ديپلوماسي

طالبان او چین د خپل جوړ جاړي په ترڅ کې یو د بل په جنایتونو باندې سترګې پټوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په عکس کې د طالبانو یو بنسټ اېښودونکی ملا عبدالغني برادر د زمري په لومړیو کې له چین څخه د طالبانو د کتنې په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدل کیږي. [ای اېف پي]

په عکس کې د طالبانو یو بنسټ اېښودونکی ملا عبدالغني برادر د زمري په لومړیو کې له چین څخه د طالبانو د کتنې په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدل کیږي. [ای اېف پي]

کابل -- طالبانو او چین په ښکاره داسې یو اتحاد جوړ کړی چې دواړه یو د بل په تېرو د نه منلو وړ جنایتونو باندې سترګې پټوي او د ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

په داسې حال کې چې نړۍ واله ټولنه د طالبانو له خوا په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره یوه سیاسي حل ته په رسېدلو کې په زیاتېدونکي ډول د دغې ډلې په خلوص باندې باور له لاسه ورکوي،‌ طالبان هڅه کوي ترڅو احتمالي متحدین پیدا کړي.‌

پخوا طالبانو د وسلو او مالي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ایران، پاکستان او روسیې ته مراجعه کوله.‌

اوس،‌ چې طالب اورپکي د چین د سینکیانګ سیمې سرحد ته رسېدلي، دغه ډله ټولې هڅې کوي چې د خپل لوی ګاونډي پر وړاندې د مینې اظهار وکړي، په داسې حال کې چې بیجینګ هیله لري چې د طالبانو مشران د یو ډول ضمانت او ډاډ‌ په توګه وساتي.‌

دوه مسلمانې ښځې د چین د نیمه نظامي پولیسو تر څنګ، چې د سینکیانګ په ارومچي کې له ستر بازار څخه بهر په پیره ولاړ دي، تېرېږي. پخوانیو بندیانو او یوه ساتونکي په وروستیو کې څرګنده کړه چې، په سینکیانګ سیمه کې د چین د بیا ښوونې او روزنې په کمپونو کې په مسلمانو ښځو باندې په سیستماتیک ډول جنسي تېری کېږي، شکنجه کیږي او په جنسي توګه ځورول کیږي. [پیتر پارکس/ای اېف پي]

دوه مسلمانې ښځې د چین د نیمه نظامي پولیسو تر څنګ، چې د سینکیانګ په ارومچي کې له ستر بازار څخه بهر په پیره ولاړ دي، تېرېږي. پخوانیو بندیانو او یوه ساتونکي په وروستیو کې څرګنده کړه چې، په سینکیانګ سیمه کې د چین د بیا ښوونې او روزنې په کمپونو کې په مسلمانو ښځو باندې په سیستماتیک ډول جنسي تېری کېږي، شکنجه کیږي او په جنسي توګه ځورول کیږي. [پیتر پارکس/ای اېف پي]

له آرشیف څخه را اخیستل شوی دا عکس چې د ۱۳۹۶ د تلې په ۲۹مه اخیستل شوی، حیوانات په داسې حال کې ښيي چې د چین سرحد سره نږدې د افغانستان په واخان دهلېز کې څرېږي. افغانستان له چین سره په لوړو غرونو کې یواځې ۷۶ کیلومتره شریکه پوله لري او د سړک له لارې د ننوتلو لاره نه لري، لاکن موجود سرحد یوه غټه اندېښنه ده ځکه چې هغه د سینکیانګ په اوږدو کې تېرېږي. [ګوهر عباس/ای اېف پي]

له آرشیف څخه را اخیستل شوی دا عکس چې د ۱۳۹۶ د تلې په ۲۹مه اخیستل شوی، حیوانات په داسې حال کې ښيي چې د چین سرحد سره نږدې د افغانستان په واخان دهلېز کې څرېږي. افغانستان له چین سره په لوړو غرونو کې یواځې ۷۶ کیلومتره شریکه پوله لري او د سړک له لارې د ننوتلو لاره نه لري، لاکن موجود سرحد یوه غټه اندېښنه ده ځکه چې هغه د سینکیانګ په اوږدو کې تېرېږي. [ګوهر عباس/ای اېف پي]

د سخت دریځي خوځښت د بنسټ اېښودونکي ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه جګپوړي پلاوي تېره اونۍ په بیجینګ کې له چارواکو سره وکتل.

د چین د کمونست ګوند مشرانو سره په کتلو سره،‌ طالبان داسې ښیي چې هغوی دې ته چمتو دي چې په سینکیانګ کې د مسلمانانو پر ضد د چینایانو ظلمونه، چې د بشري حقونو ادارې او لوېدیځ حکومتونه یې نسل وژنه ګڼي، له پامه وغورځوي.

په ورته وخت کې د چین د کمونست ګوند ملحدین د طالبانو په افراطي ایډیالوژۍ او د هغوی له خوا د افغان حکومت د نسکورولو په هڅو باندې سترګې پټوي.

