اقتصاد

د هرات چارواکي په ایراني ریالو باندې د بندیز له لارې د ډالرو د قاچاق مخه نیسي

د عمر راپور

په هرات ولایت کې افغان چارواکو پرېکړه کړې چې په تجارتي معاملو کې د ایراني ریالو استعمال ودروي او خبرداری ورکوي چې سرغړوونکي به له سختې سزا سره مخامخ شي. [عمر]

هرات -- په هرات ولایت کې چارواکو پرېکړه کړې چې په تجارتي معاملو کې د ایراني ریالو استعمال ودروي او خبرداری ورکوي چې سرغړوونکي به له سختې سزا سره مخامخ شي.

چارواکي وایي، د ریالو استعمال د افغانیو ارزښت کم کړی دی.‌

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد د لړم په ۲۰مه وویل، «ایراني ریال اکثر د کوهسان او غوریان په څېر هغو ولسوالیو کې چې له ایران سره په پوله پرتې دي او په ځینې مواردو کې په هرات ښار کې کارول کیږي‌، او موږ پرېکړه کړې چې د استعمال مخه یې ونیسو.‌ موږ په جدي توګه هڅې کوو چې په هرات ولایت کې په ورځنیو معاملو کې د بهرني اسعارو استعمال ودروو.»

هغه وویل، ریال معمولا په رسمي تجارتي معاملو کې نه کارول کیږي. افغانان اکثر هغه په غیر رسمي او خصوصي معاملو کې استعمالوي، او مقامات اراده لري چې دغه کار پای ته ورسوي.

یو صراف د لړم په ۲۵مه په هرات ښار کې په یوه صرافۍ کې ایراني بانکنوټونه شماري. [عمر]

یو صراف د لړم په ۲۵مه په هرات ښار کې په یوه صرافۍ کې ایراني بانکنوټونه شماري. [عمر]

فرهاد زیاته کړه، «په معاملو کې د ایراني ریالو استعمال د افغانیو ارزښت راټیټ کړی چې دا زموږ لپاره د منلو وړ نه ده.»

هغه وویل، «د هرات والي په هرات کې د افغانستان بانک ته امر کړی څو هڅې وکړي چې په معاملو کې د ریالو د استعمال مخه ونیسي، او هر څوک باید افغانۍ استعمال کړي. هغه څوک چې ایرانۍ پیسې استعمالوي هغه سره به قانوني برخورد وشي.»

دغه بندیز، چې ژر به نافذ شي، د ایران له خوا د دې هڅو په ترڅ کې تطبیق کیږي چې غواړي امریکایي ډالر له هرات ولایت څخه ایران ته قاچاق کړي.

د ریالو او ډالرو قاچاق

ریال معمولا افغانستان ته د قاچاق شویو ډالرو په بدل کې راننوځي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس یونس قاضي زاده وویل، قاچاقچیان هره ورځ د هرات له مارکېټ څخه ډالر ټولوي او په بېلابېلو لارو یې ایران ته لېږي.

هغه زیاته کړه، «حکومت په مارکېټ کې د ډالرو شمېر کم کړی څو ایران ته یې د قاچاق کېدلو مخه ونیسي، خو په مارکېټ کې د ډالرو کمي د سوداګرۍ په ډېره برخه باندې تاثیر کړی دی.»

هغه وویل، «اکثره سوداګریزې راکړې ورکړې په ډالرو دي. په مارکېټ کې د ډالرو کمی او ورسره جوخت بهرنیو هېوادونو ته یې قاچاق به زموږ د سوداګریو لپاره بدې پایلې ولري.»

په هرات ولایت کې د صرافانو د اتحادیې رییس بهاءالدین رحیمي وویل، فرصت طلبه اشخاص هره ورځ له صرافیو څخه ډالر پېري او په ناقانونه توګه یې ایران ته لېږي.‌

هغه وویل، «موږ ته را رسېدلي راپورونه ښیي چې هره ورځ سلګونو زره ډالرایران ته د ټرانزیټي لاریو او ټکسي کې لېږل کیږي. په سرحد کې له نافذو اقداماتو سره سره، اوس هم قاچاقچیان کولی شي چې ډالر ایران ته انتقال کړي.»

رحیمي وویل، «په هرات ولایت کې صرافان او خصوصي سکټور ته د ډالرو د قاچاق کېدلو له امله سخت تاوانونه وراوښتي دي،‌او که دا پروسه روانه وي، دا به د افغانستان په اقتصاد باندې منفي اغېزې ولري.»

