بشري حقونه

مسلمانې ښځې په سینکیانګ کې د چین له خوا د سیستماتیکې زبرزنا د کمپاین کیسې کوي

د سلام ټایمز راپور

دوه اویغور نژاده مسلمانې ښځې د چین د نیمه نظامي پولیسو تر څنګ، چې د سینکیانګ په ارومچي کې له ستر بازار څخه بهر په پیره ولاړ دي، تېرېږي. [پیتر پارکس/ای اېف پي]

دوه اویغور نژاده مسلمانې ښځې د چین د نیمه نظامي پولیسو تر څنګ، چې د سینکیانګ په ارومچي کې له ستر بازار څخه بهر په پیره ولاړ دي، تېرېږي. [پیتر پارکس/ای اېف پي]

پخوانیو بندیانو او یوه ساتونکي په وروستیو کې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، په سینکیانګ کې د چین د «بیا ښوونې او روزنې» په کمپونو کې په مسلمانو ښځو باندې په منظمه توګه جنسي تېري کېږي، شکنجه کیږي او ناوړه جنسي استفاده ترې کېږي.

د دغې اوږدې څېړنې، چې د شاهدانو د خبرو په اساس برابره شوې ده، خفه کوونکیو جزیاتو په نړۍ واله ټولنه کې چې وار له مخه یې په سینکیانګ کې د چینایي رژیم له خوا له بشري حقونو څخه سرغړونې یو لومړیتوب جوړ کړی دی، د ټکان څپې خپرې کړې.

عیني شاهدانو او پخوانیو بندیانو وویل چې شکنجې د برقي شاټونو په وسیله ورکول کیږي چې په کې د ساتونکیو له خوا د برقي ډنډو په وسیله جنسي تېری، له خوړو څخه محرومول، وهل، ډله ییزجنسي تېری او په جبري توګه شنډول شامل دي.‌

شکنجې داسې ترتیب شوي چې د هر چا روحیات وژني.‌

۴۲ کلنې تورسونای ضیاءالدون د چین په زنداني کمپونو کې ټولې ۹ میاشتې تېرې کړې -- لومړی یې په ۱۳۹۵ کې شاوخوا یوه میاشت او بیا په ۱۳۹۷ کې نور وخت تېر کړ.‌

یوه ښځه د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۰مه د چین په سینکیانګ سیمه کې د هوتان په لمنو کې د اویغوریانو د یوې هدیرې زیارت کوي.‌ [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

یوه ښځه د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۰مه د چین په سینکیانګ سیمه کې د هوتان په لمنو کې د اویغوریانو د یوې هدیرې زیارت کوي.‌ [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

د ښوونځي ماشومان د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۴مه د چین په سینکیانګ سیمه کې په اکتو کې تر څارونکو کمرو لاندې تېرېږي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

د ښوونځي ماشومان د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۴مه د چین په سینکیانګ سیمه کې په اکتو کې تر څارونکو کمرو لاندې تېرېږي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۴مه اخیستل شوی د چین په سینکیانګ سیمه کې یو داسې مرکز ښیي چې باور کیږي د بیا ښوونې او روزنې کمپ دی او هلته اکثریت مسلمان نژاده اقلیتونه بندیان دي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۴مه اخیستل شوی د چین په سینکیانګ سیمه کې یو داسې مرکز ښیي چې باور کیږي د بیا ښوونې او روزنې کمپ دی او هلته اکثریت مسلمان نژاده اقلیتونه بندیان دي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

ضیاءالدون وویل، د هغې د توقیف لومړۍ دوره په نسبي توګه اسانه وه. یوه میاشت وروسته د هغې په معده کې زخمونه راپیدا شول او هغه خوشې کړای شوه.‌

د هغې مېړه چې قزاق وو او هغه هم بندي کړای شوی وو قزاقستان ته لاړ چې کار وکړي،‌ خو چارواکو د ضیاءالدون پاسپورټ قید کړ او هغه یې په سینکیانګ کې ایساره کړه.‌

دوه کاله وروسته، ضیاءالدون ته لارښوونه وشوه چې یوه محلي پولیس سټېشن ته خبر ورکړي او ورته وویل شول چې هغه «نورې ښوونې او روزنې» ته اړتیا لري.

