بشري حقونه

د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو پرمختګونه د بیجینګ له خوا په سینکیانګ کې د ظلمونو پولې ته ور ورسېدل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یوه سړي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې افغان لوري ته ولاړ دی، د چنګاښ په ۲۶مه د طالبانو بیرغ پورته کړی دی. [بنارس خان/ای اېف پي]

یوه سړي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې افغان لوري ته ولاړ دی، د چنګاښ په ۲۶مه د طالبانو بیرغ پورته کړی دی. [بنارس خان/ای اېف پي]

بیجینګ -- په افغانستان کې د طالبانو د پرمختګونو له امله د سیمې او په ځانګړې توګه د چین د سینکیانګ سیمې د بې ثباته کولو له وېرې، بیجینګ خپل لوېدیځ سرحدونه له نږدې څخه څاري.

په وروستیو اونیو کې، د ملکي خلکو د کورونو د لوټلو او سوځولو په ګډون د طالبانو تاوتریخوالی د منځنۍ اسیا خواته د افغانستان د درې ګاونډیو هېوادونو، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان تر سرحدونو پورې رسېدلی او دغه درې واړه هېوادونه خپل پوځي ظرفیتونه پياوړي کوي.

دغه راز چین له افغانستان سره په لوړو څوکو کې ۷۶ کیلومتره اوږده پوله لري خو د سړک له لارې د ننوتلو لاره نه لري.

خو دغه سرحد د اندېښنې وړ دی ځکه چې هغه د سینکیانګ په اوږدو کې پروت دی، او بیجینګ ډارېږي چې د حساسې سیمې اویغور بېلتونپالي به له افغانستان څخه د کسانو د راټولو د مرکز په توګه کار واخلي.

دا عکس چې د سلواغې په ۴مه اخیستل شوی،‌ د خلکو د ازادۍ پوځ سرتېري په داسې حال کې ښیي چې د چین د سینګیانګ سیمې د کاشغر د پامیر په غرونو کې ټریننګ ترسره کوي. [ای اېف پي]

دا عکس چې د سلواغې په ۴مه اخیستل شوی،‌ د خلکو د ازادۍ پوځ سرتېري په داسې حال کې ښیي چې د چین د سینګیانګ سیمې د کاشغر د پامیر په غرونو کې ټریننګ ترسره کوي. [ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۴مه اخیستل شوی، د چین د سینکیانګ سیمې د کاشغر جنوب ته ینګیسار کې په یوه لوی استوګنځي کې د اغزن سیم تر شا د چین بیرغ ښيي.‌[ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۴مه اخیستل شوی، د چین د سینکیانګ سیمې د کاشغر جنوب ته ینګیسار کې په یوه لوی استوګنځي کې د اغزن سیم تر شا د چین بیرغ ښيي.‌[ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

بیجینګ په وروستیو کالونو کې یو پراخ لړ ظالمانه سیاستونه پيل کړي چې غواړي د سینګیانګ اکثریت مسلمان وګړي وځپي او وڅاري. په دې لړ کې هغوی له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور ترکي مسلمانان تر ۴۰۰ پورې مرکزونو کې چې «د سیاسي ښوونې او روزنې» کمپونه، له محاکمې څخه د مخکې حبس مرکزونه او محبسونه هم په کې شامل دي، بندي کړي دي.‌

په میلیونونو نور د څارنې او کنټرولونو تر یوه سخت سیستم لاندې ژوند کوي.‌

د اویغوریانو د حقونو ادارې او د متحده ایالاتو، برتانیا او نورو هېوادونو قانون جوړونکي وایي، د جبري شنډولو په ګډون د چین سیاستونه له جینوسایډ یا نسل وژنې سره برابر دي‌.

په پيل کې د چین رژیم د توقیف کمپونو له شتون څخه انکار کاوه، لاکن اوس هغه د «حرفوي روزنې د داسې کمپونو» په نامه یادوي چې وایي د ترهګرۍ د له منځه وړلو او کاري فرصتونو ته د ودې ورکولو لپاره یې جوړ کړي دي.

