امنیت

متحده ایالاتو وویل که طالبان د سولې تړون څخه سرغړونو ته دوام ورکړي نورغچ به هم ترې واخلي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونه په تېره کب میاشت کې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د قاطع ملاتړ ماموریت په ملاتړ کې جنګي عملیات ترسره کوي. [د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني]

د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونه په تېره کب میاشت کې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د قاطع ملاتړ ماموریت په ملاتړ کې جنګي عملیات ترسره کوي. [د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني]

کابل -- د متحده ایالاتو یوه پوځي ویاند، وروسته له هغه چې امریکایي ځواکونو د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۴مه/ د طالب جنګیالیو پر ضد یو هوایي برید ترسره کړ، وویل، د متحده ایالاتو پوځ طالبانو ته چې د افغان حکومتي ځواکونو پر ضد تاوتریخوالی کوي، خبرداری ورکړ چې د متحده ایالاتو له لا نورو غبرګونونو سره به مخامخ شي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لیګیټ په یوه ټویټ کې لیکلي، دغه هوایي برید هغه طالب جنګیالي په نښه کړل چې په هلمند کې یې د افغان اردو د تلاشۍ په یوه پوسته باندې پرله پسې بریدونه کول.

هغه په خپل ټویټ کې لیکلي، «دا یو دفاعي برید وو او هدف یې دا وو چې د هغوی د برید مخه ونیسي.»

په هلمند ولایت کې د هوایي برید -- چې په ۱۱ ورځو کې دننه په لومړي ځل ترسره شو -- خبر وروسته له هغه مخته راځي چې متحده ایالاتو او طالبانو افغانستان ته د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره یوه تاریخي هوکړه لاسلیک کړه.

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۴مه په کندوز ولایت کې د طالب اورپکو له خوا له یوه برید څخه وروسته د افغان ملي اردو په یوه پوسته کې په پيره ولاړ دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۴مه په کندوز ولایت کې د طالب اورپکو له خوا له یوه برید څخه وروسته د افغان ملي اردو په یوه پوسته کې په پيره ولاړ دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو یوې اېف - ۱۸ الوتکې د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۳مه د افغانستان په سر د رڼا یوه لیکه اېستلې روانه ده. متحده ایالاتو د هغو طالب اورپکو پر ضد یو هوایي برید ترسره کړ چې په افغان ځواکونو باندې یې بریدونه کول او له وروستي لاسلیک شوي تړون څخه یې سرغړونه کوله. [د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني]

د متحده ایالاتو یوې اېف - ۱۸ الوتکې د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۳مه د افغانستان په سر د رڼا یوه لیکه اېستلې روانه ده. متحده ایالاتو د هغو طالب اورپکو پر ضد یو هوایي برید ترسره کړ چې په افغان ځواکونو باندې یې بریدونه کول او له وروستي لاسلیک شوي تړون څخه یې سرغړونه کوله. [د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني]

خو په دوحه کې له لاسلیک راهیسې، اورپکو هڅې پيل کړي چې د افغان ځواکونو پر ضد تاوتریخوالی زیات کړي، او په دې توګه د کابل او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو یې چې په پام کې ده د کب په ۲۰مه پیل شي، د خفګان سیوری غوړولی دی.

طالبانو له دوشنبې راهیسې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۶ ولایتونو کې په لسګونو بریدونه ترسره کړي.

لیګیټ وویل، د یاغیانو ډلې د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۳مه/ یواځې په هلمند کې د تلاشۍ په پوستو باندې ۴۳ بریدونه ترسره کړي دي.

په نتیجه کې، په لسګونو امنیتي منسوبین او خلک وژل شوي او ټپي شوي دي.

طالبانو ته خبرداری

لیګیټ زیاته کړه، «د طالبانو مشرتابه له نړۍ والې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې هغوی به تاوتریخوالی کم کړي او بریدونه به نه زیاتوي. موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې غیرضروري بریدونه ودروي او په خپلو ژمنو باندې ودریږي.»

هغه زیاته کړه، «لکه څنګه چې موږ ښودلې ده، موږ به د اړتیا پر وخت له خپلو شریکانو څخه دفاع وکړو.»

هغه وویل، «چې خبره پاکه وي: موږ سولې ته ژمن یو، خو موږ دا مسؤلیت لرو چې له خپلو [افغان] شریکانو څخه دفاع وکړو.»

لیګیټ وویل، په داسې حال کې چې افغان حکومت او متحده ایالاتو د هوکړو په برخه کې خپل وجایب پوره کړي دي، طالبان «داسې ښکاري چې دا فرصت ضایع کوي او د خلکو رضایت له پامه غورځوي.»

د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد ای اېف پي ته وویل، «په تېرو دوه ورځو کې، موږ په هلمند کې د طالبانو تر ټولو سخت بریدونه ولیدل.»

