امنیت

افغانې کورنۍ چې جګړې سره جلا کړي دي له څو کاله شخړو څخه وروسته سولې ته هیلې لري

د هدایت الله راپور

محمد سرفراز چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې د دوه زامنو پلار دی او زامن یې یو د بل پر ضد -- یو په ملي اردو او بل د طالبانو په لیکو کې -- جنګیږي، له طالبانو او افغان حکومت څخه غواړي چې سره کېني او د هغې جګړې لپاره د حل لاره ومومي چې د دده کورنۍ یې سره وېشلې ده. [عبدالبصیر]

کندوز -- محمد سرفراز له تېرو شپږو کالونو راهیسې دا هیله لري چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او د دده د دو زامنو تر منځ سوله وشي.

یو زوی د حکومت په امنیتي ځواکونو کې خدمت کوي، او بل یې د طالبانو د ډلې جنګیالی دی.‌

اوس چې د متحده ایالاتو او د اورپکې ډلې تر منځ تېره میاشت د سولې تړون لاسلیک شو، سرفراز هیله مند دی چې بالاخره د هغه د زامنو تر منځ پخلاینه ممکنه ده.‌

سرفراز په بدخشان ولایت کې د امو راډېو یوه ځایي خبریال عبدالبصیر ته وویل، «زه شپږ بچیان لرم. زما یو زوی په هلمند ولایت کې د ملي اردو په لیکو کې خدمت کوي، او بل یې د طالبانو تر څنګ جنګ کوي.»

په عکس کې، محمد سرفراز چې ۵۷ کاله عمر لري د کب په ۹مه د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار په اولیا کلي کې لیدل کیږي. [عبدالبصیر]

په عکس کې، محمد سرفراز چې ۵۷ کاله عمر لري د کب په ۹مه د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار په اولیا کلي کې لیدل کیږي. [عبدالبصیر]

سرفراز چې د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار په اولیا کلي کې اوسیږي، وویل، «زما هغه زوی چې په اردو کې خدمت کوي نشي کولی چې لاړ شي او هغه وویني، او هغه زوی مې چې له طالبانو سره دی نشي کولی چې کور ته راشي.»

دغه ۵۷ کلن پلار زیاته کړه، «موږ له جنګ څخه ستړي شوي یو او غواړو چې سوله راشي ترڅو زما بچیان بېرته کور ته راستانه شي او یو بل ته غېږ ورکړي.»

هغه وویل، «په تېرو شپږو کالونو کې په ما باندې ډېر سخت وخت تېر شو او هڅه مې کوله چې زوی مې له طالبانو څخه بېرته راولم، خو زما هڅې بریالۍ نشوې. زما هغه زوی چې له طالبانو سره دی زما عسکر زوی او زما د کورنۍ نور غړي څو ځلې په مرګ وګواښل.»

سرفراز تمه لري چې یوه ورځ به د هغه بچیان نور یو د بل دښمنان نه وی او یو ځل بیا به یو بل ته د ورونو په څېر غېږې ورکړي.

د کورنیو درد

نورو افغان کورنیو هم د مشابه دردوونکیو تجربو یادونه وکړه، او ویې ویل چې هغوی په هېواد کې یو تلپاتې اوربند ته په تمه دي.

صابره چې ۳۰ کاله عمر لري او مېړه یې فیض الله له حکومتي ځواکونو سره کار کوي، وویل، «ما خپل لېور او یور له شپږو کالونو راهیسې نه دي لیدلي. زه هیله لرم چې د سولې په راتګ سره هغوی ووینم.»

هغې وویل، «موږ له جنګ څخه ډېر ستړي یو. موږ ټول باید یوځای واوسیږو، او جنګ او وینه تویول باید پای ته ورسیږي.»

د وردوج ولسوالۍ د باشان کلي یوه اوسېدونکي مولوي صفی الله وویل،‌ «ما خپل دوه ورونه، یو وراره، یوه ترور او تقریبا ۱۰ نور خپلوان د طالبانو او حکومت تر منځ جګړو کې له لاسه ورکړل.»