په سینکیانګ کې د چینایي مقاماتو له خوا ډېر ترسره شوي جنایتونه په ځانګړې توګه د نړۍ د مسلمانانو او په تېره بیا د طالبانو په څېر سخت دریځو اسلام پالو لپاره ځورونکي دي. په دغو جنایتونو کې په سیمه کې له ۱۰۰۰ څخه د ډېرو امامانو او دیني عالمانو مستبدانه توقیف، د شاوخوا ۱۶۰۰۰ جوماتونو ویجاړول، او په مسلمانو ښځو باندې سیستماتیک جنسي تېری شامل دي.

په بنیادي ډول ځورونکي

شنونکي وایي،‌ که له افغانستان څخه د ناټو ائتلاف د ټولو ځواکونو له وتلو څخه وروسته په هېواد کې بې ثباتي رامنځته شي، کېدی شي چې د چین له خوا په سینکیانګ کې د «ملي امنیت» تر نامه لاندې د خلکو ځپل لا نور سخت شي.

چین په ځانګړې توګه له خپلو پولو سره سیمو کې د قدرت له خلا څخه وېرېږي او په افغانستان کې د لسیزو له اوږده جنګ څخه وروسته د ثبات تأمین د بیجینګ لپاره غټ اهمیت لري.‌

د شانګهای د نړۍ والو څېړنو پوهنتون کې د منځني ختیځ د چارو یوه کارپوه فان هونګدا ای اېف‌ پي ته وویل، «د چین لپاره له دې څخه خطر نشته چې په افغانستان کې واک څوک په لاس کې اخلي، بلکې له دوامدارې بې ثباتۍ څخه ورته خطر پېښېږي.»

دغه ډول اندېښنو چین هڅولی چې په نړۍ کې په زیاتېدونکي ډول په پوځي اساس ولاړ سیاست تعقیب کړي او دغه کار یې ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي دي.

په بیجینګ کې د کمونست ګوند ملحد مشران او طالبان ډېر لږ ایډیالوژیک مشترکات لري، لاکن شنونکي وایي چې دوه اړخیزه د حقیقت پر بنسټ ولاړ سیایست کولی شی متقابلې ګټې پر حساسو توپیرونو غالبې کړي.

د چین او پاکستان محور په نامه کتاب لیکوال انډریو سمال وویل، «چین کولی شي چې له طالبانو سره جوړجاړی وکړي، لاکن هغوی بیا هم د طالبانو دیني اجندا او انګېزې په دوامداره توګه ناراحته کوونکې ګڼي.»

انډریو وویل، «هغوی هېڅکله هم دا ډاډ نه لري چې طالبان اصلا اویغوري جنګیالیو ته د پناه ورکولو په څېر موضوعاتو په هکله د توافق اجرأتو ته څومره میلان لري او په دې برخه کې څه کولی شي.»

طالبان له اویغوري جنګیالیو سره له دوه لسیزو څخه ډېرې اوږدې اړیکې لري.

د چین لپاره په ځانګړې توګه د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت (اي ټي آی اېم) او د هغه خلف د ترکنستان اسلامي ګوند (ټي آی پي) سره د طالبانو اړیکې د اندېښنې وړ دي.‌

که څه هم چې له ۱۳۹۶ کال راهیسې په دې سیمه کې د کومې پام وړ ترهګریزې پېښې په هکله راپور نه دی ورکول شوی، لاکن بیجینګ په سینکیانګ کې د ځپنې قعیوداتو د توجیه کولو لپاره د ختیځ‌ ترکستان اسلامي خوځښت او د ترکستان اسلامي حزب له شتون څخه استفاده کړې ده.

لاکن بیا هم داسې ښکاري چې بیجینګ په سینکیانګ کې د اویغوریانو او نورو ترکي مسلمانانو پر ضد د احتمالي امنیتي ګواښونو په توګه له «یوې مخې» اقدامات ترسره کړي.‌

په ورته وخت کې، طالبان له مسلمانانو سره د چین د ناوړه چلند په هکله په ښکاره بې طرفه پاتې دي او داسې ښکاري چې یا په سینکیانګ کې د چین د نه انکار وړ جنایتونو په هکله خبر نه دي یا یې په قصدي توګه له پامه غورځوي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین له وال سټریټ ژورنال سره په یوه مرکه کې چې د چنګاښ په ۱۷مه خپره شوه، وویل، طالبان په سینکیانګ کې د اویغوریانو وضعیت ته اهمیت ورکوي او هڅه به وکړي چې له بیجینګ سره د سیاسي خبرو اترو له لارې له خپلو مسلمانو ورونو سره مرسته وکړي.