هغه زیاته کړه، «هغوی په ګڼ شمېر ولسوالیو او پوځي بېسونو باندې بریدونه کړي دي.»

حکومتي چارواکو د چارشنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، یاغیانو په نورو ولایتونو کې د شپې په مخه په یو لړ بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغان عسکر او پولیس ووژل.

د ولایتي شورا یوه غړي صفی الله امیري وویل، «طالب جنګیالیو تېره شپه د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د اردو په لږ تر لږه درې پوستو باندې بریدونه وکړل چې ۱۰ تنه عسکر او ۴ پولیس یې ووژل.»

د دفاع وزارت یوه چارواکي چې د نوم نه اخیستلو په شرط یې له ای اېف پي سره خبرې کولې د اردو د تلفاتو شمېر تایید کړ، په داسې حال کې چې د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري د پولیسو تلفات تایید کړل.

همدارنګه یاغیانو د چارشنبې په شپه په اروزګان ولایت کې په پولیسو باندې برید وکړ او د والي ویاند زړګي عبادي ای اېف پي ته وویل چې شپږ پولیس افسران ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.

د سولې لاره

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان امریکایی جنرال سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ په کابل کې له افغان ځواکونو سره په یوه کتنه کې وویل، له طالبانو سره شوې هوکړه په نازک حالت کې ده.

طلوع نیوز د مېلر له قوله وویل، د افغان ځواکونو پر ضد د طالبانو زیات شوی تاوتریخوالی «هوکړې ته خطر جوړوي، که نه هوکړه ساتل سخت دي.»

هغه وویل، «په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د کموالي دوره د افغانانو لپاره یوه مهمه دوره او د سولې په لور یوه مهمه تګلاره وه.»

هغه زیاته کړه، «ټول لوري ... وظیفه لري څو ډاډمنه کړي چې په تګلاره باندې تګ شونی دی. موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره پاللې ده، او دا پالنه مو د دې لپاره کړې چې موږ پوهیږو چې دا د افغانانو غوښتنه ده.»

مېلر وویل، که طالبان خپل وجایب ترسره نه کړي، «موږ مجبور یو چې له اړتیا سره سم غبرګون وښیو.»

هغه وویل، نړۍ وال ځواکونه به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه وویل، «کله چې افغان ځواکونه اړتیا ولري موږ به ورسره هوایي مرسته وکړو... دغه ملاتړ دوام لري، او موږ به له افغان امنیتي ځواکونو څخه دفاع وکړو.»

د طالبانو غلطه محاسبه

د سولې د هوکړې د شرایطو په اساس، متحده ایالات او نور بهرني ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې دننه له افغانستان څخه وځي، او په بدل کې یې طالبان امنیتي تضمینونه ورکوي او دا ژمنه کوي چې یاغیان به په کابل کې له ملي حکومت سره خبرې ترسره کوي.

طالبانو په ټولنیزو رسنیو د افغان حکومت له خوا د هغو ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون د ردولو له امله، چې د متحده ایالاتو - طالبانو په هوکړه کې یې ذکر راغلی دی، غوسه څرګنده کړې ده.

د یاغیانو له خوا له مکررو ادعاوو سره سره، د هوکړې عبارت په صراحت سره بیانوي چې د بندیانو تبادله «د ټولو اړوندو لوریو همغږۍ او تایید» ته اړتیا لري.

هوکړه په صراحت سره وایي چې، «متحده ایالات تعهد کوي چې له ټولو اړوندو لوریو سره په سملاسمي توګه په داسې یوه پلان باندې کار پیلوي چې د ټولو اړوندو لوریو د همغږۍ او تایید په اساس د باور جوړونې د یوه ګام په توګه ژر تر ژره جنګي او سیاسي بندیان خوشې کړي.»

ولسمشر غني، په هوکړه کې د بیان شوي خپل حق په اساس، د کب په ۱۱مه وویل چې هغه به د بین الافغاني خبرو د ترسره کولو د یوه شرط په توګه له دې ځانګړې برخې سره توافق ونه کړي. پرځای یې هغه وویل، یو ځل چې خبرې اترې پيل شي د بندیانو د تبادلې په هکله به خبرې وشي.

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي اسدالله ولوالجي د غني د موقف په تایید کې وویل، «لومړی، په وینا او عمل کې د طالبانو د صداقت تاریخ ته په پام سره، د افغانانو تر منځ د سولې له هوکړې څخه مخکې د زرګونو طالب بندیانو خوشې کول غیر منطقي او غلطه ده.»

