اقتصاد

تهران غواړي چې د بازار ماتوونکیو سیاستونو له لارې افغان صنایع کمزوري کړي

د عمر راپور

افغان سوداګر او حکومتي چارواکي وایي، د ایران رژیم په افغانستان کې د ایراني مالونو قېمت د دې لپاره راټیټ کړی چې د دغه هېواد تازه غوړېدونکی کورنی مارکېټ ته زيان ورسوي او د خپلو تولیداتو د غوښتنې د کمي مخه ونیسي. [عمر]

هرات -- افغان سوداګر او حکومتي چارواکي وایي، د ایران رژیم په افغانستان کې د ایراني مالونو قېمت د دې لپاره راټیټ کړی چې د دغه هېواد تازه غوړېدونکی کورنی مارکېټ ته زيان ورسوي او د خپلو تولیداتو د غوښتنې د کمي مخه ونیسي.

د سوداګرو، پانګوونکیو او تولیدوونکیو او همدارنګه د محلي حکومتي مقاماتو په ګډون د خصوصي سکټور استازي د تلې په ۱۷مه د هرات د سوداګرۍ خونه کې راټول شوي وو چې د افغانستان په اقتصاد کې د ایران د رژیم د تخریبي لاسوهنې په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې اجرائیه رییس خلیل احمد یارمند وویل، د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران قېمت ماتوونکیو پالیسیو په هرات کې د تولیداتو په مرکزونو کې د پانګونې په شمول پانګونه ژوبله کړې ده.

هغه وویل، په داسې حال کې چې صنعتي تولید په افغانستان کې مخ په بره روان دی، نامناسبه سیالي، چې اکثره د خارجي تولیداتو د قېمتونو د ټیټوالي له امله رامنځته شوې ده د تدریجي تخریب سبب شوې ده.

دا عکس چې د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۱۹مه اخیستل شوی یو سړی په داسې حال کې ښیي چې په هرات کې د ګڼې ګوڼې په یوه مارکېټ کې ترکاري اخلي. د تهران له خوا قېمت ماتوونکیو اقداماتو په یاد ښار کې یو شمېر صنعتونه خراب کړي دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پی]

دا عکس چې د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۱۹مه اخیستل شوی یو سړی په داسې حال کې ښیي چې په هرات کې د ګڼې ګوڼې په یوه مارکېټ کې ترکاري اخلي. د تهران له خوا قېمت ماتوونکیو اقداماتو په یاد ښار کې یو شمېر صنعتونه خراب کړي دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پی]

د هرات ولایت د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د موزاییکو په یوه فابریکه کې د زمري په ۱ ماشینونه په غیرفعال حالت کې پاتې دي. [عمر]

د هرات ولایت د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د موزاییکو په یوه فابریکه کې د زمري په ۱ ماشینونه په غیرفعال حالت کې پاتې دي. [عمر]

د سوداګرو، پانګوونکیو او تولیدوونکیو او همدارنګه د محلي حکومتي مقاماتو په ګډون د خصوصي سکټور استازي د تلې په ۱۷مه د هرات د سوداګرۍ خونه کې راټول شوي وو چې د افغانستان په اقتصاد کې د ایران د رژیم د تخریبي لاسوهنې په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړي. [عمر]

د سوداګرو، پانګوونکیو او تولیدوونکیو او همدارنګه د محلي حکومتي مقاماتو په ګډون د خصوصي سکټور استازي د تلې په ۱۷مه د هرات د سوداګرۍ خونه کې راټول شوي وو چې د افغانستان په اقتصاد کې د ایران د رژیم د تخریبي لاسوهنې په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړي. [عمر]

هغه ایران ته په اشارې زیاته کړه، "د یوې لسیزې په اوږدو کې، د هرات په صنعتي ښار کې د تولیداتي مرکزونو شمېر له ۵۰۰ څخه ډېرو ته پورته شوی دی، خو د ګاونډي هېواد د قېمت ماتوونکي سیاست له امله له ۲۰۰ څخه ډېرې فابریکې غیرفعالې ولاړې دي."

یارمند وویل، "ایراني تولیدات په سرحدي لارو راقاچاق کیږي او د افغانستان په مارکېټونو کې په ټیټ قېمت خرڅول کیږي. دا تولیدات کورنیو تولیداتو ته ورته دي، او له دې امله افغاني تولیدات نشي کولی چې سیالي وکړي."

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو مرستیال رییس عبدالخلیل قتالي وویل، "د ایران په څېر ګاونډي هېوادونه صنعتي ښارونه لري او له افغانستان څخه یې تل د یوه مصرفوونکي مارکېټ په توګه کار اخیستی دی."

هغه وویل، "په افغانستان کې د سلګونو تولیدي فابریکو په جوړېدلو سره تولیدات زیات شول، او ایراني تولیداتو ته تقاضا کمه شوه، خو دغه هېواد [ایران] تل هڅه کړې چې زمونږ کورني تولیدات تخریب کړي او مارکېټ یو ځل بیا د هغوی د تولیداتو لپاره پرانستل شي."

