بشري حقونه

څېړنې د چین له خوا په سینکیانګ کې د مسلمانو ښځو د شنډولو د کمپاین په هکله جزیات وړاندې کړل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یوې مسلمانې ښځې د چین د لوېدیځ سینکیانګ په هوتان سیمه کې په یوه مارکېټ کې خپل ماشوم په غېږ کې نیولی دی. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

یوې مسلمانې ښځې د چین د لوېدیځ سینکیانګ په هوتان سیمه کې په یوه مارکېټ کې خپل ماشوم په غېږ کې نیولی دی. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

بیجینګ -- یوې وروستۍ څېړنې د چین له خوا د مسلمانو ښځو د په نښه کولو د کمپاین په هکله له وحشت نه ډک جزیات رابرسېره کړي چې په ترڅ کې یې په سینکیانګ سیمه کې د ماشومانو د زېږونې د ځپلو لپاره د روانو هڅو د برخې په توګه په جبري‌ توګه د امېدوارۍ مخه نیول کیږي او ښځې شنډول کیږي.

نیویارک ټایمز د غوایي په ۲۰مه راپور ورکړ چې، د سینکیانګ له اویغور، قزاق او نورو مسلمانو ښځو او سړیو سره مرکې، د حکومتي شمېرنو بیاکتنه او محلي رسنۍ ښیي چې چینایي رژیم د ټولنې د تکثري حقونو د کنټرولولو لپاره «جبري هڅې» کوي.

یوې ازبک نژاده ښځې په دې هکله معلومات ورکړل چې هغه وخت چې د چین حکومت په ۱۳۹۶ کې په سینکیانګ کې ښځو ته امر وکړ ترڅو په رحم کې دننه د امېدوارۍ د مخنیوي وسیلې ولګوي، هغې څنګه د معافیت غوښتنه وکړه.

قیلبینور صدیق چې هغه وخت یې عمر ۵۰ کالونو ته په نږدې کېدلو وو وویل هغې د حکومت له خوا د زېږونو حدود ومنل او یواځې یو ماشوم یې درلود.

د اویغور اقلیت غړو د بیا ښوونې او روزنې په کمپونو کې د خپلو بندي شویو خپلوانو په هکله د معلوماتو د غوښتنې لپاره د کب په ۴مه په استانبول کې د چین کنسولګرۍ سره نږدې د لاریون په ترڅ کې پوسټرونه نیولي دي. [اوزن کوزي/ای اېف پي]

د اویغور اقلیت غړو د بیا ښوونې او روزنې په کمپونو کې د خپلو بندي شویو خپلوانو په هکله د معلوماتو د غوښتنې لپاره د کب په ۴مه په استانبول کې د چین کنسولګرۍ سره نږدې د لاریون په ترڅ کې پوسټرونه نیولي دي. [اوزن کوزي/ای اېف پي]

خو منفي ځواب یې ترلاسه کړ، او کارکوونکیو ګواښ وکړ چې که هغه له دغه حالت سره ځان عیار نه کړي پولیسو ته به یې په لاس ورکړي.

صدیق د دې ټکي په یادولو سره چې د یوه حکومتي‌ ډاکتر له خوا د یوې فلزي پراخوونکې وسیلې په واسطه د امېدوارۍ د مخنیوونکې وسیلې په ورتخته کولو سره هغې څنګه وژړل، وویل، «ما داسې احساس کړه لکه زه چې نوره یوه نورماله ښځه نه یم.»

د امېدوارۍ د مخنیوي وسیله د هغې لپاره د درد او وینې تویېدلو سبب شوه، او په ۱۳۹۸ کې یې پرېکړه وکړه چې شنډه شي.

هغې له نیدرلنډز (هالنډ) څخه چې په ۱۳۹۸ کې له چین څخه له راوتلو وروسته په کې مېشته شوې ده، د خبرو پر وخت وویل، «حکومت ډېر قیود لګولي وو، او ما نشوای کولی چې نور د امېدوارۍ د مخنیوي وسیله وساتم. ما خپله ټوله هیله له لاسه ورکړه.»

