بشري حقونه

بیجینګ په سینکیانګ کې د مسلمانانو ځورونه د موسیقۍ په یوه ننداره باندې بدله کړې ده

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

له یوټیوب څخه اخیستل شوی «د سندرو وزرونه» موزیکال یو سکرین شاټ عکس. [آرشیف]

له یوټیوب څخه اخیستل شوی «د سندرو وزرونه» موزیکال یو سکرین شاټ عکس. [آرشیف]

بیجینګ -- د دولت له خوا په بیجینګ کې تولید شوی یو نوی موزیکال د چین سینماګانو ته رسېدلی چې د نژادي پیوستون یو رنګین ارام منظر وړاندې کوي -- داسې یو منظر چې «د بیا ښوونې او روزنې کمپونو» د حقیقت، پراخې څارنې او هغو وحشیانه ناوړه چلندونو په هکله څه نه وایي چې په سیمه کې موجود دي.

له نژادي پلوه د قزاقانو او قرغزانو په ګډون له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور ترکي ژبي مسلمانان په سینکیانګ کې په کمپونو کې بندیان دي او هلته د هغوی نسل وژنه یا جینوسایډ ترسره کیږي.

په پیل کې بیجینګ د دغو کمپونو له شتون څخه انکار کاوه، خو اوس یې «د حرفوي روزنې مرکزونو» په نوم دفاع کوي او وایي چې هدف یې د ترهګرۍ پای ته رسول او کاري فرصتونو ته وده ورکول دي.

خو د سینکیانګ د مالوچو د صنعت دننه د غلامۍ او جبري کار د ښکاره شواهدو پر وړاندې د نړۍ والو اعتراضونه دوام لري، او په منظمه توګه د جنسي تېري کولو، شنډولو او د مسلمانو ښځو پر وړاندې د ناوړه چلند په هکله څېړنو په نړۍ واله سطحه غوسه راپارولې ده.

د چین حکومت د تبلیغاتو داسې یوه نوې څپه پیل کړې چې په سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو پر وړاندې د رژیم د چلند پر ضد انتقاد ننګوي. په دې وروستۍ هڅه کې «د سندرو وزرونه» په نامه یو رنګه موزیکال فلم هم شامل دی چې دلته یې له یوټیوب څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس لیدلی کیږي.‌

د چین حکومت د تبلیغاتو داسې یوه نوې څپه پیل کړې چې په سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو پر وړاندې د رژیم د چلند پر ضد انتقاد ننګوي. په دې وروستۍ هڅه کې «د سندرو وزرونه» په نامه یو رنګه موزیکال فلم هم شامل دی چې دلته یې له یوټیوب څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس لیدلی کیږي.‌

حقیقت: په سینکیانګ کې «د بیا ښوونې او روزنې کمپونو» له ډلې څخه یوه سره نږدې د شدید امنیتي تدابیرو لرونکي مرکز دپاسه د څار برج. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

حقیقت: په سینکیانګ کې «د بیا ښوونې او روزنې کمپونو» له ډلې څخه یوه سره نږدې د شدید امنیتي تدابیرو لرونکي مرکز دپاسه د څار برج. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د کب په میاشت کې وویل، د دغه هېواد له خوا په سینکیانګ کې د نژادي اقلیتونو پر وړاندې چلند د بشري حقونو د پرمختګ یو «ځلاند مثال» دی.

د هالیووډ تقلید

د خلکو د غوسې په زیاتېدلو سره، چین په هېواد کې دننه او بهر د عامه اړیکو یو پېچلی یرغل پیل کړی او هڅه کوي چې روایت بدل کړي.

رپ سندرې، د عکسونو نندارې او اوس یو نوی موزیکال -- «د سندرو وزرونه» -- د سیمې د کلتور د بڼې بدلولو د چارو په سر کې راځي، په داسې حال کې چې د مشهورو کسانو یوې غټې ډلې ګواکې په خپل ابتکار د نساجۍ د متضررې شوي صنعت دفاع ته وردانګلي دي.‌

بیجینګ د ناوړه چلند ټول تورونه رد کړي او پرځای یې وایي چې بیجینګ د ټولنیز پیوستون او اقتصادي ودې داسې یو مرکز دی چې د دولت د لاسوهنې له برکته یې له تاوتریخوالی څخه ډک څو کلن افراطیت ته سخته ماتې ورکړې ده.

