اقتصاد

د ایران د بازارماتوونکیو سیاستونو هدف دا دی چې د هرات د بوټانو صنعت ته ضربه ورکړي

د عمر راپور

د هرات اوسېدونکي او چارواکي وایي، د ایران بازار ماتوونکي سیاستونه او د بوټانو قاچاق د افغانستان په هرات ولایت کې د بوټانو صنعت تهدیدوي. [عمر]

هرات -- اوسېدونکي او چارواکي وایي، د ایران له خوا بازار ماتونه او د بوټانو قاچاق د هرات ولایت د بوټانو غوړېدونکی صنعت ګواښي.

په هرات ولایت کې د بوټ ګنډونکیو د اتحادیې رییس محمد شریف وویل، تر دوه کاله مخکې پورې په هرات کې له ۵۰۰ څخه ډېرو وړو او لویو بوټ جوړوونکیو فعالیت کاوه، خو تېر کال د ایران له خوا د اقتصادي‌ ستونزو او نامناسبې سیالۍ له امله د ۲۰۰ صنعتګارانو فعالیتونه بند شول.

هغه وویل، د اقتصادي په شاتګونو له امله د ایراني ریال د ارزښت په لوېدلو سره،‌ «په ایران کې قېمتونه ۷۰٪ ولوېدل»، او زیاته یې کړه چې دغه وخت واردوونکیو وکولی شوای چې د ۱۰۰ افغانیو (۱.۳۰ ډالرو) بوټان په ۳۰ افغانۍ (۰.۴۰ ډالر) واخلي او بیا یې په هرات کې خرڅ کړي.

شریف وویل، دغه کار له ایراني بوټانو سره سیالي سخته کړه، چې په نتیجه کې یې ۲۰۰ دوکانونه بند شول.‌

په عکس کې، یو بوټ جوړوونکی د سلواغې په ۲۷مه په هرات ښار کې لیدل کیږي. [عمر]

په عکس کې، یو بوټ جوړوونکی د سلواغې په ۲۷مه په هرات ښار کې لیدل کیږي. [عمر]

شریف زیاته کړه، «موږ توانېدلي وو چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران څخه د بوټانو د وارداتو مخه ونیسو، خو له ایران څخه افغانستان ته د بوټانو قاچاق اوس هم یوه جدي ستونزه ده.»

هغه وویل، دا وخت په هرات ولایت کې شاوخوا ۳۰۰ پاتې کوچني،‌ منځني او لوی صنعتکاران شاوخوا ۲۰۰۰ کارکونکي لري چې هره ورځ له ۷۰۰۰ جوړو څخه ډېر بوټان جوړوي.

شریف وویل، «په هرات کې جوړېدونکي بوټان د هرات او ځینې ګاونډیو ولایتونو ۶۰٪ تقاضا پوره کوي... او د کابل په ګډون فراه، غور، بادغیس او ځینې نورو ولایتونو ته هم لېږل کیږي.»

هغه زیاته کړه،‌ «په هرات کې د بوټانو په لسګونو ډولونه په نړۍ والو معیارونو جوړېږي، چې د هلکانو، نجونو او ښځو او همدارنګه د عسکرو بوټان په کې شامل دي.»

نامناسبه سیالي

په هرات ښار کې د یوې بوټ جوړونې فابریکې رییس عبدالوهاب قاضي زاده وویل،‌د ایراني رژیم مالي فرېب کاریو افغان بوټ جوړونکي سخت ځپلي، چې سخټ مالي زیانونه یې اړولي دي.‌

هغه وویل، که له ایران څخه د بوټانو واردات ودرول شي، د بوټ جوړونې وطنۍ فابریکې کولی شي چې په هرات او ګاونډیو ولایتونو کې د بازارونو ټوله تقاضا پوره کړي.‌

قاضي زاده زیاته کړه، «موږ په حکومت باندې غږ کوو چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په راتلونکیو بوټانو باندې تعرفې زیاتې کړي چې موږ وکولی شو له هغوی سره سیالی وکړو. د حکومت له خوا په دغو اقداماتو سره به زموږ تجارت بېرته وځلېږي او موږ به وکولی شو چې په خپلو تولیداتو کې څو برابره ډېرښت راولو.»

هغه وویل، «کله چې ګاونډي هېوادونه وګوري چې یو صنعت په افغانستان کې وده کوي، هغوی مداخله کوي او په ټیټو قېمتونو خپل د ټیټ کیفیت تولیدات رامخې ته کړي چې په افغانستان کې وطني بازارونه مختل او د هغو وده ټکنۍ کړي.»

د هرات د صنایعو او کانونو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، بوټ جوړونه په افغانستان کې یو لرغونی کاروبار دی.‌

هغه وویل، پخوا په دغه ولایت کې د ابتدایي بڼې بوټان جوړېدل، خو په تېرو دوه لسیزو کې په هرات کې د جوړېدونکیو بوټانو کیفیت وده وکړه. نوموړي زیاته کړه، «په هرات کې جوړېدونکي بوټان له ګاونډیو هېوادونو څخه د راواردېدونکیو بوټانو په نسبت بهتر دي.»

