د ښځو حقوق

افغانانو د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې تړون څخه وروسته محتاطانه هیله مندي وښودله

ای اېف پي

د ښوونځیو ښځینه زده کوونکې د کب په ۶مه په کندهار ولایت کې د کندهار د عصري علومو انسټیټیوټ په حوېلۍ کې ګرځي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د ښوونځیو ښځینه زده کوونکې د کب په ۶مه په کندهار ولایت کې د کندهار د عصري علومو انسټیټیوټ په حوېلۍ کې ګرځي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- د پوهنتون یوې زده کړیالې فضیلې صالحي چې -- په افغانستان کې د اورکم له برکته -- په نادر ډول د شپې ناوخته له خپلې کورنۍ سره یوځای چکر ته راوتلې وه، هڅه کوله چې د خپل هېواد د راتلونکي په هکله د بد شګون احساس له ذهنه وباسي.‌

د کب په ۱۰مه د واشنګټن او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوې هوکړې د مهالوېش په اساس، ټول بهرني عسکر به په ۱۴ میاشتو کې دننه له افغانستان څخه وځي او په بدل کې به یې اورپکي امنیتي تضمینونه ورکوي او وعده به کوي چې له کابل سره به خبرې ترسره کوي.‌

دغه هوکړه له هغه یو اونیز اورکم څخه وروسته وشوه چې له هغه وخت راهیسې د افغان ولسمشر اشرف غني حکومت دوام ورکړی، په بریدونو کې ډراماتیک کموالی راغلی او افغانانو ته یې دا نادر فرصت په لاس ورکړی چې د تاوتریخوالي له وېرې څخه پرته خپل ورځنی ژوند ترسره کړي.‌

صالحي ای اېف پي ته وویل، «دا زما د ژوند غوره اونۍ وه؛ دا یوه سوله ییزه اونۍ وه.» هغې د خپل ښار هرات لمنو ته د شپې تګ «یو خوږ خوب» وباله.

دغې ۲۰ کلنې جنۍ وویل، «په اتو میاشتو کې دا لومړی ځل وو چې موږ راووتلو او یو څه چکر مو وواهه.»

خو هغې اعتراف وکړ چې د ازادۍ خوند د غم او خوښۍ یوه ګډوله وه ځکه هغې اندېښنه لرله چې کېدای شي طالبان، چې د ۱۳۷۵-۱۳۸۰ ظالمانه دوره کې یې ښځې کورونو پورې محدودې کړې، او نجونې یې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې کړې وې، کولی شي یو ځل بیا د هغې ژوند تریخ کړي.

دغې د ژورنالیزم د پوهنځي زده کړیالې وویل، «موږ ډارېږو او عصباني یو. زه د یوې ښځې په توګه دا تمه نه لرم چې اجازه به راکول شي چې بهر وځم او له داسې ازادۍ څخه چې اوس یې لرم خوند واخلم.»

هغې زیاته کړه، «زه پلان لرم چې له فراغت څخه وروسته کار وکړم، خو که طالبان راستانه شي، زه فکر نه کوم چې هغوی به ماته اجازه راکړي.»

طالبانو د دوشنبې په ورځ /د کب ۱۲مه/ وویل چې هغوی د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه بیا پیلوي او اورکم پای ته رسوي.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته وویل، «په تاوتریخوالي کې کموالی ... اوس پای ته رسېدلی، او زموږ عملیات به په عادي توګه دوام ومومي.»

دا اعلان یواځې یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې غني وویل هغه به اورکم لږ تر لږه تر هغه وخته پورې دوام ورکړي چې د افغان چارواکو او طالبانو تر منځ د کب په ۲۰مه خبرې پیل شي.‌

د تړون په هکله ګډ احساسات

په میلیونونو افغانانو د ۱۳۷۰مو کالونو په ترڅ کې هغه وخت هېواد پرېښود چې د کورني جنګ کړاوونه پرې روان ول او طالبانو کنټرول ترلاسه کړ.

د خاطرې ساپۍ کورنۍ د هغو خلکو په ډله کې وه چې په ګاونډي ایران کې یې پناه واخیستله.‌

د بشري حقونو دغې ۲۹کلنې فعالې په کابل کې ای اېف پي ته وویل، «موږ راووتلو چې زه او خور مې ښوونځي ته لاړې شو... خو تل مې دا هیله لرله چې افغانستان ته بېرته راستانه شو.»

د هغوی کورنۍ په ۱۳۸۵ کې پنځه کاله وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو په مشرۍ یرغل طالبان رانسکور کړل او حالات یې د لویدیځ له خوا حمایه کېدونکې ولسواکۍ ته جوړ کړل، بېرته هېواد ته راستنه شوه.‌

ساپۍ د سولې د هوکړې په هکله ګډ احساسات لري.‌

هغې وویل، «زه په دې هکله هیله منه یم چې خلک به نه وژل کیږي، خو کله چې خبره هغو قوانینو ته ځي چې د طالبانو او د هغوی د سختې ایډیالوژۍ په وسیله تپل کیږي، بیا زه ډېره اندېښمنه کیږم.»

عکاسې نیلوفر نیکپور وویل، «ښایي چې موږ په افغانستان کې نور ځانمرګي بریدونه یا چاودنې ونه وینو، خو پر ځای یې ښایي موږ د افغانو ښځو په توګه خپله ازادي له لاسه ورکړو.»

خو نورو وویل چې سوله دا ارزښت لري چې له طالبانو سره خبرې اترې ترسره شي.‌

په هرات کې د پوهنتون استاد خلیل رسولي وویل، «زه هیله لرم چې دواړه لوري په خپله ژمنه ودریږي، په تاوتریخوالي کې کمی اوږد کړي او یوې تلپاتې سولې ته کار وکړي.»

