امنیت

د امام صیب ولسوالۍ اوسېدونکيو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ

د هدایت الله راپور

ځایي چارواکو وویل، د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ له ۳۰۰ ډېرو اوسېدونکیو وروسته له هغه د طالبانو پر ضد یو ولسي پاڅون اعلان کړ چې یادې ډلې په دغې ولسوالۍ کې تاوتریخوالی زیات کړ او ملکي خلک یې ووژل. [د کندوز د ملي امنیت ریاست دفتر]

کندوز -- د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ په سلګونو اوسېدونکیو وروسته له هغه د طالبانو پر ضد یو ولسي پاڅون اعلان کړ چې په یاده ولسوالۍ کې تاوتریخوالی زیات شو او په ترڅ کې یې ملکي خلک ووژل شول.‌

د امام صیب ولسوال محبوب الله سعیدي وویل، «د امام صیب ولسوالۍ له ټولو کلیو څخه درې سوه کسان د ولسوالۍ په مرکز کې سره غونډ شول او د افغانانو د دښمنانو پر ضد یې ولسي پاڅون اعلان کړ.»

هغه د شنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۹مه/ وویل، «دا یو ولسي حرکت دی.»

هغه وویل، «د حرکت غړي باید خپل ځانونه، نور خلک او د هغوی ملکیت د طالبانو پر ضد خوندي کړي، او ځایي حکومت چمتو دی چې له هغوی سره همکاري وکړي او تجهیز یې کړي.»

د ولسي پاڅون ځواک غړي د لیندۍ په ۲۹مه د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې سره غونډېږي. [د کندوز د ملي امنیت ریاست دفتر]

د ولسي پاڅون ځواک غړي د لیندۍ په ۲۹مه د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې سره غونډېږي. [د کندوز د ملي امنیت ریاست دفتر]

د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ شاوخوا ۳۰۰ اوسېدونکي د لیندۍ په ۲۹مه د ولسوالۍ په مرکز کې سره غونډ شول ترڅو د طالب اورپکو پر ضد یو نوی ولسي پاڅون پیل کړي. [د کندوز د ملي امنیت ریاست دفتر]

د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ شاوخوا ۳۰۰ اوسېدونکي د لیندۍ په ۲۹مه د ولسوالۍ په مرکز کې سره غونډ شول ترڅو د طالب اورپکو پر ضد یو نوی ولسي پاڅون پیل کړي. [د کندوز د ملي امنیت ریاست دفتر]

سعیدي وویل، طالبانو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ په مرکز او د امنیتي تلاشۍ په پوستو باندې څلور بریدونه ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې په پوځي تلفاتو سربېره طالبانو ته درانه تلفات ور رسېدلي دي.

د ولسي پاڅون مشر عبدالجمیل میاخېل وویل، «طالبان سوله نه غواړي. هغوی سولې ته هېڅ میل نه لري.»

هغه زیاته کړه، «طالبان هره ورځ زموږ بې ګناه ملکي خلک وژني. موږ نشو کولی چې د خپل ځان پر وړاندې دغه بې عدالتي وزغمو.»

هغه وویل، «طالبان کلیوال مجبوروي چې اورپکو ته عشر او خواړه ورکړي او له هغوی سره د وسلو او مهماتو په انتقالولو کې مرسته وکړي،» او یادونه یې وکړه چې دغو بارونو هغوی دې ته مجبور کړل چې د یاغیانو پر ضد پورته شي.‌

ملاخېل وویل، په امام صیب ولسوالۍ کې ټولو ولسونو پرېکړه کړې «چې په یوه غږ د دغه ګروپ پر ضد ودرېږي» او خپل کلي له اورپکو څخه پاک کړي.

د سولې لپاره قربانۍ

په امام صیب ولسوالۍ کې یوه قومي مشر عبدالغفور وویل، د شنبې په ورځ، «د ټولو ولسونو خلک سره یوځای شول ترڅو یووالی او پيوستون څرګند کړي او د طالبانو پر ضد ودرېږي.»

هغه وویل، «له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې زموږ په هېواد کې جنګ روان دی. که طالب اورپکي افغانان او مسلمانان وي، هغوی باید جنګ او تاوتریخوالي ته نه ووایي، سوله او اوربند وکړي.»

د نوي ګروپ یوه غړي سعدګل ناصري وویل، «طالبانو له متحده ایالاتو سره سوله وکړه خو د افغانانو پر ضد جنګ کوي.»

هغه وویل، «موږ هره ورځ قربانۍ ورکوو، او اوس هم چمتو یو چې قرباني ورکړو څو زموږ په هېواد کې سوله راشي.»

هغه زیاته کړه، «موږ سوله او ورورولي غواړو، خو طالبان موږ وژني. نو که هغوی په سوله باور نه لري، بیا له هغوی سره سولې کولو ته اړتیا نشته.»

ناصري وویل، له طالبانو سره د جګړې په نتیجه کې، «تقریبا په هره کورنۍ کې یتیمان او کونډې موجود دي.»

