بشري حقونه

د متحده ایالاتو ولسي جرګې په سینکیانګ کې د مسلمانانو پر ضد د چین د جنایتونو له امله دغه هېواد ته د سزا ورکولو لپاره رایه ورکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د ولسي جرګې ویانده نانسي پیلوسي د لیندۍ په ۱۱مه په واشنګټن کې په کپېټول هیل کې خپل اونیز کانفرانس ته رسېږي.‌ [جیم واټسن/ای اېف پي]

د ولسي جرګې ویانده نانسي پیلوسي د لیندۍ په ۱۱مه په واشنګټن کې په کپېټول هیل کې خپل اونیز کانفرانس ته رسېږي.‌ [جیم واټسن/ای اېف پي]

واشنګټن ډي سي -- د متحده ایالاتو ولسي جرګې د چارشنبې په ورځ‌ /د لیندۍ ۱۷مه/ داسې یوه لایحه تصویب کړه چې په کې یې د چین له سینکیانګ سیمې څخه هلته د مسلمانانو پر ضد د چلند له امله واردات محدود کړل.

د ولسي جرګې غړو په ۴۲۸ - ۱ رایو «د اویغوریانو د جبري کار د مخنیوي لایحه» تصویب کړه. دغه مصوبه له شرکتونو څخه غوښتنه کوي څو «په څرګندو او قانع کوونکیو دلایلو» ثابته کړي چې له سیمې څخه واردېدونکي هر ډول توکي د جبري کار په نتیجه کې نه دي جوړ شوي.‌

ویاندې نانسي پیلوسي له رایې ورکولو څخه مخکې قانون جوړونکیو ته وویل،‌ «همدا اوس،‌ بیجینګ د اویغوریانو او نورو مسلمانو اقلیتونو د ځپلو یو ظالمانه او چټک کمپاین تنظیموي.»

پیلوسي وویل،‌ «په سینکیانګ کې، په ټول چین کې، په دوامداره توګه د میلیونونو خلکو له بشري حقونو څخه وحشیانه سرغړونې کېږي. په دې لړ کې له ډله ییزې څارنې او انضباطي مراقبت څخه نیولې د انفرادي حبس او جبري شنډولو؛ د هغو ژورنالستانو او فعالانو چې د حقایقو د ښکاره کولو جرئت کوي، د ځورولو په ګډون پراخو شکنجو پورې ورکول کیږي.»

هغې زیاته کړه، «او د چین د حکومت له خوا له کارګرانو څخه ناوړه استفاده له سمندرونو څخه را اوړي او د نړۍ په بل کونج کې موږ پورې را رسېږي.»

د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې وار له مخه دې ته ورته یوه لایحه تصویب کړې وهاو دا دواړه به اوس توحید کیدو ته اړتیا ولري.‌

بیا باید ولسمشر جو بایډن هغه توشیح کړي چې په قانون باندې واوړي.‌

دا رایه اچونه لږ وروسته له هغه وشوه چې سپینې ماڼۍ د چین له خوا د اویغوري اقلیت د نسل وژنې «جینوسایډ» او له بشري حقونو څخه د نورو سرغړونو په سر د بیجینګ ۲۰۲۲ ژمنیو اولمپیک لوبو څخه بایکاټ وکړ، چې بیجینګ سخت وغانده.

په تېر اوړي کې، د متحده ایالاتو حکومت د اویغوریانو پر وړاندې د بیجینګ د چلند په سر د لمریزې برېښنا د تختو د موادو په ګډون په یو شمېر چینایي وارداتو باندې ورته محدودیتونو ولګول.‌

له اولمپیک لوبو څخه دیپلوماتیک بایکاټ

د ټینیس د چینایي ستورې پینګ شوای د خوندیتوب په هکله د شکونو په ترڅ‌ کې چې د کمونست ګوند یو جګپوړی مشر یې په جنسي تیري تورن کړی، د متحده ایالاتو ولسي جرګې د ۴۲۸ - ۰ په یوه جلا رایه اچونه کې داسې یوه پرېکړه تصویب کړه چې وایي د اولمپیک نړۍ واله کمېټه «د بشري حقونو پر وړاندې په خپلو ژمنو کې ناکامه شوې ده».

کمپاین کوونکي وایي چې لږ تر لږه یو میلیون اویغوریان او نور ترکي ژبي چې ډېر یې مسلمان اقلیتونه دي د چین په شمال لوېدیځه سینکیانګ سیمه کې په کمپونو کې بندیان دي.‌

د بشري حقونو ادارو او بهرنیو حکومتونو داسې شواهد موندلي چې وایي ډله ییز توقیفونه، جبري کار، سیاسي ذهن جوړونه، شکنجه او جبري شنډول په ګوته کوي. واشنګټن دا نسل وژنه یا جینوسایډ بللی دی.

