امنیت

افغانان طالبان هڅوي ترڅو بهانې بس کړي او د سولې خبرې پیل کړي

د نجیب الله راپور

image

پخواني افغان طالب جنګیالي د ۱۳۹۸ د کب په ۱۱مه په جلال اباد کې په یو لړ مراسمو کې د حکومت د سولې او روغې جوړې د پروسې د برخې په توګه د وسلو له سپارلو څخه مخکې د خپلو وسلو تر څنګ ولاړ دي. افغانان وایي چې د طالبانو مشران باید د سولې د خبرو ځنډول ودروي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- شنونکي اوعام وګړي وایي، اوس چې ولسمشر اشرف غني منلې چې له بند څخه د طالب جنګیالیو د خوشې کولو لړې پیل کړي، یاده ډله له حکومت سره د خبرو ترسره کولو لپاره داسې بهانې لټوي چې له حکومت سره د سولې د خبرو مخه ونیسي.

غني د کب په ۲۰مه داسې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي. دا له متحده ایالاتو سره د طالبانو په هوکړه کې له افغان حکومت سره د سولې د مخامخ مذاکراتو د پیلولو لپاره د طالبانو یوه لویه غوښتنه وه.

افغان حکومت په خپل وار، د بندیانو د خلاصون په بدل کې د وار له مخه شرطونو په توګه غوښتنې لرلې چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، دا ضمانت ورکړي چې خوشې شوي جنګیالي به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي او طالبان به د سولې مخامخ خبرې پیلوي.

تر اوسه پورې، ۱۵۰۰ تنه طالب بندیان د ښه نیت ښودلو په توګه بښل شوي او د کب له ۲۴مې څخه نیولې هره ورځ به ۱۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کیږي.‌

یو ځل چې د حکومت او طالب هیئتونو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي،‌ پاتې ۳۵۰۰ بندیان به هر دوه اونۍ وروسته د ۵۰۰ کسانو په ګروپونو کې خوشې شي -- خو په دې شرط چې د تاوتریخوالي سطحه په پام وړ توګه کمه شوې وي.

خو طالبانو له دې قاعدې سره مخالفت ښودلی او وایي چې ۵۰۰۰ واړه بندیان دې ټول د بین الافغاني خبرو له پیلېدلو څخه مخکې خوشې کړای شي.‌

طالب چارواکو رویټرز ته ویلي چې د هغوی مشران د افغان حکومت له خوا له خوشې کېدونکو بندیانو څخه د جنګ میدان ته د نه تګ لپاره د تحریري ضمانتونو له اخیستلو سره مخالفت لري.‌

د غني ویاند د کب په ۲۱مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، د طالب بندیانو خوشې کول د ۴۰ کلن اوږده جنګ د پای ته رسولو لپاره د حکومت انعطاف څرګندوي، او زیاته یې کړه چې افغانستان له متحده ایالاتو سره د سولې د پروسې په تطبیقولو باندې کار کوي.‌

صدیقي وویل، «که طالبان د بندیانو په خوشې کولو سره تاوتریخوالي ته زور ورکوي، د خوشې کولو پروسه به ودریږي.»

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کب په ۲۳مه له آریانا نیوز سره په مرکه کې د افغان حکومت دا کار د سولې په لور یو غټ ګام وباله.

هغه وویل، طالبان باید دا تضمین ورکړي چې د هغوی خوشې شوي بندیان د جګړې ډګرونو ته ورستانه نشي.

طالبان د فشار اچولو وسیله لټوي

د پارلمان غړو، شنونکو او عادي افغانانو په طالبانو باندې تور لګولی چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو د ترسره کېدلو مخه نیسي.

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي پخواني استاد فاروق بشر وویل، د طالب بندیانو تدریجي خوشې کول یوه منطقي او بامسؤلیته طریقه ده او غني دا موقف د افغانانو په وړاندې د خپل مسؤلیت په اساس نیولی دی.‌

بشر وویل، «ضمانت ډېر مهم دی ځکه چې هغه به عامو خلکو ته دا اطمینان ورکړي چې خوشې شوي زندانیان به د جګړې ډګرونو ته بېرته ورستانه نشي او د حکومت او ټولنې په وړاندې به ونه دریږي.»

هغه د اورپکې ډلې له خوا د خبرو اترو ترسره کولو په وړاندې ناخوښۍ ته په اشارې زیاته کړه،‌ «طالبان له افغان حکومت سره د خپلو بندیانو د خوشې کولو هېڅ هوکړه نه لري او افغان حکومت دا حق لري چې بندیان په هره طریقه چې غواړي خوشې کړي. طالبان خپل ځانونه د سولې خبرو ته نه حاضروي او په دې توګه هڅه کوي چې سیاسي فوقیت ترلاسه کړي.»

په کابل کې د دفاع وزارت پخواني افسر او د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال دولت وزیري په طالبانو باندې غږ وکړ چې د ځان پټولو څخه دې تېر شي او ځانونه دې د سولې خبرو ته تیار کړي.

