امنیت

له طالبانو سره د اورکم په بهیر کې، هوایي بریدونو په کونړ کې د داعش ۴ ترهګر ووژل

ای اېف پي

د هرات پولیس د کب په ۳مه له طالبانو سره د اورکم په لومړۍ ورځ په ښار کې امنیتي وضعه څاري. [عمر]

د هرات پولیس د کب په ۳مه له طالبانو سره د اورکم په لومړۍ ورځ په ښار کې امنیتي وضعه څاري. [عمر]

کابل -- د یاغیانو له خوا له څو بریدونو او د امریکایي ځواکونو له خوا د داعش په سنګرونو باندې له بمباریو سره سره، د طالبانو، امریکایي او افغان ځواکونو تر منځ د یوې اونۍ اوږد اوربند سې شنبه /د کب ۶مه/ په څلورمه ورځ هم په نازک ډول پرمخ روان دی.‌

که د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ اورکم دوام وکړي، داسې تمه شته چې د شنبې په ورځ /د کب ۱۰مه/ په دوحه کې یوه تاریخي هوکړه لاسلیک شي.

که څه هم چې هوکړه داسې نه ده شوې چې بشپړ اوربند دې وشي -- یاغیان تاکید کوي چې هغه یوازې ځانګړې ښاري او پوځي ساحې تر پوښښ لاندې نیسي -- د طالبانو بریدونه په ډراماتیک ډول راکم شوي دي.‌

یوې افغان سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د کب په ۳مه د اورکم له پیلېدلو راهیسې د طالبانو بریدونه په اوسط ډول د ورځې ۷۵ څخه ۱۵ ته راښکته شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت د وضعې نازکتوب ته په پام سره وویل چې د سې شنبې په ورځ په کلیوالو سیمو کې په درې بریدونو کې ۵ تنه امنیتي منسوبین ووژل شول.

په ورته وخت کې، امریکایي ځواکونو اعلان وکړ چې په کونړ ولایت کې په دوه هوایي بریدونو کې یې د داعش څلور غړي وژلي دي.‌

داعش د «اورکم» برخه نه دی او متحده ایالات او طالبان یې په جلا جلا ډول تعقیبوي.

دغې ترهګرې ډلې په لومړي ځل په ۱۳۹۴ کال کې په افغانستان کې سر راپورته کړ چې څو کاله یې په ننګرهار ولایت کې ځمکې نیولې وې، او په ورته وخت کې یې د کابل په شمول د یو لړ وحشیانه بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیست.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لیګیت په ټوېټر ولیکل، «مونږ د افغانستان د خوندي کولو لپاره د داعش ترهګر چې هر چېرې پټ وي له منځه وړو، او په ورته وخت کې د متحده ایالاتو - افغان ځواکونو - طالبانو تر منځ د اورکم د هوکړې درناوی کوو.»

افغان حکومت د لیندۍ په میاشت کې وویل چې ځواکونو یې تر ډېره داعش ته ماتې ورکړې، خو د یادې ډلې ډېر غړي له ننګرهار څخه ووتل او په ګاونډي ولایت کونړ کې یې ځانونه خوندي کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له طالبانو څخه وروسته، داعش یوازنۍ افراطي ډله ده چې د افغانستان په لویو ښارونو کې به له تاوتریخوالي څخه ډکې او مرګانۍ حملې ترسره کړي، له دې امله،‌ په کار دی چې د هېواد په ختیځه برخه کې د ځانګړیو ځواکونو یو واحد توظیف کړای شي چې د یادې ډلې پر ضد جنګ وکړي.

ځواب ورکړئ

څوک د دې ضمانت کوي چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې په کېدلو سره به داعش نه قوي کیږي؟ د امریکا متحده ایالات باید حالات له نژدې څخه وڅاري او له طالبانو سره د هوکړې کولو څخه وروسته هره هغه ډله وځپي چې سر راپورته کوي.‌ افغانان په دې برخه کې وېره لري.

ځواب ورکړئ