اقتصاد

سولې ته د شتو هیلو له امله د پانګونې د تشویق په لړ کې هرات له اقتصادي پلوه وده کوي

د عمر راپور

په داسې حال کې چې په هېواد کې د دوامدارې سولې هیلې او امېدونه د سیمې په تولیدي مرکزونو کې پانګونې ورجلبوي، په هرات ولایت کې د فابریکو او کاري فرصتونو شمېر په چټکۍ سره په ډېرېدلو دی.‌ [عمر]

هرات -- په داسې حال کې چې په هېواد کې د دوامدارې سولې هیلې او امېدونه د سیمې په تولیدي مرکزونو کې پانګونې ورجلبوي، په هرات ولایت کې د فابریکو او کاري فرصتونو شمېر په چټکۍ سره په ډېرېدلو دی.‌

کتونکي وایي، په هرات کې د کوویډ - ۱۹ کروناوایرس خپراوي په وروستیو څو اونیو کې د دغې ودې سرعت کم کړی، او ښایي چې دغه بهیر تر څه وخته پورې دوام ومومي، خو په عمومي توګه د سیمې اقتصادي راتلونکی ښېرازه ښکاري.‌

د هرات د کانونو او صنایعو ریاست وایي، د ۱۳۹۸ لمریز کال په ترڅ کې، د هرات په صنعتي ښار کې ۲۵ فابریکو فعالیتونه پيل کړي.

دغه تصدۍ د خوړو،‌ درملو، طبي تأمیناتو او قالینو په څېر توکي تولیدوي.

په دې عکس کې چې د وري په ۶مه اخیستل شوی، د هرات په صنعتي ښار کې د صابون جوړونې د یوې فابریکې کارکونکي لیدل کیږي. [عمر]

په دې عکس کې چې د وري په ۶مه اخیستل شوی، د هرات په صنعتي ښار کې د صابون جوړونې د یوې فابریکې کارکونکي لیدل کیږي. [عمر]

کارکونکي د وري په ۶مه د هرات صنعتي ښار کې د اوړو په یوه ژرنده کې د اوړو بورۍ ډکوي. [عمر]

کارکونکي د وري په ۶مه د هرات صنعتي ښار کې د اوړو په یوه ژرنده کې د اوړو بورۍ ډکوي. [عمر]

د یادې خونې رییس حمیدالله خادم وویل،‌ سم چې هغوی له برېښنا سره وصل شي، داسې پلان موجود دی چې شاوخوا ۲۰ نورې فابریکې هم پرانستل شي.

هغه وویل، «موږ هغه د دې لپاره پرانیزو چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران څخه واردات کم شي، او د افغاني صادراتو د زیاتولو لپاره فرصت رامنځته شي.»

هغه زیاته کړه،‌ په هرات کې د فابریکو په شمېر کې ډېرښت واردات او په خارجي توکو باندې تکیه راکمه کړې ده.‌

خادم وویل، «تېر کال په هرات کې په ۲۵ نویو فابریکو کې شاوخوا ۳.۸ میلیارده افغانۍ (۵۰ میلیونه ډالر) پانګونه شوې ده.‌ تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې ۲.۶ میلیارده افغانۍ (۳۵ میلیونه ډالر) نوره پانګونه هم وشي.»

هغه وویل، په صنعتي ښار کې ۲۵ نوې پرانستل شوې فابریکې به ۶۰۰۰ مستقیم کاري فرصتونه او له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر غیر مستقیم کاري موقفونه رامنځته کړي.

خادم وویل، «غیرالکولي مشروبات، وچه مېوه، لوښي، تار او طبي تأمینات د هغو تولیداتو په ډله کې دي چې موږ یې راواردوو. په ۲۰۱۹ کې د هرات صنعتي ښار څخه د ۱.۵ میلیارده افغانیو (۲۰ میلیونو ډالرو) په ارزښت تولیدات صادر شول.»