صفی الله وویل هغه تېر کال په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو د تاوتریخوالي په ترڅ کې د خپلې کورنۍ تقریبا ۲۲ غړي او خپلوان له لاسه ورکړل.‌

هغه وویل، «موږ له جنګ څخه ستړي شوي یو او یوه تلپاتې سوله غواړو. طالبان باید د خلکو ژوبلولو ته دوام ورنه کړي، او هغوی باید د سولې له دې فرصت څخه په استفادې سره تاوتریخوالی پای ته ورسوي.»

سولې ته هیله مندي

په داسې حال کې چې اوس د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې هوکړه شوې، اورپک ګروپ پر افغان ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړی چې د کابل او د طالبانو تر منځ د سولې په خبرو یې سیوری غوړولی دی. په پام کې وه چې دغه خبرې د کب په ۲۰مه پيل شي خو پیل نشوې.‌

متحده ایالاتو ژمنه کړې چې که طالبان په افغان ځواکونو باندې بریدونه وکړي،هغوی به د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

په بدخشان ولایت کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان وایي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي له دوام سره سره، د سولې د هوکړې له لاسلیکېدلو څخه وروسته د جنګ پای ته رسولو ته هیلې زیاتې شوي دي.

په دغه ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد حسین عالمي وویل، په بدخشان کې د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره په لسګونو غونډې شوي دي.

هغه وویل، «په فیض اباد ښار او د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې په دغو غونډو کې دیني عالمانو، د مدني ټولنې فعالانو، قومي مشرانو، ښځو او ځوانانو برخه اخیستې وه، او په یوه غږ یې د سولې پروسې او په تاوتریخوالي کې کمي څخه ملاتړ اعلان کړ.»

د بدخشان د ولایتي شورا یوه غړي عبدالله ناجي نظري وویل، د سولې د هوکړې لاسلیکولو افغانان په هېواد کې د جګړې او ګډوډۍ پای ته رسولو ته هیله مند کړي دي.‌

ناجي وویل، «موږ د بدخشان په ګډون په ډېرو ولایتونو کې داسې مثالونه لرو چې ښیي چې د یوې کورنۍ غړي یو د بل پر ضد جنګ کوي ځکه چې هغوی مخالفو جهتونو کې خدمت کوي.»

هغه وویل، «موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې د جګړې په پای ته رسولو او افغانستان ته د سولې په راوستلو کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي، ځکه چې دا کار به عام خلک له ژوبلېدا، فقر، بدبختۍ او ناامنیو څخه وژغوري.»

ناجي وویل، جنګ او ناارامۍ حتی تر ټولو نږدې خپلوان یو د بل پر ضد را پورته کړي دي، او زیاته یې کړه چې، هغه هیله مند دی چې د سولې خبرې به داسې دښمنیو ته د پای ټکی کېږدي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا افغان وژنه باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي. په دې هېواد کې، افغانان وژل کیږي. طالبان او عسکر دواړه د دې هېواد بچیان دي. ډېرې کورنۍ داسې دي چې د هغوی ځینې بچیان له اردو سره کار کوي خو نور یې د طالبانو په لیکو کې جنګ کوي. د څلوېښتو کالو اوږد جنګ د ګاونډیانو، په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران له خوا پیل شوی دی. افغانان باید هوښیار شي او دې ویجاړوونکي او خونخور جنګ ته د پای ټکی کیږدي.

ځواب ورکړئ

خلک د څلوېښت کلنې جګړې له امله واقعاً له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي. ډېرو خلکو د جنګ له امله خپل کورونه پرېښي او په نورو ځایونو کې یو ناوړه ژوند پرمخ بیایي. نړۍ واله ټولنه باید ژر تر ژره په دې هېواد کې سوله راولي. جنګ بس دی. خلک سوله غواړي.‌

ځواب ورکړئ