تکنالوژي

فیسبوک د هکرانو ۴ ګروپونه چې افغانستان او سوریه یې په نښه کړي وو غیرفعال کړل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د سوريې د ملکي دفاع (سپین خولیو) یو غړی د ۱۳۹۷ د زمري په ۲۹مه د سوریې په شمالي ښار ادلیب کې په خپل کمپیوټر لیکل کوي. سپین خولي د هکرانو د ګروپونو چې فیسبوک په وروستیو میاشتو کې غیرفعال کړل، د هدفونو په ډله کې وو. [عمر حاج کدور/ای اېف پي]

د سوريې د ملکي دفاع (سپین خولیو) یو غړی د ۱۳۹۷ د زمري په ۲۹مه د سوریې په شمالي ښار ادلیب کې په خپل کمپیوټر لیکل کوي. سپین خولي د هکرانو د ګروپونو چې فیسبوک په وروستیو میاشتو کې غیرفعال کړل، د هدفونو په ډله کې وو. [عمر حاج کدور/ای اېف پي]

د فیسبوک مور شرکت میټا د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۵مه/ څرګنده کړه چې فیسبوک په وروستیو میاشتو کې له پاکستان او سوریې څخه د هکرانو څلور ګروپونه غیرفعال کړل.

د زمري په میاشت کې، د ټولنیزو رسنیو شبکې د هکرانو هغه پاکستانی ګروپ بلاک کړ چې د افغانستان د پخواني حکومت د اړوندو خلکو او د هغوی تر څنګ د پوځ او د قانون نافذوونکیو منسوبینو حسابونه یې په نښه کړي ول.

فیسبوک وویل چې دغه شرکت د روان کال په نیمایي کې د یادو څلورو «مضرو» ګروپونو له ډلې څخه یو چې په امنیتي ساحه کې د سایډ کاپي (SideCopy) په نامه یادیږي، مختل کړی دی.‌

میټا وویل، درې نورو هکر ګروپونو «د سوریې حکومت سره اړیکې لرلې» او د نورو تر څنګ یې فعالان، ژورنالستان، د بشري مرستو موسسې او د اپوزیسیون ګروپونه په نښه کول.

د فیسبوک لوګو د تلې په ۲۸مه په مسکو کې د یوه لپ ټاپ په سکرین لیدل کیږي. د ټولنیزو رسنیو دغه شرکت د لړم په ۲۵مه اعلان وکړ چې هغوی په وروستیو میاشتو کې څلور د هکرانو ګروپونه بلاک کړي دي. په دې ډله کې، یو د پاکستان وو چې د پخواني افغان حکومت او امنیتي ځواکونو غړي یې په نښه کړي وو او درې نورو په سوریه کې فعالیت کاوه او له رژیم سره یې اړیکې لرلې. [کیریل کودریاوستوف/ای اېف پي]

د فیسبوک لوګو د تلې په ۲۸مه په مسکو کې د یوه لپ ټاپ په سکرین لیدل کیږي. د ټولنیزو رسنیو دغه شرکت د لړم په ۲۵مه اعلان وکړ چې هغوی په وروستیو میاشتو کې څلور د هکرانو ګروپونه بلاک کړي دي. په دې ډله کې، یو د پاکستان وو چې د پخواني افغان حکومت او امنیتي ځواکونو غړي یې په نښه کړي وو او درې نورو په سوریه کې فعالیت کاوه او له رژیم سره یې اړیکې لرلې. [کیریل کودریاوستوف/ای اېف پي]

دغې کمپنۍ وویل، د سوریې برېښنایي پوځ (SEA) یا APT-C-27 «د بشري حقونو فعالان، ژورنالستان او نور هغه ګروپونه چې د واکمن رژیم مخالفت یې کاوه په نښه کول.»

