2023-03-24
هوواوې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې او د نړۍ په چاپېر ډېرو سیمو کې یې تقریبا انحصار ترلاسه کړی دی، خو له پوځ سره د دغې کمپنۍ د اړیکو زیاتېدونکي شواهد د وارخطایۍ وړ ګڼل کیږي.
2022-08-22
د دې ټکي له پام کې نیولو پرته چې چینایي ټکنالوجي یوه هېواد ته د هوکړې له لارې ور ننوځي که د زور یا په پټه، لاکن پایلې یې روښانه او دا دي چې بیجینګ هڅه کوي چې خپل کنټرول پراخ کړي.
2022-04-22
چارواکي او شنونکي وایي چې په ایران جوړ سیم کارډونو او انټرنټي وسیلو باندې بندیز به د ایران د څارنې مخه ونیسي، په داسې حال کې چې په ایراني تومانو باندې د محدودیتونو لګول به د افغانیو کارول ترویج کړي.
2021-11-17
له پاکستان څخه د هکرانو یوه ګروپ د تېر افغان حکومت او امنیتي ځواکونو غړي په نښه ک,ل. نورو ګروپونو د سوریې رژیم پورې تړاو درلود.
2021-02-10
په سینکیانګ کې له مسلمانانو سره د چلند په هکله د صادقانه خبرو اترو د ګواښ او د تایوان د ترخې مسئلې له امله، د چین رژیم یو ځل بیا د فکر ازادي له منځه وېوړله.
2020-07-23
دغه تور وروسته له هغه مخې ته راغی چې په دو چینایي وګړو باندې په رسمي توګه تور ولګېد چې هڅه یې کوله ترڅو د نورو انټرنټي جرمونو تر څنګ د کووېډ -۱۹ واکسین تحقیق او علمي لاسته راوړنې غلا کړي.
2020-03-19
د دغه ټیم له خوا جوړې شوې وسیلې د ټکنالوجۍ په برخه کې د افغان نجونو مهارت او ډېرېدونکې پوهه په ګوته کوي.
2019-11-11
په 'افغانه اتله نجلۍ' کې چې یو مشهور تیلیفوني اپلیکېشن دی او ۱۲ ځوانو ښځو جوړ کړی دی، یوه شهزادګۍ چې زرغون ټیکری یې په سر دی د یوې ورانې کلا خواوشا ته ټوپونه وهي چې یوه جادوګر ته ماتې ورکړي او خپله کورنۍ وژغوري.
2019-09-11
د هغو حسابونو، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تعقیبوي، خواوشا ۲۱٪ هېڅکله هم ټویټ نه دی کړی، ۵۶٪ یې ۱۰ یا کم ټویټونه کړي او ۴۱٪ یې د تېرو ۷ میاشتو په ترڅ کې جوړ شوي دي.
2019-02-26
د کمپیوټر په اساس د ازموینې اخیستلو او د انټرنټ له لارې د غوښتنلیکونو د ورکولو هدف دا دی چې د غوښتنلیک سپارلو پروسه لا ډېره شفافه شي او د وړتیا په اساس مقررۍ ته لاره هواره شي.