قتالي وویل، د ایران رژیم د خپلې قېمت ماتوونکې پالیسۍ له لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدلو او د تولیداتو د ودې مخه ونیسي او په خپل هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته او تولیدات زیات کړي.

هغه زیاته کړه، "زه دایران په کونسلګرۍ او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت باندې غږ کوم چې د هغو کسانو مخه ونیسي چې په دې هېواد کې د دې لپاره د قېمت ماتوونکې پالیسۍ په هکله فکر کوي چې د افغانستان کورنی مارکېټ‌ ته زيان ورسوي."

په خامو موادو باندې محدودیتونه

په هرات ولایت کې صنعتي تولیدوونکیو هم په تهران باندې تور ولګاوه چې د دې لپاره یې د خامو موادو په انتقال او صادراتو باندې کلک محدودیتونه لګولي چې د هرات په صنعتي پارک کې د تولیدي مرکزونو د ودې مخه ونیسي.

د هرات صنعتي ښار کې د ماربل د پروسیس او تولید د یوې فابریکې مالک محمد نعیم شریفي وویل، "دا چې د تولیدي فابریکو لپاره خام مواد را واردیږي، په وارداتو باندې د هغو تکیه مونږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ کوي."

هغه زیاته کړه، د ایران د ګمرک افسران هره ورځ داسې لارۍ د څو ورځو لپاره ودروي چې خام مواد په کې بار وي او هلته له موټروانانو څخه په زور پیسې اخیستل کیږي.‌

شریفي وویل، "ایران نه غواړي چې خام مواد په صنعتي ښار کې تولیدي مرکزونو ته ورسیږي ځکه چې په دې کار سره په افغانستان کې تولیدات زیاتیږي چې کولی شي افغانستان ته ایران صادرات ودروي."

د ایران حکومت "هغو خامو موادو ته چې مونږ یې له ټولو هېوادونو څخه د ایران له لارې راواردوو ستونزې جوړوي، او هغه کیدای شي چې تر څو اونیو پورې په ګمرکونو کې پاتې او وراسته شي."

د هرات صنعتي پارک کې د نباتي تېلو یوه تولیدوونکي عزیزاحمد سعیدي وویل، "بار شوې لارۍ ګانې تر څو ورځو پورې د ایران په سرحدي دروازو کې ځنډول کیږي."

هغه وویل،‌ "زمونږ لارۍ ګانې له ۱۱ ورځو راهیسې په ایران کې د اسلام کلا بندر کې ایسارې دي او تر اوسه پورې یې د دې اجازه نه ده ترلاسه کړې چې له سرحد څخه راواوړي. هغه ځای چې لارۍ په کې ولاړې دي د افغانستان له خاورې څخه ۵ کیلومتره فاصله لري، خو هغوی مجبور دي چې ۱۱ ورځې انتظار وکړي."

هغه زیاته کړه، کله چې خام مواد دومره د ډېر وخت لپاره وځنډیږي، تولیدي مرکزونه له ډېرو ستونزو سره مخامخ کیږي.

سعیدي وویل، "کله چې خام مواد نه وي، فابریکې ودریږي. ماشینونه ګل کیږي، او کارګران بې کاره کیږي. مونږ خپل ډېر خام مواد له خارجي هېوادونو څخه راوړو، خو هغه خنډونه چې ایران یې مونږ ته په لاره کې جوړوي هغه وارخطا کوونکي دي."

په هرات کې د قالینو د تولید د یوې فابریکې مالک محمد رسول فایق وویل، د ایران رژیم له هرې وسیلې څخه کار اخلي چې د افغانستان اقتصاد تر فشار لاندې ونیسي.

هغه زیاته کړه، "ایران د خامو موادو قېمتونه لوړ کړي او په هغو خامو موادو یې تعرفې هم زیاتې کړي چې د هغوی له خاورې افغانستان ته راصادرېږي، او دغه حالت زمونږ لپاره د خامو موادو قېمتونه لوړ کړي دي."

فایق وویل، "کله چې د خامو موادو قېمت لوړ وي، مونږ مجبوریږو چې خپل تولیدات په لوړو قیمتونو خرڅ کړو، خو ایران د خپلې قېمت ماتوونکې ستراتیژۍ په عملي کولو او له غیرقانوني لارو د خپلو تولیداتو د صادرولو له لارې زمونږ تولیدات سخت ټکني کړي دي."

تعرفې

په هرات ولایت کې د اقتصادي چارو یوه تحلیلګر محمد یعقوب مصحوف وویل، "په ۱۳۸۴ کال کې، د "زوري" په نامه یوې فابریکې په صنعتي ښار کې بیټرۍ جوړولې."

هغه وویل، "د یوې بیټرۍ په جوړولو باندې ۹۰۰ افغانۍ (۱۱.۵۰ ډالر) لګېدلې، خو ایران په مارکېټ کې عین بیټرۍ په ۴۰۰ افغانۍ (۵.۱۱ ډالر) خرڅوله، او وتوانېد چې یاده فابریکه ناکامه کړي."