د APT-C-37 په نامه یوه ګروپ «د ازادې سوریې پوځ پورې تړلي پوځي منسوبین چې له هغه وخت راهیسې د اپوزیسیون ځواکونو سره ملګري شوي ول، په نښه کړي ول.»

میټا وویل، دواړو ګروپونو د سوریې د هوایي ځواک استخباراتي ادارې پورې تړاو درلود.‌

په ورته وخت کې، یوې بې نومه شبکې چې د سوریې حکومت پورې تړاو یې وموندل شو په سوریه کې د اقلیت ګروپونو، د اپوزیسیون فعالان، کردي ژورنالستان او د خلکو د خوندیتوب واحدونو (وای پي جي) غړي په نښه کول.

دغه راز، دغه ګروپ د سوریې د ملکي دفاع (سپین خولیو) غړي په نښه کول.

په افغانستان کې عاشقانه هڅونې

د افغانستان په نښه کولو لپاره د سایبري جاسوسي کمپاین د غوایي او زمري میاشتو تر منځ موده کې هغه وخت زیات شو چې فیسبوک وویل چې دغه کمپنۍ په دې کار پیل کړی ترڅو له خپلې شبکې څخه سایډ کاپي لیرې کړي.

میټا وویل، لکه څنګه چلند یې چې د سوریې د هکرانو ګروپونو سره وکړ، دغسې «موږ په چټکۍ سره څېړنه بشپړه کړه او د دې لپاره لاس په کار شوو چې زموږ په پلاټفورم باندې خلک خوندي کړو، خپلې موندنې له خپلو همکارانو، قانون نافذوونکو او څېړونکیو سره شریکې کړو.»

دغه راز، دې کمپنۍ هغو خلکو ته چې باور یې درلود په نښه شوي دي خبر ورکړ او یو شمېر امنیتي ګامونه یې پلي کړل.

سایډ کاپي له «عاشقانه هڅونو» څخه په استفادې سره چې ځانونه یې په شبکه کې د ځوانو ښځو په بڼه ښودل، هڅه کوله ترڅو په نښه شوي کسان وغولوي او هکرانو ته اجازه ورکړي چې د هغوی پاڼو ته لاسرسی وکړي.‌

د هکرانو اصلی تخنیک فیشینک وو چې غوښتل یې له داسې مضرو سایټونو سره چې خطرناک سافټویرونه یې لرل لېنکونه شریک کړي یا په نښه شوي کسان دې ته وهڅوي چې د چټ کولو خطري اپلیکیشنونه ډاونلوډ کړي.

میټا وویل، «د هغو په ډله کې د هپي چټ، هنګ آن، چټ آوټ، ټرینډ بنټر، سمارټ سنپ، او ټیلي چټ په نامه اپلکیشینونه وو چې ځینې یې اصلا د چټ کولو فعال اپلیکیشنونه ول.»

دغه راز، هکرانو د موبایل جعلي آپ سټورونه او قانوني سایټونه داسې جوړ کړي وو ترڅو وکولی شي فیسبوک ته د داخلېدلو لپاره د هدف کسانو معلومات ترلاسه کړي.

میټا وویل، «د دغه مخرب کار د عملیاتو تر شا غټ لاسونه وو او داسې جوړ شوي وو چې چلوونکي یې پټول.»

دغه شرکت د هغو حسابونو د شمېر په هکله چې ښایي تر اغېز لاندې راغلي وي ارقام وړاندې نه کړل، او نه یې د هک شویو معلوماتو په هکله څه څرګندونې وکړې.

په سوریه کې پېچلي تکتیکونه

د تلې په میاشت کې، فیسبوک د اېس اي ای/APT-C-27 او APT-C-37 هکرانو ګروپونه چې دواړو په سوریه کې موجود خلک په نښه کول، له کاره وغورځول.

