امنیت

د هرات دیني عالمان د اورکم په بهیر کې د افغان ځواکونو تر شا ولاړ دي

د عمر راپور

له ۱۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو د کب په ۳مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو له ۲۰۷ ظفر قول اردو څخه لیدنه وکړه چې له هغوی څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. [عمر]

هرات -- له ۱۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو د کب په ۳مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو له ۲۰۷ ظفر قول اردو څخه لیدنه وکړه چې له طالبانو سره د اورکم په بهیر کې له افغان ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړي.

په هرات ولایت کې یوه دیني عالم مولوي سید محمد محسني وویل، دیني عالمانو له کلونو راهیسې له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی، او تل په خپلو خطبو کې د دغو ځواکونو ستاینه کوي.

هغه زیاته کړه، «مونږ ۲۰۷ ظفر قول اردو ته د دې لپاره راغلي یو چې امنیتي ځواکونه وهڅوو او هغوی ته وښیو چې مونږ د هغوی ملاتړ کوو او تر څنګ یې ولاړ یو. داسې هیله شته چې د طالبانو له خوا شوی اورکم په هېواد کې یوې تلپاتې او باوقاره سولې ته لاره هواره کړي.»

طالبانو، امریکایي او افغان ځواکونو هوکړه کړې چې د یوې اونۍ په مخه اورکم وکړي او دغه اورکم د کب په ۳مه پیل شو. دا له ۱۳۸۰ کال راهیسې په جګړه کې یوازې دویم ځل وقفه ده. همدارنګه، متحده ایالاتو او طالبانو هوکړه کړې چې له اورکم څخه وروسته د کب په ۱۰مه په دوحه کې د سولې یوه هوکړه لاسلیک کړي.

له ۱۰۰ څخه ډېر دیني عالمان د کب په ۳مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو په بېس کې راټول شول چې له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. [عمر]

له ۱۰۰ څخه ډېر دیني عالمان د کب په ۳مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو په بېس کې راټول شول چې له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. [عمر]

حسیني زیاته کړه، «مونږ غږ کوو چې د سولې پروسه کې امنیتي ځواکونه او د هغوی لاسته راوړنې خوندي کړای شي. امنیتي ځاکونو د تېرو ۲۰ کالو په اوږدو کې له افغانستان څخه په زورړتیا سره دفاع کړې ده. مونږ تمه لرو چې طالبان به د سولې پروسې سره له یوځای کېدلو څخه وروسته په افغانستان کې د امنیت په ډاډمنولو کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ کار وکړي.»

هغه وویل، «که مونږ قوي امنیتي ځواکونه ونه لرو، مونږ نشو کولی چې یوه د پایښت وړ سوله ولرو، یا د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د لاسوهنې مخه ونیسو.»

د هرات د حج او اوقافو ریاست د اسلامي ښوونو د څانګې رییس مولوي جلال الدین وویل، «دا د عوامو دیني وجیبه ده چې د زړه له تله د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي ځکه چې امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د هېواد دفاع وکړي او په سختو شرایطو کې امنیت یقیني کړي.»

هغه زیاته کړه، «د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر منسوبینو له افغانستان څخه د دفاع په لار کې ځانونه قرباني کړل، او دا زمونږ وجیبه ده چې د امنیتي ځواکونو د قربانیو په ستایلو سره د هغوی ملاتړ وکړو.»

هغه وویل، «مونږ د تاوتریخجنو پېښو راکمولو ته ښه راغلاست وایو، او هیله لرو چې هغه په هېواد کې د پایښت وړ سولې په لور یو ګام وګرځي.»

جلال الدین زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونه د افغانانو ګډه لاسته راوړنه ده، او د هغوی په جوړولو کې ډېرې هڅې شوي دي، له دې امله، په کار دی چې د تل لپاره هغوی وساتل شي.

هغه وویل، د سولې په پروسه کې باید د افغان عوامو او حکومت ټولې لاسته راوړنې خوندي کړای شي.

هغه زیاته کړه، «یو هېواد چې امنیتي ځواکونه نه لري داسې وي لکه یو کور چې دروازه یا دېوالونه نه لري، له دې امله، امنیتي ځواکونه باید فعال پاتې شي څو هغوی وکولی شي چې له هېواد او خلکو څخه ملاتړ وکړي.»

په تاوتریخوالي کې کموالی

د هرات ولایت اوسېدونکیو د طالبانو په بریدونو کې کموالي ته ښه راغلاست ویلی دی.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي میرویس رحماني وویل، «مونږ په حکومت او طالبانو باندې غږ کوو چې د سولې خبرې ترسره کړي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حل لاره ومومي. مونږ هیله لرو چې د تاوتریخوالي په پېښو کې کمی به په هېواد کې یو تلپاتې اوربند او سوله رامنځته کړي.»

