بشري حقونه

څېړونکي وایي، چینایي جاسوسي سافټ ویرونه د اپلیکیشنونو له لارې مسلمانان په نښه کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یوه مسلمانه ښځه د چین په سینکیانګ کې له خپل ګرځنده تلفون څخه د استفادې پر وخت ګوري. [فریدیریک ج. براون/ای اېف پي]

یوه مسلمانه ښځه د چین په سینکیانګ کې له خپل ګرځنده تلفون څخه د استفادې پر وخت ګوري. [فریدیریک ج. براون/ای اېف پي]

د انټرنټي امنیت څېړونکي وایي هغوی د اویغوري ژبې په اپلیکیشنونو کې د چینایي جاسوسي سافټ ویرونو داسې شواهد موندلي چې کولی شي په چین کې دننه او بهر اوسېدونکیو اویغوریانو موقعیت معلوم او معلومات ترلاسه کړي.

اویغوریان د ترکي مسلمان اقلیت وګړي دي چې تر ډېره د چین په شمال لوېدیځ کې د سینکیانګ په سیمه کې ژوند کوي، او د ملګرو ملتونو یوه وروستي راپور ویلي چې ښایي هلته بیجینګ د بشریت پر ضد جنایتونه ترسره کړي وي .

متحده ایالات او په لوېدیځو هېوادونو کې قانون جوړونکي وایي چې د اویغوریانو پر ضد د چین چلند له جینوسایډ یا نسل وژنې سره برابر دی.

په سانفرانسیسکو کې د انټرنټي امنیت شرکت لوک آوټ د یوه راپور په اساس چې د لړم په ۱۹مه خپور شو، له ۱۳۹۷ کال راهیسې، د اویغوري ژبې ګڼ شمېر اندراید اپلیکیشنونه داسې موندل شوي چې د جاسوسي سافټ ویرونو داسې ځانګړتیاوې یې لرلې، چې د چین د دولت له خوا حمایه کېدونکیو هکر ګروپونو پورې تړاو لري.

په هغو کې ډکشنریانې، مذهبي اپلکیشینونه، نقشې او حتی د وټس آپ غلا شوي ورژنونه شامل دي چې د درېیم لوري په آنلاین ذخیرو کې موجود دي یا په ټیلیګرام باندې د اویغوري ژبې په چینلونو باندې شریک کړای شوي دي.

دا اپلیکیشنونه د ګوګل پلې په رسمي سټور کې چې په چین کې بند شوی دی، نشته، او چینایی کاروونکي مجبوروي چې د درېیم لوري له آپ سټورونو څخه استفاده وکړي.

په یوه راپور کې راغلي چې، جاسوسي سافټ ویر هکرانو ته دا وړتیا ورکړې چې د یوه کارونکي د موقعیت، تماسي کسانو، د ټیلیفوني خبرو د تاریخچې، متني پیغامونو او فایلونو په ګډون حساس معلومات ټول کړي، او هم کولی شي چې عکسونه واخلي او ټیلیفوني خبرې ثبت کړي.

څېړونکیو وویل، کېدی شي له دغو اپلیکیشنونو څخه داسې استفاده شوې وي چې د داسې مذهبي افراطیت یا بېلتونپالنې شواهد معلوم کړي چې له امله یې اویغوریان، ځینې ان د لسیزو په مخه بندیان شوي دي، او دا کار په سینکیانګ کې د ترهګرۍ ضد یو مخیزې ځپنې په لړ کې شوی او کتونکي وایي چې د ډله ییز توقیف له کمپاین سره برابر دی.

د اویغوریانو خواره واره وګړي په منځنۍ اسیا او ترکیه کې هم ژوند کوي.

راپور وایي، «داسې ښکاري چې دا کمپاین په لومړي قدم کې په چین کې مېشت اویغوریان په نښه کوي، خو موږ داسې شواهد وموندل چې په پراخه کچه هغه مسلمانان او اویغوریان چې له سینکیانګ څخه بهر ژوند کوي هم په نښه کوي.»

د راپور په اساس، «څو هغه بېلګې چې موږ تحلیل کړې د ترکیې یا افغانستان په څېر د نورو هېوادونو لپاره، چې د مسلمانانو شمېر په کې د پام وړ ډول زیات دی، د نقشو د اپلیکیشنونو په بڼه جوړې شوې وې.»

د څارنې وضعیت

کالونه کیږي چې، چین په سینکیانګ کې د اویغوریانو په ډله ییزه څارنه کې ښکېل دی، د ولایت په کچه پراخ اکتشافي پلاټفورم یې جوړ کړی چې د اویغوریانو له تیلیفونونو څخه د هغوی شخصي معلومات ټولوي او د مخونو د پېژندلو له لارې د هغوی د حرکتونو پل پسې اخلي.

متحده ایالاتو په ګڼ شمېر چینایي څارونکیو او د کمرو شرکتونو باندې له دې امله بندیزونه لګولي چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه پرې لګول کیږي.

په بهر کې اوسېدونکیو اویغوریانو ویلي چې په سینکیانګ کې چینایي پولیس هڅه کوي چې په بهرنیو هېوادونو کې هغوی وڅاري.

راپور وویل، د اپلیکیشنونو د ککړتیا بېلګې له ۱۳۹۷ څخه وړاندې وخت پورې تړاو لري، او اکثریت هغه اپلیکیشنونه چې په یو ډول جاسوسي سافټ ویر ککړې دي د دې کال په دویمه نیمایي کې موندل شوي دي.