هغې وویل، په پیل کې پولیسو د بندیانو وېښتان لنډول او هغوی یې مجبورولې چې په موبایلونو کې تبلیغاتي پروګرامونه وګوري.‌

هغې وویل، وروسته هغوی ته له تشریح پرته د هغوې طبي ازموینې کېدلې او ګولۍ ورکول کېدلې او په هرو ۱۵ ورځو کې ورته په جبري توګه یو «واکسین» لګول کېده چې زړه بدی او بې هوښي به یې رامنځته کوله. چارواکو به په زور سره د هغوی په رحمونو کې د امېدوارۍ د مخنیوي وسیلې ځای پرځای کولې یا به یې شنډولې.

ضیاءالدون د شپې له مخې ترسره کېدونکیو وحشتونو په هکله خبرې وکړې.‌

هغې وویل، «هره شپه» ماسک لرونکي چینایي سړي خونو ته راتلل او ښځې به یې خوښولې او یوې «تیارې کوټې» ته چې هلته به د څار کمرې نه وې،‌ بوولې.

ضیاءالدون وویل، ځینې بوول شوې ښځې هېڅکله هم بېرته راستنې نشوې. راستنې شوې به ګواښل کېدلې چې په خونه کې نورو ته ونه وایي چې له هغوی سره څه ډول چلند شوی دی.

هغې وویل، «تاسو نشئ کولی چې چاته ووایئ چې څه پېښ شوي دي؛‌ تاسو یواځې کولی شئ په پټه خوله پرېوځئ. هغه داسې طرحه شوی چې د هر چا روحیات له منځه وړي.»

ضیاءالدون وویل، هغه څو شپې بوتلل شوه.

هغې وویل، «هغوی نه یواځې دا چې جنسي تېری کوي، بلکې په ټول بدن باندې مو خولې هم لګوي؛ تاسو نه پوهېږئ‌ چې هغوی انسانان دي که ځناور. هغوی د بدن یوه برخه هم نه پرېږدي.»

ضیاءالدون وویل، «په ما باندې یې درې ځلې داسې کار وکړ او یواځې یو کس مو نه ځوروي، یواځې یو ښکاري نه وي. هر ځل به دوه یا درې سړي وو.»

ګلڅېرې اویلخان چې یوه قزاقه ښځه او د سینکیانګ اوسېدونکې ده او د ۱۸ میاشتو په مخه په کمپونو کې توقیف شوې وه، وویل هغه یې مجبوره کړې وه چې اویغورۍ ښځې لوڅې کړي او لاسونه یې وتړي او بیا یې له چینایي سړیو سره یواځې پرېږدي. وروسته به هغې کوټې پاکولې.

هغې له بي بي سي سره په خبرو کې په داسې حال کې چې مړوندونه یې یو پر بل واړول او په څټ کې یې کېښودل، وویل، «زما وظیفه دا وه چې د هغوی کمیسونه وباسم او لاسونه یې وتړم چې ونه خوځېږي.»

اویلخان وویل، «بیا به ما ښځې په کوټه کې پرېښودلې، او یو سړی به چې یا به د کمپ له بهر نه راغلی چینایي سړی یا یو پولیس وو ورننوت. زه به د دروازې تر څنګ غلې کېناستم، او کله به چې سړی له کوټې څخه ووت، ما به ښځه د لامبلو لپاره بوتلله.»

هغې وویل، چینایي سړیو «به د ډېرو ښایسته ځوانو بندیانو د خوښولو لپاره پیسې ورکولې».‌

هغې وویل، هغه بې وسه وه چې مقابله یا مداخله وکړي.‌

ټوله وداني چیغو په سر واخیستله

ضیاءالدون وویل، بندیانو به ساعتونه ساعتونه د چین د وطن پالنې سندرې ویلې او د چین د ولسمشر شي جین پینګ په هکله به یې د وطن پالنې تلوېزیوني پروګرامونه کتل.