رحماني وویل، «په کار دی چې اوربند اعلان شي چې مونږ په ټول افغانستان کې له نا امنۍ ... او د تاوتریخوالي له پېښو څخه خلاص شو.»

هغه وویل، «ملکي خلک، حکومت او طالبان ټول له جګړې څخه ستړي دي، او هر څوک سوله غواړي.»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي عبدالغني وویل، «مونږ اورکم ته ښه راغلاست وایو، او په امنیتي ځواکونو، طالبانو او نړۍ والو ځواکونو باندې غږ کوو چې په خپلو ژمنو ودرېږي او په جګړه او تاوتریخوالي کې ښکېل نشي.»

هغه وویل، دا چې طالبانو په تاوتریخوالي کې کمی او اورکم منلی دی، په کار دی چې هغوی یو تلپاتې اوربند او سوله اعلان کړي.

د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو یوه اوسېدونکي وکیل احمد محمدي وویل، «مونږ په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د کمي ملاتړ کوو، او هیله لرو چې په تاوتریخوالي کې کمی به وکولی شي چې په ټول هېواد کې یوه تلپاتې اوربند او تلپاتې سولې ته په رسېدلو کې مرسته وکړي.»

هغه وویل، په تاوتریخوالي کې کمی سولې ته د طالبانو زرغون څراغ دی او دغه ډله چمتو ده چې سوله وکړي.

د ممکنه ګواښونو لپاره چمتووالي

چارواکي وایي چې د اورکم له پیلېدلو راهیسې، امنیتي ځواکونو په لوېدیځه حوزه کې خپل عملیات ودرولي خو په لوړه کچه د تیارسۍ په حال کې دي.‌

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان برید جنرال ذبیح الله مومند د کب په ۳مه خبریالانو ته وویل، طالبانو تر اوسه پورې په لویدیځ زون کې هېڅ برید نه دی کړی.

هغه وویل،‌ امنیتي ځواکونه په ټول لویدیځ زون کې د تیارسۍ په حال کې دي، او که یوه امنیتي پېښه رامنځته کیږي یا یو څوک هڅه کوي چې په امنیتي ځواکونو باندې برید وکړي،‌ هغوی به له جدي غبرګون سره مخامخ شي.

مومند زیاته کړه، «کېدای شي چې د طالبانو په منځ کې ځینې افراد اورکم مراعت نه کړي، یا وغواړي چې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. پوره چمتووالي نیول شوي او هغوی به له منځه وېوړل شي.»

هغه وویل، افغان امنیتي ځواکونه د سولې د رامنځته کولو لپاره جګړه کوي خو هېڅکله به له یوه کمزوري موقف څخه سولې یا جګړې ته داخل نشي.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر بصیراحمد دانشیار وویل، په تاوتریخوالي کې کمی د دې غوره فرصت برابروي چې په افغانستان کې یو دوامدار اوربند او بالاخره سوله رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، «طالبان او امنیتي ځواکونه باید په خپلو ژمنو ودریږی او خپلې وسلې پورته نه کړي. کېدی شي چې د طالبانو یا حکومتي ځواکونو یوه کوچنۍ غلطي زمونږ په مخکې موجود فرصت زمونږ له لاسه وباسي.‌»

دانشیار وویل، «په تاوتریخوالي کې کمی ...له څو میاشتو هڅو او چنو وهلو څخه وروسته رامنځته شوی دی.»

هغه وویل، «د اورکم موده باید له یوې اونۍ څخه اوږده شي څو د حکومت او طالبانو تر منځ د باور فضا رامنځته شي او د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دغه دیني عالمان کولی شي چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول ولوبوي. دوی کولی شي له طالبانو او حکومت سره خبرې وکړي چې اوربند اوږد کړي. د یوې اونۍ اوږده اورکم په ترڅ کې، مونږ وکولی شوای چې د طالبانو، افغان اردو، افغان پولیسو او ملکي خلکو په شمول د سلګونو خلکو ژوند وژغورو. افغانان ډېر خوښ دي. خلکو د طالبانو تر کنټرول لاندې بېلابېلو سیمو ته سفرونه وکړل او طالبان هم هغو سیمو ته چې حکومت یې کنټرولوي راغلل. دا د ټولو افغانانو لپاره ډېر د خوښۍ خبرونه وو. د دې ټکي په پوهېدلوسره، په کار دی چې دیني عالمان له طالب مشرانو، سیاسي مشرانو او حکومتي مقاماتو څخه وغواړي چې د عادي خلکو د خوشحالولو لپاره یو څه وکړي او اوربند اوږد کړي.‌

ځواب ورکړئ