هغه زیاته کړه، «په دغه ښار کې ۳۳۰ فابریکې کار کوي. هغو ۲۵۰۰۰ کاریګر په مستقیم ډول استخدام کړي چې له ۲۵٪ څخه ډېر یې ښځې دي او په لسګونو زره نورو ته یې غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر کړي دي.»

بهرني پانګوونکي لېوالتیا لري

که څه هم چې د طالبانو له خوا دوامدارو بریدونو د افغانانو په منځ کې په دې هکله شکونه راپورته کړي چې اورپکي د سولې په هکله څومره جدي دي، لاکن ډېر افغانان هیله لري چې کېدای شي هېواد ته سوله راشي.

یادې ډلې د کب په ۱۰مه له متحده ایالاتو سره د یوې هوکړې له لاسلیکولو راهیسې په لسګونو امنیتي منسوبین وژلي دي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس یونس قاضي زاده وویل، په افغانستان کې د ۴۰ کلنۍ جګړې د پای ته رسولو هیلو پانګوونکی دې ته هڅولي چې خپلې سوداګرۍ پراخې کړي.

هغه زیاته کړه، «د تېر کال په ترڅ‌ کې په هرات ولایت کې لوی او قېمیتي تولیدي مرکزونه پرانستل شوي. ډېر سوداګر غواړي چې په صنعتي پارک کې ځمکې واخلي او تولیدي فابریکې پرې جوړې کړي.»

محمد ابراهیم سادات چې د هرات صنعتي ښار کې د خوراکي توکو د تولید د یوه شرکت مشر دی، وویل، په ورته وخت کې سولې ته موجودې هیلې له هېواد څخه د بهر پانګوونکیو علاقه مندی دې ته راجلبوي چې په هرات ولایت کې پانګونه وکړي.

هغه وویل، «دا وخت، چې موږ د سولې په هکله خبرونه اورو، یو شمېر پانګوونکي هڅه کوي چې خپلې سوداګرۍ پراخې کړي.‌ تر دې چې زه له افغانستان څخه بهر داسې دوستان لرم چې علاقه مندي لري څو په هرات کې پانګونه وکړي او په یوه سوله ییز چاپېریال کې خپل هېواد ته خدمت وکړي.»

هغه وویل، «موږ دې ته سترګې په لاره یو چې د حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرې نتیجه ورکړي. موږ غواړو ثابته کړو چې افغانان د ډېرو نورو هېوادونو د وګړو په څېر وکولی شي چې له جګړې څخه وروسته خپل ویجاړ هېواد بېرته جوړ کړړي.»

سادات زیاته کړه، «موږ هیله لرو چې سوله راشي او په راتلونکي کې موږ په یوه سوله ییز او خوندي چاپېریال کې کار وکړو او زموږ پانګونې وغوړېږي. کله چې سوله نه وي او جنګ دوام ومومي، موږ هیچ هم لاسته نشو راوړی او د هرڅه د له لاسه ورکولو خطر پر غاړه اخلو.»

هغه وویل، په ورته وخت کې د هغه شرکت تولیدات زیاتوي او هیله لري چې کارکونکي نور هم زیات کړي.

په صنعتي پارک کې د صابون جوړونې د یوه شرکت رییس عبدالحکیم دوستي زاده وویل، یوه دوامداره سوله په هرات کې د فابریکو د ودې د دوام لپاره اړینه ده.‌

هغه وویل، «پانګونه امنیت پورې تړلې ده. د سولې د خبرو په پيلېدلو سره موږ ولیدل چې د هرات صنعتي ښار کې د تولیدي شرکتونو په جوړولو کې علاقه مندي زیاته شوې ده.»

هغه زیاته کړه، «موږ په حکومت او طالبانو باندې غږ کوو چې سمدلاسه د سولې خبرې پيل کړي څو موږ وکولی شو چې خپل فعالیتونه پراخ کړو او په یوه لا ډېر سوله ییز چاپېریال کې کار کول پیل کړو.»