دغه فلم چې د راپورونو له مخې له ټاکلي وخت څخه یو کال وروسته خپور شو، د بېلابېلو نژادي ګروپونو په درې سړیو باندې تمرکز کوي چې د یوه ښه ژوند په لټه کې دي ځکه چې هغوی د دغې سیمې د واورینو غرونو په لمنو او دښتي منظرو کې د موسیقۍ الهام راټولوي.‌

له دې فلم څخه وروسته، ګلوبل ټایمز دولتي رسنۍ راپور ورکړ چې بهرنیو بریالیو فلمونو لکه د هالیووډ «لالا لېنډ» چینایي سټوډیوګانې متاثرې کړې وې ترڅو خپل بریالي داخلي فلمونه نندارې ته وړاندې کړي.

خو په دغه موزیکال فلم کې هغه د څار کمرې او امنیتي تلاشۍ نه دي ښودل شوي چې سینکیانګ یې پوښلی دی.

دغه راز، سره له دې چې د سینکیانګ له نیمایي څخه ډېر اوسېدونکي مسلمانان دي، لاکن د اسلام په هکله په فلم کې څه یادونه نشته -- او نه هم د جوماتونو او ښځې چې ټیکري په سر کړي.

په یوه صحنه کې، یو له اصلی کرکټرونو څخه چې یو ږیره خرېیلی اویغوری دی په لاس کې نیولي بیر څکي.

د سختو حقایقو پلټنه

په چین کې دننه د اویغوریانو په هکله خبرې اترې بندې دي.‌

د سلواغې په میاشت کې، چین د کلب هاوس په نامه یو آډیو اپلیکیشن، چې د لنډ وخت لپاره پرې له سانسور څخه پرته بحثونه خپرېدل او د سینکیانګ په هکله معلومات هم پرې خپاره شول، په چټکۍ سره بند کړ. په هغه پلېټ فارم کې اویغوریانو هان چینایي ګډونوالو ته د خپل ژوند په هکله مستقیم معلومات ورکړل.

په چین کې د «حقیقي» انټرنټ دغې لنډې ازادۍ یو نادر فرصت برابر کړی وو څو په سیاست او ټولنه کې ممنوع مسایل راوسپړي چې دغه ډول د غږ کثرت د کمونست ګوند له خوا په چین کې دننه معمولا بند دی.‌

په بیجینګ کې د ټکنالوجۍ د یوې نوې کمپنۍ ایډېټرې الېکس سو چې ۳۰ کاله عمر لري،‌ وویل چې هغې کلب هاوس اپلیکېشن د لږ وخت لپاره وکاراوه او په ځانګړې توګه یوې محاورې، چې په کې مسلمانو اویغوریانو د هغوی پر ضد په سینکیانګ کې د ناوړه چلندونو په هکله شخصي کیسې کولې، سخت ټکان ورکړ.

هغې په یوه ټیلیفوني مرکه کې نیویارک ټایمز ته وویل، «دا واقعا داسې معلومات دي چې موږ معمولا د چین په اصلي ځمکه کې ورته لاسرسی نه لرو.»

په متحده ایالاتو کې د سینو انسایډر په نامه د یوې مشورتي ادارې یوه چارواکي لاري اونګ ای اېف پي ته وویل، بیجینګ «پوهېږي چې یو دروغ چې زر ځلې تکرار شي هغه ریښتیا کیږي».‌

سربېره پر دې، داسې ښکاري چې سینکیانګ باندې د تبلیغاتو وروستۍ څپه موثره ده.

د فلم یوه کتونکي «د سندرو وزرونه» له کتلو څخه وروسته په بیجینګ کې ای اېف پي ته وویل، «ما سینکیانګ لیدلی دی او دا فلم ډېر ریښتیا دی».

هغه د خپل نوم له یادولو څخه پرته وویل، «خلک خوښ او ازاد دي.»

د اویغوریانو د حقونو فعالانو په چټکۍ سره د دغه فلم انګېرنې رد کړې.‌

یوه اویغوري - امریکایي قانون پوه او په واشنګټن کې د هوډسن انسټیټیوټ سرمحقق نوري تورکېل نیویارک ټایمز ته وویل، «دا تصور چې اویغوریان کولی شي چې دغسې سندرې ووایي او نڅا وکړي دا معنی نه لري چې هلته نسل وژنه نشته -- دا وړۍ به شړۍ نشي.»