د امام صیب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالستار مومند وویل، «که طالبان سوله یا اوربند ونه مني، موږ مجبور یو چې د هغوی پر ضد له خپل هېواد څخه دفاع وکړو. موږ د حکومت تر څنګ درېږو.»

د طالبانو په تاوتریخوالي کې ډېرښت

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي د امام صیب ولسوالۍ د اوسېدونکیو له خوا اخیستل شوی ګام وستایه.‌

هغه وویل، «له بده مرغه چې طالبانو د کب په میاشت کې له متحده ایالاتو سره د سولې د هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته خپل تاوتریخوالی زیات کړی دی، او یواځې په تېرو څلورو میاشتو کې، هغوی په امام صیب ولسوالۍ کې پنځه غټ بریدونه ترسره کړي دي.»

د لړم په ۱۳مه،‌ طالبانو یو موټر چې په چاودېدونکیو توکو سمبال وو په امام صیب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو اډې ته نږدې وچاوه، چې پوځیانو او ملکيانو دواړو ته یې درانه تلفات ور واړول.

د لړم په ۲۱مه، طالبانو د ولسوالۍ په بالاحصار سیمه کې په یوه امنیتي پوسته باندې د برید په ترڅ‌ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه پولیس افسران ووژل.‌

ایوبي وویل،‌ درې ورځې وروسته طالبانو په اویستا مېنګ کلي کې په یوه امنیتي پوسته باندې برید وکړ چې د محلي ځواکونو لږ تر لږه ۸ غړي او د افغان ملي اردو یو غړی یې ووژل. د حکومت د پلویانو لږ تر لږه درې کسان ټپیان شول.‌

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د شمال ختیځې څانګې په روانه میاشت کې وویل، د روان لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې، په کندوز، تخار او بغلان ولایتونو کې د طالبانو د تاوتریخوالي په ترڅ کې له ۴۳۰ څخه ډېر ملکیان وژل شوي یا ټپي شوي دي.‌

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وویل، که څه هم چې د کندوز ولایت په ځینې برخو کې د طالبانو تاوتریخوالی زیات شوی، لاکن امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د یادې ډلې پر ضد دفاع وکړي.‌

هغه وویل، «افغان امنیتي ځواکونه دې ته چمتو دي چې امنیت تأمین، ملي استقلال خوندي او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ډاډمنه کړي.»

رحماني وویل، «موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې افغان ځواکونه شپه او ورځ کار کوي څو د طالبانو له خوا د هغوی د فجیعو عملونو، چې د ولسونو د وېرولو، د بې ګناه خلکو د په نښه کولو او د دولتي شتمنیو د ویجاړولو لپاره یې ترسره کوي، مخه ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دغه ډول حرکتونه باید پیاوړي کړای شي، ځکه چې هغوی طبیعي ځواکونه دي او کولی شي چې د طالبانو پر ضد ډېر ښه جنګ وکړي. افغان حکومت باید هغوی ته وسلې او مهمات ور ووېشي او د هغوی لپاره تنخا ځانګړې کړي.

ځواب ورکړئ

دغه خود جوش حرکت ندی دا د افغان حکومت لخوا یو پلان شوی او استخدام شوی حرکت دی. دغه ډول خوزښتونه د هیواد لپاره ښه زیرۍ نه دی. دغه کسان په کلی او بانډو کې امنیت نور هم ګډوډ کوي.

ځواب ورکړئ

اصلا د افغانستان د حکومت واګي په عملي توګه د پخوانۍ شمال ټلوالې د اوباشانو او جنګسالارانو په لاسونو کې دي، څه نړۍ والې مرستې چې افغانستان ته راځي د دې پرځای چې په دفاعي او امنیتي برخه کې د تعلیم په برخه کې د اقتصاد په برخه کې د زراعت او ټکنالوجۍ په برخه کې ولګول شي هغه د شمال ټلوالې غله چور کوي او که دغه پیسې په منظم ډول د حکومتي تاسیساتو په قوي کولو او پورتنیو برخه کې لګول شوې وې اوس به افغانستان په هره برخه کې په خپلو پښو ولاړ وای او داسې نا امنۍ به نه وې. دا اوس له امرالله صالح نه رانیولې تر احمد ضیاء مسعود، قسیم فهیم، یونس قانوني، جنرال بسم الله پشقل فروش، عطامحمد نور ...‌او د هغوی تر څنګ د ګل اغا شیرزي، ظاهر قدیر، سیاف، عبدالله، محقق، خلیلي، .... اکاونټونه وګورئ، په هر یوه کې په سلګونو او زرګونو میلیونه ډالر راوځي.‌دوی باید محاکمه شي، پیسې او ملکیتونه یې ترې ضبط شي او دوی د ټول عمر لپاره د زندان د تمبو شاته وغورځول شي.

ځواب ورکړئ

تاسو سره همغږی یم. تاسو ښه موضوع ته ایشاره کړې.

ځواب ورکړئ