ديپلوماسي

د قسمي اوربند په پیلېدلو سره به متحده ایالات او طالبان د سولې د هوکړې د لاسلیکولو لپاره وخت وټاکي

ای اېف پي او سلام ټایمز

له آرشیف څخه را اخیستل شوي د ۱۳۹۶ د وږي د ۵مې په دې عکس کې، د متحده ایالاتو سمندري عسکر او افغان کمانډو ځواکونه په هلمند ولایت کې د یوه جنګي ټریننګ په ترڅ کې په داسې حال کې سره یوځای ولاړ دي چې د افغان هوایي ځواک یوه څرخکه پرې دپاسه الوت کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

له آرشیف څخه را اخیستل شوي د ۱۳۹۶ د وږي د ۵مې په دې عکس کې، د متحده ایالاتو سمندري عسکر او افغان کمانډو ځواکونه په هلمند ولایت کې د یوه جنګي ټریننګ په ترڅ کې په داسې حال کې سره یوځای ولاړ دي چې د افغان هوایي ځواک یوه څرخکه پرې دپاسه الوت کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په پام کې ده چې متحده ایالات او طالبان داسې یوه تاریخي هوکړه لاسلیک کړي چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسولو ته به لاره هواره کړي. دا خبر دواړو خواوو د جمعې په ورځ /د کب ۲مه/ څو ساعته وروسته له هغه اعلان کړ چې کابل وویل چې د یوې اونۍ په مخه اوږد اوربند به په ټول افغانستان کې د شنبې له ورځې څخه پیل شي.

که په تاوتریخوالي کې دا په نامه کمول کار ورکړي، دا به په دغې ستړې کوونکي جګړه کې یو لوی تغیر رامنځته کړي او داسې یوې هوکړې ته به لاره هواره کړي چې په نتیجه کې به یې امریکايي عسکر له ۱۸ کالو څخه ډېر وخت وروسته وځي.‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او طالبانو دواړو اعلامیې خپرې کړې او ویې ویل چې هغوی موافقه کړې چې هوکړه له یوې اونۍ اوږده قسمي اوربند څخه وروسته د کب په ۱۰مه په دوحه کې لاسلیک کړي.

پمپیو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، «متحده ایالاتو او طالبانو داسې پراخې خبرې ترسره کړي دي چې په افغانستان کې سیاسي حل او د جګړې پای ته رسولو ته لاره هواره کړي، د متحده ایالاتو او متحدینو د ځواکونو حضور کم کړي، او دا یقیني کړي چې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره داسې ونه کاروي چې متحده ایالاتو یا زمونږ متحدینو ته ګواښونه پېښ کړي.»

ولسمشر اشرف غني د کب په ۲مه د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده ایالاتو مستشار راس وېلسن او په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ګوري څو په تاوتریخوالي کې د یوې اونۍ اوږده پلان شوي کموالي په هکله خبرې اترې وکړي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د کب په ۲مه د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د متحده ایالاتو مستشار راس وېلسن او په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ګوري څو په تاوتریخوالي کې د یوې اونۍ اوږده پلان شوي کموالي په هکله خبرې اترې وکړي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

پمپيو وویل، «تمه ده چې د دغه پوهاوي په بریالي تطبیق سره د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ هوکړه پرمخ لاړه شي،» او زیاته یې کړه چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ خبرې اترې به «له هغه څه وروسته ژر پیل شي».

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل او طالب سرچینو مخکې ویلي وو، دمتحده ایالاتو، طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ‌ «په تاوتریخوالي کې کمی» به د شنبې له ورځې /د کب ۳مې/ څخه پيل شي.‌

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د دې اعلان هرکلی وکړ چې په ټول افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د کمي په هکله پوهاوی رامنځته شوی دی.‌

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «دا د طالبانو د ارادې او وړتیا لپاره غټ امتحان دی چې تاوتریخوالی کم کړي، او په صداقت سره له سولې سره مرسته وکړي.»

ستولتنبرګ وویل، «کېدای شي چې دا د افغانانو تر منځ مذاکراتو، تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي، او دا ډاډمنه کړي چې هېواد بیا هېڅکله د ترهګرو لپاره په یوه خوندي پټنځای باندې بدل نشي.»

هغه زیاته کړه، «ناټو د افغانستان له اوږدمهالي امنیت او ثبات سره ژمنه ده.»

متحده ایالات له یوه کال څخه ډېر وخت راهیسې له طالبانو سره په خبرو بوخت دي څو داسې یوې هوکړې ته ورسېږي چې د طالبانو له خوا د امنیتي تضمینونو او داسې ژمنې په بدل کې چې په کابل کې واکمن حکومت سره خبرې ترسره کړي، خپل په زرونو عسکر وباسي.

په تاوتریخوالي کې کمی راوستل به وښیي چې طالبان په خپلو ځواکونو باندې څنګه کنټرول لري او له هر ډول لاسلیک څخه مخکې به د هغوی صداقت معلوم کړي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل، جګړه مارې ډلې به د هوکړې له لاسلیکولو څخه مخکې «مناسب امنیتي حالت رامنځته» کړي.‌

په پاکستان کې د طالبانو یوې سرچینې وویل، که د کب په ۱۰مه هوکړه لاسلیک شي، د سولې د یوې لا پراخې هوکړې لپاره دې ته اړتیا ده چې د کب په ۲۰مه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې پيل شي.

آرام سئ

په کندهار ولایت کې چې د طالبانو اصلي ځای بلل کېږي، یوه یاغي ای اېف پي ته وویل چې هغه د ارام سئ حکم ترلاسه کړی دی.

خو په کندهار کې د طالبانو یوه بل قوماندان حافظ سعید هدایت وویل، هغه ته حکم شوی چې یوازې په غټو ښارونو او لویو لارو باندې له بریدونو څخه ځان وژغوري.‌

هدایت وویل، «دا په دې معنی چې ښایي په ولسوالیو کې تاوتریخوالی دوام ومومي.»

د بحران د نړۍ وال ګروپ یوه جیګپوړي تحلیلګر اندریو واټکېنز ای اېف پي ته وویل، په تاوتریخوالي کې کموالی راوستل «د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو لپاره لومړی ګام» دی.‌

«هغه خبرې به پخپله یوه سخته لاره وي چې تعقیبېږي به، خو د افغانستان د شخړې لپاره یو سوله ییز حل رامنځته کوي.»

د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱/ د طالبانو د مشر مرستیال وویل چې یاغیان له واشنګټن سره هوکړې ته «پوره ژمن» دي.‌

سراج الدین حقاني په نیویارک ټایمز کې د خپل نظر په یوه څرګندونه کې لیکلي، «مونږ له دښمن سره چې مونږ دوه لسیزې ورسره داسې سخته جګړه وکړه چې مرګ له اسمان څخه راورېده، په سختو خبرو کې ښکېل شو، او دا د دښمنیو د پای ته رسولو او زمونږ هېواد ته د سولې د راوستلو لپاره زمونږ ژمنتیا ښیي.»

حقاني همدارنګه د حقاني شبکې مشر دی. متحده ایالاتو دغه شبکه د یوه ترهګر ګروپ په توګه پېژندلې ده چې په افغانستان کې د افغان او د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونو پر ضد له جنګ کوونکیو څخه تر ټولو خطرناکه ډله ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که په افغانستان کې په ټول هېواد کې سوله راشي،‌ ټول خلک سولې ته اړتیا لري. مونږ به هم په دې خوښ اوسو چې که زمونږ په هېواد کې وطن سوزوونکې جګړه پای ته ورسیږي.

ځواب ورکړئ