امنیت

د طالبانو په لیکو کې القاعدې پورې تړلي جنګیالي لیدل شوي دي

د محمد قاسم راپور

په یوه عکس کې چې د چنګاښ په ۲۴مه اخیستل شوی، افغان ملېشه جنګیالي د بلخ ولایت په چارکینت ولسوالۍ کې د طالب یاغیانو پر وړاندې د یوې لیرې پرتې پوستې څارنه کوي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

په یوه عکس کې چې د چنګاښ په ۲۴مه اخیستل شوی، افغان ملېشه جنګیالي د بلخ ولایت په چارکینت ولسوالۍ کې د طالب یاغیانو پر وړاندې د یوې لیرې پرتې پوستې څارنه کوي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

کندوز -- افغان پوځي چارواکو وویل، د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د طالبانو تر څنګ د جنګ کوونکیو بهرنیو جنګیالیو زیات شمېر له القاعدې سره اړیکې لري.

په کندوز ولایت کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند جګړن عبدالهادي نظري وویل، د طالبانو په لیکو کې اوس هم د القاعدې اړوند جنګیالي پراخ حضور لري.

هغه وویل، په بدخشان، بغلان، تخار او کندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په وروستیو نښتو کې د القاعدې عناصر لیدل شوي دي، او یادونه یې وکړه چې د هغوی یو شمېر کسان یا ووژل شول او یا هم ټپیان شول.

هغه وویل، په هغو بهرنیو جنګیالیو کې چې په پراخیدنونکي جنګ کې برخه اخلي چیچنیایي، ازبک، عرب، تاجک او پاکستاني جنګیالي شامل دي.‌

نظري وویل، یو تاجک جنګیالی د چنګاښ په ۸مه د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې د یوې نښتې په ترڅ‌ کې ووژل شو، او جسد یې د سره صلیب نړۍ والې کمېټې ته وسپارل شو.‌

هغه زیاته کړه، «د غبرګولي په ۲۹مه د بغلان ولایت په خنجان او دوشي ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو دوه پاکستاني وګړي ونیول او یو بل بهرنی اورپکی یې وواژه.»

نظري وویل، د تېرو پنځو کالونو په ترڅ کې بهرنیو جنګیالیو په بېلابېلو ولسوالیو کې د طالب ډلو مشري کوله.

هغه وویل، په دې ډله کې د بدخشان یوان، راغستان، کوهستان، جرم او نسي ولسوالۍ، د کندوز امام صاحب، چهار دره او قلعه زال ولسوالۍ او د بغلان ډنډ غوري او شهاب الدین ولسوالۍ شاملې دي.

نظري وویل،‌ «فرقان قزاق د جرم ولسوالۍ په خوستک دره کې یو له ډېرو مهمو چینایي اویغور ترهګرو قوماندانانو څخه دی،» او یادونه یې وکړه چې هغه د ۳۰۰ غیر افغاني جنګیالیو مشري پر غاړه لري.

له القاعدې سره د طالبانو اړیکې

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي سلام ټایمز ته وویل، طالبان له څو کالونو راهیسې له القاعدې سره نږدې اړیکې لري، او په وروستیو کې یې دوه اړخیزه همکاري هم کلکه کړې ده.

هغه وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په شمالي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د جنګ له میدانونو څخه داسې شواهد ترلاسه کړي چې ښیي چې د القاعدې عناصر د افغان طالب اورپکو ښوونه او روزنه کوي.‌

هغه وویل،‌ په پکتیا ولایت کې د غبرګولي په ۱۶مه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په یوه هوایي برید کې په لسګونو بهرني جنګیالي ووژل شول، چې دا روښانوي چې دغو جنګیالیو د طالبانو تر څنګ د جګړې په موخه وسلې پورته کړې وې.

په کندوز ښار کې د نظامي چارو شنونکي عبدالاحد معراج زاده وویل، له القاعدې سره د طالبانو اړیکو په افغانستان کې د نورو افراطي فعالیتونو د پارولو په برخه کې مرسته کړې ده.‌

هغه وویل، له بده مرغه چې هېڅ ډلې هم د وروستیو بریدونو او په کابل او نورو ولایتونو کې د چاودنو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، لاکن د بریدونو پېچلتیا «ښيي چې طالبان او القاعده لا هم ډېرې نږدې اړیکې لري.»

د بدخشان ولایت اوسېدونکې نسرین خالق یار وویل، طالبانو په خپلو دروغجنو وعدو سره د بل هر وخت په نسبت ډېر د خلکو اعتبار له لاسه ورکړی دی.

هغې وویل، «موږ په مکرر ډول اورېدلي چې طالبان وایي چې هغوی له القاعدې سره اړیکې پرې کړي دي،» او زیاته یې کړه چې حقیقت دغسې نه دی او پرځای یې دغو دوو افراطي ګروپونو خپلې اړیکې لا نورې پراخې او غښتلې کړي دي.

طالبان د سولې لپاره هېڅ پلان نه لري

افغان چارواکي وایي، د طالبانو تر څنګ بهرني جنګیالي جنګ کوي او هغوی ته پوځي روزنه، بمونه او د ځانمرګو بریدونو واسکټونه برابروي.

د کندوز ولایت د ملي امنیت ریاست ویاند نورالهدا ملکي وویل، په داسې حال کې چې د بهرنیو جنګیالیو دقیق شمېر معلوم نه دی، د استخباراتي راپورونو په اساس په کندوز ولایت کې تر ۱۲۰ پورې جنګیالي فعالیت کوي.

هغه وویل، اکثر دغه جنګیالي د چیچنیا، تاجکستان او ازبکستان اوسېدونکي دي.

هغه وویل، دغه جنګیالي په عمومي توګه په امام صاحب او دشت آرچي ولسوالیو کې چې له تاجکستان سره سرحد لري، عملیات کوي، او دغه راز طالبانو ته مستقیم ملاتړ برابروي.

په کندوز کې د میرویس امیري په نامه یوه فعال وویل، طالبان د ځینو ولسوالیو په نیولو سره، هڅه کوي چې ځانونه په خبرونو کې مطرح کړي او د مذاکراتو پر مېز برلاسي ترلاسه کړي.

امیري سلام ټایمز ته وویل، طالبان نه د سولې د هر اړخیزې هوکړې لپاره پلان لري او نه د هغه اسلامي نظام لپاره تعریف لري چې غواړي رامنځته یې کړي.

هغه وویل، «د هغوی یواځینی هدف دا دی چې بې ګناه ملکي خلک وځوروي او شکنجه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500