نورو ښځو وویل، ښځې مجبورېږي ترڅو ځانونه د امېدوارۍ د مخنیوي وسیلو ته عیار یا شنډ کړي، بچي وغورځوي، که څوک ډېر ماشومان لري غټې جریمې ورکړي، او داسې درمل وکاروي چې د هغوی میاشتني عدتونه دروي.‌

تېر کال، د سیمې په مرکز ارومچي کې د ټولنیزو چارو یوې کارکوونکې د ۱۸ او ۵۹ کالونو تر منځ ټولو ښځو ته حکم وکړ چې د امېدوارۍ او د زېږون د کنټرول پلټنو ته ځانونه وسپاري.

د وي چټ د هغو پیغامونو د سکرین شاټ عکسونو په اساس چې صدیق له نیویارک ټایمز سره شریک کړي دي، کارکوونکې ولیکل، «که تاسو په دروازه کې له موږ سره جګړه وکړئ او یا تاسو له موږ سره له همکارۍ څخه ډډه وکړئ، تاسو به د پولیسو ماموریت ته بوتلل شئ.»

په یوه پیغام کې راغلي دي، «خپل ژوند په خطر کې مه اچوئ، حتی د دې کار هڅه هم مه کوئ.»

بیجینګ د «سیاسي ښوونې او روزنې» د کمپونو،‌ له محاکمې څخه مخکې توقیف ځایونو او زندانونو په ګډون تر ۴۰۰ پورې مرکزونو کې له یو میلیون څخه ډېر اویغور او نور ترکي مسلمانان بنديان کړي دي.

په میلیونونو نور د څار او کنټرول تر سخت سیستم لاندې ژوند کوي.

شکنجه، ډله ییز جنسي تېری او وهل

د جرمني څېړونکي ادریان څېنڅ په وینا، د چین په نورو برخو کې د شمېر له ټیټېدلو سره سره، په سینکیانګ کې د شنډولو شمېرې له ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۷ پورې نږدې شپږ برابره یا له ۶۰۰۰۰ څخه ډېرو پروسیجرونو ته زیاتې شوې.

ګلنار اومیرزاخ چې د مقاماتو له خوا د هغې او د هغې د دوه لوڼو د بندي کېدلو د ګواښ له ترلاسه کولو څخه وروسته یې هېواد پرېښود له قزاقستان څخه په یوه ټیلیفوني مرکه کې نیویارک ټایمز ته وویل، «د سینکیانګ ښځې په خطر کې دي.»

په ۱۳۹۴ کې چې هغې خپل درېیم ماشوم درلود، چارواکو د هغې په شمال کې پراته کلي کې د هغې زېږون ثبت کړ. درې کاله وروسته هغوی د زېږون له حد څخه په تجاوز سره له هغې څخه د ۲۷۰۰ ډالرو معادل جریمې غوښتنه وکړه.‌

هغې دغه پیسې له خپلوانو څخه پور کړې او له هېواد څخه ووتله.

هغې وویل «حکومت غواړي چې زموږ خلک عوض کړي.»

د توقیف ګواښ واقعیت لري.

د څېنڅ څېړنه وایي،‌ د سینکیانګ په لي پریفیکچر کې د یوې ولسوالۍ یوه حکومتي یادښت لارښوونه کړې چې، هغه ښځې چې د ناقانونه امېدوارۍ له منځه وړلو سره مخالفت کوي یا جریمه نه ورکوي هغه به د توقیف کمپونو ته وېوړل شي.‌

د لومړي لاس معلوماتو او عیني شواهدو په اساس،‌ په کمپونو کې «وحشیانه او سیستماتیکې سرغړونې» کېږي او د ځینو لپاره ژوند له زغم څخه وځي.

پخوانیو بندیانو او یوه ساتونکي د روان کال په لومړیو کې بي بي سي ته وویل چې په دغو کمپونو کې مسلمانې ښځې له سیستماتیک جنسي تېري، شکنجې او جنسي ځورونې سره مخامخ دي.

هغوی وویل شکنجې د برقي شاټونو په وسیله ورکول کیږي چې په کې د ساتونکیو له خوا د برقي ډنډو په وسیله جنسي تېری، له خوړو څخه محرومول، وهل، ډله ییز جنسي تېری او په جبري توګه شنډول شامل دي.

تورسونای ضیاءالدون چې قزاقستان ته د سفر کولو له امله یې په لي پریفیکچر کې په یوه کمپ کې ۱۰ میاشتې تېرې کړي دي، وویل، «ته د هغوی په لوبتکه باندې بدلېږې.»

