چې موږ یو کاریګر هم نه لرو، او ماشینونه مو درېدلي دي.»

علي زاده وویل، د ایرانۍ ډبرې کیفیت ډېر ټیټ دی چې له افغاني ډبرې سره د مقایسې نه ده، خو دا چې ارزانه ده، مشتریان ترجیح ورکوي.‌

د هرات صنعتي ښارګوټي کې د ماربلو د یوې بلې فابریکې رییس ویس وردک وویل، ایرانۍ ډبرې په غیرقانونی لارو راځي او د افغانستان حکومت نشي کولی چې ګمرکي محصول پرې ټول کړي، او په ډېره ارزانه بیه په بازار کې خرڅیږي.

هغه وویل، «موږ د ۴۰ کاریګرو په وسیله د ورځې له ۲۰ متریک ټنو څخه ډېرې ډبرې تولید او پروسس کولې، خو اوس یو کاریګر هم نه لرو. اوس موږ تولید نه کوو، او ماشینونه مو ګل دي.»

هغه زیاته کړه، «ایرانۍ ډبرې په قصدي توګه افغانستان ته راصادریږي، او دا کار زموږ د فابریکو د بندېدلو سبب شوی دی. د ټیټ کیفیت ایرانۍ ډبرو د افغانستان د بیارغونې او بېخبنا وده ټکنۍ کړې ده

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانان د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ نه کوي. که چیرې د افغانستان خلک د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او هغه توکي چې له ګاونډي هیواد ایران څخه افغانستان ته راځي هیڅکله هم وانه خلي، افغان سوداګر به مجبور شي چې له ایران څخه د توکو واردول بند کړي. فرض کړئ یو شی چې ما پخپله تجربه کړ. ما د خپل کور رنګولو ته اړتیا درلوده. ما رنګمال ته وویل چې د رنګ اخیستلو لپاره له ما سره لاړ شه. رنګمال دوکاندار ته وویل، ته پاکستانی رنګ لری؟ دوکاندار وویل نه. زه پاکستانی رنګ نه لرم، خو هغه رنګ لرم چې زموږ په هیواد کې پیدا کیږي، هغه هم لوړ کیفیت لري. او که کیفیت یې خراب و، زه به ستاسو پیسې بیرته درکړم. رنګمال وویل نه. زه پاکستانی رنګ غواړم. دلته د پاکستاني رنګ په یوه کڅوړه کې ۱۰۰ افغانۍ جایزه ده، چې د رنګمال جیب ته ځي، او زموږ د خپل تولید په رنګ کې هیڅ انعام نشته. همدارنګه، ټول ساختماني توکي په کمیشن پلورل کیږي. اهنګر، برقی، کاشي کار، رنګ، ټول د دوکان څخه کمیشن غواړي. په افغانستان کې کیفیت مهم نه دی، خو هر هغه هټیوال چې یو کارګر ته زیات کمېشن ورکوي، د کیفیت لرونکي توکي پلورل کېږي. زموږ ډېری سوداګر په قصدي ډول له ګاونډیو هېوادونو څخه د ټیټ کیفیت خواړه، درمل او حتی د ماشومانو شیدې واردوي. هغه ستونزې چې تولیدي فابریکې لري د بریښنا ستونزه دا ده چې زموږ تولیدي فابریکې ۲۴ ساعته بریښنا نه لري. د برېښنا د دغه کمښت له امله ډېری فابریکې تړلې دي. د حکومتونو پرله پسې سقوط، د باثباته حکومت نشتوالی د دې لامل شوی، چې سوداګر خپلې فابریکې وتړي. د کورنیو فابریکو د نشتوالي له امله موږ افغانان نه شو کولای د خپلو اړتیاوو ۹۶ سلنه تولید کړو. موږ افغانان مجبور یو چې د بېلابېلو هېوادونو توکي واخلو.