هغې وویل، «تاسو به له کمپ څخه بهر ژوند هېراوه.‌ زه نه پوهېږم چې هغوی زموږ مغزونه وینځل که د پېچکاریو او ګولیو جانبي عوارض وو، خو تاسو بې له دې چې په مړه خېټه د خوراک هیله مو کړې وای نور هېڅ فکر به مو نه کاوه. د خوړو کموالی ډېر زیات دی.»

د کمپ یوه پخواني ساتونکي وویل، د کمپ کارکونکو له خوړو څخه د محرومیت وسیله د دې لپاره کاروله ترڅو د ولسمشر شي په هکله له کتابونو څخه د متن د صحیح زده کولو په برخه کې د پاتې راتللو په څېر سرغړونو له امله سزا ورکړي.‌

هغه له چین څخه بهر یوه هېواد څخه د یوه ویډیوي لېنک له لارې بي بي سي ته وویل،‌ «توقیف شويو کسانو ته بېلابېل ډولونه شکنجې ورکول کېدلې.»

هغه تایید کړه چې د کمپ ساتونکو د بېلابېلو فرضي سرغړونو په هکله د جبري اعترافونو لپاره «د برقي شاټونو وسیلې» کارولې.‌

هغه وویل،‌ «هغه اعترافونه زما په زړه دي.»

قیلبینور صدیق چې یوه ازبکه ښځه او د سینکیانګ اوسېدونکې وه د چینایي ژبې د ښوونکیو په ډله کې وه چې مجبوره شوې وه بندیانو ته درسونه ورکړي.‌

صدیق د اویغوریانو د بشري حقونو پروژې ته په خبرو کې وویل،‌ هلته «څلور ډوله برقي شاټونه وو چې د چوکۍ، دستکشو،‌ هیلمېت او د یوه سیخ په وسیله په مقعد کې د جنسي تېري په بڼه ترسره کېدل.»

هغې وویل، «چیغو به ټوله وداني په سر واخیستله. ما به د غرمې د ډوډۍ په وخت او ځینې وختونه چې په ټولګي کې وم اورېدلې.»

یوې بلې ښوونکې سیراګل ساویتبی چې په کمپونو کې کار کولو ته مجبوره شوې وه، وویل، «جنسي تېری عام کار وو».

هغې وویل چې د کمپ کارکونکي یې په داسې حال کې ولیدل چې یوه ځوانه ښځه یې د څه ۱۰۰ نورو بندیانو مخې ته راوستله چې په زور ترې اعتراف واخلي او ډله ییز جنسي تېری یې پرې وکړ.

ساویتبی بي بي سي ته وویل، «له هغه وروسته،‌ پولیسو د ټولو په مخکې په نوبت سره په هغې باندې جنسي تېری وکړ.»

نوموړې وویل، «د دې کار د ترسره کولو پر وخت هغوی خلک له نږدې څخه څارل، او هر څوک چې مقاومت به یې کاوه،‌ لاسونه به یې موټي کړي وو، سترګې به یې پټې کړې وې،‌ یا به یې بلې خواته کتل، راونیول او د سزا ورکولو لپاره به یې بوتلل.»

ښکاره شیطاني عملونه

د عیني شاهدانو وروستیو خبرو په متحده ایالاتو او برتانیا کې د چارواکو غوسه راپارولې او د دغو هېوادونو حکومتونه په سینکیانګ کې د چینایي رژیم د کارونو علني غندنې مخکښي دي.

د متحده ایالاتو حکومت تېره میاشت وویل چې د بیجینګ کارونه «نسل وژنې» ته ورته دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ‌ /د سلواغې ۱۶مه/ وویل، «دا ظلمونه وجدان ته ټکان ورکوي او باید سخت عواقب ولري.»