هغه وویل، «جینوسایډ کیدی شي چې په هر ښکلي ځای کې ترسره شي.»

د چین لېوه ډوله جنګیالي غبرګون ښیي

د چین «لېوه ډوله جنګیالي» دپلوماتان په خپلو خبرو کې او د سینکیانګ په ګډون د نړۍ والو او کورنیو مسایلو پر وړاندې په زیاتېدونکي ډول یرغلیز دریځ نیسي او په ټوېټر باندې -- چې په چین کې بنده شبکه ده -- کنځلې کوي، په منتقدینو باندې دروغ پورې کوي او توطیې جوړوي.‌

د «لېوه ډوله جنګیالیو دپلوماسي» اصطلاح په ۱۳۹۸ کې هغه وخت عامه شوه چې چینایي استازو -- تر ډېره د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان پر ټولنیزو رسنیو د دغه هېواد د دفاع لپاره شور او غوغا ته مخه کړه.

دغه مستعار نوم د چین د ځانګړیو ځواکونو د یوه رامبو ډوله عسکر په هکله له یوه فلم څخه اخیستل شوی دی.

د استازو له خوا وروستی پراخ فعالیت په سینکیانګ کې د مسلمانانو پر وړاندې د بیجینګ د چلند په هکله بیا تازه شوي نړۍ وال فشار څخه وروسته مخې ته راغی.

د وري د میاشتې په لومړیو کې، چې اروپایي اتحادیې، برتانیا، کاناډا او متحده ایالاتو د سینکیانګ له امله په چین باندې بندیزونه ولګول، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونیینګ دومره وړاندې لاړه چې ویې ویل د متحده ایالاتو مرکزي استخباراتي ادارې (سي آی ای) مرسته کړې چې د سینکیانګ په هکله د تبلیغاتو تنور ګرم کړي او په دې توګه چین بې ثباته کړي.

ترکیې د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۷مه/ وروسته له هغه د چین سفیر احضار کړ چې ادارې یې په ټولنیزو رسنیو د دوو جګپوړو ترکي سیاستوالو له خوا د مسلمانانو پر ضد د بیجینګ په ځپونکې تګلاره باندې انتقادونه وغندل.

په عین ورځ د چین یوې محکمې په دوو پخوانیو اویغور حکومتي چارواکو باندې د «بېلتون غوښتونکیو فعالیتونو» له امله د اعدام حکم صادر کړ.

دغه مخالفت د پاپ فرهنګ ته هم نفوذ کړی،‌ او په دې لړ کې یوې سندرې چې د وري په میاشت کې خپره شوه د دې سیمې د مالوچو په هکله «د غربي استعمارګرانو» له خوا «دروغ» وغندل. دا په داسې حال کې ده چې د سي جي ټي اېن دولتي تلوېزیون په پام کې لري چې د هغې نا ارامۍ په هکله چې د بیجینګ د ځپلو سبب شوه یو مستند نندارې ته وړاندې کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین چې د مسلمانانو پر ضد کوم کارونه روان کړي دا نه په اسلام کې شته نه په عیسویت کې شت نه په یهودیت او نه په بې دینۍ کې شته. ای یو څوک چې د سپي غوښه خوري، د خره غوښه خوري، د مار غوښه خوري، د ځنګلي ځناورو غوښه خوري ایا له هغوی نه هم تاسو د انسانیت تمه کوئ؟ دا ناشونې ده. زما په نظر د اسلامي کانفرانس هیوادونه باید له امریکا او اروپایي اتحادیې سره یوځای له چین نه وغواړي چې د مسلمانانو پر ضد ظلمونه ودروي، که یې ونه درول باید چې بندیزونه پرې ولګوي... پاکستان چې هره ورځ افغانستان ته ځانمرګي رالېږي او دا نن یې هم په تورخم کې څو سوه رالېږلي بمونه ونیول شول باید دغه ډول بمونه چین ته ولېږي او عام خلک نه بلکې هغه وحشي سیستم پرې هدف وګرځوی چې نه یوازې په مسلمانانو بلکې په نورو اقلیتونو باندې ظلمونه کوي خو پاکستان به دا کار هیڅکله ونه کړي ځکه چې پاکستان انګریزانو د دې لپاره جوړ کړی دی چې افغانستان او هندوستان پرې وران کړي.