ځواب ورکړئ

سلام. زه ستاسو له ټولو خبرو سره موافق یم، خو خبره دا ده چې د افغانستان توليدي‌ فابریکې په لږه ګټه قناعت نه کوي. لاړ شئ او وګورئ چې هغوی څومره ګټه ترلاسه کوي. اوس هغوی وایي چې د ایراني توکو کیفیت ټیټ دی. تاسو یې پخپله وګورئ او قضاوت وکړئ چې آیا بهرني توکي ښه کیفیت لري که داخلي توکي. خلک سترګې لري. هغوی یې ګوري او اخلي یې. هغه خوراکي توکي چې له ایران څخه راځي په هغو باندې کرایه، محصول، د سوداګرو ګټه، د عمده پلورونکيو ګټه، د پرچون پلورونکيو ګټه دا ټول وراچول کیږي. دا ټول لګښتونه دي. داخلي تولیدات ولې د هغوی لپاره لګښتونه ونه لري؟ دا ټول شیان باید وکتل شي او دا وموندل شي چې آیا د خلکو اقتصاد ښه دی او فابریکې ډېره ګټه ترلاسه کوي. که تاسو وګورئ، ټول د فابریکو مالکان لوړې ودانۍ او غوره موټرونه لري. د هغوی کورنۍ په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي. دغه فابریکې په لږه ګټه قناعت نه کوي. خبره دا ده چې ایران خپل توکي لیلام ته نه دي وړاندې کړي. ایرانیان یوه میاشت مخکې پيسې ترلاسه کوي بیا خپل توکي خرڅوي. بیا هغوی توکي باروي او لېږي یې. که د افغانستان فابریکې په صحیح ډول وچلیږي او لږه ګټه قبوله کړي، هیڅ سوداګر به دلته خارجي توکه خرڅ نه کړي.

ځواب ورکړئ

افغانستان ته د ایراني توکو ورود په ریښتیا سره د هېواد فابریکې معلولې کړي دي. مونږ ستاسو له رسنۍ څخه مننه کوو چې داسې یوه مهمه او حیاتي موضوع یې تر پوښښ لاندې نیولې ده. نورې رسنۍ داسې موضوعات نه خپروي. هغوی ډېر وختونه د جنګ او وژنو موضوعات خپروي. هغه رسنۍ یا له دې سره علاقه نه لري چې داسې موضوعات چې تاسو خپاره کړي دي، خپاره کړي، یا دا چې کېدی شي چې هغوی د بهرنیانو له خوا د دې لپاره تمویل کیږي چې د بد غوښتونکیو هیوادونو په غوښتنه راپورونه خپاره کړي.‌ افغانستان ته د ایراني توکو واردات د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره په یوه غټه ستونزه باندې اوښتي دي. هغوی د تېرو څو کالو په ترڅ کې غټ تاوانونه ګاللي دي. د بهرنیو توکو د وارداتو د مخنیوي او د کورنیو تولیداتو د هڅونې او د کورنیو تولیداتو د پېرودنې لپاره د خلکو د هڅونې پرځای، حکومت سوداګرو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته ایراني توکي راوارد کړي.‌ داسې یو وضعیت به هېواد او د هغه سوداګرو ته غټ اقتصادي تاوانونه ور واړوي.‌ مونږ له حکومت او نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې په افغانستان کې د صنایعو په سکتور کې پانګونه وکړي او له خصوصي فابریکو سره همکاري وکړي چې مونږ داخلي تولیدات ولرو او زمونږ هیواد نېکمرغه شي.‌

ځواب ورکړئ

افغان حکومت باید هېواد ته د ایراني توکو واردات بند کړي. دا وخت د هېواد په مارکېټونو کې د چینایي توکو په نسبت، چې پخوا یې په افغانستان کې د بهرنیو توکو ۸۰٪ جوړول، ایراني توکي ډېر دي.‌ په هېواد کې د ایراني توکو په پېرودلو کې علاقه مندي په چټکۍ سره زیاتیږي او د افغانستان خلک د چینایي توکو په نسبت ایراني توکو ته په درنه سترګه ګوري، ځکه چې د ایراني توکو کیفیت د چینایي او پاکستاني توکو په نسبت بهتر دی. ټولې هغه پیسې چې ایران یې افغانستان ته د ایراني توکو د صادرولو له لارې ګټي هغه د ترهګرو ډلو په تمویل باندې لګول کیږي چې په افغانستان کې وضعیت بدتروي. د افغانستان په مارکېټونو کې باید حکومت او د هیواد وګړي دواړه په ټولو ایراني او پاکستاني توکو باندې بندیزونه ولګوي. حکومت باید پاکستان او ایران ته په ښکاره ووایي چې د هغوی توکي به په افغانستان کې دننه تر هغه وخته بند وي څو چې دواړه هیوادونه په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي، او هغه سوداګر چې ایراني او پاکستاني توکي افغانستان ته راواردوي هغوی باید جریمه کړای شي.‌

ځواب ورکړئ

د ایران دا کارونه باید په ترورستي کړنو کې وشمیرل شي. ایران او پاکستان په هر قیمت هڅه کوي چې په افغانستان کې د پرمختګ مخه ډب کړي. ایران او پاکستان غواړي چې له افغانستان څخه د خپلو توکو پلورنځی جوړ کړي.

ځواب ورکړئ