هغې له متحده ایالاتو څخه چې اوس په کې ژوند کوي په یوه ټیلیفوني مرکه کې نیویارک ټایمز ته وویل، هغه درې ځلې یوې تیارې خونې ته بوول شوې او هلته له دوو څخه تر درې پورې ماسک لرونکیو سړیو پرې جنسي تېری کړی او برقي ډنډې یې په کې دننه کړې دي دي.‌

هغې وویل، «هغه وخت تاسو غواړئ چې ومرئ، خو له بده مرغه چې نه مرئ.»

د چین حکومت په دغو مرکزونو کې د ناوړه چلند ټول تورونه رد کړي، او بیجینګ ترې «د حرفوي روزنې د مرکزونو» په توګه دفاع کوي او وایي هدف یې دا دی چې ترهګري له منځه وېسي او کاري فرصتونو ته وده ورکړي.

د سینکیانګ د حکومت یوه ویاند زو ګویزیانګ د کب په میاشت کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «جنسي تېری او شکنجه نشي کېدلی.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د کب په میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د وینا پر وخت د چین له خوا په سینکیانګ کې د نژادي اقلیتونو پر وړاندې چلند د دغه هېواد له خوا د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګ د یوه «ځلاند مثال» په توګه یاد کړ.

د نسل وژنې د پای ته رسولو غوښتنې

د متحده ایالاتو، برتانیا او جرمني چارواکو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۲۲مه/ په یوه ویډیوکانفرانس کې په چین باندې غږ وکړ چې د اویغور اقلیت ځپل پای ته ورسوي.‌

د ملګرو ملتونو لپاره د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ د دغه کانفرانس په ترڅ کې چې د بشري حقونو د څار ادارې په مرسته جوړ شوی وو او اویغوریانو په کې شاهدي ورکړه، وویل، «په سینکیانګ کې خلک شکنجه کیږي. ښځې په زور سره شنډول کیږي.»

هغې وویل، «موږ به تر هغه وخته پورې ولاړ یو او خپل اواز پورته کولو ته به دوام ورکوو چې د چین حکومت په سینکیانګ کې د بشریت پر ضد خپل جنایتونه او د اویغوریانو او نورو اقلیتونو جینوسایډ یا نسل وژنه ودروي.»

د برتانیا سفیرې باربرا ووډوارډ په چین غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر لپاره سینکیانګ ته د «سملاسي، جدي او غیر محدود لاسرسي» فرصت برابر کړي.

هغې وویل، «داسې شواهد موجود دي چې خلک په زور سره توقیف شوي، په جبري توګه ورک کړای شوي او شکنجې ورکړل شوي دي. دغه راز په پراخه کچه د جبري کار او شنډولو په هکله راپورونه ورکول شوي دي.»

هغې په ټوېټر باندې خپرو کړیو یادښتونو کې ویلي، «له ۱۳۹۶ راهیسې له یو میلیون څخه ډېر مسلمانان په غیر عادلانه توګه د توقیف په مرکزونو کې ایسار کړای شوي دي.»

د جرمني سفیر کریستوف هیوسګین زیاته کړه، «موږ له چین څخه غوښتنه کوو چې د بشري حقونو د نړۍ والې اعلامیې درناوی وکړي او موږ له چین څخه وغوښتل چې د توقیف کمپونه ویجاړ کړي.»

هغه له چین څخه وغوښتل، «که تاسو څه نه پټوئ، بیا نو ولې د بشري حقونو عالي کمېشنر ته لا محدود لاسرسی نه ورکوئ؟»

چینایي پلاوي په یوه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې، «په سینکیانګ کې موجوده وضعه په تاریخ کې په تر ټولو ښه حال کې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو باور وکړئ چې دا د چین د حکومت د ظلمونو له لاسه چې په مسلمانانو یې کوي اوس زما له ټولو چینایانو نه کرکه کیږي. د خدای لپاره ولې دومره ظلم؟ ولې دومره بې رحمي؟‌ ولې داسې بې تهذیبه چلند؟ دا چینایان انسانان دي که خره؟ خر هم داسې کار نه کوي، سپی داسې کار نه کوي، بد خنځیر داسې کار نه کوي لکه دوی چې روان کړی دی. لعنت شه او په چین شه او ورسره لعنت په پاکستان او د پاکستان په پوځ شه چې د چین مستبد حکومت ته یې په خپل وطن کې د کار فرصت ورکړی دی.