هغه وویل، «زه او زما کورنۍ تېره اونۍ ډېرو د ساعت تېرۍ ځایونو ته لاړو... چې یو څه تازه هوا تنفس کړو او زرغونې سیمې وګورو.»

رسولي وویل، «زه او ماشومان مې تقریبا هره ورځ د آیس کریم لپاره بهر ته تللو،» او زیاته یې کړه چې حتی یو څو اونۍ مخکې هم دغه ډول خوښۍ ناشونې وې.

زه به خپله کورنۍ څنګه حمایه کوم؟‌

د طالبانو په واکمنۍ کې، ښځې د تعلیم یا کار له ترلاسه کولو څخه بې برخې شوې وې -- دا هغه حقونه دي چې مسلکي افغانانې یې نن په ساتلو باندې سخت ټینګار کوي.

په هرات ښار کې یوې دوکاندارې ستارې اکرمي چې ۳۲ کاله عمر لري، ای اېف پي ته وویل، «که سوله وشي او طالبان زموږ د خلکو وژل بند کړي زه به ډېره خوشحاله شم.»

دغې د درې ماشومانو کونډې مور زیاته کړه، «خو که طالبان بیا واک ترلاسه کړي... او خپل زوړ فکر ولري،‌ بیا دا زما لپاره د اندېښنې خبره ده.»

هغې وویل، «که هغوی ماته ووایي چې په کور کېنه، زه به ونشم کولی چې خپله کورنۍ حمایه کړم. په افغانستان کې زما په څېر په زرګونو ښځې موجودې دي. موږ ټولې وارخطا یو.»

خو په کندهار کې چې د طالبانو د راټوکېدلو ځای دی، د ښوونځي زده کوونکې پروانې حسیني یوه عجیبه هیله څرګنده کړه.

دغې ۱۷ کلنې جنۍ ای اېف پي ته وویل، «زه وارخطا نه یم. طالبان څوک دي؟ هغوی زموږ ورونه دي. موږ ټول افغانان یو او سوله غواړو.»

هغې زیاته کړه، «ځوان نسل بدل شوی دی او طالبانو ته به اجازه ورنه کړي چې په موږ باندې خپله زړه ایډیالوژي تحمیل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که ریښتیا افغانستان راته اهمیت لري، نو باید د ۱۰۰۰ سرتیرو په مقابل کې د ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشی کړو،ځکه د امریکایی استادانو پر سر مو حقانی خوشی کړو. که دا کار وکړو په دې سره به د شپږ زرو افغانانو او د هغوی د خپلوانو په کورونو کې خوښې راشي . جګړه نه سوله غواړو. طالب ملی اردو = #افغان

ځواب ورکړئ

او که ریشتیا هم سوله غوارو او افغانانو ته د مسلمان په سترگه گورو باید اعلان ونکرو چی امریکایانو سره سوله شوه او افغان زواکونو سره به د تیر په سیر جگره بیرته‌جاری شی!

ځواب ورکړئ

طالبان هم عجیبه منطق لري، اشغالگرو سره سوله او وطنوالو سره جنگ،! اوس به نو خامخا د خارجیانو بیزونو ته پوستی اچوی د حفافظت لپاره یی او افغان ځواکونه به نښه کوي. الله پاک دې ورته هدایت وکړي.

ځواب ورکړئ

سولې ته هېڅ هیله نشته. ولسمشر غني د سولې د تړون په لاره کې اصلي خنډ دی. اوس هغه د ولسمشر په توګه اعلان شوی دی او هغه به قدرت پرې نه ږدي. له طالبانو سره د سولې هوکړه به هغه وخت ګټوره وای چې د ولسمشرۍ انتخاباتو څخه مخکې شوې وای.‌

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې وضعه به د پخوا په نسبت بدتره شي ځکه چې غني به بندیان خوشې نه کړي او طالبان به هم جنګ ته دوام ورکړي. پرون د یادې ډلې ویاند د کابل ادارې پر ضد د جنګ اعلان وکړ. له طالبانو سره د سولې د هوکړې له لاسلیکولو څخه مخکې، امریکا باید د افغانستان له سیاستوالو څخه غوښتي وای چې له طالبانو سره د یوه موقت حکومت په سر خبرې اترې وکړي. دا چې غني د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی دی، هغه به واک پرې نه ږدي، او د غني په ډله کې د اسدالله خالد او امرالله صالح په څېر د طالبانو ضد کسان موجود دي. هغوی به له طالبانو سره توافق ونه کړي. تاسو ولیدل چې د غني لومړي مرستیال امرالله صالح ډېر روښانه وویل چې هغه به هېڅکله هم له طالبانو سره جوړجاړی ونه کړي،‌ او نوموړی له طالبانو سره ایډیالوژیکه ستونزه لري. سره له دې چې د یوې اونۍ په مخه اورکم په ډېر ښه ډول تېر شو، او کومه غټه پېښه ونشوه، او طالبان په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شول، لاکن اسدالله خالد وویل چې په تاوتریخوالي کې د کمي د اونۍ په ترڅ کې ډېرې زیاتې پېښې شوي دي، او طالبان په خپلو وعدو باندې ونه درېدل. د هغه له خبرو څخه معلومیږي چې هغه هم غواړي چې اوبه خړې کړي څو له طالبانو سره سوله ونشي، او هغه له طالبانو څخه لا نور انتقام هم واخلي.

ځواب ورکړئ