خادم زیاته کړه، «په هرات کې د لوړ کیفیت جوړېدونکيو بوټانو مشتریان د دغو تولیداتو کارولو ته جلب کړي، او د هرات په مارکېټونو کې خرڅېدونکي اکثر بوټان په هرات کې جوړ شوي دي.»

په هرات کې د بوټ جوړونې د یوې فابریکې مالک جلیل احمد وویل، په هرات کې د بوټانو تولید د دوه کاله مخکې وخت په نسبت وده کړې، او خلکو د وطنیو تولیداتو له اخیستلو سره علاقه مندي پیدا کړې ده.

هغه زیاته کړه، «د ګاونډیو هېوادونو د ټیټ کیفیت د بوټانو ټیټو قېمتونو ځینې مشتریان د دغو بوټانو د اخیستلو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي، خو اکثر مصرفوونکي د ټیټ کیفیت لرونکیو وارداتي بوټانو په نسبت په هرات کې جوړ شوي بوټان غوره بولي.»

هغه وویل، «موږ په حکومت باندې غږ کوو چې د ټیټ کیفیت لرونکیو بوټانو د واردیدلو مخه ونیسي.»

حکومت د وطنیو تولیداتو ملاتړ کوي

په هرات کې ځایي چارواکو وویل، افغان حکومت دې ته ژمن دی چې د ټیټ‌ کیفیت لرونکیو ایراني او چینایي بوټانو د واردیدو مخه ونیسي او په هرات ولایت کې د بوټانو د صنعت ملاتړ وکړي.

د هرات ولایت د والي مرستیال غلام داود هاشمي وویل، افغان حکومت تل د وطنیو تولیداتو ملاتړ کړی دی.

هغه زیاته کړه، «په هرات کې جوړ شوي بوټان له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارد شویو بوټانو په نسبت ډېر لوړ کیفیت لري، او دا وړتیا لري چې له بهرنیو تولیداتو سره سیالي وکړي.»

هاشمي زیاته کړه، د وطنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د حکومت سیاستونه په ګمرکي مرکزونو کې تطبیق شوي دي.

هغه وویل، «په ګمرکي مرکزونو کې، په هغو تولیداتو باندې چې له وطنیو تولیداتو سره مشابه دي لوړې تعرفې لګول شوي څو وطني تولیدات وکولی شي چې له وارد شویو توکو سره په سیالۍ کې خپله وړتیا وساتي.»

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې رییس خادم وویل، د افغانستان د وطنیو تولیداتو پر ضد د ایران په ګډون د ګاونډیو هېوادونو د ویجاړوونکيو سیاستونو مخه باید ونیول شي.

هغه وویل، «هر سکټور چې په افغانستان کې غوړېدلی دی، د ایران حکومت هڅه کړې چې د خپلو بازار ماتوونکیو تخنیکونو په وسیله یې ویجاړ کړي. بوټ جوړونه یو له هغو صنایعو څخه ده چې د ایران له خوا بازار ماتونې متاثره کړې ده.»

خادم وویل، «د ایران د بازارماتوونکې پالیسۍ غوره ځواب دا دی چې د ایراني بوټانو د قاچاق مخه ونیول شي او د هغوی په تولیداتو باندې لوړې تعرفې ولګول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایرانیان ډېر متعصب او کرکجن خلک دي. انسانی ارزښتونه ورته معنی نه لري. د شیعه توب تر نامه لاندې غواړي چې خپل مکار سیاست ترسره کړي او په سیمه کې د ځان د پراختیا لپاره کار وکړي. خو ایران له دا دومره رزالت او ناوړه اوصافو سره سره بیا هم په ترهګرۍ او نورو خطري کارونو کې پاکستان پسې نه رسیږي. دواړه د افغانستان او نړۍ دښمنان دي.

ځواب ورکړئ

افغانستان د هغه ښار په څېر دی چې دروازې نه لري. هرهېواد کولی شي چې په افغانستان کې هرڅه چې غواړي هغه وکړي. داسې څوک نشته چې پوښتنه وکړي چې ولې یو هېواد داسې کار کوي؟ دا څه ډول حکومت دی چې ایرانیان زمونږ د سوداګرو او صنعتکارانو اقتصاد کمزوری کوي، او حکومت یې پر ضد اقدام نه کوي؟

ځواب ورکړئ

افغان حکومت باید ایران ته د هر ډول موادو قاچاق ودروي، او هغه قاچاقچیان چې له افغانستان څخه ایران ته بوټان صادروي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. همدارنګه، افغان حکومت باید د ایراني توکو لکه شیدو، جوسو، غوړیو او داسې نورو د واردولو مخه ونیسي. اوس، دا ټول توکي په هرات او کندهار ولایتونو کې تولیدیږي. که سوداګر ایراني او پاکستاني تولیدات وارد نه کړي، خلک به د خپل هېواد تولیدات استعمال کړي. زمونږ په هېواد کې به صنعت او تولید وده وکړي، او په دې هېواد کې به په زرګونو کسان په وظیفو مقرر شي. بیا به دې ته اړتیا نه وي چې خلک ایران ته لاړ شي او د حیواناتو په څېر چلند ورسره وشي. مونږ له حکومت څخه په کلکه غواړو چې د بهرنیو توکو د قاچاقولو او واردولو پر ضد لاس په کار شي.‌

ځواب ورکړئ