حکومتي ملاتړ

په هرات کې ځایي مقامات وایي، حکومت ژمن دی چې کورني تولیدات حمایه کړي او هڅه کوي چې د خصوصي سکټور د ودې لپاره یو بهتر چاپېریال جوړ کړي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، حکومت د خصوصي سکټور په تولیداتو باندې تمرکز کوي او د حکومت له ملاتړ څخه پرته دغه سکټور نشوای کولی چې د اوس په سطحه وده وکړي.‌

هغه زیاته کړه، افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له خوا بازار ماتونې ته ځواب وایي، او حکومت به د وطني تولید د کمزوري کولو لپاره د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

فرهاد وویل، «په وروستیو کالونو کې، خصوصي سکټور د حکومت په ملاتړ وده کوي. اکثر هغه ضروري تولیدات چې په هېواد کې دننه ورته اړتیا ده د هرات صنعتي پارک کې تولیدیږي چې دا کار له ګاونډیو هېوادونو څخه واردات د پام وړپه کچه راټیټوي.»

هغه زیاته کړه، «د حکومت او امنیتي ادارو اکثر غوښتنې په هېواد کې دننه پوره کیږي. دا د افغان حکومت یوه پالیسي ده چې وطني تولید ته وده ورکړي، او هڅې یې کړي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په راتلونکو توکو باندې لوړې تعرفې وضع کړي.»

په هرات ولایت کې یوه اقتصادپوه محمد یعقوب مصحوف وویل، په افغانستان کې د خصوصي سکټور د تولیداتو وده د ټولو افغانانو لپاره هڅوونکې ده.

هغه وویل، «د خصوصي سکټور وده او د وطنیو تولیداتو زیاتوالی د حکومت بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري، او د هرات صنعتي ښار کې وضعیت ښیي چې حکومت د دغه سکتور ملاتړ کړی دی.»

مصحوف زیاته کړه، «د افغاني تولیداتو په وړاندې د ګاونډیو هېوادونو ویجاړوونکې پالیسۍ اوس هم د ژورې اندیښنې مسئله ده. دغه هېوادونه غواړي چې د افغانستان داخلي تولیدات کمزوري کړي، د مارکېټ کنټرول په لاس کې واخلي او خپل تولیدات په ډېرو لوړو قېمتونو خرڅ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که نړۍ واله ټولنه غواړي چې افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي، باید چې په دې هېواد کې د فابریکو د جوړولو په برخه کې ډېره مرسته وړاندې کړي. که مونږ داسې تولیدي فابریکې درلودلی چې په ټولو ولایتونو کې یې ابتدایي توکي تولیدولی، نن به مونږ د تولیداتو د قېمتونو له لوړوالي سره نه وای مخامخ شوي. د کرونا وایرس د ناروغۍ د خپراوي له امله د ګاونډیدیو هېوادونو له خوا د دروازو د بندېدلو په نتیجه کې قېمتونه اسمان ته ختلي دي.‌ زمونږ هېوادوال نشي کولی چې خوراکي توکي واخلي.‌ د هېواد په ټولو ولایتونو کې باید فابریکې جوړې شي چې یوه لوري ته خلک په وظایفو باندې مقرر شي او بل لوري ته قېمتونه بدل رابدل نشي.