میټا وویل، هکرانو د دې لپاره چې د هدف کسانو د فیسبوک حسابونو ته لاسرسی ومومي، په ټولنیزه انجنیرۍ او د فیشینګ په تکتیکونو باندې تکیه کوله او په خلکو باندې یې چل کاوه چې لېنکونه کلېک کړي او یا د بریدګرو تر کنټرول لاندې وېب سایټونو څخه مضر سافټ ویرونه ښکته کړي.

میټا وویل، «د دغو سایټونو له ډلې څخه ځینو په اسلامي موادو باندې تمرکز کاوه، ځینې نور د قانوني آپ سټورونو په څېر څرګندېدل او یا یې له دې ته ورته مشخصاتو څخه استفاده کوله ترڅو د ټیلیګرام، فیسبوک، یوټیوب او وټس آپ په څېر مشهورو اپلیکیشنونو په څېر ښکاره شي.»

هغه وویل، دغه راز هکرانو له داسې ویروسي اپلیکیشنونو څخه چې په نومونو کې یې د «ملګرو ملتونو»، وي پي اېن سیکیور، ټیلیګرام او د سوریې خبري آپ راتلل، استفاده کوله.‌

میټا وویل، هغه ویروسونه چې هکرانو ترې استفاده کړې وه هغوی ته دا فرصت ورکاوه چې «د تماسونو د تاریخچې، د تماسونو د معلوماتو، د وسیلې د معلوماتو، د کارونکي د حسابونو، اخیستل شویو عکسونو او د بریدګر له خوا د مشخص شویو فایلونو په ګډون د کاروونکیو حساس معلومات ترلاسه کړي.»

د دغه شرکت په وینا، ډېر احتمال لري چې هغه بې نومه شبکه چې سوریه یې په نښه کړه، په موجودو تجارتي ویروسونو باندې د تکیې له امله وار له مخه امنیتي ټولنې کشف کړې نه وه.

شرکت وویل، «دغه ګروپ د بریدګرو له خوا د کنټرولېدونکیو وېب سایټونو، چې اندرویدي وایرسونه یې لرل، لېنکونه د اپلیکیشنونو په توګه شریکول او د ملګرو ملتونو، سپین خولیو، وای پي جي، د سوریې سټیلایټ تلویزیون، کوویډ-۱۹، وټس آپ او یوټیوب په نومونو یې تېرول.»

دغه ګروپ د سوریې په جنوب کې د سویډا، حوران، قنیطره او درعا په ګډون اقلیت ګروپونه، فعالان او د اپوزیسیون ګروپونه په نښه کول.

د سوریې په شمال کې، هغوی د قامیشلي، کوباني، منبیج او الحسکه په څېر سیمو کې کردي ژورنالستان او فعالان، د سپین خولیو او وای پي جي غړي په نښه کړي.

چینایي هکرانو په افغانستان باندې برید وکړ

په یوه جلا پېښه کې چې د تېر کال په وروستیو کې کشف شوه، د چک پواینټ په نامه یو انټرنټي امنیتي شرکت د چنګاښ په ۱۰مه راپور ورکړ چې چینایي هکرانو هڅه کړې وه چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا کمپیوټري شبکو ته ورننوځي.

دغه برید چې د چینایي هکرانو د یوې ډلې له خوا، چې د انټرنټي امنیت له خوا د اندیګو زېبرا په نامه پېژندل کیږي، د انټرنټي جاسوسۍ د عملیاتو یوه برخه وه چې په ۱۳۹۳ کې یې د منځنۍ اسیا هېوادونه په نښه کړي وو، ترسره شو.

د چک پواینټ شرکت په وینا، دغه ګروپ پخوا په ازبکستان او قرغزستان کې سیاسي څېرې په نښه کولې او کېدی شي چې نور هیوادونه یې هم په نښه کړي وي.

په افغانستان کې عملیات د وري په میاشت کې پیل شول چې هکرانو خپل ځانونه د ولسمشرۍ مقام د یوه جګپوړي مقام په بڼه ښودل.