وزیري وویل، «افغان ولسمشر دا صحیح تصمیم نیولی چې د طالب بندیانو په خوشې کولو سره یې د خبرو ترسره کولو غوښتنه کړې ده، او طالبان باید د هغه پرېکړې ته ښه راغلاست ووایي.»

هغه زیاته کړه، د طالب بندیانو د خوشې کولو په هکله د افغان حکومت په حکم کې ذکر شوي شرایط مناسب دي، او له دې امله، طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او دا تضمین ورکړي چې د هغوی خوشې شوي غړي به د جګړې ډګر ته نه ځي.

په ولسي جرګه کې د لغمان ولایت یوې استازې ذیفنون ساپۍ ومنله چې د بندیانو د ضمانت په هکله د غنی موقف یو مسؤلانه کار دی چې کیدای شي د افغانانو امنیت پرې خوندي کړای شي.

هغې وویل، «که طالبان د هغوی د بندیانو له خوشې کېدلو څخه وروسته تاوتریخوالی کم نه کړي او هغوی دا خوشې شوي بندیان جنګ ته له ورستنېدلو څخه ایسار نه کړي، افغان حکومت باید د طالب بندیانو د خوشې کولو د حکم بیا ارزونه وکړي.»

ساپۍ د دې ټکي په زیاتولو سره چې افغانان له جګړې څخه ستړي شوي دي، وویل، «که تاوتریخوالی کم نشي، طالبان به د سولې خبرې پیل نه کړي او د یادې ډلې خوشې شوي بندیان به بېرته د جنګ میدان ته لاړ شي او خپل تاوتریخوالي ته به دوام ورکړي. دا به صحیح کار نه کوي.»

هغې زیاته کړه، «افغانان د حکومت او طالبانو دواړو له اړخه له جګړې څخه پوزې ته رسېدلي دي، له دې امله، طالبان باید عامو خلکو ته پاملرنه وکړي، او د بهانو جوړولو پرځای تاوتریخوالی کم کړي او سوله وکړي.»

د ښه نیت څرګندونه

عادي افغانان هم وایي چې هغوی له جنګ څخه ستړي شوي او افغان حکومت او طالبان باید سولې ته د رسېدلو لپاره خبرې پيل کړي.

ګل نبي چې ۳۵ کاله عمر لري او په کابل کې له یوې غیرحکومتي موسسې سره کار کوي، وویل، «که طالبان ځانونه افغانان بولي، هغوی باید پوه شي چې افغانان سوله غواړي ځکه چې هغوی دا جنګونه ډېر ولیدل.»

هغه وویل، «دا چې افغان حکومت طالب بندیان د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د ښه نیت ښودلو په پار خوشې کوي، له دې امله طالبان باید متقابل عمل وکړي او د خبرو ترسره کولو لپاره حاضر شي.»

په کابل کې په یوه حکومتي اداره کې یوې ملکي مامورې وږمې صدیقي چې ۲۸ کاله عمر لري، وویل، «زه پخپله نه غواړم چې د طالبانو بندیان دې خوشې کړای شي، خو دا چې زه له جنګ څخه ستړی شوی یم، که دا کار د سولې خبرو ته لاره هوارولی او له موږ سره سولې ته په رسېدلو کې مرسته کوي،‌ زه د دغو بندیانو خوشې کولو ته ښه راغلاست وایم.»

صدیقي وویل، «افغان حکومت د طالبانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه چې که د هغوی بندیان خوشې کړای شي، هغوی به له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي. اوس چې حکومت د هغوی بندیان خوشې کوي، طالبان باید نورې بهانې جوړول ودروي او د سولې خبرې پیل کړي.»

هغې وویل، «موږ په خپل حکومت باندې باور لرو او موږ هیله لرو چې د سولې د خبرو په ترڅ کې د تېرو ۱۹ کالونو په لاسته راوړنو، په ځانګړې توګه د بیان په ازادۍ او د ښځو په حقونو باندې جوړجاړی ونشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره
د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خلک د طالبانو د خوشې کولو په هکله اندېښنه لري. د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني وایي چې طالب بندیان به د ضمانت په مقابل کې خوشې کړای شي، خو د طالبانو ویاند وویل چې د سولې په هوکړه کې داسې شی نه دی ذکر شوی. د بندیانو په منځ کې د طالبانو مهم اشخاص هم شامل دي چې کولی شي په راتلونکي کې د طالبانو لیکې پیاوړې کړي او په افغانستان کې په سوله او جنګ باندې تاثیر وکړي. که دا ۵۰۰۰ طالب بندیان د جنګ میدان ته ستانه شي، امنیتي وضعه به خامخا د پخوا په نسبت بدتره شي، او د تېرو دوه لسیزه لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي. کورونا ناروغۍ او د طالبانو خوشې کولو دواړو په وروستیو کې افغانان په جدي اندېښنه کې اچولي دي.

ځواب ورکړئ