ځواب ورکړئ

کله چې زه په دې وېب سایټ کې د پرمختګ او اقتصاد په هکله خبرونه اورم او لولم، زه ډېر زیات خوشحالیږم. زه د یوه افغان په توګه د امنیت او اقتصاد له اړوندو چارواکو څخه غواړم چې په ولسوالیو، کلیو او د ښارونو په لمنو کې د داسې تولیدي کمپنیو، فابریکو او نورو اقتصادي پروژو د جوړونې هڅه وکړي ځکه چې هغه ډېرې ګټې او امتیازات لري. ۱. لومړی، حکومت باید په ولسوالیو کې زمونږ د پانګوونکیو لپاره ۱۰۰٪ امنیت برابر کړي. ۲. دویم، حکومت باید په ولسوالیو او کلیو کې د بې کاره ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي چې زمونږ ځوانان په لارو کې له کېناستلو، د نورو خلکو د مېرمنو او ماشومانو له زورولو، شراب چښلو، قیمار وهلو، غلا کولو او لارو شکولو، پرو (قطعو) کولو، په نشه ییزو توکو له اخته کېدلو او نورو ساعت تېریو څخه، چې زمونږ د ټولنې د اسلامي او کلتوري ارزښتونو پر خلاف دي، ایسار شي. ۳. که داسې کاري فرصتونه برابر کړای شي، ګاونډیو هېوادونو ته زمونږ د ځوانانو مهاجرتونه به له کوم مخنیوي څخه پرته کم شي. ۴. په کلیو کې د امنیت د نشتوالي له امله، زمونږ یو غټ شمېر خلک ښارونو ته وکوچېدل او خپلې ټولې مالدارۍ او بزګرۍ یې شاته پرېښودلې. که دغه ډول فابریکې جوړې شي، زمونږ درانه او مېلمه پال کليوال به بېرته خپلو پلرنیو ځمکو ته ستانه شي او په بزګرۍ او مالدارۍ کې به بوخت شي. ۵. هم به په ښارونو کې د خلکو ګڼوالی کم شي، او هم به د ښار په فضا کې د هوا ککړوالی کم شي. ۶. هغه خلک به چې په ښارونو کې ژوند کوي په اسانۍ سره کاري فرصتونه ومومي. زه له حکومت څخه غواړم چې په ولسوالیو او کلیو کې امنیت ډاډمن کړي. هغه باید د ځوانانو، سړیو او ښځو لپاره شرایط داسې جوړ کړي چې علم ترلاسه کړي او ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړ شي او زمونږ ځوانا

ځواب ورکړئ

دا ښه خبر دی، خو دا کار کافي نه دی. دا وخت مونږ یوازې په هرات او کندهار ولایتونو کې یو څو فابریکې لرو، خو د هېواد په نورو ولایتونو کې هم باید فابریکې جوړې شي چې یوې خواته مونږ داخلي تولیدات وکاروو، او بلې خوا ته خلک په کارونو ولګیږي.

ځواب ورکړئ

حکومت باید په هېواد کې د خصوصي سکټور پانګونه وهڅوي، او له پانګوونکیو څخه وغواړي چې په افغانستان کې خپلې پیسې ولګوي.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه. د فابریکو جوړول به افغانستان پرځان بسیا کړي. حکومت باید په دې برخه کې پانګوونکي وهڅوي.‌

ځواب ورکړئ

امیرعبدالرحمان خان ویلي وو چې په روسانو هېڅکله باور مه کوئ، زموږ خلکو ورباندې باور وکړ افغانستان په کنډوالو بدل شو. دا د هرات د صنعتي پارک لپاره چې حکومت له ایران نه کوم برق راوارد کړی وو د دی لپاره هم په ایران باندی باور نه وو په کار ځکه چی ایران او پاکستان دواړه منافقان او له کفارو نه بدتر دي او دا په دلیل واضح شوي دي. تاسو وګورئ چې پاکستان او ایران څومره ترهګر تربیه کړل او افغانستان ته یی د بی ګناه خلکو د وژلو او د افغانستان بالخصوص د پښتنو سیمو د مکتبونو، کلینیکونو، پلونو، لارو او پلچکونو د ورانولو لپاره راولیږل او افغانستان ته یې څومره زیان ورساوه. لعنت دې وي په پاکستاني او ایراني پوځي سیستمونو او استخباراتو چې افغانستان یې د اسلام له نامه نه په ناوړه استفادې سره وران کړ او افغانان یې ووژل.

ځواب ورکړئ

په هرات کې د اکثرو بېخبناوو، لکه انرژۍ او برېښنا او د اداري ودانیو امنیت ټینګ نه دی، او حکومت باید هڅه وکړي چې برابر یې کړي.

ځواب ورکړئ