هغه زیاته کړه، "وروسته یې بیا د خپلو بیټریو قېمت څو برابره ډېر لوړ کړ."

هغه وویل، "حکومت باید د ایران د حکومت د بازار ماتوونکې پالیسۍ پر ضد د مبارزې لپاره له بېلابېلو تخنیکونو څخه کار واخلي." حکومت باید په ګمرکونو کې په مشابه توکو باندې تعرفې ولګوي. له ایران څخه افغانستان ته د ناقانونه وارداتو مخه باید ونیول شي،‌ او حکومت باید د بازار ماتوونکې ستراتیژۍ پر ضد یوه سخته تګلاره عملي کړي."

د هرات د والي مرستیال غلام داود هاشمي وویل، افغان حکومت هڅه کوي چې د بازار ماتوونکیو پالیسیو پر ضد د مبارزې لپاره قوي اقدامات معرفي کړي.‌

هغه وویل، "د مبارزې یوه لاره دا ده چې د سوداګرۍ د نړۍ والو قوانینو په اساس له ګاونډیو هېوادونو څخه په وارداتو باندې لوړې تعرفې ولګول شي."

هاشمي زیاته کړه، "مونږ هڅه کوو چې د تولیدي فابریکو لپاره خام مواد چې ډېرې ټیټې تعرفې پرې لګېدلې وي برابر کړو څو دغه شرکتونه وکولی شي چې له خارجي تولیداتو سره سیالي وکړي. همدارنګه به مونږ له ګاونډیو هېوادونو څخه د هغو ناقانونه وارداتو چې له ګمرکي محصولاتو څخه پټ تېرېږي او همدارنګه په مارکېټ کې په ټیټو قېمتونو د دغو توکو د خرڅلاو مخه ډپ کړو."

هغه وویل، "کله چې د ټیټ کیفیت تولیدات مارکېټونو ته ننوځي او له ګاونډیو هېوادونو څخه تولیدات هېواد ته راقاچاق کیږي او په ټیټو قیمتونو خرڅول کیږي، دا ښکاره خبره ده چې په کورنیو تولیداتو باندې د خلکو اعتماد ښایي خراب شي او خصوصي سکټور له ماتې سره مخامخ شي."

هاشمي وویل، "کله چې خصوصي سکټور فعال وي، هغه په زرګونو کاري فرصتونه برابروي او کله چې کارکوونکي په کار وګومارل شي، بیا هغوی ترهګري او یاغیتوب ته نه مخه کوي."

"ګاونډي هېوادونه زمونږ اتباع دې ته برابروي چې خپل کاري فرصتونه له لاسه ورکړي او د خصوصي سکټور او د افغان تولیدي فابریکو د ځپلو له لارې هغوی دې ته هڅوي چې له ترهګرو ډلو سره یوځای شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نو لعنت دې وي او د ایران په حکومت دې وي

ځواب ورکړئ

مونږ دا منو چي ايران د افغانستان دښمن دي او ستاسو په خوله يي منو لاکن د افغانستان تر ټولو لوي دشمن پاکستان دي ځکه چي باکستان ان د داودخان له وخته او بيا تر ننه پوري ترهګر تربيه کوي او افغانستان ته يي راليږي چي افغانان ورباندي ووژني او دا کار هم د غربيانو په پيسو کوي ځکه که د غرب پيسي نه وي باکستان پخپله هم له لوږي مري. په دي کي شک نشته چي ايران د افغانستان په مقابل کي د يوه ښه او مسلمان ګاونډي په نسبت د يوه سخت دښمن په توګه عمل کوي، شيعه مذهبي ګروپونه د سني، او هزاره د پښتنو او تاجکو بر ضد مقاومت ته هڅوي لاکن چاره څه ده؟ دا کار خو يي هم په افغانستان د غرب د واکمنۍ به وخت کي تر ټولو ډير وکړ او لا هم پرمخ روان دي. ايا له کالونو راهيسي امريکايي او ايراني ډونران په شريکه د طلوع تلويزيون په څير له تعصب او د پښتنو په مقابل کي له توپيري چلند ډک پروګرامونه نه حمايه کوي؟ کوي يي. افغانان د هغو امريکايي او نورو غربي شريکانو قدر کوي چي په افغانستان کي يي قرباني ورکړي لاکن که غربيان په ريښتيا له ايران سره مقابله او د ايرانی او پاکستانۍ ترهګرۍ مخنيوي کوي ډيري نه لس ميليارده دالر دي په افغانستان کي د برق په بندونو ولګوي چي هم د ايراني تروريزم مرۍ خفه شي هم د پاکستاني تروريزم. تل دي وي افغانستان. تل دي وي افغان - امريکايي دوستي. مرګ به ايراني او باکستاني ترورستانو

ځواب ورکړئ