د والي ویاند فرهاد وویل، امنیتي ځواکونو په پوله باندې سخت ګامونه اخیستي چې ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق کېدلو په مخنیوي کې کولی شی مرسته وکړي.

هغه وویل، «سرحدي ځواکونو په تېر یوه کال کې د اسلام کلا په بندر کې ایران ته د ډالرو د قاچاق په تور شااوخوا ۵۰ مشکوک کسان نیولي او عدلي او د قانون نافذوونکیو ادارو ته یې په لاس ورکړي دي.»

هغه زیاته کړه، «ګاونډیو هېوادونو ته د بهرنیو اسعارو د قاچاق پر ضد د حکومت مبارزه په قوت سره روانه ده.»

افغانۍ استعمالول

د بهرنیو اسعارو په استعمال باندې په محدودیتونو لګولو سربېره، د هېواد مرکزي بانک د افغانستان بانک هڅه کوي چې د لویدیځې سیمې اوسېدونکي دې ته وهڅوي چې د بهرنیو اسعارو پر ځای افغانۍ وکاروي.

په لویدیځه سیمه کې د افغانستان بانک رییس انورشاه یوسفي وویل، دغه بانک پلان لري چې د ریالو د استعمال د مخنیوي لپاره ځانګړي پروګرامونه تطبیق کړي.

هغه زیاته کړه، «تر دوه کاله مخکې مودې پورې په فراه او نیمروز ولایتونو کې ټولې پلورنې او راکړې ورکړې په ایراني ریالو کېدې، خو د حکومت د هڅو له برکته اوس شااوخوا ۷۰٪ معاملې په افغانیو کیږي.»

یوسفي وویل، «هغو خلکو چې په خپلو معاملو کې یې ریال کارول او په ډېر مقدار کې یې لرل هغوی په ایران باندې د بندیزونو په لګېدلو سره د ریالو د ارزښت په رالوېدلو سخت تاوانونه وکړل. اوس هغوی په خپلو راکړو ورکړو کې له ریالو څخه هېڅ استفاده نه کوي.»

یوسفي وویل، «د مارکېټونو په څارنې او د بهرنیو اسعارو د استعمال په مخنیوي سربېره، د افغانستان بانک داسې تبلیغاتي او خبرتیایي کمپاینونه چلوي چې خلک د افغانیو استعمال ته هڅوي.»

هغه وویل، «دغو پروګرامونو افغانان دې ته هڅولي‌ چې د بهرنیو اسعارو پر ځای افغانۍ وکاروي.»

د هرات اوسېدونکیو د ریالو د بندولو پرېکړه وستایله.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي یاسر احمدي وویل، افغانان «باید ایراني اسعار استعمال نه کړي ځکه چې ګټه یې ایران ته رسیږي او د افغانیو ارزښت کموي. دا د هر افغان وظیفه ده چې افغانۍ استعمال کړي.»

هغه پوښتنه وکړه، «ایرانیان افغانۍ نه استعمالوي، نو موږ افغانان ولې باید ریال استعمال کړو؟»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي جان محمد د بهرنیو اسعارو د بې ثباتۍ نه د یادولو ترڅنګ وویل، «زه له ټولو څخه غواړم چې په خپلو معاملو کې افغانۍ استعمال کړي، نه بهرني اسعار.»

هغه یاده کړه چې په وروستیو ورځو کې ریال او پاکستانۍ روپۍ دواړو خپل ارزښت بایللی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د داسې غلطو خبرونو په خپرولو سره تاسو د ترهګرو او جنایتکارو امریکایانو مزدوران د افغانستان د مظلومو خلکو پر ضد ظلم کوئ.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې دا د افغان چارواکو یو ښه تصمیم دی چې په سرحدي سیمو کې یې د خارجي اسعارو کارول منع کړل.

ځواب ورکړئ

«ایرانیان افغانۍ نه استعمالوي، نو موږ افغانان ولې باید ریال استعمال کړو؟» ډېر عالي. دا څومره ښکلی نظر دی. هر افغان باید داسې نظر ولري. آیا پاکستانی افغانۍ استعمالوي؟ نه. پاکستانی خو ماته یوازې بمونه رالیږي، یوازې ترهګر رالیږي او ما پرې وژني، چې داسې دی نو زه ولې پاکستانۍ روپۍ استعمال کړم چې اقتصاد ته یي ګټه ورسیږي؟ همداسې ایران او ریال هم دي.

ځواب ورکړئ