چینایی چارواکو دغه یاغي ډله په افغانستان کې د یوه «مهم نظامي او سیاسي ځواک» په توګه په غېږ کې نیولې او له هغوی څخه یې غوښتي چې «له ټولو ترهګرو ګروپونو» سره اړیکې پرې کړي.

بیجینګ اندېښنه لري چې د سینکیانګ اویغور بېلتون غوښتونکي به له افغانستان څخه د موضع جوړونې د مرکز په توګه کار واخلي. د چین لپاره په ځانګړې توګه د اندېښنې ټکی د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت (اي ټي آی اېم) او د هغه ځایناستي د ترکستان اسلامي ګوند (ټي آی پي) سره د طالبانو اړیکې دي.

بیجینګ د اي ټي آی اېم او ټي آی پي له شتون څخه په سینکیانګ کې د خپلې ځپنې د توجیه کولو لپاره کار اخلي، په داسې حال کې چې له ۱۳۹۶ کال راهیسې په سیمه کې د هېڅ ترهګریزو پېښو په هکله راپورونه راغلي نه دي.‌

د طالبانو ویاند محمد نعیم وویل، «اسلامي امارت چین ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ هېواد د امنیت پر ضد کار وانه خیستل شي.»

هغه وویل، «هغوی [چین] ژمنه وکړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاس نه وهي او پر ځای به یې د ستونزې په حلولو او د سولې په راوستلو کې مرسته کوي.»

د راپورونو له مخې، برادر بیجینګ د یوه «باوري دوست» په توګه یاد کړ.‌

هدف ته د رسېدلو لپاره وسیله

د چین لپاره به، په کابل کې د یوې باثباتې او همکارې ادارې شتون د افغانستان په لور د هغه د کمربند او سړک د پروژې د پراختیا لپاره لاره هواره کړي.‌

ریډ سټانډیش د چنګاښ په ۳۰مه د ازادۍ راډېو لپاره په یوه مقاله کې ولیکل چې،‌ «بیجینګ طالبان خپل منزل ته د رسېدلو یوه وسیله بولي. په ورته وخت کې، طالبان چین ته د نړۍ وال مشروعیت د یوې لارې او د جګړه ځپلي افغانستان لپاره د پانګونې د یوه باوري جریان په سترګه ګوري.»

په بیجینګ کې د تسینګوا پوهنتون د ستراتیژۍ ملي انسټیټیوټ کې د څېړنو د څانګې رییس قیان فینګ وال سټریټ ژورنال ته وویل، «طالبان غواړي چې چین ته ښه نیت وښيي.»

هغه وویل، «هغوی هیله لري چې چین یو ډېر مهم رول، په ځانګړې توګه د امریکایي عسکرو له وتلو څخه وروسته، ولوبوي.»

په استرالیا کې د افغانستان د چارو پوه نیشانک متواني ای اېف پي ته وویل، «د چینایاتو د ملاتړ په جلبولو سره به چینایان وکولی شي چې هغوی [طالبانو] ته د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دپلوماتیک پوښښ برابر کړي.»

هغه وویل، «دا مهمه ده ترڅو په پام کې ونیول شي چې ...کله چې نور هېوادونه خپل سرحدونه پرانیزي او له طالبانو سره اړیکې جوړې کړي دا کار د افغان حکومت مشروعیت کموي او طالبان تقریبا د یوه منتظر حکومت په توګه مطرح کوي.»

بیجینګ، له طالبانو سره د هوکړو په لاسلیکولو سره، هیله لري چې هغوی به هم په سینکیانګ کې، چې بیجینګ په کې په وروستیو کالونو کې د «ملي امنیت» تر نامه لاندې د اکثریت مسلمانو وګړو د ځپلیو او د هغوی د څارلو لپاره ډېر ظالمانه سیاستونه روان کړي دي، د اویغوریانو د مسایلو په هکله په ښکاره توګه بې طرفه پاتې شي.

په سینکیانګ کې د چینایي مقاماتو له خوا ډېر ترسره شوي جنایتونه په ځانګړې توګه د نړۍ د مسلمانانو او په تېره بیا د طالبانو په څېر سخت دریځو اسلام پالو لپاره ځورونکي دي. په دغو جنایتونو کې په سیمه کې له ۱۰۰۰ څخه د ډېرو امامانو او دیني عالمانو مستبدانه توقیف، د شاوخوا ۱۶۰۰۰ جوماتونو ویجاړول، او په مسلمانو ښځو باندې سیستماتیک جنسي تېری شامل دي.

طالبان،‌چې ځانونه د اسلام مدافعین بولي، دې ته حاضر ښکاري چې د مناسب قېمت په مقابل کې د مسلمانانو په وژلو او غلامولو باندېسترګې پټې کړي.‌

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ای اېف پي ته وویل، یاغیان غواړي چې «د نړۍ ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.»

هغه وویل، «هر هېواد چې غواړي زموږ کانونه راوباسي، موږ ورته ښه راغلاست وایو. موږ به د پانګونې لپاره ښه فرصت برابر کړو.»

