دین

د نړۍ امامانو له مسلمانانو څخه وغوښتل چې د بیجینګ اولمپیک لوبو څخه پرېکون وکړي

د سلام ټایمز راپور

اعتراض کوونکي د مرغومي په ۱۳مه د بلجیم په انتوېرپ ښار کې هڅه کوي چې د چین له خوا د دغه هیواد د اویغور وګړو پر وړاندې د ناوړه چلند په هکله د خلکو پوهاوی زیات کړي. په دې لړ کې، هغوی داسې یو شعار پورته کړی چې د بیجینګ د ۲۰۲۲ اولمپیک لوبو څخه د پرېکون غوښتنه کوي. [په بلجیم کې د اویغوریانو ټولنه/ټوېټر]

اعتراض کوونکي د مرغومي په ۱۳مه د بلجیم په انتوېرپ ښار کې هڅه کوي چې د چین له خوا د دغه هیواد د اویغور وګړو پر وړاندې د ناوړه چلند په هکله د خلکو پوهاوی زیات کړي. په دې لړ کې، هغوی داسې یو شعار پورته کړی چې د بیجینګ د ۲۰۲۲ اولمپیک لوبو څخه د پرېکون غوښتنه کوي. [په بلجیم کې د اویغوریانو ټولنه/ټوېټر]

د چین له مظلومو اویغوري مسلمانانو سره د پیوستون په لړ کې، د امامانو نړۍ والې شورا په نړۍ کې په مسلمانانو باندې غږ وکړ چې په بیجینګ کې د ۲۰۲۲ په ژمنیو اولمپیک لوبو کې له ګډون یا هلته له ورتګ څخه ډډه وکړي.‌

مسلمانو دیني عالمانو د مرغومي د ۹مې په یوه اعلامیه کې وویل، دغه پروګرام «مستقیما د هغه ظالم او مستبد رژیم ګټې تأمینوي چې د اویغوریانو د جینوسایډ او نسل وژنې مسؤلیت پر غاړه لري.»

په اعلامیه کې راغلي، «د چین حکومت د ظلم، شکنجې او استبداد له لارې د چینایي مسلمانانو له لومړنيو بشري او اساسي حقونو څخه سرغړونې ته دوام ورکوي.»

اعلامیه وایي، «موږ د مظلومو اویغوري مسلمانانو په ملاتړ کې او له هغوی سره یوه خوله ولاړ یو.»

په عکس کې چې د مرغومي په ۱۳مه اخیستل شوی، په بیجینګ کې د چین د چټک ښویندک (سکېټ) بیضوي شکله ملي میدان (د یخ تړانګه) لیدل کیږي. په پام کې ده چې د ۲۰۲۲ ژمني اولمپیک لوبې د سلواغې په میاشت کې دغلته پيل شي. [ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

په عکس کې چې د مرغومي په ۱۳مه اخیستل شوی، په بیجینګ کې د چین د چټک ښویندک (سکېټ) بیضوي شکله ملي میدان (د یخ تړانګه) لیدل کیږي. په پام کې ده چې د ۲۰۲۲ ژمني اولمپیک لوبې د سلواغې په میاشت کې دغلته پيل شي. [ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

د امامانو د نړۍ والې شورا د وېب سایټ په وینا،‌ دغه شورا په نړۍ کې د اسلام د ټولو مذاهبو او فرقو لومړنۍ او تر ټولو لویه بین المللي غیر حکومتي اداره ده چې مرکز یې په بغداد کې دی.

د ګڼو رسنیو او غیر حکومتي موسسو د راپورونو په اساس، بیجینګ د سینکیانګ په شمال لوېدیځه سیمه کې چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، یو لړ سرغړونې ترسره کوي، چې په ګرده نړۍ کې یې غوسه راپارولې ده.

په سینکیانګ کې «د سیاسي بیا ښوونې او روزنې» کمپونو کې له یو میلیون څخه ډېر خلک چې ډېر یې اویغوریان دي د محکمې له حکم څخه پرته بندیان شوي دي.

خپلواکې څېړنې او د کمپونو له پخوانیو بندیانو سره ترسره شوې مرکې په کمپونو کې چې په حقیقت کې زندانونه دي، د فزیکي او ذهني شکنجې، مغز وینځنې، سیستماتیک جنسي تېري او ناوړه جنسي استفادې په هکله معلومات وړاندې کوي.

سربېره پر دې، د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) د وري په میاشت کې په یوه مفصل راپور کې وویل چې، چینایي مقاماتو په بېلابېلو بهانو د دغې سیمې دوه پر درې برخې جوماتونه او نور سپیڅلي اسلامي ځایونه خراب یا ویجاړ کړي دي.