هغه وویل، «موږ د هغو د جزیاتو په هکله خبر نه یو، خو که له جزیاتو څخه یې خبر شو خپله اندېښنه به وښیو. که په چین کې د مسلمانانو لپاره ستونزې وي، په دې کې شک نشته چې موږ به د چین حکومت سره خبرې وکړو.»

د طالبانو له خوا له الفاظو سره دا ډول ښکاره لوبې ښایي له بیجینګ څخه د دې ډلې د سیاسي او مالي ملاتړ هیلو پورې تړاو ولري.

شاهین له ای اېف پي سره په یوه بله مرکه کې وویل، «که هر هېواد غواړي چې زموږ کانونه وباسي، موږ یې هرکلی کوو. موږ به پانګوونکیو ته ښه فرصتونه برابر کړو.»

د چین پر ضد عمل

طالبان په دې ډول لهجه چې لوالتیا په کې لږه ښکاري په داسې حال کې خبرې کوي چې متحده ایالات د بشر ضد جنایتونو له امله د بیجینګ پر وړاندې ولاړ دي.

د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې (سنا) تېره چارشنبه /د چنګاښ ۲۳مه/ د اویغوریانو له خوا د اجباري کار د مخنیوي قانون تصویب کړ. که دا قانون توشیح شي له سینکیانګ څخه وارداتي تولیدات به بند کړي.‌

سناتور مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې وویل، «د بیجینګ او هر نړۍ وال شرکت لپاره چې په سینکیاګ کې له اجباري کار څخه ګټه اخلي پیغام څرګند دی: نور بس دی.»

مارکو روبیو وویل، «موږ به د بشریت پر ضد د چین د کمونست ګوند په جنایتونو باندې سترګې پټې نه کړو او نه به موږ هغو شرکتونو ته چې له دغو وحشیانه ناوړه استفادو څخه ګټه اخلي د داخلېدلو اجازه ورکړو.»

متحده ایالاتو د سینکیانګ له امله وار له مخه د چین پر وړاندې اقدامات کړي دي او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چنګاښ په ۱۵مه له اجباري کمپونو ژوندي راوتلو کسانو سره په واشنګټن کې خبرې وکړې.

د متحده ایالاتو حکومت د چنګاښ په ۱۸مه په ۱۴ شرکتونو باندې چې مرکزونه یې په چین کې دي او د اویغوریانو او په سیمه کې د نورو قومي اقلیتونو پر وړاندې د چین په پالیسۍ کې ښکېل دي، بندیزونه اعلان کړل.‌

دغه راز، واشنګټن په وروستیو کې د یوه چینایي شرکت د لمریزو تختو واردات بند کړل او په څلورو نورو شرکتونو باندې یې په هغې سیمه کې له اجباري کار څخه د استفادې په تور تجارتي محدودیتونه ولګول.

د چنګاښ په ۱۷مه د اروپایي اتحادیې د پارلمان غړو د اتحادیې په ادارو او غړو هېوادونو باندې غږ وکړ چې که چین «په هانګ کانګ، د سینکیانګ په اویغور مېشته سیمه، تېبت، داخلي منګولیا او د چین په نورو برخو کې د بشري حقونو په وضعه کې د ثبوت وړ پرمختګ رامنځته نه کړي» د ۲۰۲۲ د بیجینګ له ژمنیو اولمپیکو لوبو څخه دې بایکاټ وکړي.

له ۴۰ څخه ډېرو هېوادونو د چنګاښ په ۱ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې په سینکیانګ کې د چین د اقداماتو په هکله «سخته اندېښنه» څرګنده کړه.

په دې اعلامیه کې د شکنجو یا بې رحمانه، غیر انساني او سپکوونکیو چلندونو، جبري شنډونو، جنسي او د جنسیت په اساس تاوتریخوالي او له میندو او پلرونو څخه په زور د ماشومانو د جدا کولو د پېښو په هکله راپورونه ورکول شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500