ځواب ورکړئ

کله چې د چین اردو د مسلمانانو کورونو ته ورځي، له هغوی سره شپه هم تېروي چې وګوري هغوی ټوله ورځ څه کوي او څه ستونزې لري.‌ پخوا دې مسئلې ته چا پام نه کاوه. دا افسران اکثر وختونه د مسلمانانو کورونو ته جوړه، جوړه ورځي او مسؤلیت لري چې په میاشت کې درې ځلې ورکره شپه تېره کړي.‌ هغوی معمولاً د هغوی کورونو ته په جوړو کې، یو سړی او یوه ښځه ورځي. بیا سړی د کورنۍ پلار سره د هغه په کوټه کې ویده کیږي او ښځه د کور د مور تر څنګ ویده کیږي. په چین کې د مسلمانانو پر ضد ډېر ظلمونه کیږي. خدای دې دا مردار چینایان هلاک کړي.‌

ځواب ورکړئ

میندې او پلرونه نور دا حق نه لري چې په خپلو ماشومانو باندې اسلامي نومونه کیږدي. د اویغوریانو د لا نور کنټرول او څارنې لپاره،‌ په شنجیانګ کې د مور ولۍ او پلار ولۍ یو اجباري تعمیدي نظام هم عام دی.‌ تعمیدي پلرونه او میندې اکثر هغه رسمي حکومتي چارواکي دي چې کورنیو ته د دې لپاره ورننوځي څو وګوري چې آیا کورنۍ په چینایي ژبه خبرې کوي. دا ظلمونه واکمنو،‌ حکومت او د چین ولس ته زیان ور رسوي.‌ نړۍ له هغو ملتونو څخه کرکه کوي چې هغوی په نورو خلکو باندې ظلم کوي.‌ د چین حکومت او ولس باید له مسلمانانو سره داسې چلند ونه کړي چې هر مسلمان په خپل هېواد کې د چینایانو په لیدلو سره له هغوی څخه کرکه وکړي.‌ د چین حکومت باید په هغه هېواد کې د مسلمانانو پر ضد روان ظلم پای ته ورسوي.‌

ځواب ورکړئ

ژبه د هغو ظلمونو له بیان څخه عاجزه ده چې د چین حکومت په دغه هېواد کې د مسلمانانو پر ضد ترسره کړي او په رسنیو کې خپاره شوي دي. په چین کې، هغوی ماشومان له میندو او پلرونو څخه بېلوي او په ځانګړیو کمپونو کې یې تربیه کوي چې د هغوی له دیني عقایدو څخه یې محروم کړي،‌ کلتور او ژبه یې ور بدل کړي.‌ د نړۍ په کوم ځای کې د قومونو پر ضد داسې ظلم شوی دی؟! ولې هغوی ښځې له سړیو څخه جلا کوي او په ځانګړیو کمپونو کې یې شکنجه کوي او ناوړه چلند ورسره کوي؟! آیا دا ظلم او شکنجه د دین، قوم، ژبې او اسلام سره د مینې له امله ورسره کیږي؟ دا خلک په څه ګناه وژل کیږي او شکنجه کیږي؟!

ځواب ورکړئ

د هغو ظلمونو په هکله د چینایي مقاماتو ځواب څه دی چې د دغو خلکو پر ضد ترسره کیږي؟ بشري حقونه چېرې دي؟ آیا انسانان، مسلمانان او غیر مسلمانان دواړه داسې حقونه لري چې باید په پام کې ونیول شي؟‌ زمونږ لپاره له مظلومانو څخه دفاع کول مهم دي،‌ او ظلم چې هر څوک کوي او د نړۍ په هره برخه کې یې کوي،‌ هغه مردود او محکوم دی.‌ مونږ باید د استبداد پر وړاندې چوپ پاتې نشو، بلکې مونږ باید د هغه پر ضد خپل غږ پورته کړو.‌

