کابل -- په تاوتریخوالي کې کمی چې د کب په ۳مه پیل شو په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې لپاره هیلې غوړوي.
که دا د یوې اونۍ اوږد اورکم بریالی شي، متحده ایالات پلان لري چې د شنبې په ورځ /د کب ۱۰مه/ له طالبانو سره په قطر کې یوهوکړه لیک لاسلیک کړي.
د څو ورځو په تېرېدلو سره، د طالبانو د بریدونو شمېر په ډراماتیک ډول راکم شوی دی.
یوې افغان امنیتي سرچینې ای اېف پي ته وویل، د اورکم له پيلېدلو راهیسې د طالبانو بریدونه په اوسط ډول د ورځې له ۷۵ څخه شاوخوا ۱۵ ته راکم شوي دي.
افغانان طالبان هڅوي ترڅو د سولې په لاره تګ ته دوام ورکړي.
د کابل یوه اوسېدونکي نجیب الله صاحبزاده چې ۲۶ کاله عمر لري او په شهرنو سیمه کې د کالیو دوکان لري، وویل، «ټول افغانان غواړي چې شخړه او تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او سوله راشي. دا که په تاوتریخوالي کې د کمي له لارې وي او که د اوربند له لارې فرق نه کوي.»
هغه وویل، «یواځینی شی چې زما هېوادوال له ډېرو کالونو راهیسې ورته انتظار کوي سوله ده.»
صاحبزاده وویل، «زما په نظر، لکه د عامو خلکو په څېر، طالب جنګیالي هم له جنګ څخه چې هره ورځ د سلګونو خلکو ژوند اخلي ستړي دي. هغوی مناسب فرصت ته منتظر دي.»
هغه وویل، «نن ورځ، د سولې فرصت رارسېدلی دی. طالبان باید ثابته کړي چې هغوی په ریښتیا سره سوله او د خپلو هېوادوالو د وینو تویېدلو بندېدل غواړي.»
په کابل کې د پوهنتون یوه ۳۱ کلن محصل هېواد وویل، «زه په خدای قسم کوم چې موږ له جنګ څخه ستړي یو. موږ هم د نورو انسانانو په څېر سولې، امنیت، نېکمرغۍ او خوښۍ ته اړتیا لرو.»
هغه وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې تاوتریخوالي ته نه ووایي ځکه چې دا د سوله ییز او داسې ژوند وخت دی چې یو بل په کې وزغمو. مهرباني وکړئ نور نو ترهګرۍ او تاوتریخوالي ته د تل لپاره مخه ښه ووایئ.»
هېواد وویل، «په تاوتریخوالي کې کمی د اوربند او تلپاتې سولې په لور یو ښه ګام دی. موږ بیا هم په طالبانو باندې غږ کوو چې دا فرصت له لاسه ورنه کړي.»
اورکم ته ښه راغلاست ویل
د کندوز یوه اوسېدونکي نجیم حسین خېل وویل، «ما خپل مشر ورور په جګړه کې له لاسه ورکړ. هغه زموږ د کورنۍ روزي ګټونکی وو، د هغه په مرګ زموږ کور وران شو.»
هغه وویل، «موږ مجبور شوو چې خپل کور او هر څه شاته پرېږدو او کابل ته لاړ شو. زه د جګړې د یوه قرباني په توګه په تاوتریخوالي کې کمي ته ښه راغلاست وایم او له جګړه مارو لوریو څخه غواړم چې تاوتریخوالی او وینه تویول د تل لپاره ودروي.»
مریم رحیمي چې ۲۵ کاله عمر لري او د کابل په کارته پروان سیمه کې یو سینګارځی چلوي، وویل، «زه په تاوتریخوالي کې د کمي او اوربند په هکله په خبرېدلو سره ډېره خوښه شوم. نن سهار زه د یوه ځانمرګي بمي برید، چاودنې یا د نورو اندېښنو څخه پرته کار ته راغلم.»
هغې وویل، «سوله زما له غټو هیلو څخه یوه ده.»
رحیمي وویل، «ما د داسې ورځې انتظار کاوه چې نور د چاودنو اواز وانه ورم. زه نه غواړم چې نور ماشومان او ښځې په جګړه کې د هغوی د پلرونو او مېړونو د مرګ له امله په ژړا ووینم.»
هغې زیاته کړه، «په یوه سوله ییز چاپېریال کې ژوند کول د هر افغان سړي او ښځې هیله ده. له جګړه مارو خواو څخه زما غوښتنه دا ده چې د افغانانو دا ستره هیله د هغوی لپاره په خفګان باندې بدله نه کړي.»
په ولسي جرګه کې د فراه ولایت یوه استازي عبدالستار حسیني وویل، «طالبانو د افغان حکومت پر ضد ۲۰ کاله جنګ وکړ چې ډېر بې ګناه افغانان یې د کوم څه له ترلاسه کولو څخه پرته ووژل.»
هغه وویل، «د تاوتریخوالي له کمولو یا اوربند کولو څخه پرته د سولې راتګ ناشونی دی.»
حسیني وویل، «له جګړه مارو لوریو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په تاوتریخوالي کې د کمي په برخه کې خپلو ژمنو ته درناوی وکړي څو د بین الافغاني خبرو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره زمینه مساعده شي.»
په مشرانو جرګه کې د سمنګانو ولایت یوه استازي صفی الله هاشمي وویل، «زه هیله لرم چې طالبان نه یواځې د شپږو ورځو لپاره بلکې د تل لپاره تاوتریخوالی او وینه تویول ودروي، د نورو افغانانو په څېر، په یوه سوله ییز چاپېریال کې ژوند کول انتخاب کړي.»
هاشمي وویل، «په تاوتریخوالي کې کمي موږ د جګړې یو تلپاتې پای ته د رسیدو لپاره هیله مند کړي یو.»
هغه وویل، «له دې امله، موږ له جګړه مارو خواو څخه غواړو چې په خپلو ژمنو باندې ودرېږي او په تاوتریخوالي کې د کمي موده وغځوي څو داسې یو چاپېریال رامنځته شي چې د افغانانو تر منځ خبرې اترې شونې کړي.»