د لوک آوټ څېړونکیو لیکلي، «له زیاتېدونکي نړۍ وال فشار سره سره، ښایي هغه چینایي ګواښونکي چې د چین د دولت په استازیتوب فعالیت کوي، د داسې څارونکیو سافټ‌ ویرونو خپرولو ته دوام ورکړي چې د اویغوري ژبې د ارتباطي پلاټفورمونو له لارې د اویغوریانو او مسلمانانو د ګرځنده تلفونونو وسیلې په نښه کړي.»

د زمري په میاشت کې، د ملګرو ملتونو یو راپور چې له اوږدې مودې راهیسې یې انتظار کېده، خپور شو چې په لیرې پرته لوېدیځه سیمه کې د اویغوریانو او نورو مسلمانو اقلیتونو له حقونو څخه د سرغړونو د یوې لړۍ په هکله یې جزیات وړاندې کړل، او ورسره د ملګرو ملتونو په ډېرو هغو ادعاګانو باندې چې د فعالینو ګروپونو، لویدیځو هیوادونو او په تبعید کې موجودې اویغوري ټولنې رامخته کړي ول، یې د تایید مهر ولګاوه.

په راپور کې راغلي، «د اویغوریانو او نورو هغو ډلو چې ډېری غړي یې مسلمانان دي …. د غیرقانوني او په توپیري چلند ولاړ توقیف کچهښایي نړۍ وال جنایتونه او په ځانګړې توګه د بشریت پر ضد جنایتونه وګڼل شي.»

په تورونو کې ډله ییز حبسونه، جبري کار، جبري شنډونه، سیستماتیک جنسي تېری او د اویغوریانو د کلتوري او اسلامي اماکنو ویجاړول شامل دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې، «د سینکیانګ په کورواکې سیمه کې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې شوي او دا کارونه د حکومت له خوا د ترهګرۍ ځپلو او افراطیت ځپلو د ستراتیژیو په چوکاټ کې ترسره شوي دي.»

دغې ارزونې د چین د تش په نامه حرفوي ښوونې او روزنې مرکزونو کې د خلکو پر وړاندې د چلند په هکله اندېښنې راولاړې کړلې.

راپور وایي،‌ «د جبري طبي درملنې او د توقیف د ناوړو شرایطو په ګډون، د شکنجې یا د ناوړه چلند د بېلګو ادعاوې، او د دې تر څنګه د جنسي او د جنسیت په اساس تاوتریخوالي انفرادي پېښې د باور وړ دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین له کلونو راهیسې په خپل هیواد کې پر مسلمان اقلیت ظلمونه کوي او تل یې په بیلابیلو پلمو مسلمانان شکنجه کړي دي. دا به د دې سبب شي چې مسلمان هېوادونه خپل غږ پورته کړي او له چين څخه وغواړي چې په داسې حال کې چې هغوی هېڅ جرم نه دی کړی، هغوی ونه زوروي، او هغوی ته هغسې حقونه او درنښت ورکړي لکه نورو چينايانو ته یې چې ورکوي.

ځواب ورکړئ

تاسو پوښتنه کړې چې آیا دا پوښتنه زمونږ خوښه شوه که نه؟ زما خوښه نشوه. دلیل یې دا دی چې د مظلومو اویغوریانو په حق تېری کیږي. هر انسان د محرمیت حق لري. بشري حقونه انسانانو ته دا حق ورکوي چې موبایل، کمپیوټر، کتابچه، جیب... یې محفوظ وي. دا مهمه نه ده چې څوک مسلمان دی څوک عیسوی دی او څوک موسوی، بودایي، هندو یا بې دین دی. څه چې مهم دي هغه انسانیت دی. وایي، د سلطان محمود غزنوي په واکمنۍ کې محلي خلکو له هندوانو سره ظلمونه شروع کړل. یوه ورځ د غزنوي ورور د جماعت لمانځه امامت کاوه. د الحمدلله رب العلمین پرځای یې الحمدلله رب المسلمین وویل. وروسته بل کس ورته وویل چې نه، قران کریم دې غلط ولوست، باید الحمدلله رب العلمین ووایې. هغه بیا رب المسلمین وویل. درېیم ځل یې چې وویل، سلطان محمود غزنوي بهلول ته وویل چې نایب درته قران تصحیح کوي، خو صحیح یې ولوله کنه. بهلول لمونځ ودراوه او سلطان محمود ته یې وویل چې که الله رب العلمین دی بیا ستا په پاچایۍ کې ولې له هندوانو سره ظلم کیږي؟ بعد له هغه نه سلطان محمود غزنوي امر وکړ چې باید له هندوانو سره ظلم ودرول شي او که چا ورسره بد چلند وکړ سخته سزا به ورکول شي. نو ظلم که له اویغوریانو سره کیږي که د پاکستان تر ولکې لاندې پښتنو سره ظلم کیږي یا که له بلوچانو سره ظلم کیږي، ټول یو حکم لري. ټول یو ډول جنایت دی. مونږ چې څنګه له اویغوریانو سره د چین ظلمونه غندو او ظلم یې بولو، دغسې له پښتنو سره د پاکستان ظلمونه هم غندو او له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې د پښتنو او بلوچانو پر ضد د پاکستان د مرتد پوځ د ظلمونو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