د اسیا لپاره د برتانیا وزیر نایجېل ادمز وویل،‌ د بي بي سي راپور له «ښکاره شیطاني کارونو» څخه پرده پورته کړې ده.‌

هغه د پنجشنبې په ورځ‌ پارلمان ته وویل،‌ «د دغو سرغړونو د کچې او سختۍ شواهد اوس ډېر پراخ دي؛ هغه یو ټکان ورکوونکی انځور وړاندې کوي.»

دغه راپور ټینګار وکړ چې په چینایي رژیم باندې بیا غږ وشي چې د ملګرو ملتونو د حقونو څارونکو ته فرصت ورکړي څو له سینکیانګ څخه لیدنه وکړي.

د بشري حقونو موسسې وایي،‌ د سینکیانګ په کمپونو کې چې «وحشیانه او منظم ناوړه چلندونه» په کې پېښېږي، له نژادي پلوه د قزاقانو او قرغزیانو په ګډون له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور ترکي ژبي مسلمانان بندیان دي.‌

بیجینګ په پيل کې د دغو کمپونو له شتون څخه انکار کاوه، خو اوس ترې «د حرفوي روزنې د مرکزونو» په توګه دفاع کوي او وایي هدف یې دا دی چې ترهګري له منځه وېسي او کاري فرصتونو ته وده ورکړي.

د زمري په میاشت کې د بوز فیډ نیوز (buzzFeed News) له خوا خپرې شوې یوې څېړنې په سینکیانګ سیمه کې له سلګونو داسې ودانیو څخه پرده پورته کړه چې د زندانونو یا د توقیف د کمپونو نښې پرې لګېدلې وې، او ډېر یې د وروستیو درې کالونو په ترڅ کې جوړ شوي وو.

د مرغومي په لومړیو کې خپرو شویو نورو څېړنو وښودله چې کمونست دولت د توقیف د مرکزونو جوړونې ته دوام ورکړی او په سینکیانګ کې ۱۰۰ نور مرکزونه جوړوي.

د اویغوریانو په هکله د چین سیاست د واک تر پورتنۍ کچې پورې رسیږي

د چین د بهرنیو چارو وزارت د بي بي سي څېړنه «غلطه» وبلله او رد یې کړه او د جبري شنډونې تورونه یې «په بشپړ ډول بې بنسټه» وبلل.

د چین د حکومت یوه ویاند په یوه اعلامیه کې وویل، «د چین حکومت د ټولو قومي اقلیتونو حقونه او ګټې په مساوي توګه خوندي کوي،» او زیاته یې کړه چې حکومت «د ښځو د حقونو خوندي کولو ته ډېر زیات اهمیت ورکوي».

خو د یوې خپلواکې څېړنې د معلوماتو په اساس، په تېرو څو کالونو کې په سینکیانګ کې د زېږېدنو شمېر کم شوی او شنونکو دا «ډیموګرافیک جینوسایډ» بللی دی.‌

چینایي دپلوماتان بل ډول توضیح ورکوي.‌

په متحده ایالاتو کې د چین سفارت د مرغومي په ۱۸مه د سینکیانګ پرمختیایي څېړنیز مرکز د یوې نه خپرې شوې څېړنې په استناد ټویټ وکړ چې، «په سینکیانګ کې د [اویغوري] ښځو ذهنونه ازاد شوي او د جنسیت تساوي او تکثري روغتیا ته وده ورکړل شوې ده، چې هغوی نور د ماشوم جوړونې د ماشینونو په توګه کار ونه کړي.‌

په چین کې یوه پخواني برتانوي دپلومات او اوس د رایل یونایټېډ سروېسز انسټیټیوټ جګپوړي غړي چارلس پارتون وویل،‌ د اویغوریانو پر ضد د چین سیاست «د واک پورتنۍ کچې پورې رسیږي».‌

هغه بي بي سي ته وویل، «په دې کې هېڅ شک نشته چې همدا د شي جین پینګ پالیسي ده.»