هغه وویل، «دویم، له متحده ایالاتو سره د طالبانو د سولې تړون په مستقیم ډول دا نه بیانوي چې له هوکړې څخه وروسته به د طالبانو بندیان خوشې کیږي. هغه وایي چې د طالب بندیانو خوشې کېدل به له ښکېلو لوریو سره په همغږۍ کې ترسره کیږي. د جګړې د یوه لوري په توګه له افغان حکومت سره همغږي یو له لوازمو څخه دی.»

هغه وویل، «له متحده ایالاتو سره د سولې د هوکړې په غلط تفسیر سره، طالبان غواړي چې خپل کسان د افغانستان له زندانونو څخه ازاد کړي او په دې توګه خپلې پوځي لیکې پیاوړې کړي.»

افغان حکومت تېره اونۍ یو پلاوی قطر ته ولېږه چې له یاغیانو سره «ابتدایي تماسونه» پيل کړي، خو د طالبانو ویاند سهیل شاهین د سې شنبې په ورځ وویل چې اورپکي به د کابل استازو سره، د خپلو بندیانو د خوشې کولو په هکله له خبرو اترو پرته، ونه ګوري.

له اسلام سره مخالف

د کابل ښار یوه اوسېدونکي محمد ذبیر وویل، «د یوې اونۍ اوږده اورکم او له طالبانو سره د متحده ایالاتو تړون موږ ته د سولې او اوربند په برخه کې هیلې راکړې، خو له بده مرغه چې طالبانو د هوکړې پر خلاف عمل وکړ... او په افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو باندې یې بریدونه زیات کړل.»

ذبیر زیاته کړه، «د یوې اونۍ اوږده اورکم څخه وروسته د جګړې په اعلانولو سره، طالبانو ثابته کړه چې هغوی خپلې ژمنې نه ترسره کوي او په افغانستان کې د سولې د راوستلو او د جګړې د پای ته رسولو اراده نه لري.»

په کابل کې یوه دیني عالم محمد سالم حسني وویل، «افغانانو تمه لرله چې طالبان به د اورکم مودې ته دوام ورکړي او تاوتریخوالي ته به مخه نه کړي.»

هغه وویل، «خو له بده مرغه چې طالبانو یو ځل بیا -- د اسلام او د افغانانو د ارادې خلاف -- تاوتریخوالی پیل کړ او د افغان امنیتي خواکونو او افغانانو پر ضد یې جنګ اعلان کړ.»

حسني زیاته کړه، «د افغان ځواکونو پر ضد جنګ، چې ټول یې مسلمانان دي، ممنوع دی.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له خپلو ټولو متحدینو په ځانګړې توګه امریکا څخه هیله کوم چې د افغانانو تر منځ د سولې د مسئلې په هکله متناقضې څرګندونې ونه کړي ځکه چې داسې کول به زمونږ دښمنان لا نور زړور کړي او د خلکو، په ځانګړې توګه د هېواد د امنیتي ځواکونو په مورال باندې به منفي اغېز وکړي.

ځواب ورکړئ

سوله او امنیت د انسان حیاتي اړتیاوې دی. انسان په ټولنه کې یوازې هغه وخت پرمختګ کولی شي او نېکمرغي ترلاسه کولی شي چې د خدای (ج) دغه تحفه ولري، خو له بده مرغه چې د تاریخ په اوږدو کې زمونږ په هېواد کې سوله او امنیت لرل په یوه نه پوره کېدونکې هیله باندې بدل شوي دي. زمونږ خلک د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ تېر اوربند ته لږ خوشحاله شول، خو کله چې جنګ بیا پیل شو هغوی خفه شول، او اوس خلک په یوه مبهم حالت کې ژوند کوي. خدای دې په دې غریبو خلکو باندې رحم وکړي. زه نور څه نه لرم چې ویې وایم. مرګ په ټولو هغو لوریو باندې چې د افغانستان غریب خلک وژني.‌

ځواب ورکړئ

کله چې متحده ایالات پوهېدل چې طالبان به هوکړې ته ژمن پاتې نشي، بیا یې ولې له طالبانو سره هوکړه کوله چې هغوی به په افغان حکومت باندې فشار واچوي چې له بین الافغاني خبرو څخه مخکې ۵۰۰۰ بندیان ازاد کړي؟ هغوی باید دا خبره په هوکړه کې نه وای ذکر کړې، او باید چې طالبانو ته یې ویلي وای چې دا مسئله به په بین الافغاني خبرو اترو کې حل شي. متحده ایالاتو دا کار قصداً وکړ چې د هغوی له وتلو څخه وروسته افغانستان ته سوله رانشي او یو ځل بیا کورني جنګونه پیل شي. نو، داسې لیدل کیږي چې امریکا د افغانستان په مسئله کې صادقه نه ده. په حقیقت کې،‌ خلک ډېر خفه شوي دي، او د دې هېواد په مخکې کومه روښانه راتلونکې نه لیدل کیږي.‌ هر څه تت او مبهم دي.

ځواب ورکړئ