ځواب ورکړئ

د چین مستبد حکومت باید په اسلامي نړۍ کې د خپلو سیاسي استازو له لارې دا درک کړي چې د چین پر ضد د مسلمانانو قهر او کرکه راپارېدلي دي،‌ اوغواړي چې دا ظلم ژر تر ژره ودرول شي. ښایي چې د چین حکومت د خاینو مسلمانو واکمنو په چوپتیا غولېدلی وي، او دا د حیرانتیا وړ نه ده، ځکه چې مسلمانو واکمنو خپل ځانونه د چین له خوا د پانګونې او تجارتي معاملو د وعدو پر وړاندې خرڅ کړي دي.‌‌ هغوی د الله تعالی (ج) پر وړاندې خپل مسؤلیت، چې د مسلمانانو مرسته کول دي، پرېښی دی، او د هغوی حالت یې له پامه غورځولی دی.‌ البته، هغوی د اسلامي امت حقیقي واکمنان نه دي، او نه هم اسلامي امت د هغوی د دروغو په وعدو غولېږي.‌ د چین دکتاتور دولت باید له اندونیزیا څخه تر مراکش پورې د مسلمانانو بیداري، چې یووالی او د اسلام تطبیق غواړي، په پام کې ونیسي، او باید پوه شي چې د خلافت بیا قیام د وخت اړتیا ده.‌

ځواب ورکړئ

د چین مستبد هېواد د «بیا ښوونې او روزنې کمپونه» په نامه غټ توقیف ځایونه جوړ کړي چې د ساینس پوهانو، مفکرانو، عالمانو او د پوهنتونونو د استادانو په شمول په میلیونونو مسلمانان په کې په سخت او نهیلي حالت کې ژوند کوي او مجبور دي چې خپل اسلامي عقاید پرېږدي. آیا دا ټول کارونه د چین د حکومت تنګ نظري نه ښیي چې د ختیځ ترکستان د مسلمانانو او اسلام پر ضد یې دښمني پیل کړې ده؟ آیا هغه د مسلمان امت له پراخ غبرګون څخه نه وېرېږي؟‌ هغوی باید پوه شي چې د نړۍ په یوه برخه کې د یوه مسلمان کړول په ټولو مسلمانانو باندې حمله ګڼل کیږي.

ځواب ورکړئ

مرګ د چین په کمونست حکومت. مرګ د ایران په دجالیه حکومت چې د چین غلام دی. تل دې وي افغانستان.

ځواب ورکړئ

د چین ظالم حکومت په ظالمانه توګه د کړولو، زورولو، شنډولو او حتی وژلو د بېلابېلو ډولونو په کارولو سره، مسلمانان دې ته مجبوروي چې خپل اسلامي عقاید پرېږدي او فاسد چینایي عقاید قبول کړي.‌ د چین مستبد حکومت د جوماتونو د دروازو په تړلو سره زمونږ ورونه او خویندې په جوماتونو کې د لمونځونو له ادا کولو څخه منع کوي.‌ چیني مقامات حتی په دې باندې هم اکتفا نه کوي؛‌ هغوی دغه راز مسلمانان د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې له روژې نیولو څخه ایساروي. په حقیقت کې، د چین حکومت غواړي چې د مسلمانانو د عبادت ټول مراسم بند کړي.‌ هغوی د هر مسلمان کور ته یو کافر چینایي د جاسوسۍ لپاره درولی دی او په دې هکله د هغه یا هغې د محرمیت هېڅ پروا نه کوي، څو ښځې له حجاب اغوستلو او سړي د ږیرو له اوږدولو څخه ایسار کړي، هغوی یو بل سره له ستړي مه شي کولو او د حلالو خوړو له خوړلو څخه منع کړي.‌ په ورته وخت کې، دغه هېواد مسلمانان مجبوروي چې خپل مړي ښخ نه کړي، او پرځای یې هغوی باید خپل مړي وسوزوي.‌

ځواب ورکړئ

په برما کې د مسلمانانو پر ضد د ترسره شوي ظلم پر وړاندې د اسلامي هېوادونو بې پروايي د دې سبب شوه چې په چین، فلسطین او هندوستان کې په سلګونو مسلمانان قتل شو، په داسې حال کې چې مسلمانان باید یو له بل څخه څومره ډېر چې ممکن وي دفاع وکړي. د مسلمانانو تر منځ نفاق د روانې وینه تویېدنې سبب شو.‌ که اسلامي هېوادونو په میانمار کې د مسلمانانو د قتل پر ضد خپل غږونه پورته کړي وای،‌ په چین، فلسطین، هندوستان او نورو هېوادونو کې به دومره ډېر شمېر مسلمانان نه وای وژل شوي.

ځواب ورکړئ