پارتون وویل، که څه هم دا احتمال نه لري چې شي یا نورو جګپوړو چارواکو دې د جنسي ځورونې یا شکنجې لارښوونه یا منظوري ورکړې وي، خو هغوی به «حتما ترې خبر وي».

هغه وویل، «زه فکر کوم چې په لوړه سطحه هغوی دا غوره بولي چې سترګې پرې پټې کړي، او د سینکیانګ چارواکي یې په دې پوهولي چې هغوی غواړي چې دوی دغه د ځپلو پالیسي په سختۍ سره تطبیق کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لومړی باید تاسو راشئ او د افغانانو ستونزې هوارې کړئ او د دې وطن جنګ پای ته ورسوئ. دا وخت، د افغانانو حال د چین د مسلمانانو له حال نه بدتر دی، ځکه چې هره ورځ د دې وطن خلک په ډېر فجیع ډول وژل کیږي، خو هیڅوک یې هم پروا نه کوي. که تاسو رسنئ تعقیب کړئ، تاسو پوهېږئ چې په افغانستان کې وضعیت څنګه دی. یو لاس ته، تاسو په رسنیو کې لولئ چې په یوه ولایت کې د ولسي پاڅون لس کسان ووژل شول، په یوه ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو ۲۰ کسان ووژل شول، او په یوه کلي کې ۳۰ تنه پولیس ووژل شول، په یوه چاودنه کې ۱۵ تنه ملکیان ووژل شول. بل لاس ته، د دفاع او کورنیو چارو وزارت اعلان کوي چې نن په افغانستان کې ۱۵۰ تنه طالبان ووژل شول. ټول هغه کسان چې په افغانستان کې وژل کیږي هغه افغانان دي.‌ نو راځئ چې د افغانستان ستونزه هواره کړو. افغانان له څلوېښتو کالو راهیسې په یوه او بل نامه وژل کیږي، خو د نړۍ ځواکمن هېوادونه چې په نړۍ وال سیاست کې ښکېل دي، چوپه خوله ناست دي. زمونږ حال دومره بد دی چې مونږ په چین کې د مسلمانانو له حال نه ناخبر یو. حتی که مونږ بد خبرونه هم واورو، مونږ ته څه مسئله نه ده، ځکه چې لومړی باید مونږ په خپل برخلیک وژاړو او بیا په چینایي مسلمانانو باندې د کېدونکو ظلمونو په هکله فکر وکړو.

ځواب ورکړئ

د ظالم د ظلم ډیوه تر قیامته پورې نه بلېږي، که بلېږي، یوه شپه به بله شي، خو بله شپه به بله نشي په مسلمانانو باندې د غیرمسلمانو هېوادونو ظلم خپل اوج ته رسېدلی دی.‌ مسلمانان مشر نه لري. ټول هغه چې ځانونه مشران بولي هغوی خپل ځانونه په شرق او غرب باندې پلورلي دي.‌ هیڅوک هم، نه بشري حقونه او نه هم ملګري ملتونه د مظلومو مسلمانانو غږ اوري.‌ دا ټولې ادارې هسې درواغ دي، او په حقیقت کې، هغوی د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي. که د خدای رضا وي، دا ستونزه به په نژدې راتلونکي کې د تل لپاره حل شي، او په افغانستان کې یو ریښتنی اسلامي نظام جوړېږي چې نه یوازې د افغانستان د مسلمانانو حقونه به ترلاسه کړي، بلکې همدارنګه به له چټلو چینایانو څخه د چینایي مسلمانانو حقونه هم ترلاسه کړي.‌ دلته به نه امریکا وي او نه روسیه، بلکې د خپلو خلکو په لاس به یو سوچه اسلامي نظام جوړ شي.

ځواب ورکړئ

د پاکستان پوځ او ای ایس آی چې په افغانستان، کشمیر کې مسلمانان د جهاد په نامه وژني، اوس دې نران شي په چین کې دې د دغو مسلمانانو انتقام واخلي.

ځواب ورکړئ