هکرانو وروسته له هغه چې د دغه مقام د ایمیل حساب ته یې لاسرسی پیدا کړ، د ملي امنیت مقاماتو ته یې یو «فرېب ورکوونکی ایمیل» ولېږه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د راتلونکي خبري کانفرانس پر وړاندې چې د ملي امنیت شورا له خوا ترسره کېږي، اقدام وکړي.

هغوی د دغه مقام په تمثیل ولیکل، «پرون ما ستاسو له دفتر سره تماس ونیو او چا ځواب ورنه کړ. موږ ستاسو فایل ترلاسه کړ او هغه مو اصلاح کړ. د دویم مخ په درېیمه کرښه کې یوه اشتباه موجوده ده. هیله ده تایید کړئ چې آیا دغه اشتباه شته که نه.»

چک پواینټ ولیکل، هکرانو د ډراپ بکس په کارولو سره چې د مجازي ذخیرې یو اپلیکیشن دی د وایرس د لېږلو لپاره استفاده کړې وه.

دا لا معلومه نه ده چې آیا د امنیت شورا غړو فرېب خوړلی وو که نه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ ولي له پاکستانه نفرت کوو؟ ول نه لري بخۍ ده پاکستان دښو خلکو ټاټوبى دى ، سينديان يې بې ضرره خلک دي ، پنجابيان يې هندو الاصله نژاد لري هماغه دهندوانو خوى او بوى لري دوى دين دپټانانو مال ګڼي او پانګه خپله بولي متل لري چې رمضان جاني پټان جاني ياني روژه پوهيږي او پښتون بلوڅان عزت من غيرتي او باتور خلک دي له احمدشاه بابا سره دافغاني امپراطورۍ په جوړښت کې بلوڅانو تر پښتنو وروسته ستره ونډه درلوده متباقي افغاني نيول شوي سيمي دافغانانو دي مشکل دادى چې پاکستان يو مملکت نه دى صرف دمعاصر استعمار يوه کرايې جغرافيه ده چې ديوه اجير پوځ له خوا اداره کيږي دغه اجير پوځ دپاکستاني جغرافيې سوداګر ، دوکاندار ، صنعت کار ، سود خور ، خون خور،سياستوال ، پانګه وال ، ټېکه دار او جمادار دى پوځ دپاکستان قومونه هم په زندان کې ساتي او خپل چم ګاونډ هم دجګړې په نيران کې په پاکستان کې امريکا يې ريمنديويس له قتله وروسته نه محاکمه کيږي او ازاديږي خپل کورته ځي ، هندو ابېنندن بمونه پرې غورځوي خو چې ځمکي ته په پيراشوټ کې را کوز شي پاکستانيان چاى پرې څښې عرب اسامه چې قتلعام وکړي نه نيول کيږي بلکه دپوځ دچاوڼۍ په غيږ کې اګۍ اچوي دافراطيت سيمه ايزي بلاوي خو دپوځ طيلاوي دي بس کله جنرالان جزيرې پرې را نيسي او کله دپيزاګانو مغازي پرې را نيسي اما پښتانه او افغانان ، دافراطيت ، جګړه مارۍ ، دهشت او وحشت په نوم په کې چاړه او زولانه دي علي وزير دافراطيت په نامه په کې زولانه دى او سعد رضوي دديموکراسۍ او مصلحت نازدانه دى نو له پاکستانه نفرت له انسانه نفرت نه دى له اسارت او رذالت څخه نفرت او له استقلال او حريت سره مينه ده

ځواب ورکړئ

پاکستان هیڅکله د افغانستان دوست نشي کېدلی. پاکستان د افغانستان دښمن وه، دی او وي به. پاکستان او ایران تل هڅه کوي چې په افغانستان کې ناارامي وي، جنګونه وي او افغانستان ورانه او کنډواله پروت وي. مرګ په پاکستان

ځواب ورکړئ