ديپلوماسي

خلیلزاد د کورونا وایرس د بحران په ترڅ کې د بندیانو تبادله 'عاجل' کار وباله

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۱۸مه اخیستل شوی د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې لیدل کیږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۱۸مه اخیستل شوی د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې لیدل کیږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

واشنګټن -- متحده ایالاتو د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۸مه/ په افغان حکومت او طالبانو باندې زور واچاوه چې د ځندول شوي پلان په برخه کې پرمخ لاړ شي او بندیان ازاد کړي. نوموړي وویل چې د کوروناوایرس بحران عاجل حالت رامنځته کړی دی.

افغانستان تر پنجشنبې /د کب ۲۹مې/پورې ۲۲ تایید شوې پېښې لرلې، خو وېره شته چې دغه شمېر زیات شي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې ایران په زرګونو اخته شوي کډوال او زایرین په زور سره افغانستان ته راستانه کړل او په دې توګه یې د مرګوني وایرس د خپرېدا د مخنیوي لپاره د خوندیتابه لګول شوي معیارونه تر پښو لاندې کړل.

متحده ایالاتو د کب په ۱۰مه له طالبانو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې پر بنسټ به یې ځواکونه وځي او د یاغیانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو له پیلېدلو څخه مخکې به بندیان خوشې کیږي.

د متحده ایالاتو مرکچي چې له طالبانو سره یې هوکړې ته لاره هواره کړه، وویل، «متحده ایالات غواړي چې ژر تر ژره د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د هوکړې په اساس د بندیانو ازادېدل پیل شي.»

هغه په ټوېټر کې لیکلي، «کورونا وایرس د بندیانو تبادله عاجله ګرځوي؛ وخت ډېر مهم دی.»

هغه وویل، د دغې نړۍ نیوونکې ناروغۍ په پام کې نیولو سره کیدی شي چې دواړه لوري په مجازي توګه خبرې وکړي، خو بیا هم هغه هیله څرګنده کړه چې مخامخ خبرې به ترسره شي.

تر دې مخکې هغه غوښتنه کړې وه چې د یاغیانو او حکومت استازي په قطر کې، چې امریکا او طالبانو په کې یو کال مذاکرات ترسره کړل، وګوري، او د بندیانو د تبادلې د ترسره کولو په څرنګوالی موافقه وکړي.

د کابل - طالبانو تر منځ په ټپه ولاړ حالت

البته، افغان حکومت او طالبان د طالبانو د بندیانو د ډیرشمېر کسانو د خوشې کېدلو د مهالوېش په هکله سره نه جوړیږي.

ولسمشر غني د کب په ۲۱مه داسې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي. دا له متحده ایالاتو سره د طالبانو په هوکړه کې له افغان حکومت سره د سولې د مخامخ مذاکراتو د پیلولو لپاره د طالبانو یوه لویه غوښتنه وه.

طالبانو غوښتل چې د خبرو له پیلېدلو څخه مخکې هغوی ټول په یو وار ازاد شي، په داسې حال کې چې کابل غوښتل چې هغوی په ډلو ډلو کې خوشې کړي، خو په دې شرط چې د طالبانو چلند ښه شي.

افغان حکومت د بندیانو د خلاصون په بدل کې د وار له مخه شرطونو په توګه غوښتنې لرلې چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، دا ضمانت ورکړي چې خوشې شوي جنګیالي به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي او طالبان به د سولې مخامخ خبرې پیلوي.

دا چې طالبانو د غني په حکم کې راغلي شرطونه رد کړل، افغان حکومت تر اوسه پورې د طالبانو ۱۵۰۰ کسیزه ابتدایي ډله خوشې نه کړه، ځکه هغوی غوښتل چې دا کار د ښه نیت ښودلو په توګه وکړي.‌

دواړه لوري تر اوسه پورې د دغې مسئلې په هکله په ټپه ولاړ حالت کې دي.

یو ځل چې د حکومت او طالب هیئتونو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي،‌ پاتې ۳۵۰۰ بندیان به هر دوه اونۍ وروسته د ۵۰۰ کسانو په ګروپونو کې خوشې شي -- خو په دې شرط چې د تاوتریخوالي سطحه په پام وړ توګه کمه شوې وي.

خو طالبانو له دې قاعدې سره مخالفت ښودلی او وایي چې ۵۰۰۰ واړه بندیان دې ټول د بین الافغاني خبرو له پیلېدلو څخه مخکې خوشې کړای شي.‌

په نتیجه کې، حکومت د هغوی خوشې کول ځنډولي، او وایي چې کابل وخت ته اړتیا لري چې د بندیانو په هویتونو باندې بیاکتنه وکړي.

د دې هوکړې په اساس طالبان به ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کوي.‌

خلیلزاد وویل، طالبانو چې د حکومت پر ضد تاوتریخوالی یې نه دی درولی، د حکومت دا غوښتنه منلې چې خوشې شوي اورپکي به د جګړې ډګر ته نه ورستنیږي.‌

هغه وویل، «طالبان ژمنه کوي چې خوشې شوي بندیان به په هغو ژمنو باندې عمل کوي چې د سولې په هوکړه کې شوي او د جګړې ډګر ته به نه ور ستنېږي. په دې برخه کې سرغړونه به د سولې پروسه زیانمنه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان باید خوشې نه کړای شي، پرېږدئ چې ټول په کورونا ناروغۍ اخته شي ځکه چې طالبانو د کورونا ناروغۍ له امله د اضطراري حالت له اعلانېدلو سره سره په افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه نه دي درولي. هغوی هره ورځ په افغان امنیتي پوستو باندې بریدونه کوي. په نتیجه کې، د هېواد په لسګونو عسکر هره ورځ خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه ډله شرم نه لري، او په دې عاجل حالت کې هغوی خلک وژني. زه په طالبانو باندې تاکید کوم چې د افغانانو وژل ودروي. هغوی باید له خدای نه ووېریږي. د کورونا ناروغي چې نن ورځ خپره شوې ده په خلکو باندې د خدای غضب او عذاب دی.‌ خدای پاک په ځمکه کې د خلکو د عملونو له امله خفه دی. حتی حیوان داسې څه نه کوي چې نن یې انسان کوي. خلک باید توبه وباسي او خدای ته رجوع وکړي او دعاګانې او لمونځونه وکړي.

ځواب ورکړئ