په پيل کې چین د سینکیانګ د کمپونو له شتون څخه انکار کاوه، خو وروسته یې د حرفوي روزنې د داسې کمپونو په نامه ترې دفاع پيل کړه چې وایي هدف یې د اسلامي افراطیت کمول او د کاري فرصتونو زیاتول دي.

ډېرې خپلواکې څېړنې یو ډېر تیاره حقیقت په ګوته کوي.

د ۱۳۹۹ د زمري په میاشت کې د بز فیډ نیوز له خوا خپرې شوې یوې څېړنې په سینکیانګ سیمه کې له سلګونو داسې ودانیو څخه پرده پورته کړه چې د زندانونو یا د توقیف د کمپونو نښې پرې لګېدلې وې، او ډېر یې د وروستیو درې کالونو په ترڅ کې جوړ شوي ول.

د تېر کال د لیندۍ په میاشت کې خپرو شویو نورو څېړنو وښودله چې کمونست دولت د توقیف د مرکزونو رغونې ته دوام ورکړی او په سینکیانګ کې ۱۰۰ نور مرکزونه جوړوي.

په ورپسې څېړنو کې، پخوانیو بندیانو او ساتونکيو څرګنده کړه چې، په سینکیانګ کې د چین د «بیا ښوونې او روزنې» په کمپونو کې په مسلمانو ښځو باندې په منظمه توګه جنسي تېري کېږي، شکنجه کیږي او په جنسي توګه ځورول کیږي.

په یوه نوي راپور کې چې د چارشنبې په ورځ‌ خپور شو، په متحده ایالاتو کې د اویغوریانو د بشري حقونو پروژې په نامه د حقونو د دفاع یوه ګروپ وویل چې هغوی باور لري چې له ۱۳۹۶ کال راهیسې په سینکیانګ کې له ۳۰۰ څخه ډېر اویغوري او نور مسلمان روشنفکران نیول شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له دې خبروني نه داس ښکاري چې د چین رژیم او واکمنان ډېر زیات وحشي او بې رحمه خلک دي. بدبختانه چې یو شمېر کړۍ اوس غواړي چې د چین پښه افغانستان ته هم راکش کړي. تکړه افغان اقتصاد پوه اسد مبارز لیکي: ((د عمران خان حکومت له راتګ څخه يې کرنسي نږدې ۷۰ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی؛ همدا اوس یې د ډالر پر وړاندې انټربینک نرخ ۱۷۸.۱۵ کلدارې دی. له دې ورهاخوا تېره ورځ د ټیکس ادارې پخواني مشر یې په ښکاره ټکو وویل چې پاکستان له اقتصادي پلوه دیوالیه (Bankrupt) دی. د لاندې لینک لیکنې پر اساس پاکستان غواړي پوه شي چې کوم ستر لامل شو چې پاکستان یې له اقتصادي پلوه دیوالیه حالت ته ورسؤل، تازه یوې پایلې ته رسیدلي چې له چین سره د (Free Trade Agreement) تړون سوداګري ددې حالت راوستو ستر دلیل دی، د چین څخه پور اخیستل یا هم ورسره سوداګري کول په هغه صورت کې چې ټوله تکیه دې پر چین شي ډیر خطرناک دي. هوښیار ملتونه د نورو هیوادونو له تجربو زده کړه کوي او د هغوی له ناکامیو درس اخلي؛ دا چې تازه آوازه ده ګویا د افغانستان معادنونو کې چین ته د پانګونې وړاندیز شوی/کېږي، باید چین سره د هر ډول سوداګریزو اړیکو ساتلو لپاره په تړونونو کې ډیر له دقت څخه کار واخیستل شي. ویره ده چې خدای مکړه چین مو د سري لینکا، مالیزیا او پاکستان په څېر له اقتصادي پلوه دیوالیه نکړي. دلته د یوې بلې خبرې یادونه هم ضروري ده هغه د پاکستاني چارواکو له لورې د افغانستان بانک د ذخیرو له کنګل ویستلو چیغې او د افغانستان سره د مرستو ټولؤلو لپاره پخپل مرکزي بانک کې د صندوق پرانیستل هغه څه دي چې پاکستان غواړي د افغان په نوم خپلې تشې مالي ذیرمې ډکې کړي. https://profit.pakistantoday.com.pk/2021/12/19/is-china-eating-pakistan-with-the-fta/?fbclid=IwAR36

ځواب ورکړئ