هغه له وال سټریټ ژورنال سره په خبرو کې وویل، «که په چین کې له مسلمانانو سره څه ستونزې وي، په دې کې شک نشته چې موږ به د چین حکومت سره خبرې وکړو.»

د ترهګرو تفریح ځای

طالبان چین ته، مستقیما یا په سیمه کې د یاغیانو د یوه لوی ملاتړ کوونکي او د بیجینګ د نږدې متحد پاکستان له لارې، د پانګونې او د اقتصادي ملاتړ د یوې مهمې سرچینې په سترګه ګوري.‌

بیجینګ په ۱۳۹۸ کې د طالبانو د یوه بل پلاوي کوربه توب وکړ، او د روان کال په لومړیو کې چین د سولې د بین الافغاني خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ.

خو په لیبر دي بروکسیلز پوهنتون کې د سیاسي چارو یوه پوه تیري کیلنر وویل، د پاکستان له لارې له یاغیانو سره د پردې تر شا اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او «چین ته یې اجازه ورکړې چې په افغانستان کې په خپلو پروژو باندې د هر ډول ترهګریز برید مخه ونیسي.»

په دغو پروژو کې له کابل سره نږدې د عینک د مسو لوی کاڼ هم شامل دی چې یوې چینایي کمپنۍ په ۱۳۸۶ کې د یوه غټ عاید لرونکي بالقوه امتیاز په توګه ترلاسه کړ، لاکن کارونه یې د جنګونو له امله له اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلي دي.

خو په سینګاپور کې د نانیانګ د ټکنالوجۍ پوهنتون د ترهګرۍ د چارو شنونکي روهان ګوناراتنا وویل، ښایي طالبان به ښه ګاونډیان و نه اوسي.‌

هغه وویل، ډېر احتمال شته چې هغوی د اویغوري اورپکو ملاتړ بیا پیل کړي، په ځانګړې توګه اوس چې د هغو جنګیالیو ګڼ شمېر غواړي چې له سوریې څخه افغانستان ته راستانه شي.

ګوناراتنا له وال سټریټ ژورنال سره په خبرو کې وویل، «د هغوی اصلي کوربانه طالبان ول. هغوی په خپلو کې ډېرې نږدې اړیکې لرلې.»

هغه وویل، «د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به طالبان هغسې شي چې پخوا ول ځکه چې د طالبانو په ایډیالوژۍ کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.»

کېدی شي چې افغانستان «د ترهګرو په یوه تفریح ځای باندې بدل شي چې دا ټول بهرني ترهګر ګروپونه به په کې وېروونکی حضور ولري.»

ولسمشر اشرف غني په نړۍ واله ټولنه باندې ټینګار وکړ چې «د یوه سیاسي حل لپاره د طالبانو او د هغوی د ملاتړو د تمایل په روایت باندې بیاکتنه وکړي.»

هغه د زمري په ۷مه په کابل کې په یوه وینا کې خبرداری ورکړ چې، «د مقیاس، ځای او وخت په حساب، موږ له داسې یوه یرغل سره مخامخ یو چې په تېرو ۳۰ کالونو کې ساری نه لري.»

هغه ووییل، «دا د ۲۰مې پېړۍ طالبان نه دي... بلکې د بین المللي ترهګرو شبکو او بین المللي جنایتکارو سازمانونو تر منځ د پيوستون نښې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان زمونږ د نیکونو د وخت د ازادۍ د جنګیالیو سره مقایسه شول چې هغوی ټول په سپینه ماڼۍ کې کېناستل. مونږ هغوی ته د په لاس جوړو چاودېدونکو توکو په کارولو سره د «ووله او وتښته» تکتیکونه ور وښودل څوهغوی وکولی شي چې د روسیې پر ضد جنګ وکړي. مونږ هغوی ته له اوږې څخه وارېدونکې سټینګر وسلې ورکړې چې څرخکې پرې وولي. هغوی په هیرویینو باندې پایي، مشران یې په منظمه توګه جنایتونه ترسره کوي، یو څوک دغه خلا ډکوي، هغوی په ټنونو هیرویین خرڅوي، ایران د هغوی ملاتړ کوي.

ځواب ورکړئ

مننه

ځواب ورکړئ

دا یو ښه پرمختګ دی چې نړۍ بالاخره پوه شوه چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو حامي دی. پاکستان نه یوازې په سیمه بلکې په ټوله نړۍ کې د ترهګرو د ناوړو فعالیتونو ښکاره او پټ ملاتړ کوي. ملګري ملتونه باید په پاکستان باندې د ترهګرو د ملاتړ له امله اقتصادي بندیزونه ولګوي. ترهګري او د ترهګرو ملاتړ که ایر ان کوي که پاکستان او که بل یا بل هیواد هغه باید پرې نه ښودل شي او سزا ورکول شی. د داسې شریرو لپاره اقتصادي بندیزونه ښه علاج دی. مرګ په ترهګرو او د ترهګرو په ملاتړي پاکستان

ځواب ورکړئ