ځواب ورکړئ

ځینو هېوادونو او موسساتو د چین د حکومت کارونه غندلي او د دغې نژادي نسل وژنې د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده، خو دا کار کافي نه دی او د نړۍ هېوادونه په خپله چوپتیا سره په دغو جرمونو کې شریک دي.‌ د ایران، سعودي عربستان او پاکستان په څېر هېوادونه او د اسلامي همکاریو موسسې نورغړي باید د چین په حکومت باندې فشار واچوي چې دا کار ودروي،‌ ځکه چې د چین د حکومت کارونه کاملاً د اسلام ضد دي.‌

ځواب ورکړئ

نړۍ باید پټه خوله پاتې نشي. د چین حکومت جنایت کوي، ټوله نړۍ یې باید پر ضد ودرېږي او اویغوریان وژغوري. دا داسې یوه ژمنه ده چې ټول هېوادونه یې باید ترسره کړي. که هېوادونه چوپه خوله پاتې شي، بیا به د چین حکومت راشي او له مسلمانانو څخه وروسته به د نورو دینونو پیروان تعقیب کړي.‌ نن د چین حکومت نه یوازې اویغوریان بلکې نړۍ ګواښي.‌ د نړۍ هېوادونه باید خپله چوپتیا ماته کړي، غندل او د چین پر حکومت فشار اچول یې یوازنۍ لاره ده.‌

ځواب ورکړئ

د چین د حکومت هدف ډېرخطرناک دی، ځکه هغه غواړي چې اویغوري مسلمانان او د هغوی هویت په بشپړ ډول له منځه وېسي، او د هغوی د ژبې او مذهب مخه ونیسي، او اویغوري کلتور ختم کړي.‌ دغه راز، د چین حکومت د دویمې نړۍ والې جګړې په څېر د جبري کار کمپونه جوړ کړي، چې اویغورۍ ښځې شنډې کړي او د اویغوریانو زېږون مهار کړي.‌ په حقیقت کې، هغوی نوې غلامي پیل کړې، تر دې چې ماشومان د هغوی له کورنیو څخه جلا کوي.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه چې د دغه ظلم په هکله ډېراسلامي هېوادونه چوپه خوله پاتې دي. د اویغوري مسلمانانو ستونزه دا ده چې اسلامي هېوادونه نه یوازې دا چې چوپ دي، بلکې دغه راز هغوی د چین د حکومت ملاتړ کوي. ایرانیان له اویغوریانو سره د اړیکو اوږد تاریخ لري.‌ ان د هغوی په ژبه کې ډېرې پارسي کلیمې لکه خدای، ډوډۍ او غوښه موجود دي، او د اویغوري ژبې خواوشا ۲۰٪ کلیمې پارسي ریښه لري.

ځواب ورکړئ

د چین حکومت هغو اویغوریانو ته چې رسټورانټونه لري، حکم کړی چې شراب او سیګرټ خرڅ کړي، او که هغوی په کوم دلیل سره دا حکم ونه مني، حکومت به د سزا په توګه د هغوی رسټورانټونه بند کړي. د کمونست ګوند مشر شي جین پینګ په ښکاره ویلي چې اسلام یوه ویجاړوونکې ایډیالوژي ده چې باید بیا فکر پرې وشي. دا د چین د کمونست ګوند رسمي شعار دی، ځکه چې هغه یو د دین ضد ګوند دی. اوس اویغور مسلمانان تر فشار لاندې دي. البته، عین فشار په تیبتي عیسویانو او بودایانو باندې هم موجود دی، کلیساګانې او مذهبي مرکزونه ویجاړول کیږي.‌

ځواب ورکړئ

د چین حکومت په شینجانګ کې له یو میلیون څخه ډېر جاسوسان استخدام کړي چې د مسلمانانو فعالیتونه حتی د هغوی په کورونو کې دننه وڅاري. په دغه ایالت کې، حتی ګاونډیان د ګاونډیانو جاسوسي کوي، او حکومت د خلکو په کورونو باندې ځانګړي کوډونه لګولي چې د هغوی فعالیتونه اوحرکتونه وڅاري.

ځواب ورکړئ