په پام کې ده چې د بیجینګ د اولمپیک لوبې د سلواغې په ۱۵مه پیل شي او د کب تر ۱ پورې دوام ومومي.

د نسل وژنې د پای ته رسولو غوښتنه

دا شورا دغه ګام وروسته له هغه اخلي چې متحده ایالاتو، برتانیا او استرالیا په روان کال کې د بیجینګ ۲۰۲۲ ژمنیو اولمپیک لوبو سره دیپلوماتیک پرېکون اعلان کړ.

واشنګټن چې د اویغوریانو پر ضد د بیجینګ ګامونه یې جینوسایډ بللی دی، د چین پر ضد بندیزونه سخت کړي دي.

ولسمشر جو بایډن د جبري کار په هکله د اندېښنو په ځواب کې د مرغومي په ۲مه داسې یوه مصوبه توشیح کړه چې له سینکیانګ څخه په وارداتو باندې بندیز لګوي.

د اویغوریانو د جبري کار د مخنیوي قانون د چین له دغې سیمې څخه د ټولو شیانو واردات بندوي مګر دا چې شرکتونه داسې د تایید وړ ثبوت وړاندې کړي چې په تولیداتو کې جبري کارګرانو برخه نه لرله.‌

سینکیانګ په نړۍ کې د مالوچو له لویو تولیدوونکیو څخه دی چې په نافذ شوي قانون کې اولویت ورکول شوی او ورسره رومیان او پولي سیلیکان ماده چې د لمریزو تختو په جوړولو کې کارول کیږي، شامل دي.‌

په هغو جامو کې چې متحده ایالات یې هر کال واردوي په اټکل ۲۰٪ کې د سینکیانګ مالوچ شامل وي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په یوه اعلامیه کې وویل، دغه قانون حکومت ته «داسې نوې وسیلې په لاس ورکوي چې د متحدو ایالاتو مارکیټونو ته د هغو توکو د راننوتلو مخه ونیسي چې په سینکیانګ کې د مجبورو کارګرانو په لاس جوړ شوي وي.»

هغه زیاته کړه، په دې توګه به «هغه کسان او بنسټونه لا نور مسؤل وګڼل شي چې د دغو سرغړونو مسؤلیت پر غاړه لري.»

دغه راز، دا قانون د متحدو ایالاتو ولسمشر څخه غواړي په هغو چینایي چارواکو باندې بندیزونه ولګوي چې په سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو مسؤلیت پر غاړه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آیا نړۍ په ریښتیا سره غواړي چې په سیمه کې د چین د شیطانی سیاستونو مخه ونیسي؟ نه. زه فکر کوم چې نه یې غواړي. که په ریښتیا سره غواړي چې د چین د پراختیا مخه ونیسي، د بلوچستان بلوچ بیلتون پالو سره دې مرسته وکړي چې په بلوچستان کې د سي پیک مخه ونیسي، د پښتون ژغورنې غورځنګ سره دې مرسته وکړي چې د پاکستان د ترورستي پوځ پر ضد چې د چین له خوا حمایه کیږي پر ضد وسله وال پاڅون وکړي او د پښتنو حقونه ترې ترلاسه کړي. په دې نه کیږي چې لوبو ته لاړ شئ او لوبو ته مه ځئ. د بلوچانو لپاره همدا د سلام ټایمز په څېر یو ویب سایټ جوړ کړئ، د امریکاغږ په څېر یوه راډېو ورته فعاله کړئ چې نړۍ وال یې غږ واوري. بلوچ بیلتون پالي د پاکستان د مرتد پوځ له خوا په بې رحمانه ډول وژل کیږي، له الوتکو نه یې ژوندي راغورځوي، او قسم قسم نورې سزاګانې ورکوي لاکن هیڅوک یې پوښتنه نه کوي. د چین د پراختیا د مخنیوي لپاره د پاکستان د پراختیا مخه ونیسئ.

ځواب ورکړئ

د اسلامۍ نړۍ امامان باید مسلمانان دې ته هم وهڅوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي څو له اسلامي هېوادونو څخه د نړۍ نورو برخو ته ترهګري خپره نشي. دغه راز، چین یو ظالم او متعصب هېواد دی چې د ترهګرۍ له وېرې او د مذهبي افراطیت د له منځه وړلو په بهانه په خپلو ټولو مسلمانو هېوادوالو باندې ظلم کوي.‌ زه پخپله نه د مذهبي افراطیت دفاع کوم نه د کمونیزم، خو زه دومره پوهېږم چې د مسلمانۍ له امله د میلیونونو بې ګناه خلکو بندي کول د نه بخښلو او نه توجیه وړجنایت دی.‌

ځواب ورکړئ